د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

عادل

02.10.2016 11:36    |   محمدعمر(عادل) جهاد وصلح حزب اسلامی

درحال که همه مردم واحزاب موافق ومؤید صلح هستند اینها مخالفت نشان دادند تا اسم شان در صدر رسانه ها بیاید وبتوانند از سفارتخانه ها پروژه بدست بیاورند. اینها باید بداند که دیگر نمی توانند با شعارهای فریبنده خود افکار ملت مجاهد وجوانان مؤمن وبیدار ما را شکار کند.

26.09.2016 12:11    |   محمدعمر(عادل) سوله او دمبارزې ستونزمن پړاو

څرنګه چې حزب اسلامی دجهاد او هجرت په ډګر کی ترنورو ټولو ډلومخکښ وو او دژوند په هرډګر کی دخپل دردیدلی او مظلوم ملت لپاره یوه ښه اُسوه او بیلګه وه دارنګه دسولې او مذاکراتو په میدان کی هم دحزب اسلامی لخوا وړاندې شوی دبین الافغاني تفاهم طرحه دافغان قضیې په حل کې دټولو افغاني لورو لپاره نمونه او دلارې مشال وګرځید.

10.09.2016 10:11    |   امین الله عادل نور نه غواړم چې د ماجر کلیمه واورم!!

ماجره، ... کابلیه... او ګیلم جمه.... دا هغه ټکي وو، چې هره ورځ به مو د پېښوریانو لخوا اورېدل... لومړی خو په کېمپ کې اوسېدو خو کله چې ښار ته را کډه شوو نو یو او بل ځای به کرايي اوسېدو او تر ډېره به خپلو ګاونډیانو زموږ اصلي نومونه نه پېژندل او نه یې دا هڅه کوله، چې زموږ نومونه زده کړي بلکې زموږ د وړو او زړو نوم ماجر ؤ. (او ماجره، او ماجرې) زموږ ښه نوم هم ماجر ؤ او بد نوم مو هم ماجر ؤ. که به څوک را ته غوسه شول هغه به هم ویل [ورکشه ماجره، کابلیه] او که به پر چا ګران شوو هغه به هم راته ویل [یره ماجره..!]. موږ به خبره یا په خندا را اړوله یا به مو خپل ورمېږ وګراوه ځان به مو ناګاره کړ. وروسته بیا عادت هم شوو. هېڅ د ناراحتۍ احساس مو نه کاوه. ویل به مو چې ځه ماجر خو یو. خپل کور کلی مو پرې اېښی او دلته په پردي وطن کې اوسېږو.

22.08.2016 22:28    |   امین الله عادل چرسي زرک

په لوی قفس کې اچول شوی ؤ، ښه دانه ورته اچول کېده او ښه خدمت یې کېده. کله کله به یې چې غاړې کولې نو خاوند به یې هم په ناز سره دده غاړې تکرارولې. په دې سره به چرسي زرک ډېر د خوښۍ احساس کاوه. زرک هغه مهال ډېرې غاړې کولې چې بنګ به یې ور واچول. چرسي زرک که څه هم د خاوند لخوا په قفس کې اچول شوی ؤ او له آزادۍ څخه محروم ؤ، خو فکر یې کاوه چې ژوند همدا دی. خاوند یې چې ورته کښته پورته کېده نو فکر یې کاوه چې دده نوکر دی.

09.05.2016 10:22    |   عادل دننګرهار اسلامی پوهنتون دمحصلینو یوه تاریخی حماسه

د۱۳۸۴ کال دثور(۲۰) شلمه نیټه دافغانستان په تاریخ کی یوه نه هیریدونکی ورځ ده، پوره لس (۱۰) کاله وړاندی په همدې ورځ داسلامی نهضت مؤمنو بچیانودتاریخ په پاڼه کی خپل آینده نسل او جیل لپاره دقرآني انقلاب یوه نه هیریدونکې حماسه ثبت کړه. دا ورځ دهغو زړورو دین پالونکو محصلینو دمظاهرو او ملی قیامونو پیلامه ده چی بنسټ یی دننګرهاراسلامی پوهنتون بادرده او با احساسه محصلینو کیښود.

06.04.2016 12:12    |   بصيرالحق عادل پر پښتو ادب د سياست اغېز

يوه ټولنه هغه وخت مخته ځي چې ژبه يې مخکښه وي، د نورو ژبو سره سمه روانه وي، اقتصادي، سياسي، سوداګريزې او نورې چارې يې هم له دې امله ښې روانې وي چې نورې نړۍ ته يې ژبه مطرح وي او پېژندل شوي وي. موږ همېشه وايو چې: «موږ وروسته پاتې خلک يو.» دا په دې مانا چې د نورې نړۍ له خلکو وروسته پاتې يو، دوی ډېر مخکې دي، خو زموږ خپلو کارونو ته مو پام نشته چې ولې وروسته پاتې يو. د خپل وروسته والي لامل مو تر اوسه مالوم نه کړ، فقط دا يوه خبره کوو چې نا لوستي يو، علم نه لرو، بېسوادي ده او. . .

21.02.2016 12:39    |   بصيرالحق عادل احساساتي وياړونه او بې پوښتنې پښتو

نن چې مې فېس بوک خلاص کړ نو د نورو موضوعاتو ترڅنګ د ژبې د نړيوالې ورځې مبارکۍ تودې وې. پښتنو ځوانانو، ليکوالو، ښوونکو او پښتو خواخوږو هم هر يوه پر خپلې پاڼې ليکلي وو، پر پښتو وياړ کووم، وياړم چې پښتون يم، پر پښتو ليکل کووم او. . .

28.01.2016 11:38    |   بصيرالحق عادل د يوې لنډۍ دوې ماناوې

د منلي خبريال ډاکټر دواد جنبش خبره ده: «د پښتو ژبې په کان کې ډېر پټ لعلونه شته، خو که وپلټل شي.» رښتيا هم دا ژبه چې د هر وخت غليم يې د تاريخ ورکولو هڅه کړې او کوښښ يې کړی چې ټول شته خواږه ترې واخلي، خو د خپل غني ګړني ادب له برکته يې خواږه خوندي دي او له پېړيو پېړيو له يوه نسل ته بل ته لېږدول کيږي.

09.12.2015 11:54    |   عادل مومند په زده کوونکوکی د اختلال د رامنځ ته کیدوعوامل اودمخنیوی لاری

لکه څرنګه چی ټول انسانان په خپلومنځنوکی ډیر تفاوتونه لری چی دغه تفاوته یی د رنګ، قد، اندام له مخی په واضح ډول لیدل کیږی،مګریوتعدادنورخصوصیات او تفاوتونه د هغوی د فعالیتونوپه وخت کی څرګندیږی نوڅرنګه چی زمونږموضوع دزده کوونکوپه هغه فعالیتونوباندی راڅرخی چی دهغی فعالیتونوپواسطه دیوتعداد نورو زده کوونکودوخت ضایع اوپه تدریس کی د ښوونکی د مزاحمت سبب ګرځی چی دغه فعالیتونوته په لنډ ډول اشاره کوم

09.12.2015 11:54    |   عادل په ټولګی کی د ګروپی او مباحثوی کارارزښت په څه کی دی ؟

داچي د تدريس لپاره مختلف قسمه ميتودونه وجودلري اوهرميتود او طريقه په خاص ځاي او مــــوضوع لپاره د تطبيق او ارزښت وړدي ،نـــــودغه موضوع د ګروپــــي او مباحثي دميتودونو ارزښتونوپـــــه اړه ده ،نــــــوغواړم چي لومړي دغه ميتودونه په جلا جلاډول معرفي ورسته يي په ارزښتونوباندرڼاواچوم .

12.10.2015 15:37    |   بصيرالحق عادل وصال يې څومره خوږ دی

د دغې نعتيه ټولګې شاعر هلمند ميشتی شاعر حاجي عبدالهادي عمري دی، نوموړی وايي په دې کتاب کې يې ټول ۱۳۰ نعتونه راټول کړي دي.

05.09.2015 13:45    |   بصيرالحق عادل هلمند کې د لاريون خبرتيا

هلمند کې مدني ټولنې او سياسي ګوندونه د وږي په ۱۶مه چې راتلونکي دوشنبې سره برابره ده په پېژندپاڼو کې د «اسلام» او «افغان» کلمو په ملاتړ پراخ لاريون کوي.

07.06.2015 10:59    |   بصيرالحق عادل په کيسه کې کرکټر کښنه (پنځمه برخه)

دا چې کيسه ټوله پر کرکټر ورټوله وي او لوستونکی هم له کرکټر سره سم روان وي، د کرکټر په خوشالۍ ځان خوشاله او پر خپګان يې ځان خپه محسوسوي نو داهر څه به هله بريالي وي چې موږ د خپلې کيسې لپاره سم او وړ کرکټر ټاکلی وي. د بېلګې په ډول:

26.05.2015 10:36    |   بصيرالحق عادل رېبلې ګوته

ا چې موسم ورځ تر بلې توديږي، په ډېرو سيمو کې هوا ډېره ګرمه ده، ځينې غريب او بېچاره خلک د نفقې د پيدا کولو لپاره په اوړي کې بېکاره وي، له یوې خوا زموږ په ټولنه کې داسې کارو بار نشته چې هر څوک دې په کار شي او له بل پلو ډېره ګرمي سړی دې ته نه پريږدي چې کار وکړي.

14.05.2015 10:24    |   بصيرالحق عادل په کيسه کې کرکټر کښنه دويمه برخه

کرکټر د کيسې مهم او اساسي توکی دی او پرته له کرکټر کيسه نه جوړيږي او نه رامنځته کيږي. په ۱۳۵۴ل کې د آريانا کتابخانې لخوا د خپاره شوي انګليسې قاموس په ۱۳۴مخ کې د کرکټر مانا داسې شوې ده: ((کيفيت يا بڼه، سمبول چې د ژبې په ثبتولو کې پکاريږي، حيثيت او مقام، د اخلاقو مجموعه چې يو له بل بېلوي، د کيسې اتل.)) د کرکټر تعريف (پېژندنه):

03.05.2015 10:09    |   بصيرالحق عادل په کيسه کې کرکټر کښنه

مخکې له دې چې د کرکټر په اړه خبرې وکړو لومړی به په ټوليزه توګه په کيسه خبرې وکړو. کيسه د انسان له پيدايښت مخکې پيدا شوې، ځکه کيسه له ژوند سره او هغه څوک يا مخلوق چې ژوند کوي نو کيسې ورسره تړلي دي.

23.04.2015 22:14    |   بصيرالحق عادل تا به په خپل فکر کې څوک ځايوي

زموږ په ټولنه کې پخه ليکوالي مشرانو ليکوالو کړې ده، ځکه د پخې ليکوالۍ لپاره ډېر عمر په دې خاطر مهم دی چې اوږده او ژوره مطالعه او تجربه په ډېر عمر پورې تړلې ده.

11.04.2015 21:38    |   بصيرالحق عادل د کاروان په شعرونو کې انځوريزې ښکلاوې

ادب ورځ تر بلې د بدلون او پرمختګ په حال کې دی. څنګه چې يوه ټولنه ورځ تر بلې بدليږي، نوي نوي کشفيات کيږي، اسانتياوې رامنځته کيږي، ورسره سم ژبه او ادب هم پرمختګ کوي. پښتو ژبې او ادب هم بېلابېل پړاونه تېر کړي دي، چې په هره دوره او هره زمانه کې د وخت ليکوالو او شاعرانو په خپل ډګر او مسلک کې پهلواني کړې ده او ځانونه يې ازمايلي دي.

11.01.2015 13:22    |   عادل مومند دیوی ملی پالیسۍ او پلانګذارۍ مراحل او پړاوونه

داچی پالیسی د یو یا څو څرګندو او ضمنی تصامیمو نیول دی چی مونږ ته د راتلونکو تصمیمونو د لارښوونو لپاره اویا هم د پخوانیو تصمیمونود تطبیق لپاره کړنلاره برابره وی،نود پالیسۍ په جوړولوکی باید دری مهموبرخوته پاملرنه وکړو

15.07.2014 10:57    |   نجيب الله عادل افغانستان په اوسني دورکې دارالمعلمينونودرهبرۍ خصوصيات

رهبري هغه ځواک دی ،چې دانسانانوفکري اوجسمي پياوړتيا له مادي منابعوسره يوځاې داسې ترلارښوونې لاندې راولي ، چي هغوۍ په فردي اوياهم په ډليزه توګه يواجتماعي عمل ته اړباسي ،ليډرشيپ يوه متحرکه اومتقابله پروسه ده ، چې دانسانانوانرژي ګډ هدف خواته رهنمائي کوي .

14.07.2014 10:58    |   نجيب الله عادل دظاهرشاه دواکمني پرمهال دموکراسي

انساني ټولنه فطرتاّ دازادي اوهوسايني هيله لري هر نظام چي دموکراتيکه بڼه لرلي ده نودټولني دمنلووړګرځيدلي ده پدي وروستيوکي دوخت چارواکوهم ديته پام اړولي اودولس دهوسايني لپاره ددوي دخوښي نطام پلي کولو لپاره هلي ځلي کړي چي يوددي نه دمحمد ظاهرشاه دوخت واکمني ده چه تري يادونه کوم

11.03.2014 11:09    |   احمدشاه‌عادل د لطف‌الله‌خيرخوا صیب لیکنه او د شهادت ورځپاڼې ګواښ‌لیک!

د ښاغلي لطف الله خیرخوا له نامه سره تقریباً له پنځه شپږو کالو راهيسې اشنا یم. په ګڼو مجلو، ورځپاڼو او برېښناپاڼو کې مې يې خواږه شعرونه او ژورې لیکنې لوستي. دا نو له خیرخوا صیب سره زما فرهنګي یوه اړخيزه رابطه وه؛ ځکه یوازې ما پېژانده، له شاعرۍ او لیکوالۍ يې ګټمن کېدم، هغه لا نه پېژندم. بیا مې یو مهال ورسره له نژدې ولیدل، دا لرې رابطه په فرهنګي رابطې بدله شوه، لیکنې مو سره تبادله کولې، فرهنګي ناستې ولاړې مو سره لرلې. پنځه کاله هم کافي موده ده، چې یو انسان سړی وپېژني.

16.08.2012 11:36    |   محمد عمر عادل عید رمضان پاداش ماه صیام

عيد فطر این جشن پيروزى عليه طاغوت نفسی را به کسانی تبریک میگویم که که رمضان را روزه گرفتند، و به ضیافت و مهمانی خدا رفته، قلبهای خویش را صیقل واراده ای خودرامحکم نمودند خودرا از جهل خرافات، انحراف و گناه پاک ساخته ونفس اماره بالسوء خودرا در مدرسه و کورس یک ماهه رمضانی مهار، تربیه و تزکیه نمودند

22.02.2012 17:17    |   محمد عمر عادل دحوت ددویمې نیټې تاریخی پاڅون

دحوت ددویمی نیټی پاڅون یوځل بیا دقران دشمنانو ته داثابته کړه چی اوسپنه،زر اوزور د قرآن سپیڅلی رڼا نشی پټولی د متعال خدای سپیڅلی نور دا دقران پلوشی به ټولی نړی ته خوریږی دهمدی ستر اساسی قانون لارویان به هرومرو غالبیږی.

13.02.2012 19:36    |   محمد رسول عادل افغان كركټ لوبډلې د افغانانو هيلې بيا را ژوندۍ كړې

څوكاله وړاندې چې كله د افغانستان د كركټ بورډ كميټه جوړه شوه اوپه لومړي ځل يې له يوه ګاونډي هيواد سره لوبه وكړه ورو ورو يې د بخت ستورى په ځليدو شو اخر نورو اروپايي هيوادونو ته هم د سياليولپاره لاړل او تردې چې ښـې برياوې يې هم ترلاسه كړې خو دا سې وخت هم راغى چې د كركټ لوبډله مخ په نزول روانه شوه مياشت په مياشت د كمزوري كيدو خواته تلله.