د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سرلوڅ مرادزی

21.03.2014 11:06    |   سرلوڅ مرادزی د کرزي او نظارشورا خطرناکه لوبه

داسې ښکاري چې کرزیان غواړي په کندهاري وروڼو سربېره، ټول پښتانه یرغمل کړي او د نظار شورا سره چې له پخوا يي تاجیک یرغمل کړي، په سیمه یزو او نړیوالو لوبو او معاملو کې ددوی پر سر لویه جواري وکړي!

15.03.2014 09:26    |   سرلوڅ مرادزی نظارشورا او د میراثي واکمنۍ خوبونه

د اسلامي جمعیت د سرخېل برهان الدین رباني له مرګه روسته چې د ۲۰۱۱ کال د سیپټمبر په ۱۸ مه د کابل په وزیر اکبرخان کې ووژل شو، سملاسي د حکومت پرځای اسلامي جمعیت پخپلو کې جرګه شول او د سولې د عالي شورا مشرتوب ته يي چې مخکې رباني ډک کړی و، د هغه زوی صلاح الدین رباني وروپيژنده. په دې اړه د اسلامي جمعیت جګپوړی چارواکی او د بلخ والي عطامحمد نور وايي« رهبر ما شهید شد. همه جمع شدیم فرزند ارشدش را تعیین کردیم و توانستیم ازاین بحران برآییم. بدون شک این با دقت و مشورت صورت گرفت. صدای امریکا » د عطانور په پورته بې سرو پښو جملو کې، د سولې د عالي شورا پر مشرتوب له بحرانه وتل بیخي عجیب په نظر راځي! ته به وايي له بحران څخه يي د هیواد په وتون کې کوم نوښت او قهرمانې وکړه!

05.03.2014 12:01    |   سرلوڅ مرادزی د کرزي د نهیلۍ او سیاسي ماتو روستۍ شیبې

کرزی غواړي چې د اشرف غني په وړاندي، په راتلونکو ټاکنو کې په غلا او دوکې سره، زلمی رسول واک ته ورسوۍ او هغه لویدیځ ضد لار چې تازه يي اختیار کړی، د زلمي رسول د واکمنۍ په مټ مخې ته یوسي!

27.02.2014 09:42    |   سرلوڅ مرادزی نه ښایی په یوې سپږې، پوستین ته اور واچول شي!

اوس چې افغان مشورتي لويي جرګې او ټولو افغانانو په پوره او بشپړ اکثریت سره ددغه تړون چې امریکا سره د لاسلیک شوي ستراتیژیک تړون جز او برخه ده، د لاسلیک ننګه کړېده، امریکا ته نه ښايي یوازې د کرزي له کبله، د ټولو افغانانو پریکړې ته شا کړي!

22.02.2014 11:13    |   سرلوڅ مرادزی زلمی رسول او بې پښتو ارګ!

افغانستان د راتلونکو ټاکنو له لارې په کور دننه، ژور بدلون او تحول ته اړتیا لري. افغان هیواد داسې نوي مشرتوب ته اړ دی چې هغه د کرزي واکمنۍ په توپير، په سیمه او نړۍ کې د هیواد ملي ګټې او ارزښتونه خوندي کړي، هغه وپالي او هغو ته ژمن پاتې شي.

11.02.2014 09:58    |   سرلوڅ مرادزی دا چې کرزی وايی « د هیچا ملاتړ نه کوم» ایا ریښتیا ده؟

داسې ښکاري په یادو لاملونو هم، د اشرف غني په وړاندې چې د ټولو افغانانو که هغه په هر پتمن قوم پورې اړه لري، د عزت د بیا راژوندې کېدو او د افغان ملت د سراسري او ملي ګټو د خوندیتوب لپاره د تحول او دهغې د دوام تګلار او د هغې د پلیتوب هوډ لري، ټولې ښکاره او پټې بلاګانې په یوه جبهه کې سره راټولې شي!

07.02.2014 10:11    |   سرلوڅ مرادزی کوم ټاکنیز ټیم، د هیواد د ژغورنې او بدلون تګلار لري؟

ه دې توګه راتلونکې ټولټاکنې یوازې د داسې دولتي واک د ترلاسه کولو لپاره په پام کې نه نیول کیږي چې موخه يی په لومړي ګام کې له روان ناورین څخه د هیواد ژغورون، وداني او د افغانانو سوکالي وي، بلکې له ټولټاکنو سره نورې موخې او اجنډاوې هم تړلې دي. په ټاکنو کې د ادامې او تحول ټیم ګډون او ددې ټیم بریا، په ټاکنو کې د نورو ملي ضد موخو او اجنداو د پلیتابه د مخنیوي لپارهم زیات ارزښت پیدا کوي.

24.01.2014 10:07    |   سرلوڅ مرادزی د تړون په وړاندې د کرزي نا اعلان شوی جهاد

ولسمشر کرزی په ولسي جرګه کې د پروان د وکیل عبدالستار خواصي سره یوازې دومره توپير لري چې هغه د امریکایانو او لویدیځوالو په وړاندې ښکاره جهاد اعلانوي خو کرزی دا هر څه په پټه خوله او تر چپن لاندې، ترسره کوي!

16.01.2014 09:56    |   سرلوڅ مرادزی د تذکرې پر لومړي مخ افغان کلمې څخه، نه تیریږو!

نن مې د تاجیک میډیا په بریښناپاڼه کې چې د افغانانو ترمنځ د کرکې او بېلتونپالنې په خپراوي کې له څو کلونو راهیسې له بهره دنده لري د یو مشهور سیکټاریست، دریادلي په نوم د « شترهای تان را از شناسنامه های ما بیرون کنید» تر سرلیک لاندې لیکنه کې ولوستل چې « پس از ماه ها گفتگو و کشمکش، نماینده گان شورای ملی متن و شکل و دیگر نکته هایی را که در شناسنامه نمایانده شوند، نهایی ساختند و برای رییس جمهور فرستادند که مهر تایید بر آن بزند. واژه " افغان " از شناسنامه برداشته شده است . نام، نام خانواده گی، سن و نشانی و محل تولد و دین در روی شناسنامه به چشم خواهند خورد .

08.01.2014 13:28    |   سرلوڅ مرادزی پر نورو نیوکه، ملي ضد دریځ نه شي پټولای!

که ریښتیا وویل شي، اشرف غني سره د دوستم په ملتیا او بل پلو د دوستم لخوا د دوی د هیوادني ضد پلانونو په رسواکولوسره، نظارشورا او په خم کې يي غوپه او رنګ شوي لیکوالان او نیمچه سیاستوال، خورا وارختا شوي او د دوی د دا ډول اوتو بوتو ویاله له همدې ورخه اوبه څښي!

22.12.2013 11:36    |   سرلوڅ مرادزی د تړون ځنډ به، اختلافونه او کورنۍ جګړه راوپاروي!

ناکام دولت، بدنام ټيم، بي کفایته او سرسام ولسمشر د ولس په وړاندې د یوې خبرې د ځواب ویلو جوګه نه وي! د خپل بام واورې د نورو پر بامونو اچول، نور پړ او ګناګار ګڼل او ځان او خپل ټیم سپين چرګان راایستل، د یوې ستونزې دوا نه شي کېدای او نن پرې یو ساده زړی افغان هم نه تېروځي! افغانان باید په دې حساس پير کې هوښیار او بیدار اوسي او پرینږدي چې د هیواد ملي او سراسري ګټې د کرزي او د هغه د بدنام او فاسد ټيم د شخصي ګټو قرباني شي!

15.12.2013 11:00    |   سرلوڅ مرادزی د ژوندون ټلویزیون پر وړاندې د پردیپالوغوغا

د افغانستان ولسي جرګې د روان میلادي کال د مۍ په ۳۰ مه، په غوڅ اکثریت پرېکړه وکړه چې تذکرو کې دې د قوم پر ځای یوازې د ملت (افغان) کلمه ولیکل شي. که څه هم، هغه وخت ولسې جرګه کې د نظارشورا یو شمېر غړو او په تېره بیا د بلخ والي عطامحمد نور په اندیښنو ککړو وکیلانو هڅه وکړه چې تذکرو کې د افغان کلمې مخه ونیسي، خو د هغوی دا ملي ضد هڅّه د هیوادپالو وکیلانو لخوا، له ماتې سره مخ شوه.

04.12.2013 16:03    |   سرلوڅ مرادزی که کرزی د طالبانو او ګلبدین مشورې ومني، نو بیا!

که کرزی امریکا سره د امنيتي تړون په اړه، د لويی جرګې د پریکړې پرځای، یوخوا د طالبانو او ګلبدین او نورو توندلارو ډلو او شخصیتونو اوبلخوا د ایران او پنجاب مشورې ومني، نو په دې مشورو به د افغانستان د ژغورني بیړۍ چې هسې هم توپاني چپو اخیستي، ساحل ته پورې نباسي او افغانستان به د ۹۰ کلونو کورنۍ جګړې او ناورین ته ورټېل وهي چې پښيماني به بیا هیڅ ګټه ونه لري او د ګلبدین د وړاند ویني خلاف د کرزي نوم به په تاریخ کې په تورو ټکو ولیکل شي!

30.11.2013 10:03    |   سرلوڅ مرادزی کرزی باید د تړون لاسلیک ته اړیستل شي

امریکا سره امنیتي تړون شوق، مینه او له ښې ورځې نه دی، یو ضرورت دی، اړتیا ده!

26.11.2013 17:14    |   سرلوڅ مرادزی اوس باید دواړه لوري امنیتي تړون پلی کړي

اوس د امریکا وار دی چې تړون کې کړې ژمنې یو په یو پلې کړي. د بېلګې پتوګه په تړون کې د دوهمې مادې په لومړۍ فقره کې یادونه کیږي« دواړه لوري په افغانستان کې د امنیت او ثبات د ټینګښت، له تروریزم سره د مبارزې، د سیمې او نړۍ د سولې او امنیت په تأمینولو کې د ونډې اخیستنې لپاره د نږدې همکاریو پیاوړتیا ته دوام ورکوي او د افغانستان توان لوړوي ترڅو د خپل ملي حاکمیت، امنیت، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي یووالي او د اساسي قانون پر بنسټ د ولاړ نظام پر وړاندې کورني او بهرني ګواښونه دفع کړي.د متحده ایالاتو ځواکونه په افغانستان کې محاربوي عملیات نه شي ترسره کولای، مګر دا چې دواړه لوري په بل ډول توافق وکړي.» دلته افغان لوری پورته ژمنو کې خپله ونډه هم د امریکا له مرستې او ملاتړه پرته په یوازې ځان نه شي پلی کولای. په دې توګه د امریکا همکاري او مرسته د افغانانو د بعدي ګام لپاره لومړي او اړینه ده. که څه هم د امنیتي تړون د بشپړ پلیتوب وخت له ۲۰۱۵ کاله پیلیږي، خو د زیاتو موادو پلیتوب يي باید له ننه پيل شي.

06.11.2013 10:12    |   سرلوڅ مرادزی پښتونخوا، د طالبانود خرڅلاو پنجابی بازار

طالبانو ته چې تیار پنجابیانو د لروبرو افغانانو د ځپلو لپاره وسلې ورکړې او نن ښه وسلوال دي، د ولسمشر کرزي خبره، پکار دي د خپلو ټوپکونو خوله دې د پنجاب ( اسلام اباد او لاهور ) په لور وروګرځوي!

30.10.2013 22:23    |   سرلوڅ مرادزی د لندن غونډه او د لومړیتوبونو پرسر ناندرۍ

د پایلې پتوګه ویلای شو، افغانستان له پنجاب غواړي او دا خپل لومړیتوب ګڼي چې دا هیواد دې د خپلو غوښتنو د منلو په موخه، د فشار د وسیلې پتوګه د طالبانو اواسلامي ګوند له ملاتړه په شا شي او دوی دې پریږدي چې د خپل هیواد، افغانستان غیږې ته راشي. د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه او تیری دې ودروي. او خپلې روا غوښتنې دې د نورو معقولو لارو افغانستان سره طرحه کړي. خو پاکستان بیا دې ته لومړیتوب ورکوي چې طالبان، اسلامي ګوند او د فشار نور قهري وسایل به تر هغو کاروي چې افغانستان په زور او فشار سره د پنجاب ګټې بې له سوڼ چوڼ څخه ومني او کله چې دا ګټې ترلاسه شوې بیا د زور او فشار اړتیا خپله له منځه ځي.

21.10.2013 07:20    |   سرلوڅ مرادزی امریکا ته د نوازشریف پرسفر لنډه کتنه!

مریکا ته د نوازشریف له سفر سره د یادو او نورو پېښو یو وختوب، که د پنجاب د لویو او اوږدمهاله موخو په اډانه کې نه وي طرحه شوي، نو لږ تر لږه خو پنجاب په داسې لوبو کولای شي، د امریکايي کانګرسه یوڅه پیسې، ډالر راوشکوي او په فساد او پيسو معتادو خپلو پوځیانو ته يي خوله کې ورواچوي. دا رژیم خو بې له هغې هم د پاکستاني ولس په فکر کې نه دي!

17.10.2013 13:38    |   سرلوڅ مرادزی امریکا سره ولې امنیتي تړون ؟

د افغانستان کوم جیوپولیټیک ارزښت ته چې امریکا په تمه ده او په ۲۱ مه پیړي کې د لویدیځ او امریکا د ګټو لپاره حیاتي ګڼل کیږي، که افغانستان د خپلو طبیعي لارو په مټ د هند سمندر ته لارپیدا نه کړي او په دې برخه کې امریکا د افغانستان ملاتړ ونه کړي، داسې ارزښت امریکا له افغانستان سره یوازې په وچ امنیتي تړون، نه شي ترګوتو کولای ! که امنیتي تړون کې امریکا خپلو ګټو ته لیواله ده چې ښايی په ښه توګه به تر لاسه هم شي خو افغانان هم په داسې تړونونو کې د خپلو امنیتي او ملي ګټو خوندیتابه ته لومړیتوب ورکوي.

11.10.2013 16:30    |   سرلوڅ مرادزی کوم ټاکنیز ټیم، د هیواد د ژغورنې او تحول تګلار لري؟

ښه به دا وي چې بېلا بېل ټاکنیزټیمونه، د مخالفت او اپوزیسیون پرته، د اشرف غني پر شاوخوا راټول شي او پخپل داسې یووالي سره د افغان سوکالۍ او د هیواد ودانۍ لپاره، مرکزي پیاوړی دولت جوړکړو!

09.10.2013 13:36    |   سرلوڅ مرادزی کوم ټاکنیز ټیم، د هیواد ژغور او تحول لپاره تګلار لري؟

په ۲۱ مه پیړۍ کې افغانان هم د نورو ویښو ملتونو پشان حق او وړتیا لري چې د واک لیږد، د نا دیموکراتیکو بڼو لکه پوځي کودتاوو، پاڅونونو او یا نورو مذهبي ــ سنتي ډولونو ( د بېلګې پتوګه حل او عقد شورا ) اویا د لنډمهاله حکومتونو پرځای، د پراخه ولسي ټاکنو له لارې پلي کړي.

20.09.2013 23:22    |   سرلوڅ مرادزی د دوکتورنجیب د پیر او شخصیت نیمګړی انځور

دوکتورنجیب له مخکې ویلي و « له ډېر پخوا، حتی له میاشتو او کال مخکې پوهیدم چې حالات به دا شان بدلون مومي او زه به یوازې پاتیږم، که وشم کولای دغه ماته کښتۍ له دې حالته چې توپاني کیږي، کوم لوري او یا کڅ ته خوندي پورې باسم. پوهیږم له سختو خطرونو سره مخ یم خو چاره نه لرم، زما ولس پرما دا حق لري»

09.09.2013 12:16    |   سرلوڅ مرادزی د احمدشا مسعود څو مخیزه څېره

که د احمدشا مسعود پلویان، له نوموړي څخه هرڅونه د ملي اتل او خدایګوړي په جوړولو کې هڅه وکړي، وخت به د دوی دا چلوټه هم رسوا کړې!

03.09.2013 08:43    |   سرلوڅ مرادزی ټولټاکنې، ټاکنیز ملي ضد اتحاد او د پښتنو پاشلې وضعه

نورو ته د بد ویلو پرځای به ښه دا وي چې پښتانه ویښ او متشکل کړو!

28.08.2013 23:16    |   سرلوڅ مرادزی د پاکستان سفر او د ټال چال زړه لوبه

دې رسوايۍ سره سره، د پاکستان دې سفر کې د اصلي ستونزو د حل پرځای، د پلمو اقتصادي او تجارتي بڼه چې منځپانګه يي له پخوا افغانانو او نړیوالو ته ډاګیزه ده، نه پلیتوب به يي په سیمه ایزه او نړیواله کچه پنجاب نور هم رسوا او ګوښه کړي.