د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سرلوڅ مرادزی

18.11.2014 21:33    |   سرلوڅ مرادزی د روغ او فعال دولت غوښتنه جدي ده!

په نوې اداره کې د پخواني دولت، فاسدو چارواکو ته ځای نشته. هغه چارواکي چې لاسونه يي د خلکو په وینو ککړ دي، د خلکو ځمکې يي نیولې، د نیشه يي توکو په قاچاق کې لاس لري، غله او لنډه غر دي په نوې اداره کې د منلو وړ نه دي! بلخوا په نوې اداره کې دې داسې وزیر نه وي چې هغه د هیواد هویت، تاریخ او ملي ګټو ته ژمن نه وي!

08.11.2014 13:09    |   سرلوڅ مرادزی نوې کابینه، فرصتونه اوغوښتنې

بلخوا که عبدالله او د ده په ټیم کې روغ کسان ملي هوډ ولري چې افغانستان له روان کړکیچه ووځي، مهرباني دې وکړي، له خپل ټیمه په تېره بیا د ویاند پتوګه مجیب الرحمان رحیمي چې معلوم الحاله خراساني (ایراني) او ځان پخپله د معاصر افغانستان دوښمن بولي، له خپل ټیمه او د ویاندۍ له دندې رخصت کړي! دعبدالله ټیم په استازیتوب د ملي یووالي حکومت کې د داسې کسانو شتون نه یوازې د دي حکومت د ملي توب له مفهوم او روحيي سره اړخ نه لګوي او نه ښايي په داسې حکومت کې ځای ولري، بلکې داسې کسان پخپله عبدالله او د هغه ټیم ته هم، لوی سر درد ګڼل کیږي!

01.11.2014 08:49    |   سرلوڅ مرادزی د افغانستان موقعیت او نوي لیدلوري

افغانستان نه یوازې په کور دننه نويو تګلارو او لیدلورو ته اړتیا لري بلکې د ګاونډیو، سیمې او نړۍ په وړاندې هم نویو رغول شویو اړیکو، دیپلوماسۍ او لیدلورو ته محتاج دی. همدارنګه د نویو تګلارو، اړیکو او لیدلورو لپاره په کور دننه روغې، فعالې، د وخت په غوښتنو پوهه او هیوادپالې ادارې ته اړتیا ده. پای

26.10.2014 10:30    |   سرلوڅ مرادزی پښتانه به یو وخت د لایق، ارمان وکړي!

د ښاغلي محمدیار د څرګندونو په پلویتوب، لایق صیب پښتنو کې هغه ستره ادبي او علمي شتمني ده چې یوازې ځوان پښت کولای شي په ادب، شعراو د ټولنیز ژوند په نورو اړخونو کې د هغه نووښتونه او پنځونې راوسپړې او افغاني ټولنه له هغو برخمنه او پر هغو خړوبه کړي.

27.09.2014 11:35    |   سرلوڅ مرادزی د عطا نور پر مخ پرلپسې څپېړې

د عبدالله د سمون او همپالنې ټیم کې د نوي پښت اوځوانانو او د جمعیت او نظارشورا او نورو درواغجنو مجاهدینو د زړو او شاتګ پالو سټو تر منځ چې عطا نور، سیاف، اسماعیل خان او نور يي تشکیلاتي او نظریاتي ټېکداري کوي، ژور درځونه او ټکرونه د پېښېدو په درشل کې ښکاري! پای

22.09.2014 09:57    |   سرلوڅ مرادزی ددې شېبې خبره!

اشرف غني د کار، نووښت او پرمختګ لویه سرچینه، کان او معدن دی؛ دا په موږ افغانانو پورې اړه لري چې له هغه څنګه د هیواد په ودانۍ کې ګټه واخلو!

19.09.2014 10:08    |   سرلوڅ مرادزی د ښوول او ښودل کړنومونو په اړه یو لنډه څرګندونه

یو دوست مې د سرور وکیلي په نوم « د ګرامري اصطاحګانو کره لیکنه» تر سرلیک لاندې نیوکه کړې وه چې زه ولې د اوسمهال پرځای وسمهال لیکم. هغه لیکلي وو چې « وس» د وسعه او توان په مانا دی، په داسې حال کې چې اوس د وخت او مهال په مانا دی او باید د «وسمهال » پرځای«اوسمهال» ولیکل شي. زما په اند دواړه یو شان دي. وسمهال یوازې د لنډیز لپاره کارول شوی دی. بلخوا په وسمهال کې د(س) توری زورکی لري او په «وس» کې چې د توان او وسعې په مانا دی، د (س) توری زور لري او دا دواړه سره ډېر توپیر لري. د زیاتې څرګندونې او پوهېدنې لپاره باید ووایو که (اوسمهال) په لاتیني تورو ولیکو، د پیل توری يي زورکی دی او که (وسمهال) هم ولیکو د پیل توری يي بیا هم زورکی دی. البته په عربي ابېڅې دا وضاحت ښه نه ښکاري، نو ځکه د ځینو لوستونکو تېروتنه له دې ځایه اوبه خوري!

10.09.2014 10:10    |   سرلوڅ مرادزی د څوکیو په مساوی ویش د نظارشورا ټینګار

عبدالله او ډله به يی هڅه کوي هم ټولټاکنې او دیموکراسي واګوښوي او هم اساسي قانون په بډه ووهي، خو افغانان به يي د دواړو بېلاریو مخه ونیسي او سمې لارې ته به يي راولي!

02.09.2014 13:37    |   سرلوڅ مرادزی هغو ته چې دواړه نوماندان یوشان ملامته ګڼي؟

دلته د ټاکنو په وړاندې د عبدالله د ټیم او یا د نظارشورا د ویجاړوونکو تبلیغاتو او چلوټو خبره نه کوم، بلکې د هغو کسانو خبره کوم چې هم يی په میخ وي او هم يي پر نال! هم د پولې دیخوا خوري او هم د پولې اخوا! دوی هم د عدالت او انصاف خبره کوي او هم له چلوټو او توطیو سره ملګري دي! دوی یوخوا د هیواد د ملي ګټو ترانې وايی او بلخوا د غلو او لنډه غرو سره د هیواد د ورانۍ په قرصک کې په یوه پښه نڅیږي! دوی هم ځانونه افغانان بولي او هم هغه چا سره په یوه لار روان دی چې په افغانیت شرمیږي او له هغه کرکه لري! تو لعنت دې په داهسې منصفۍ شه چې له حقه و باطلو ته ګذر کړي

29.08.2014 11:13    |   سرلوڅ مرادزی د کره پښتو په موخه!

د بیول او وړل کړنومونو ( مصدرونو) په اړه، یوه لنډه څرګندونه

22.08.2014 11:10    |   سرلوڅ مرادزی چیرې ټاکنې او ډیموکراسي او چیرې نظارشورا!

خو اوس د نظارشورا په لیکوالو او رسنوالو غږ کوم چې د خپلې نظارشورا لنډه غرو ته پرتوګ واغوندي چې هم يی ټاکنې وشرمولې او هم يي هغه دیموکراسي وشرموله چې دغو ښاغلو ورته ددوی په استازیتوب مقالې لیکلې!

06.08.2014 10:15    |   سرلوڅ مرادزی پکار ده کره پښتو ولیکو!

ما یوځای د یوه دوست په لیکنه کې ولوستل چې پلانی له کوم هېواده ویستل شوي او بیرته .... ته لیږل شوی دی. له همدې امله يې له خپله هېواده ویستلی دی. غواړم په پورته دوه غونډلو ( جملو ) کې یوازې په دوه وییونو یانې( ویستل شوی او ویستلی دی) په اړه یو څه رڼا واچوم.

02.08.2014 23:51    |   سرلوڅ مرادزی عبدالله د فتنګرو په منګولو کې !

نن بیخي څرګنده ده، د عبدالله پر ټغر راټولو لنډه غرو لږ تر لږه په لاندې ټکو کې سره ګډ دریځ ښودلای دی: افغانان نه منم، خو د هغو رايی مې پکار دي! افغانستان نه منم، خو غواړم حکومت پرې وکړم! د افغان په نوم تذکره نه اخلم، خو غواړم چې د افغان په نوم له امتیازونو څخه برخمن واوسم! د افغانستان تېر شوي ملي اتلان او ملي څېرې نه منم، خو زما مشهور غل او لنډه غر به ملي څېره او اتل وي! د افغانستان د خپلواکۍ ګټندوی غازي امان الله نه پېژنم او نه منم، ترڅو چې غل او ډاکو سقاو د ملي اتل او ملي څېرې پتوګه ونه پېژندل شي! ټاکنو کې یوازې ددې لپاره برخه اخلم چې سل په سلو کې بریالی شم او خپله ملي ضد سناریو پلې کړم، که نه ټاکنې رڼې نه دي او پایلې يي نه منم! ټاکنې به تر هغې غځوم او د تفتیش بهیر ته به مزاحمت پېښوم چې ټاکنې بې حیثیته او ناکامې شي خو دیموکراسۍ ته ژمن یم! اوس دا حقیقت ټولو افغانانو ته څرګند دی چې عبدالله او ډله يي د تاریخ، سیاسي بدلمنې ده!

20.07.2014 01:12    |   سرلوڅ مرادزی ملي مشارکت، یوه اړتیا ده !

که چیري د عبدالله ټیم د بدلون او دوام ټیم د تګلار د پليتابه لپاره او ددې ټیم د ادارې او مدیریت په چوکاټ کې، ریښتیا غواړي له دې ټیم سره ګډ کار وکړي، د عبدالله ټیم داسې همکارۍ ته د هیواد اړتیا شته.

11.07.2014 10:56    |   سرلوڅ مرادزی موازي حکومت یا بله سقاوي!

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت یوه جګپوړي چارواکي وویل چې که امریکا د افغانستان له ملاتړه لاس واخلي نور هیوادونه به هم د امریکا په پښه – پښه کښېږدي چې له کبله به یې د افغانستان پر حکومت سخت اغېز وشیندل شي او د پرمختګ لپاره به د افغان دولت وړتیا اغېزمنه شي. له بده مرغه دا هغه څه دي چې نظارشورايي په لومړي ګام کې د پلیتوب په انتظار کې ده!

03.07.2014 10:26    |   سرلوڅ مرادزی ټاکنو په وړاندې د عبدالله ټیم کودتا ادامه لري!

د مایکل کوچ ددې تازه خبرې پشان، ډېر پخوا ارواښاد علامه قیام الدین خادم پخپل لاندې شعر کې کې ویلي وو: دوه مرغۍ شوې پاس په ونه کې په جنګ دواړه غبرګې کلوله شوې په دا رنګ د پونډوسکې غوندې لاندې ولویدلې پیشو ټوپ کړ دواړه يي غبرګې ونیولې چغ وپغ، شور وفریاد يي وکړ، ډېر ولې څه کېده چې وخت وو، ځینې تېر اسمان دواړه د بلا په خوله کې ورکړې بلا دواړه ریز مریز، زیر وزبرکړې

28.06.2014 11:08    |   سرلوڅ مرادزی د عبدالله د خونړۍ ډلې تازه فجایع

د عبدالله د خونړۍ او ویجاړګرې ډلې په وړاندې د کابلیانو نننی غبرګون هم د کلک پاموړ دی. کابلیان چې په ۹۰ لسیزه کې يي ددې خونړۍ ډلې د واک د انحصار په جګړو کې ۷۰ زره اوسیدونکي له لاسه ورکړی او کابل ښار يي لوټ کړی او وران کړی، له افغان دولت غواړي چې بیا د کابلیانو له وژلو او د کابلښار له ویجاړۍ څخه ددې خونړۍ ډلې د لاسونو په لنډولو کې وخت له لاسه ورنه کړي! دولت د هر ډول ګډوډۍ د مخنیوي او د عامه نظم د ساتنې مسئول دی! دولت په ټاکنو کې د افغانانو د کارشویو رڼو رایو پر بنست، د واک سوله یز لیږد، دنده پرغاړه لري!

17.06.2014 10:17    |   سرلوڅ مرادزی عبدالله غواړي خپله ماتې، د امرخېل ترشا پټه کړي!

همداراز د ټاکنو د پایلو په اړه مخکې له مخکې د پوښتنو او اندیښنو زیږول د نورو کومو موخو لپاره ترسره کیږي؟ ایا عبدالله او ډله يی د ټاکنو په وړاندې دا شرارت په یوازې ځان کوي او که د ګاونډیانو او نورو هیوادو ټاکلې کړۍ يي هم ترشا ولاړې دي؟ افغانان ددې پوښتنو ځواب په حتمي توګه له عبدالله او د هغه له ډلې غواړي! د ټاکنو په دوهم پړاو کې د افغانانو پراخه ګډون ښۍ چې همدا پرګنې به د خپلو کارشویو رایو پوښتنه وکړي او هیڅوک په دې رایو لوبه نه شي کولای! عبدالله او ډله يی مخکې له دې چې د ولسونو د لعنت او قهر سره مخ شي، باید د ټاکنو پایلې ومني!

05.06.2014 09:46    |   سرلوڅ مرادزی که بدلون غواړئ، خپل ووټ پرځای وکاروئ!

له دې ورځې روسته، یا افغانستان د روڼ سبا او روښانه راتلونکې لار نیسي او یا به د تېر پیر او ماضي په تیاره او تورتم کې ښکېل او ایسارپاتې کیږي او د بل فرصت او چانس لپاره به افغانان یوه پيړۍ نور انتظار باسي! د غبرګولي ۲۴ مه د رڼا او تیاري، ډيوې او تورتم ، ورځې او شپې ترمنځ د جلاتوب او بیلتون ورځ ده. دا ورځ د حق او باطل، ریښتیا او درواغو، سولې او جګړې، ترمنځ د مقابلې ورځ ده. په دې ورځ به پرښته شیطان ته ماتې ورکوي!

23.05.2014 09:43    |   سرلوڅ مرادزی امرالله صالح له « برنامې څخه شبنامې ته »!

د عبدالله ټیم د هغو کسانو ټولګه ده چې د تګلارې پرځای په سبوتاژ، افغانانو ته په رڼا ورځ د خپلو موخو د بیان پرځای په شپې پاڼو، د سولې پرځای د ګواښونو او د افغانانو د یووالي او پيوستون پرځای د بېلښت او نفاق خبرې کوي! افغانان باید دغه درواغجن، ژبماتي او شاتګپال ټیم ته رایه ورنکړي او د خپلو رایو په مټ د هغې توطيي مخه ونیسی چې ددې ټیم په بریا کې، افغانستان او افغانانو ته متوجه ده!

20.05.2014 10:15    |   سرلوڅ مرادزی ایراني او پنجابي بریدونه، ټاکنې اوعبدالله

په نورستان او هلمند ولایتونو کې د مخپټو طالبانو په نوم، د پنجابي ملیشو ظهورهم د همداسې موخو لپاره ترسره کیږي. بلخوا د ټاکنو د دوهم پړاو په درشل کې د بهرنیو او امنیت په چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار سرتاج عزیز روستۍ څرګندونې، چې وايي د افغانستان راتلونکی حکومت دې ځیني سیمې طالبانو ته ورکړي، په هیواد کې د وضعې د لاویجاړۍ او عمومي اندیښنې د راټوکېدو لپاره په پام کې نیول کیږي. افغانان باید د ټاکنو دوهم پړاو کې پخپل پراخ ګډون او بلخوا د خپلو رایو پر ټینګ څار، د ایران او پنجاب او په هیواد دننه د هغو د بړیڅو توطیه شنډه کړي! په دوهم پړاو کې تحول او تداوم ټیم ته رایه، نوي او ودان افغانستان ته رایه ده!

14.05.2014 09:52    |   سرلوڅ مرادزی زلمی رسول دعبدالله پرمحور!

خو ټاکنو کې د افغانانو پراخ ګډون وښوده چې هیڅوک له دې روسته د هیواد او افغان ملت په برخلیک لوبې نه شي کولای او ولس به په ټاکنو کې د خپلو کارولو رايو پوښتنه او ساتنه وکړي او هم به د هیواد په برخلیک کې پراخه ونډه ولري!

07.05.2014 09:53    |   سرلوڅ مرادزی څوک او ولي د بدلون او تداوم ټیم له بري، ډاریږي؟

بلخوا د عطا نور دا وړاندوینه چې د ټاکنو دوهم پړاو کې به اشرف غني داسې ماته وخوري چې بیا به هیڅکله رامطرح نه شي، خو دلته هم نوموړی هیروي چې اشرف غني، یوازې فزیکي څېره او شخص نه دی بلکې هغه اوس د افغانستان د ملي یووالي، بدلون او تداوم د غورځنګ نوم دې چې د ۲۱ پېړۍ د ځوان اومخکښ پښت پر اوږو او مټ او د تېر تاریخ او د نورو له ماتو څخه د تجربو پر بنسټ مخ پر وړاندې درومي!

14.04.2014 23:04    |   سرلوڅ مرادزی د کرزي او نظارشورا اړیکو ته یوه لنډه کتنه

ډیری افغانان اوس دا خبره په یوه خوله کوي چې¨کرزی او نظارشورا به ټاکنو کې، د تحول او تداوم ټیم د بري د مخنیوي لپاره له هيڅ ډول چلوټې او توطیی ډده ونه کړي!

12.04.2014 09:54    |   سرلوڅ مرادزی د ټاکنو د پایلو په وړاندې د کرزي او نظارشورا توطیه

خو دا ځل به افغانان او په تېره بیا ځوان پښت په ټاکنو کې د هیچا درغلي ونه مني. په ټاکنو کې د ولس پراخ ګډون ښۍ چې ولس به د خپلو رایو پوښتنه وکړي. نظارشورا او د زلمي کرزي ټيم باید په دې پوه شوی وي چې ټاکنو کې د ولس پراخ ګډون نه ددوي په پار او نه ددوی د ناکامو تګلارو، موخو او نیتونو د پلیتابه په موخه وو، بلکې ولس د خپل برخلیک د مثبت بدلون او د هغې تداوم لپاره رایه ورکړې ده. پای