د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سپوږمۍ

30.08.2013 23:45    |   سپوږمۍ راډيو د څار اداره: په افغانستان کې د اداري فساد مخنيوي ته پاملرنه کمه شوې

په افغانستان کې د څار اداره د ټاکنو په رانږدې کېدو سره له افغان حکومته غواړي چې د اداري فساد د مخنيوي لپاره جدي اقدامات وکړي

11.05.2013 17:28    |   سپوږمۍ « ټلویزیوني خبریالي» د خبریالانو لپاره لارښود

« ټلویزیوني خبریالي» د لیکوال او ژورنالیست نذیراحمد سهار نوی کتاب دی، چې په ۲۲۸ مخونو او ۱۰۰۰ ټوکونو کې په کابل کې سپوږمۍ راډیو خپور کړی دی. دغه کتاب، چې د ښاغلي سهار له څوکلنو ټلویزیوني تجربو سرچینه اخلي، د افغان ژورنالیستانو او محصلانو لپاره د نوې ټلویزیوني خبریالۍ او دود ژانرونو او قواعدو په تړاو یو ګټور کتاب دی. په دغه کتاب کې د ټلویزیوني خبریالۍ پر دود ژانرونو، ټلویزیوني خبري سبکونو، انټرنیټي او انلاین ټلویزیوني تولیداتو، مخاطب پوهنې او ګڼو نورو مسایلو خبرې شوې، چې د افغان ژورنالیستانو او د ژورنالیزم د نویو لارویانو لپاره یې لوستل بې ګټې نه دي.

21.02.2011 22:22    |   سپوږمۍ سوړ ژمی، تاوده ځانمرګي او مظلوم ولس

په تیرو څو کلونو کې به چې کله د ژمي موسم راغی نو د دې خاوري خونړي او ازلي غلیمان به له جګړې څخه په نسبي توګه لاس سر او د آی ایس آی تر کنټرول لاندې تودو سیمو ته به ستانه شول خو سږ ژمی له نورو سره توپیر لري او په دې بیچاره، خوار او بې وزله ولس داسې د غم بړستن هواره ده چې یوه ورځ یې هم له مرګ، وژنې، ژوبلې او وینې تویدنې څخه په امان کې نه تیریږي. د دې بې وزلې خاورې کندهار، ننګرهار، کنړ، کندز، کابل، خوست، زابل، ارزګان، هلمند او هر طرف د ویر په ماتم اخته او د مظلومو افغانانو په وینو لړلی دی او دوزخي ځانمرګي او بې رحمه کفار یې ډله ډله بې وخته له منځه وړي.

30.06.2009 08:46    |   دسپوږمۍ رسنيزاوكلتوري مركزدخواخوږۍ پېغام له همت الله امين زي سره خواخوږي