د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سرلوڅ مرادزی

06.05.2015 18:42    |   سرلوڅ مرادزی د جهاني په وړاندې لویه توطیه!

هغه ځوانانو ته چې نن يي په هلمند او زابل ولایتونو کې، د ښاغلي جهاني په وړاندې جوړې شوې توطيې وغندلې او لاریونونو ته راووتل او سبا به په کابل کې هم د ایران سفارت مخې ته لاریون وکړي او مټینګ به جوړ کړي، نه یوازې د کور ودانۍ او شاباس وړ دي، بلکې د دوی په ملاتړ باید له هرخوا غږ پورته شي او لښکرې يي باید لا پیاوړې او غښتلې شي.

18.04.2015 09:23    |   سرلوڅ مرادزی دولت باید له ورانکارو تصفیه شي، که استعفا وکړي؟

نه ښايی چې د اشرف غني په مشرۍ دولت چې افغانانو ته د پرمختګ لار پرانیځي، د څو ډاکوانو او لنډه غرو په خوله استعفا ته اړکړی شي. دا حکومت باید فساد سره د مبارزې، قانون او نظم په راوستو کې پیاوړی شي او هراړخیز ملاتړ يي وشی او بلخوا باید د حکومت او دولت له منځه مفسد، غله، ټوپکمار او لنډه غر وییستل شي او حکومت د کار اهل کسانو ته وسپارل شي! دولت باید له ورانکارو تصفیه شي، نه دا چې کمزوری او استعفا ته اړ شي!

13.04.2015 09:07    |   سرلوڅ مرادزی د عبدالله اوسنی دریځ، داعش ته لار اواروي!

که احمدشا مسعود په کودتا سره د جهادي تنظیمونو د راتګ لپاره لار اواره کړه، د مرکزي دولت د جوړېدو مخه يي ډب کړه او کورنۍ جګړه يي پيل کړه او یا برهان الدین رباني د القاعده او طالبانو د راتګ هرکلی وکړ، نن سبا په ورته کړو وړو او تګلارو د عبدالله ډله هم د داعش د راتګ لپاره لار اواروي! که د عبدالله ډله د اشرف غني په وړاندې د توطیو، سبوتاژ او تخریب تګلار مخې ته یوسي او پکې بدلون او سمون رانه وړي، د موجوده دولت ځای به چې دا ډله يی هم لویه برخه ده، داعش ونیسي!

09.04.2015 09:07    |   سرلوڅ مرادزی ایا ریښتیا اجرایه ریاست د چا ډالۍ نه ده؟

نن هم ډیرکي پخواني بیوزلي مجهادین چاودلې پوندې او وچې شونډې ګرځي او په استازیتوب يي د نظارشورا څو تنه لنډه غر، سیاف خېل او اسماعیل خان د شیخانو په جوړ جنت، دوبۍ، ترکیه، هند او یوروپ کې چړچې او بدلمني کوي! په هېواد کې د ځینو تازه پرمختیاوو سره په تړاو، د امریکا غږ اشنا راډیو سره مرکه کې د افغان حکومت اجرایوي رییس عبدالله عبدالله ویلي « د اجرائیه ریاست څوکۍ "خیالي او تشریفاتي نده" او نه هم د چا یا کومې ډلې لخوا ورته په ډالۍ ورکړل شوېده.»

05.04.2015 17:32    |   سرلوڅ مرادزی بهرنۍ پالیسي او پردي مخالفتونه!

نوی حکومت باید خپله تګلار مخې ته یوسي. د سولې او امنیت په راوړلو کې، اخیستل شوي ګامونه پرینږدي. سیمې او نړۍ سره په خپلواکه توګه اړیکې وغځوي او د پېړیو ګوښه افغانستان د نړیوال کلي وړ غړی وګرځوي.

30.03.2015 08:56    |   سرلوڅ مرادزی ګناهګاران او فرخنده!

د ۱۳۹۳ کال د کب ۲۸ مه چې اوس يي د فرخندې د پاکې او سپيڅلې وینې رنګ اخیستی، له دې روسته به زموږ په معاصر تاریخ کې د ماضي او راتلونکي، حق او باطل، تورتم او رڼا، وحشت او تمدن ترمنځ د بېلوالې د نښې او د عطف ټکي پتوګه وګڼل شي.

27.03.2015 10:03    |   سرلوڅ مرادزی د واک د ویش په اړه، د یوه مهم راز افشا

امریکا ته د ولسمشر غني په مشرتوب د پلاوي سفر له ټولو خواوو، یو بریالی سفر ګڼل شوی او ډېرې لاسته راوړنې لري، خو د ژمنو پلیتوب او د افغانانو په ژوند کې مثبت بدلون به د دې سفر ښه او غوره ارزونه وکړای شي.

13.03.2015 09:56    |   سرلوڅ مرادزی بلاخره د سولې دوښمنان څوک دی؟

بلاخره طالبانو سره باید خبرې اترې په زړورتیا ترسره شي او هغوی په واک کې شریک شي چې د جګړې پلمه پایته ورسیږي. د جهادي مافیا ترانو ته چې غواړي د افغانانو ترمنځ د سولې بهیر ډب کړي غوږ ونه نیول شي، ځکه په جګړه او ناامنۍ کې، د دوی ګټه ده. هغه ځای سوځي چې اور پرې بلیږي، د سولې لار باید په ټینګو ګامونو ووهل شي. په سیمه کې د پاکستان او ایران په ګډون له ټولو هېوادو سره د متقابلو ګټو پر بنسټ اړیکې ټینګې او ورغول شی.

10.03.2015 20:13    |   سرلوڅ مرادزی کرزی، بهرنی سیاست او د ډیورنډ کرښه

د هرې ورځې په تېريدو سره، د جهادي مافیا د مختلفو کړیو لخوا، په کور دننه د سمون او بدلون لپاره د ملي یووالي د حکومت هلې ځلې او د ګاونډیانو په ګډون په بهر کې د اړیکو د بیا رغون لپاره د حکومت هڅې او منډې ترړې، د کلک مقاومت او غبرګون سره مخامخیږي. بیځایه نه ده چې د کورنیو چارو وزیر ښاغلی علومي وايی د دولت هغه مخالفین چې تر دولتي چتر لاندې، د دولت پر وړاندې فعال دی، د هېواد د وسلوال دوښمن څخه خورا زیات خطرناک دي!

24.02.2015 09:59    |   سرلوڅ مرادزی افغانستان به نورد همکارۍ سیمه وي!

د همکارۍ په سیمه د افغانستان په بدلولو کې د ولسمشر غني په مشرۍ افغان حکومت لومړني ګامونه اخیستي، البته اوس په نورو ګاونډیانو او نړیوالو پورې هم اړه لري چې افغانستان سره لاسنیوی وکړي او ټول په ګډه دغې موخې ته ورسیږو. د افغان دولت د ونډې پتوګه، د سیمې په بیا سمبالښت کې د هیواد د فعال بهرني سیاست او اقداماتو ترڅنګ، په کور دننه ښه حکومتوالي او نوی مدیرت باید له پامه ونه غورځيږي!

22.02.2015 12:31    |   سرلوڅ مرادزی یوه ریښتیا او څو ګټورې پرمختیاوې!

دا ټکی باید افغاني چارواکي هم په پام کې ولري، په سیمه کې د حالاتو له بدلون او ښه توب سره سره، هغه څه چې د پاکستاني چارواکو په ځانګړنې او خټې پورې اړه لري، هغوی تل د افغانستان سره په اړیکو کې د مکار ګېدړ لوبه کړې او اسانه به نه وي چې که څه هم په تاوان يي وي، داسې ناوړه عادت په لږ وخت کې پریږدي. د افغان دولت دا انتظار چې دوی څو اونۍ نور هم د پاکستان چلند ته ګوري چې ایا افغانستان سره د نیابتي جګړې په پایته رسولو کې خپلې ژمنې پلي کوي او که بیا هم په زړه تګلار ځي، باید ټاکلی مفهوم ولري او پاکستان ته ضرب الاجل وګڼل شي!

18.02.2015 21:19    |   سرلوڅ مرادزی کابل د سیمې پر محور بدلیږي!

د ۲۱ پېړۍ په پیل سره، په نړیوال کلي کې د اسیا لويه وچه او د هغې جنوبي تړانګه چې افغانستان پکې موقعیت لري د نورو لاملونو ترڅنګ، زیات د انرژۍ د زیرمو او د لوړ بشري طاقت په لامل، خپل ځانګړی اهمیت او ځایګی پیداکوي. البته دلته باید په پیل کې دا خبره په ډاګه وشي چې د اسیا لويي وچې ته په نوې پاملرنه کې سیمې او نړیوالو ته، یوازې د افغانستان جیو ستراتیژیک فکټور غوره والی او لومړیتوب لري، نه نور فکټورونه لکه د افغاني ټولنې پوتنسیال او د افغان دولت اغیزمنتوب. یانې دا چې د اسیا په جنوبي تړانګه کې د نړۍ او سیمې لپاره، لومړی د افغانستان ستراتیژیک موقعیت په درد خوري، نه بل څه!

16.02.2015 09:58    |   سرلوڅ مرادزی د دلوې ۲۶ مه او د مافیايي جهادي مشرانو لاپې!

د لويی خیمې ننۍ غونډې یو ځل بیا وښوده چې د دلوې ۲۶ مه، یوازې نظارشورا او جمعیت ته ډېره په زړه پورې ده او نور مجاهدین يي هومره په قصه کې نه دي. دا ننداره هم د دې لپاره هرکال وړاندې کیږي چې په دې وسیله ماسکو څخه د راپیل شوې توطيي پل پټ وساتل شي.

11.02.2015 10:04    |   سرلوڅ مرادزی اسماعیل خان د نورو منځ کې اوثقال مجاهد!

لنډه دا لکه درمل چې زاړه او وخت يي تېر شي، په زهرو بدلیږي. د اسماعیل خان د مجاهدینو پیر هم تېر شوی، دوی هېواد ته نه د امنیت راوړلو جوګه دي، نه د کار وړتیا او اهلیت لري او نه د پاکۍ او سپيڅلتیا استازي دي! دا شان کسان، د انسان په جامه کې ریښتیني شیطانان دي. دوی د هېواد په ناامنۍ کې لویلاس لري، لاسونه يي د افغانانو په وینو او فساد ککړ دي، کار او خدمت ته د لاپو او باټو پرځای د پوښتنې او ګرویګنې وړ دي.

04.02.2015 21:09    |   سرلوڅ مرادزی عبدالکریم خرم د افغانانو په سترګو کې خاورې پاشي!

بله اندیښنه چې د دې ډلې لاس او پښې لړزوي، د سیمې او نړیوالو اړیکو په اړه د نوي حکومت د تګلارو ټولګه ده. افغانستان د سیمې د هېوادونو ترمنځ په یو پله بدلېدونکی دی. افغانستان د ایران او پاکستان له ستراتیژیک جاله خلاصون مومي او خپله د سیمې په یوه مرکز بدلیږي. هغه ډلې، تنظیمونه او اشخاص چې دغو هېوادونو روزلي او ګمارلې، دغې وضعې سره هم د خپلو ګټو له مخې او هم په روحي لحاظ توافق نه شي کولای. د ډېرو ښاغلو ستونزه له دې خبرې هم راولاړیږي!

24.01.2015 10:55    |   سرلوڅ مرادزی اجرايیه ریس عبدالله عبدالله ته جدي خبرتیا!

افغانان په ولسي جرګه او مدني ټولنوغږ کوي چې د نظار شورا او جمعیت د نوې توطيي په وړاندې خپل اواز اوچت کړي او پرینږدي چې نظارشورا او جمعیت په تېره بیا د پنجشیر له درې څخه دولتي واک د پخوا پشان داځل بیا پخپل لاس کې منحصر کړي!

15.01.2015 10:17    |   سرلوڅ مرادزی نوې کابینه او د زوړپالو اندیښنې!

د اسمعیل خان پشان په ولسي او مشرانو جرګه کې له وخت لویدلې او پریوتې نورې څېرې هم غواړي د نوې کابینې په وړاندې، غوغا راپورته کړي چې که وشي کولای د غوغا په مټ هم د پخوا پشان په ډالرو جیبونه ډک کړي او هم پخپل اند په نویو وزیرانو کې د راتلونکو معاملو لپاره لار اواره کړي. خو د وخت سپېړې دغه ټولې کرغېړنې څېرې پر مخ او څټ وهلې او بلخوا دوی د خپلو تېرو کړو وړو په لامل له ولسې پوښتنې په ډار او وېره کې دي!

09.01.2015 09:58    |   سرلوڅ مرادزی که بدلون غواړئ، د ولسمشرغني پر تګلار راټول شئ!

داسې ډېرې نورې پوښتنې هم راوړاندې کېدای شي، خو زما پشان د ډېرو افغانانو نظر دا دی چې د ناوړه او نااهله کابینې پر ځای چې ژر معرفي شی، ښه دا ده چې وړ او د کار اهل کابینه معرفي شي که څه هم په ځنډ سره وي! بلخوا د ملي یووالي په حکومت کې تاوان نشته، بلکې ملي اړتیا هم ده خو که ټول د ولسمشر غني لخوا په وړاندې شوې تګلار په ګډه مخې ته ولاړ شو! پای

30.12.2014 07:57    |   سرلوڅ مرادزی څوک د نوي حکومت جوړېدا سبوتاژ کوي؟

بلخوا په ټاکنو کې د ولسمشر اشرف غني د بریالی ټیم او د عبدالله د ټیم درغلي باید په پام کې ولرو. څوک چې په ټاکنوکې درغلي کولای شي او بیا منکرېدلای شي، په کابینه او دولتي چارو کې ترې هم د ریښتینولۍ تمه عبث ده! دواړو ټیمونو ته د ملامتیا یو شان ګوته نیول، د درغلګر ټیم سره خواخوږي ښۍ! موږ باید د وچو له غمه لانده ونه سیځو ! موږ باید د کارټیم او سبوتاژ ټیم سره ګډوله نکړو. د کار ټیم رغول، جوړول او ابادول کوي؛ خو د سبوتاژ ټیم ورانول، د ولسونوجنګول او د هېواد خرڅول کوي!

24.12.2014 11:26    |   سرلوڅ مرادزی د سپینکي ماما سپینې او غوړې خبرې!

د ولسمشر اشرف غني د ملي دریځ او تګلارو په وړاندې به نورې بلاګانې هم سوکه سوکه د مخالفتونه سر راښکاره کړي او د ملي ګټو او دریځونو په نوم به یو څه وخت ډګر تود کړي، خو په پای کې له افغان ولس څخه خپله شیطاني څېره او بایللې تګلارې نه شي پټولای! زما په اند ډیری داسې څرګندونې د ذهنتونو د انجړولولو لپاره کاریږي!

21.12.2014 11:21    |   سرلوڅ مرادزی د ملي یووالي حکومت د پاملرنې وړ!

دا دوه کسان هم د پنجشیر د کوچني ولایت په استازیتوب اضافي او ددې ولایت له استحقاقه زیات دي او د دوی په ټاکنه هم د نورو ولایتونو حق خوړل شویدی، خو که د پنجشیر ولایت څخه کوم بل پنجشیری بیا هم په کابینه کې وټاکل شي او شمېر يي له دې زیات شي، افغانان به يي په هیڅ صورت ونه مني او خپل کلک غبرګون به وښۍ!

18.12.2014 09:55    |   سرلوڅ مرادزی د پاکستاني لوی درستیز د سفر تر شا د پېښو انځور

پاکستان د ترهګرو په روزلو او پاللو هغه پیر ته رسیدلی چې ثمره يي له دې روسته هر وخت په کور دننه لېدلای شي. که پاکستان وغواړي خپل پاللي ماران او لیوان ګاونډي ته منسوب کړي، خپل ولس يي پرې شاهد تیریږي! د پاکستان چارواکي یوخوا د خپلو روزل شویو ترهګرو او بلخوا د خپل ولس په منځ کې ګیر دي!

16.12.2014 17:38    |   سرلوڅ مرادزی تخریبي نیوکې او ملي ضد اپوزیسیونونه!

البته دلته د نورو توندلارو او شاتګپالو پر، پرړو او اپلتو د څه ویلو اړتیا نشته! بې له توپېره ، د ټولو هېودپالو افغانانو ملي دنده ده، د اشرف غني په مشرتوب له نوې حکومته ملاتړ ته راودانګي او پرینږدي چې افغان دوښمنه بهرنۍ کړۍ او یا په کور دننه پردیپالې کړۍ، د نوي حکومت د جوړېدو او افغانانو ته د سولې، امن او غوړیدلې اقتصاد په چارو کې د نوي دولت د خدمتونو مخه ډب کړي! مه پریږدۍ مفسدین،متحجر مغزونه او له وخت لویدلې ککرۍ بیا لکه د اماني غورځنګ او یا نورو ملي خوځښتونو پشان، د نوي دولت هېوادپالې تګلارې او موخې هم له نهیلۍ او ناکامۍ سره مخ کړي!

29.11.2014 10:45    |   سرلوڅ مرادزی نوی حکومت: پټې بلاګانې، سبوتاژ او ننګونې

په کور دننه د نوي دولت او د تحول د دوام په پلویانو وسلوال بریدونه او توطیي په داسې وخت نور هم زور اخلي چې د ډیورند د تپلې او استعماري کرښې پورې غاړه د کراچۍ په بنګلو کې د پاکستان پخوانی دیکتاتور پرویز مشرف او بلخوا د افغانانو قسم خوړلی دوښمن مولانا فضل الرحمان هم د اشرف غني په مشرۍ، نوی دولت ته غاښونه چیچي او هېواد ته د هرې ورځې په تېرېدو سره د قاتلانو په جوپو کې زیاتولی راځي!

20.11.2014 09:57    |   سرلوڅ مرادزی کره پښتو: یوه څرګندونه

نن مې د BBC پښتو بریښناپاڼې د لوبو کړکۍ کې داسې یوه غونډـ له ( جمله) ترسترګو شوه:«نیوزیلنډ په لومړي ځل توپوهنه کې ۴۰۳ منډې وکړې»