د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

شیرین اغا جهانګیر

19.08.2010 08:56    |   شیرین اغا جهانګیر وینه - لنډه کیسه

د عملیات خونې دوه پټه دروازه په داسې حال کې پرانستل شوه چې د پاسه پرې سور څراغ روښانه و . ډاکتر له خونې رابهر شو او چاپک چاپک زمونږ پرلور راغی. زه او پلار مې دواړه وارخطا پاڅیدو او پوښتنه مو وکړه: خېر خو به وي ډاکتر صیب؟

18.08.2010 22:34    |   شیرین اغا جهانګیر وینه: لنډه کیسه

د عملیات خونې دوه پټه دروازه په داسې حال کې پرانستل شو چې د پاسه پرې سور ګروپ روښانه وو . ډاکتر له خونې رابهر شو او چاپک چاپک زمونږ په لور راغی. زه او پلار مې دواړه وارخطا پاسیدو او پوښتنه مو وکړه: خېر خو به وي ډاکتر صیب؟

08.08.2010 08:34    |   شیرین اغا جهانګیر د ننګرهار ولایت چارواکي د دوو قومونو ترمنځ د شخړې په مخنیوي کې پاتې راغلي.

په ننګرهار کې د دوو قومونو ترمنځ په شخړه کې چې د ۱۳۸۹لمریز کال د غبرګولي/جوزا په ۲۲ مه نېټه رامنځ ته شوه، دواړو قومونو ته درانه مالي او ځاني زیانونه واوښتل .

31.07.2010 08:00    |   شیرین اغا جهانګیر اوباماته لیک - د پښتنو پروړاندې تبعیض

دغه لیک د امریکې د متحده آیالاتو ولسمشر بارک اوباما، د متحده آیالاتو د ولسمشر مرستیالې هیلرې کلنټن، د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر جان کیري او لوړ پوړی غړی ریچارډ لوګر ته، د جرمني صدراعظمې انګیلا میرکل، د متحده ایالاتو د مهورو ورځپاڼو لیکوالانو او ځني نورو مهمو اشخاصو ته د ۲۰۱۰ زیږدیز کال د جون په ۱۲ نېټه لیږل شوی وو. پښتانه د معاصر افغانستان بنسټګران دي او هغه اساسي ډله ده چې د تیرو دوه نیمو پیړیو راهیسې د هیواد څخه دفاع کوي. ډیر د خواشینۍ ځای دی چې په دننه او بهر کې د ناسمو معلوماتو او د خپل منځي توکمیزې کینې له امله ددوي پر وړاندې له تعصب څخه کار اخستل شوی دی. پښتانه د افغانستان د نفوسو ۶۲٪ سلنه جوړوي ( وګورۍ! د واک فاونډیشن، د افغانستان توکمیز ترکیب، ۱۹۹۸، ډاکتر مصدق، سیاسي اخلاقي کمزورۍ او بهرني لاس وهنې، ۲۰۰۶)، او د دوي سره تر اوسه پورې د ګاونډیو هیوادونو، ایران، او پاکستان له لوري د هیواد څخه د تبعید شوو په څیر چلند کیږي او د طالبانو له راپرځیدونه ورورسته د ناټو او ایتلافي ځواکونو له لوري هم له دوی سره همدا ډول چلند کیږي.

14.05.2010 08:52    |   شیرین اغا جهانګیر هرات: د سړک د غاړې ماين پنځه پوليس ووژل

د غه پيښه تیر ماښام ناوخته د هرات ولایت د ګلران ولسوالۍ په مربوطاتو کې هغه وخت رامنځ ته شوه کله چې د سرحدي پولیسو رانجر موټر د ترکمنستان سره په پوله په ګزمه بوخت وو.

10.05.2010 05:49    |   شیرین اغا جهانګیر د کرکټ د ملي لوبډلې په ویاړ

پرون يې چې شمله د ټول افغان ګټلی دی نن هغه بیا زما د زړه میدان ګټلی دی

09.05.2010 20:37    |   شیرین اغا جهانګیر لنډه کیسه: د زرداد پاټک

په سړک کې د ولاړ ټوپک والا په اشارې سره موټر چلوونکی په بریک پښه راټینګه کړه او موټر يې ځای په ځای ودراوه. د بریک سره سم د ټایرونو غږ د سوارلیو په بدن کې وینه وچه کړه او په یو غږ يې له موټر چلوونکي نه پوښته وکړه: - استاذه! لږ احتیاط کوه! دا ته څه کوئ؟

31.03.2010 06:47    |   شیرین اغا جهانګیر هرات : په کشک کهنې ولسوالۍ کې د طالبانو او دولت ترمنځ سخته جګړه شوې ده

جګړه د سه شنبې په غرمه په یوه بجه پیل شو. . دولتي سرچينه چې نه يې غوښته چې نوم يې څرګند شي، وویل چې پنځه تنه پولیس اسیران شوي او په زیاته کچه دولتي مخالفین وژل شوي دي.

24.03.2010 08:20    |   شیرین اغا جهانګیر د هرات په رباط سنګي کې د طالبانو او سرحدي پولیسو ترمنځ نښته وشوه

نن سه شنبه د ۱۳۸۹ هجري لمریز کال ۳ چې د ۲۰۱۰ کال د مارچ له ۲۳ نېټې سره برابره ده، د هرات ولایت د رباط سنګي ولسوالۍ د ګله چا په سېمه کې چې د ترکمنستان پولې ته نږدې پرته ده،

21.03.2010 10:38    |   شیرین اغا جهانګیر سرحدي پوسته د طالبانو لاس ته پرېوته

د ۱۳۸۸ هجري لمریز کال د کب د میاشتې ۲۹ چې د ۲۰۱۰ زیږدیز کال د مارچ له ۲۰ نیټې سره برابره ده، د هرات ولایت، د رباط سنګي ولسوالۍ د ګله چا په سېمه کې د سرحدي پولیسو په یوې سرحدې پوستې باندې د طالبانو د حملې وروسته د سرحدي پولیسو د پوستې قمندان مړ او یو تن پولیس سخت ټپي شو. پېښه تېره شپه ناوخته پېل او د سهر تر ۳ بجو يې دوام وکړ.

01.03.2010 11:16    |   شیرین اغا جهانګیر د شېطان ژوند لیک

شېطان لومړی کس وو چې ځني کارونه يې سرته ورساوه. د هغه نه وړاندې چا دغه کارونه سرته نه وو رسولي. هغه کارونه چې شېطان يې په لومړي ځل سرته ورساوه، په لاندې ډول دي:

23.02.2010 11:37    |   شیرین اغا جهانګیر هرات : د طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ درنه نښته شوې

هرات : د طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ درنه نښته شوې

15.02.2010 21:37    |   شیرین اغا جهانګیر د هرات په نښته کې يو پوليس او دوه وسلوال وژل شوي دي

د یکشنبې په ورځ د هرات ولایت په دیرش کیلومترې، د کرخ په ولسوالۍ کې د دولت د مخالفینو او پولیسو ترمنځ سخته نښته وشوه.

20.01.2010 08:18    |   شیرین اغا جهانګیر د جنورۍ د ۲۸ غونډه، خوشبیني او مایوسۍ

د ۲۰۰۹ کال په پای کې جوته شوه چې دغه کال د دواړو؛ افغان ملت او د نړیوالو اشغالګرو ځواکونو لپاره چې په ۲۰۰۱ کال کې يې پردې هېواد یرغل وکړ، تر ټولو مرګونی کال وو. په هرحال، ۲۰۱۰ کال به د زیاتو هیلو او مایوسیو سره پیل شي.

17.01.2010 15:28    |   شیرین اغا جهانګیر چې پخپله په پښتو نه پوهېږو، له نورو ولې ګیله وکړو؟

راځې چې پښتو زده کړو!

10.01.2010 10:35    |   شیرین اغا جهانګیر ته مې تماشه

ته مې تماشه

31.12.2009 13:50    |   شیرین اغا جهانګیر دولت په رباطسنګي کې د طالبانو د وژلو ادعا کوي

پرون چهار شنبه د ۱۳۸۸ لمریز کال د مرغومې په ۹ نیټه د هرات ولایت د رباط سنګی ولسوالۍ د درزک په سیمه کې د ملی ارد او طالباونو ترمنخ نښتې وشوې.

22.12.2009 08:44    |   شیرین اغا جهانګیر دوې ډوډۍ

د اختر ورځ وو. هرې خواته خوشحاله خوشحالي وه. هر چا نوي جامې په تن کړې وې. د کلي د هټیو مخ ته ټول ماشومان سره راټول شوي وو. سړي خپلو ماشومانو ته ډېر د لوبو سامان واخسته او له هټې نه بهر شو. د هټۍ مخې ته په زړو او شلېدلو جامو کې وړه نجلۍ د اوښکو ډکې سترګې نیولې وې او ژړل يې او په ځیر ځیر يې د نورو ماشومانو نوو جامو ته کاته.

19.12.2009 11:36    |   ژباړن : شیرین اغا جهانګیر د چارلي چاپلین لیک خپلې لور ته

د چارلي چاپلین لیک خپلې لور ته

16.12.2009 06:09    |   شیرین اغا جهانګیر د هرات په رباط سنګي کې د امنيې قوماندان وژل شوی دی

د هرات په رباط سنګي کې د امنيې قوماندان وژل شوی دی

12.12.2009 07:53    |   شیرین اغا جهانګیر چاکلېټ

چاکلېټ

11.12.2009 15:50    |   شیرین اغا جهانګیر د جنت لار

د جنت لار