د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سيد هاشم نعماني

14.10.2014 16:12    |   سيد هاشم نعماني «استشهاد که انتحار؟!» کتاب دريم ځل چاپ شو!

استشهاد که انتحار؟! کتاب، چې په لومړي ځل ۱۰۰۰ ټوکه او په دوهم ځل ۱۱۰۰ ټوکه چاپ شو، دا دی اوس له ځينو نورو زیادتونو او تصحيحاتو سره په دريم ځل ۲۰۰۰ ټوکه له چاپه راووت، چې په ښکلي ډيزاین او صحافت سره، په څه باندې (۲۰۰) مخونو کې خوندي دی، په نوموړي کتاب کې چې ښاغلي استاذ احمد ضیاء بریالي لیکلی، د قرآن کریم د مبارکو آیتونو، نبوي احاديثو، د صحابهء کرامو رضي الله عنهم د ژوند د ژوندیو پېښو، د څلورو مذاهبو د علمای کرامو، او د اسلامي نړۍ په ځانګړې توګه د عربي نړۍ د معاصرو محدثینو، فقهاوو، دعاتو او مفکرینو، د اقوالو، نظرونو او فتواګانو په رڼا کې په دقیق او مختصر ډول، د استشهاد او انتحار ترمنځ توپير پکې په ډاګه شوی دی. همدارنګه په دې ځل چاپ کې ملکي تلفات د اسلامي شریعت له نظره په مفصل ډول څېړل شوي.

08.02.2014 12:17    |   سيد هاشم نعماني استشهاد که انتحار؟

استشهاد که انتحار؟! کتاب، تېر کال په لومړي ځل ۱۰۰۰ ټوکه چاپ شو، دا دی اوس له ځينو زیادتونو او تصحيحاتو سره په دوهم ځل ۱۱۰۰ ټوکه له چاپه راووت، چې په ښکلي ډيزاین او صحافت سره، په (۲۰۰) مخونو کې خوندي دی، په نوموړي کتاب کې چې ښاغلي استاذ احمد ضیاء بریالي لیکلی، د قرآن کریم د مبارکو آیتونو، نبوي احاديثو، د صحابهء کرامو رضي الله عنهم د ژوند د ژوندیو پېښو، د څلورو مذاهبو د علمای کرامو، او د اسلامي نړۍ په ځانګړې توګه د عربي نړۍ د معاصرو محدثینو، فقهاوو، دعاتو او مفکرینو، د اقوالو، نظرونو او فتواګانو په رڼا کې په دقیق او مختصر ډول، د استشهاد او انتحار ترمنځ توپير پکې په ډاګه شوی دی.

21.01.2013 06:08    |   سيد هاشم نعماني د سياف د چلنج په ځواب کې (استشهاد که انتحار؟!) کتاب له چاپه راووت

کله چې د (وږي په اتلمسه) نېټه په رسنیو کې د استاذ عبد رب الرسول سیاف هاغه وينا خپره شوه، چې پکې د ټولې اسلامي نړۍ علماوو ته چلنج ورکړ شوی وه، او له هغوی نه یې غوښتي وه چې د استشهادي بریدونو روا والی دې کم تر کمه په یو کمزوري روایت ثابت کړي، نوموړي هغه حدیث شریف هم چې د انتحار په هکله راغلی پر استشهادي عملیاتو باندې حمل کړی وه. په هغه وخت کې د اسلامپالو ليکوالانو او حقپالو علماء کرامو لخوا ګڼ غبرګونونه او ليکنې په ځينو ویب پاڼو کې خپرې شوې، چې یو پکې د ښاغلي ليکوال استاذ احمد ضيا‌ء بریالی صيب هاغه ليکنه وه چې د سياف د یاد چلنج په جواب کې يې په یوولسو برخو کې، د نن ټکي اسيا د ويب پاڼې له ليارې د «سياف خانه! استشهاد که انتحار؟!» تر سرليک لاندې په مسلسل ډول، خپره کړه، چې د لوستونکو لخوا يې د ګرم استقبال په ترڅ کې، ښاغلي ليکوال څخه وغوښتل شول چې د کتاب په بڼه يې هم چاپ کړي، ترڅو ترې هاغه خلک هم ګټه واخلي چې نټ او کمپیوټر ته لاسرسی نه لري. هماغه وه چې په دې وروستيو ورځو کې د کتاب په بڼه هم، ترسترګو شو.