د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

صدیق الله فدایي

28.11.2014 18:06    |   صدیق الله فدایي که د اسلامی دین په اړه د زیاتو معلوماتو غوښتونکي یاست

که د اسلامی دین په اړه د زیاتو معلوماتو غوښتونکي یاست، که د هیواد د تاریخی پیښو په اړه معلومات غواړئ، او یا د یوې فرهنګی خپرونې د لیدلو لیوال یاست، د صدیق اله فدایی د یوتوب کانال ته مراجعه وکړئ.

28.11.2014 13:24    |   صدیق الله فدایي د افغانستان په سوله او امن کې د دینی علماوو نقش

په افغاستان کې دینی عالمانو تل د ټولنې په مثبتو او منفی بدلونونو کې رول لوبولي دی. ډیر وخت په افغانستان کې دینی عالمان له دولت سره په تصادم او ټکر کې واقع شوي او زیات وخت یې هم د پردیو اشغالګرو پر ضد دآزادی لپاره تحریکونه او خوځښتونه رهبری کړي دي. ځیني وختونه دیني عالمان د دولتونو د لاس آله ګرځیدلې او استقلالیت یی نه دی لرلی. او په ځینو نورو وختونو کې هم د پاکستانی، ایرانی، سعودی او نورو کړیو لخوا د سیاسی موخو لپاره استعمال شوي دي.

28.11.2014 13:19    |   صدیق الله فدایي د اسلامی امت د خلاصون هلې ځلې

نن ورځ موږ ګورو چې اسلامي هیوادونه د لویو خطرونو سره مخامخ دي. له سودان نه نیولې تر کراچې پورې په ټولو اسلامي هیوادونو کې امن نشته، په زرګونو مسلمانان په بی ګناه توګه وژل کیږي او د مصر نه نیولې تر پاکستانه پورې مسلمان ځوانان له محکمې پرته په زندانونو کې ورځې شپې تیروی. عراق، افغانستان، پاکستان، سوریه، مصر او لیبیا د جګړې په اور کې سوځي او ورو ورو دغه بې امني نورو اسلامی هیوادونو ته لاره مومي.