د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سرلوڅ مرادزی

22.07.2013 07:45    |   سرلوڅ مرادزی د اډو تړل که ترهګرو ته د زیات واک ناندرۍ

که څه هم سرتاج عزیزسره د خبری ګډ کنفرانس په مهال د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمي رسول وايي « د افغانستان دولت هیله من دی، چې د پاکستان له نوي حکومت سره په ټولو برخو کې خپلې همکارۍ ډېرې کړي. موږ غواړو له نوي حکومت سره د ترهګرۍ او توندلارۍ پرضد مبارزه، سیاسي همکاریو، د سولې په پروسې او د خلکو تر منځ په اړیکو کې د پام وړ همکاري ډېره کړو. بي بي سي» خو افغانان په غوڅه توګه له پاکستان څخه د ترهګرو اډو د جارو کیدو غوښتنه کوي! افغانان په افغانستان کې د پاکستان د لاسوهنو او تیریو د بندیدو غوښتنه کوي! او له پاکستان څخه د افغانستان په اړه د ستراتیژۍ د بدلون غوښتنه لري!

17.07.2013 13:45    |   سرلوڅ مرادزی د نواز شریف حکومت او د ترهګرۍ نوې څپې

د بهرنیو چارو مرستیال وزیر وايي :موږ باور لرو چې پاکستان د افغانستان په فدرالي کولو د هغه څه د ترلاسه کولو په لټه کې دی چې د طالبانو په وسیله یې په نیابتي جګړه کې لاس ته رانه وړل.

14.07.2013 16:35    |   سرلوڅ مرادزی د جولای ۱۲ مه، د ملالې یوسفزۍ نړیواله ورځ

ملالې یوسفزۍ همداراز د خپلې وینا په بله برخه کې زیاته کړه « یو ماشوم، یو ښوونکی، یو کتاب او یو قلم کولای سي نړۍ ته بدلون ورکړي او افراطیون زموږ په ټولنه کې له دغه بدلون څخه په ویره کې دي.»

01.07.2013 23:48    |   سرلوڅ مرادزی د ملوک الطوایفۍ او بیا کورنۍ جګړې ناکامې هڅې

د ملي جبهې تړانګې چې سرخیلي يي دوستم، محقق او ضیا مسعود کوي او د نظارشورا او جمعیت نورې ټوټې او نیمځالې ورسره ګنډلې دي، داسې انګیري چې شمال ته د طالبانو له نفوذه مخکې باید دا سیمه د مرکزي واک له چورلیځ ووځي او نیغ په نیغه د دوی تر واک لاندې راشي. بلخوا دا ټلواله د ځان په ګټه او د مرکزي واکمنۍ په زیان، په تبلیغ کې داسې کرشمې هم کوي چې شمال کې د طالبانو وېره او وهم چې هسې هم د طالبانو د واکمنۍ له لومړي پړاو څخه د خلکو په تحت الشعور کې ژور پروت دی، ، ښه ډېر وپړسوي او په اصطلاح اوبه خړې کړي او کبان ونیسي.

13.06.2013 19:23    |   سرلوڅ مرادزی د مارشال فهیم ستیانې او ګواښونه!

په خبرو کې د فهیم ډار او ټوله اندیښنه له نظارشورا، مقاومت او جهاد خیلو څخه ملي شخصیتونو ته د واک د لیږد پر محور راڅرخیده. فهیم او ډله يي چمتو ده چې د واک لپاره، نه یوازې پنجاب سره د ډیورند پر کرښه سودا وکړي بلکې له هر چا سره د افغانستان په پاشلو هم معامله وکړي!

01.06.2013 23:23    |   سرلوڅ مرادزی عطا محمد نور او له سرې لیکې د تېریدو ګواښ!

ولسي جرګه حق او دا دنده لري چې عطا محمد نورخپلې یوې عمومي غونډې ته راوغواړي او له هغه دا وپوښتي چې په کوم قانوني واک د هیواد مقننه قوه ګواښوي او د خپلې قانوني پریکړې په بېرته اخیستلو يي ډاروي ! ولسي جرګه باید له دولت څخه، دهیواد د مقنيني قوي په وړاندې د ګواښونو او بدماشي په جرم ، له ولایت مقام څخه د عطا نور د برطرفۍ غوښتنه وکړي.

28.05.2013 22:44    |   سرلوڅ مرادزی مسلم لیګ: د پیرنګي ډله

مسلم لیګ د پیرنګي ډله او د پیرنګي پاکستان دوه هغه سرلیکونه دي چې د ارواښاد عبدالولی خان د « باچاخان او خدايي خدمتګاري » د کتاب د لومړي ټوک له ۲۱۵ ــ ۲۲۰ مخونو څخه يي دلته د پاکستان د روانو حالاتو سره د تړاو په لامل رانقلوم.

26.05.2013 11:55    |   سرلوڅ مرادزی سیمه کې د افغانستان او هند د دوستۍ اغیز

د پاکستان په روستیو ټاکنو کې د مسلم لیګ بریا چې د ای ایس ای او پوځیانو په ملاتړ ترلاسه شوه، په سیمه کې به کړکېچ او تاوتریخوالی نور هم زیات کړي. داسې ښکاري چې ای ایس ای او پوځیان به د نواز شریف د مسلم لیګ او توندلارو مذهبي ګوندونو ترشا دا ځل ترپخوا زیات ودریږي او د پاکستان دننه به د سوله پالو او دیموکراتو ځواکونو سربېره، د افغانستان او کشمیر په جبهو کې، خپل روستي بریدونه او یرغلونه پیل کړي.

16.05.2013 00:45    |   سرلوڅ مرادزی نواز شریف، ډیورڼدکرښه او د روستیو ناندریو پیر

افغانان پاکستان ته د ډیورنډکرښې له منلو پرته، د نورو اختلافاتو د لیري کولو لپاره د سولې او خبرو اترو لاره وړاندې کوي، خو پنجاب باید په لومړي قدم کې د ډیورنډکرښې په بره غاړه ۵۵ کیلومتره نیولې خاوره خوشې کړي او له ګنداو ښکته خپلو پخوانیو اډو ته ستون شي، په ګوشته کې له خپلو پوستو او دروازو تېر شي او پر کونړ او نورستان خپل پوځي بریدونه ودروي او په افغانستان کې له لاسوهنو، شخړو او جګړو لاس واخلي!

13.05.2013 00:31    |   سرلوڅ مرادزی ټولټاکنې به د پاکستان روان کړکېچ نور هم ژور کړي

افغانان له پاکستاني واکمنانو د تشو خبرو پرځای عملي کړنلار غواړي. پاکستان باید په کوردننه د ترهګرو ځالې ړنګې کړي. افغانستان ته د ترهګرو له استولو لاس واخلی. د ډیورنډ د استعماري کرښې پر بره غاړه خپل راکټي بریدونو بند کړي. البته دا هغه څه دي چې نواز شریف يي باید په خپلو لومړنیو څرګندونو کې، افغانانو او نړیوالو ته ډاډ ورکړي او هغه د خپلې تګلارې په سر سر کې ځای کړي.

09.05.2013 20:10    |   سرلوڅ مرادزی ډیورنډ کرښه او د نظارشورا ملي ضد دریځ

خبره یوازې د ډیورنډکرښې په منلو او نه منلو پورې نه رالنډیږی. د ډیورڼدکرښې له منلو سربېره پنجاب په پاتې افغانستان کې هم پراخې ستراتیژیک ګټې ویني. که د نظارشورا او یا ځینو نورو بې ننګه افغانانو په خوله افغانستان له پنجاب سره د ډیورنډ استعماري کرښه هم په رسمیت وپيژني ، پنجاب له پاتې افغانستان هم لاس نه اخلي. د افغانستان جیو پولیټیک ، جیو ایکانومیک او پوځي ستراتیژیک اهمیت د پنجاب پکار دی. د افغانستان په وړاندې د پنجاب جګړه د پورته موخو لپاره په درې ډګرونو کې، پرله پسې شدت پیدا کوي. د پنجابي ملیشو په بڼه لکه چې په ګوشته کې يي وینو، د طالبانو په بڼه او د نظارشورا په بڼه!

05.05.2013 23:48    |   سرلوڅ مرادزی اتل قاسم او د ډیورنډ ضد جګړه!

په ګوشته کې د پنجابي دروازو او پوستو پر ضد جګړه، په حقیقت او لویه کې د ډیورنډ کرښې پر ضد جګړه ده. دا جګړه به هیڅکله هم سړه نه شی او تل به لکه په ایرو کې پرته سپرغۍ لمبه او بله وي. دا جګړه به ترهغو روانه وي ترڅو لروبر افغانان خپل طبیعي سرحد اباسین ته ورسیږي او پخپله طبیعي خاوره یو موټي او بشپړ افغانستان جوړ کړی!

30.04.2013 11:57    |   سرلوڅ مرادزی ګوشته کې پوستې او دروازې: د امنیتي تړون برخلیک

همدارنګه امریکا سره ستراتیژیک او امنیتي تړونونه هیڅ مانا نه لري چې هغو کې د ختیځ په لور تر اباسین پورې د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا، نه وي تضمین شوې. پنجاب سره ددې تاریخي او حقوقي ستونزې په شتون کې چې پنجاب د افغانانو په ګټه، د هغې د حل له ډاره ترهګر تل د خپل پوځ تر څنګ روزي او ساتي، امریکا او لویدیځ په افغانستان او سیمه کې نه امنیت ټینګولای شي، نه له سیمې څخه ترهګر جارو کولای شي او نه پخپلو هیوادونو او پلازمېنو کې د خپلو ولسونو امنیت او سوکالي خوندې کولای شي! په ګوشتې ولسوالۍ او سیمه کې پوستې او دروازې د همدې اصلي شخړې برخې او څانګې دي چې که حل هم شي، سبا بل ځای پنجاب د تیری سر راباسي!

23.04.2013 16:40    |   سرلوڅ مرادزی ګوشتې دروازه: جلال اباد کې د جګړه مارو شرغوبل !

د اپریل په ۲۳مه، کله چې د افغانستان ولسمشرحامد کرزی د امریکايي او پاکستاني پلاوې سره د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې، افغانستان کې د سولې او ګوشتې ولسوالۍ کې د پنجابي دروازو په ایسته کولو خبرې اترې کوي، پاکستان باید په دې خبرو کې پر افغانستان باندې د دباو او فشار لپاره یو څه په لاس کې ولري. البته د خبرو په داسې مهال د فشار د یوې وسیلې پتوګه ، په ننګرهار ولایت کې چې د ګوشتې ولسوالي ورپورې تړلې ده، لاریونونه او عمومي ګډوډي یو مهم اغیز لرلای شي.

19.04.2013 14:21    |   سرلوڅ مرادزی عوامي نشنل پارټي: ټولټاکنې او ځنځیري قتلونه

نن له هیچا پټه نه ده، په ټولو داسې پېښو کې له مذهبي توندلارو سربېره، د پنجابي پوځیانو او استخباراتو د ګنا پيټي هم دروند دی. همدوی دي چې د توندلارو سره د ډیورنډکرښې پر دواړو غاړو د ټولو تروریستي وژنو او ورانیو پړه پرغاړه لري. بیا هم دوی دی چې د خپلو کرغیړنو موخو لپاره د ورځې په نرخ کله د مجاهد، کله د طالب او سبا به په بل نوم خپل بړیڅي جوړوي او هغه به لوبوي! پای

10.04.2013 22:55    |   سرلوڅ مرادزی هند او پاکستان: یو، نیک او بل بد او شریر ګاونډی

اسلامي پاکستان، د ختیځ ګاونډي هندو هندوستان په وړاندې، د دواړو هیوادونو ترمنځ له تېرو جنګونو سره سره دومره ناوړه چلند ، کرکه او دوښمني نه لری، لکه څومره چې يي د ګاونډي مسلمان افغانستان په وړاندې لري!

06.04.2013 04:03    |   سرلوڅ مرادزی طالب او استخبارات !

څو کاله مخکې هیچا داسې فکر نه شو کولای چې نږدې راتلونکې کې به، د دیني علومو ساده زده کوونکی او طالب په جومات او مدرسه کې، راز راز پوځي زده کړې ترلاسه کړي، د هر ډول سپکو او درنو وسلو په کارونه به وپوهیږي او په ځانمرګې لویه بلا به بدل شي.

16.02.2013 12:19    |   سرلوڅ مرادزی د جګړې نوي لوبغاړي او د افغانستان زوړ لوبغالی!

دا چې پنجاب هرځل ځانته حق ورکوي، د بشریت او تاریخ په کچه، د نړۍ او سیمې څخه د منځنیو پیړیو تیاره ځواکونه راټول او د افغانستان په وړاندې جبهه جوړه کړي او وجنګیږي، افغانستان ولې حق ونه لري، د لویدیځ له دیموکراسۍ سره، د پنجاب او د هغه د تیارو ملګرو په وړاندې، پراخ غورځنګ جوړ نه کړي.

06.02.2013 23:15    |   سرلوڅ مرادزی د نوبل د سولې جایزه د پښتنې ملالې حق دی

د سوات ملاله زموږ د وخت د میوند ملاله ده. که د میوند ملاله د هیواد په خپلواکۍ کې د افغاني تاریخ ویاړ دی، د سوات ملاله د تورتم او جهالت په وړاندې بله شوې ډيوه او د سولې کوتره ده. دواړه د یوه ویاړلي ولس لوڼې او په یوه افغاني ټاټوبي پورې تړلي دي !

03.02.2013 21:35    |   سرلوڅ مرادزی د لندن غونډه او د پاکستان د ستراتیژۍ د بدلون اړتیا

د افغانستان او سیمې په اړه د پاکستان بهرنی سیاست او ستراتیژي د سړې جګړې له مهاله تراوسه پورې نه ده بدله شوې او په اسلام اباد کې واکمنې پوځي او استخباراتي کړۍ نن هم حالات د پرونیو سیاستونو په میچ ګزوی. اوس د لندن غونډې ته د افغانستان په اړه د پاکستان په ستراتیژۍ کې د مثبت بدلون د پیلاميي پتوګه کتل کیږي. پاکستان د افغانستان په وړاندې د کرکې او دوښمنۍ بېلابېل پړاوونه وهلې، د زړې لار دوام به پاکستان ته په لوی عذاب واوړي چې پښیماني به بیا هغه هیواد ته هیڅ ګټه ونه رسوي!

28.01.2013 20:19    |   سرلوڅ مرادزی کوم ملي مقاومت؟ د افغان خاورې بربادي، د افغانانو سپکاوی؟

له بده مرغه، نن د پردیو د دې استخباراتي ډلو او تنظیمونو لخوا د جهاد او مقاومت په کونجاړه بیا بیا شخوند، د افغان خاوري د پوره بربادۍ او د افغانانو له سپکاوۍ او ورکاوی پرته بل شی نه شي کیدای!

21.01.2013 06:09    |   سرلوڅ مرادزی زرملوال د پښتنو خواخوږی، ژمن لیکوال او ژورنالیست و !

د ارواښاد زرملوال ټوله اندیښنه، د فکر توښه او د عملي کار هره شېبه د پورته هیلو او ارمانونو سره تړلې وه. دی که یو خوا د خپلو اثارو او لوړ فرهنګي او علمي شخصیت په برکت تل د پښتنو په منځ کې ژوندی پايي، همدارنګه د خپلو دوستانو او ملګرو منځ کې هم د ریښتیني انسان پتوګه تلپاتې خاطرې لري.

21.01.2013 06:09    |   سرلوڅ مرادزی د کشمیر جبهه او د پاکستان کورنی انفجار!

د پاکستان په ۶۶ کلن تاریخ کې د واک او راج زیرمه، تل پوځ او استخبارات پاتې شوي او ددې هیواد د لنډمهاله او ستراتیژیکو موخو په ټاکنه او پلیتابه کې یوازې دوی لومړۍ خبره او پریکړه کوي. پوځ او ISI د پوځي کودتاګانو په مهال خلکوته په اصلي بڼه خپله ټوله څېره، مخ، غاښونه او داړې ورښکاره کوي، خو د ملکي حکومتونو په وخت بیا ځان د پردې شا ته نیسي او کله چې وغواړي ځان وښۍ، ترڅو خلک د پوځ له واک او ډاره غافل نه شي، بیا یوازې خپل نیم مخ او یو مټ خلکو ته ځلوي او د ملکي حکومتونو په وړاندې تل د سبوتاژ تګلار مخې ته بیايي !

14.01.2013 20:43    |   سرلوڅ مرادزی ISI د طالب جامه کې، د نشنل پارټۍ محوه کیدا غواړي!

کوزو پښتنو د عوامي نشنل پارټۍ په مشرۍ په روستیو کلونو کې څو ملي بریاوي ترلاسه کړي. د صوبه سرحد استعماري نوم چې له وختونو په پښتونخوا تپل شوی و، ددې ملي ګوند د هلوځلو په برکت له منځه یووړل شو او دغه سیمه د پښتونخوا په نوم چې د پښتنو خپل ملي هویت څرګندوي، ونومول شوه.

08.01.2013 17:38    |   سرلوڅ مرادزی امنیتي تړون او د افغانستان د امنیت اصلي ستونزه !

که په امنیتي تړون کې امریکا خپلو ګټو ته لیواله وي چې ښايی په ښه وجه به تر لاسه هم شي خو افغانان هم په داسې تړونونو کې د خپلو امنیتي او ملي ګټو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکوي.