د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سرلوڅ مرادزی

08.11.2015 12:05    |   سرلوڅ مرادزی افغانستان ترهګرو سره د جګړې لومړۍ لیکه

په لنډه توګه ویلای شو، د داعش او ترهګرو په تړاو لاندې درې چارې باید تل په پام کې ولرو: ــ پاکستان په سیمه کې د تروریزم ځاله، ټاټوبی، محور او ټولې سیمې ته د ترهګرو د استولو لامل ــ افغانستان د تروریزم قرباني او هغه سره د جګړې لومړۍ لیکه ــ هندوستان، چین، د افغانستان د شمال ګاونډي هېوادونه او روسیه د تروریزم د بعدي یرغل موخه او مورچل په دې توګه یوخوا پاکستان او د هغه ښکاره او پټ ملاتړي په تروریستي جبهه کې او بلخوا افغانستان او د داعش او ترهګرو تر ګواښ لاندې هېوادونه، په بل سیمه یز او نړیوال غورځنګ کې! بله هیڅ لیدلی نه شي په دا منځ کې یا مغل له ملکه ورک یا پښتون خوار خوشال بابا

30.10.2015 20:03    |   سرلوڅ مرادزی تروریزم د پاکستاني دولت رسمي دریځ!

دوښمن او تروریست دولت معلوم دی او هغه پاکستان دی. د افغانستان د څلویښت کلونو ویجاړیو او ورانیو او د میلیونونو افغانانو د ټولوژنو اصلي محرک او دښمن پاکستان دی. په افغانستان کې د ټولو کورنیو جنګونو او د افغانانو ترمنځ د بېلتون پالنې اصلي لمسوونکي او پاروناکي پاکستان دی. هغه هېوادو په تېره بیا امریکا ته چې غواړي تروریزم سره په سیمه کې مقابله او جګړه وکړي، پکار دي افغانستان سره د تروریزم په وړاندې چې ټاټوبی يی پاکستان دی، په یوه لیکه کې په ریښتیا ودریږي. داسې نشي کېدای چې امریکا دې، د تروریزم قرباني افغانستان او د تروریزم ځاله او زیرمه پاکستان یوشان برابر او دوستان وګڼي. بلخوا اوس افغانانو ته پکار دي چې په پوره یووالي او یو موټیتوب، د پنجابي دوښمن په وړاندې، بالمثله پالیسۍ، پراخې او غوڅې مبارزې او جګړې ته مټې رابډ وهي. کله چې دوښمن معلوم وي، نو بیا باید په ډاډه زړه او په ټولو لارو او وسایلوهغه په نښه شي!

19.10.2015 10:14    |   سرلوڅ مرادزی مجاهد، طالب او داعش د یوې پروژې بېلابېل نومونه

مجاهد، طالب او داعش په حقیقت کې د واحدې پروژې لپاره د لویديځ د استخباراتو هغه بېلا بېل نومونه دي چې وخت او شرایطو ته په کتو سره د دوی لخوا ایښودل شوي دي. په نوې منځپانګې سره د مجاهد(۱) او مجاهدینو نوم د نړیوال سوړجنګ په وروستیو کلونو کې د انګریز او امریکا د نیغ په نیغه ملاتړ او د پاکستان په لاس د افغانستان د تاریخي موخو د بریا او په سیمه کې د پخواني شوروي د نفوذ د پراختیا په مقابله کې د یوې وسیلې پتوګه وکارول شو.

15.10.2015 10:44    |   سرلوڅ مرادزی د پاکستان په اړه بل المثله پالیسي

په دې سیاسي لوبه کې د پاکستان حکومتونه او اشخاص بدلیږي، کلونه او وختونه تیریږي، لوبغاړي یو د بل ځای نیسي، خو د لوبي ماهیت نه بدلیږي او لا پسې پيچلې او سختیږي!

06.10.2015 10:47    |   سرلوڅ مرادزی د حنیف اتمر په وړاندې درې ړانده تعصبونه

زما په اند یو پر بل د بیځایه تورونو پرځای، د دې وخت رسیدلی چې ټول افغانان بې له توپېره د پنجابي دښمن په وړاندې چې د داعش، طالب او نورو ترهګرو په بڼه افغانانو سره جنګیږی، یو موټی او سوک شو او پرنیږدو چې کندوز او یا د افغانستان بل ښار، ولسوالي او کلی د پنجابي دښمن لاس ته وغورځیږي! باید د کندوز، ننګرهار او نورو جګړه ځپلو هېوادوالو مرستې او ملاتړ ته ورودانګو او په سخته کې يي لاسنیوی وکړو.

26.09.2015 21:56    |   سرلوڅ مرادزی پر دوکتور نجیب الله نیوکې او د هغو موخه

په لنډ وخت کې پر پنجاب ستر پوځي بری او بل په هوښیارتیا او ځیرکۍ سره پر پخواني شوروي سیاسي بری، هغه لاملونه او ملي بریاوی دي چې په کور دننه د نجیب الله سیاسي مخالفین او بهرني دښمنان يی د زغم وس نه لري او د مسخه کولو لپاره يی بابیزه او کاواکه نیوکو ته مخه کوي!

25.09.2015 23:32    |   سرلوڅ مرادزی د ملګرو ملتوغونډې درشل کې، د پنجابي پروپاګنډي پراختیا

د تروریزم په ملاتړ او په افغانستان کې د نااعلان شوي او نیابتي جګړې په اړه، د ملګرو ملتو په غونډه کې د افغان پلاوي د احتمالي نیوکو او مستدللو لاسوندونو د ښودلو د ارزښت د کموالي لپاره، دا ځل پاکستانی پلاوی د هغه سازمان غونډې ته په پوره چمتووالي سره ځي.

12.09.2015 12:27    |   سرلوڅ مرادزی د مسعود لارویان بیا د نندارې پر دریځ!

نظارشورا او اسلامي جمعیت په دولت کې دننه داعش، القاعده او طالب ته ورته ځواک دی چې که هغوی افغان دولت له بهره ګواښوی، دوی لکه چینجیان دولت له دننه خوري او پیاوړتیا ته يي نه پریږدي! دواړه د یوې سکې دوه مخونه دی. دواړه د سولې او امنیت، د هېواد د ودانۍ او د ټولنې د سوکالۍ په مخ کې خنډ دي! د دواړو انحرافي تګلارو او ډلو په وړاندې اغیزمنه مبارزه د ژغورنې لار ده!

10.09.2015 10:26    |   سرلوڅ مرادزی د پردیو جاسوس هیڅکله ملي اتل نشي جوړېدای

پوښتنه پیداکیږي ایا ریښتیا د یو څو لنډغرو او ډاکوانو په خوله، څوک چې د پردیو هېوادو پیژندل شوي جاسوس وي او د هېواد هره تړه، بانډه، کوڅه او دېره یې د جنایتو او خیانتو د یادګار څلی وي، ملي اتل ګڼل کېدای شي؟ ځواب ښکاره دی هېڅکله نه!

09.09.2015 10:27    |   سرلوڅ مرادزی د بلاګانو میاشت

د بلاګانومیاشتې ډار به لا د خلکو له زړونو پوره نه وو وتلی چې د بل کال د بلاګانو میاشت به د غره پر کنډو راښکاره وه. په دې حساب د خلکو ټول ژوند د بلاګانو په سلطنت کې تېریده او د بلاګانو ډار د خلکو په ذهن کې د تلپاتې بدې خاطرې پتوګه ثبت دی! اوس چې هرکال د سیپټمبر په میاشت کې یوه اونۍ یا څو ورځې د احمدشا مسعود او رباني په نوم یادول کیږي، افغانانو ته د بلاګانو د میاشت تېر انځور په یاد راوړي. سیپټمبر میاشت ته په دې وجه موږ د بلاګانو میاشت ویلای شو!

29.08.2015 14:13    |   سرلوڅ مرادزی د دوه کلمو ملیت او ستان په اړه لنډه څرګندونه

ځیني دوستان د قوم، ملیت او ملت کلمو د کارولو پرمهال، کمه توجه کوي او داسې هم شوي چې ځیني کسان دې د نورو موخو لپاره دغې کلمي په لویلاس یو د بل پرځای او یا بېځایه وکاروي. بلخوا په دې وروستیو کې په رسنیو کې د دغو کلمو کارونه زیاته ښکاري، پکار ده چې داسې کلمي پخپل ځای کې په سمه توګه وکاریږي. د افغانستان د اساسي قانون د څلورمې مادې په یوه برخه کې لولو« د افغانستان ملت له پښتون، تاجک، هزاره، ازبک، ترکمن، بلوچ، پشه یی، نورستاني، ایماق، عرب، قرغیز، قزلباش، ګوجر، براهوي او نوروقومونو څخه جوړ دی. د افغان کلمه د افغانستان د ملت پر هر فرد اطلاق کیږي»

13.08.2015 11:36    |   سرلوڅ مرادزی د ولسمشرغني له دریځه ملاتړ پراخیږي

ترڅو چې د پاکستاني دولت ( په تېره بیا پوځ او ISI ) په وړاندې چې د ترهګرو اصلي ملاتړی دی، د افغانستان پر محوریو ډول سیمه یزه او نړیواله ټلواله د کلمي په ریښتیني مفهوم رامنځته نه شي او د افغانستان په څنګ او ملاتړ کې ونه دریږي، سیمې او ټولې نړۍ ته به ترهګر تل له پاکستانه صادریږي او په افغانستان کې به د نړیوالو هڅې او شوې مرستې هم په اوبو لاهو کیږي.

11.08.2015 12:14    |   سرلوڅ مرادزی د امنیت شورا پریکړه او پاکستان

افغان دولت حق لري که نور تدبیرونه يي پایله ونلري او پاکستان د افغانستان په وړاندې د شرارت مرکزونه ونه تړي او لاسوهنې او جګړه يي ادامه ولري، په هغه صورت پاکستان کې دننه د شرارت دغه مرکزونه تر اور لاندې ونیسي!

06.08.2015 10:17    |   سرلوڅ مرادزی د ملاعمر مړینه او د سولې برخلیک

وس دې کې شک نشته چې له ملاعمر روسته طالبان به په څو ډلو ویشل کیږي. افغان حکومت ته پکار دي چې د طالبانو هغه ډلو سره چې خبرو ته چمتووالی لري، د خبرو اترو لړۍ جاري وساتي او سولې ته يي رامات کړي. بلخوا باید د پاکستاني چارواکو سره هم چې د طالبانو حامي دي، خبرې وشي چې هغوی هم طالبان وهڅوي او هم خپله دې ته چمتو شي چې له روانې شخړې او جګړې څخه روغې جوړې او سولې ته د حل لار پرانیزي. خو که له نویو حالاتو څخه ګټه پورته نه شي او په کور دننه او بهرځیني ځواکونه طالبانو سره خبرې اترې عبث وګڼي، په ولسونو کې شک خپور شي او د جګړې نغارې وغږول شي، د طالبانو یو غټ شمېر به په لویلاس د داعش په لور ورټېل وهل شي. په دې صورت کې دا ځواکونه باید په دې وپوهیږي چې افغانستان ته د دوی زیان او خطر د طالبانو له هغه برخې څخه چې اوس هم په جګړه ټينګار کوي، کم نه دی او دواړه د یوې سکې دوه مخونه دي!

30.07.2015 22:30    |   سرلوڅ مرادزی د پښتنو له سره، یو لوی مصیبت او شرم کم شو!

هغوی چې په رسنیو کې اوس هم د ملاعمر په مرګ ژاړي، په حقیقت کې د پښتنو په ځپلو او بربادۍ کې د دغه وحشي ملا له وحشت او بربریته ملاتړ کوي، د پښتنو پر ټپونو مالګې دوړوي او ځان د پښتنو په دښمنانو کې شریکوي! د ملاعمر اروا دې پوه وي چې د عمر په لاس ځپل شوي پښتانه به ورته هیڅکله د مغفرت دعا چې کورنۍ يي د هغې غوښتنه کړې، ونکړي او پلویان دې يي هم ډاډه وي چې عمر به پښتنو کې د شیطان او ابلیس له درجې کم ونه ګڼل شي. د ملاعمر په مرګ اوښکې نه، بلکې د خوښۍ لوی جشن پکار دی! د ده په مرګ سره د پښتنو له سره، یو لوی مصیبت او شرم کم شو!

23.07.2015 10:13    |   سرلوڅ مرادزی داعش سره د مبارزې اغیزمنه لار

مرکزي دولت نه یوازې د طالب او داعش په وړاندې، بلکې په دولت کې دننه د پنځم ستون، یاغي او باغي ډلو په وړاندې هم، د ټولو افغانانو د امنیت او خوندیتوب دنده پر غاړه لري!

17.07.2015 10:14    |   سرلوڅ مرادزی د کودتاوو خیال پلاوونه!

«څو ورځې وړاندې ګارډين ورځپاڼې د يوه افغان دېپلوماټ له خولې راپور ورکړی و چې ولسمشر کرزی هڅه کوي د يوې پوځي کودتا له لارې د غني حکومت نسکور کړي او بيا يو مؤقت حکومت رامنځته کړي چې مشري به يې د ده پر غاړه وي. په افغانستان کې د امريکايي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان کمپبل له بي بي سي سره په يوه مرکه کې دا ګنګوسې رد کړې چې ګواکې د ملي وحدت حکومت به د يوې پوځي کودتا له لارې نسکور شي. د ده په وينا چې غني او عبدالله به په ګډه کار وکړي او خلکو ته به د يوه پياوړې حکومت ډاډ ورکړي. ده ډاډ ورکړ چې د افغانستان ملي اردو به کودتا ته اجازه ورنه کړي، روهي بریښناپاڼه»

30.06.2015 18:42    |   سرلوڅ مرادزی ټاکو اوس خوله ولګوله!

د جون په ۲۹ مه د پروان ولایت مرکز چاریکارو ته نږدې د بایانو سیمه کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ځواکونو د اسلامي جمعیت د یوه قومندان جان احمد د شخصي وسلو او مهماتو زیرمتون ته چاودنه ورکړه. د پروان ولایت د امنیي قومندان جنرال محمدزمان مموزي په وینا، چاودنه کې یوازې وسلې او مهمات له منځه تللي او د سر تاوان نه لري. د دې پېښې په غبرګون کې د قومندان جان احمد پلویان او په نظارشورا او جمعیت کې د هغه نور خواخوږي په داسې حال کې چې په وسلو سمبال وو، له پېښې روسته په لږ وخت کې لارو او سرکونو ته راووتل او د یوه مهال لپاره يي د ترافیکو پر مخ د کابل ــ مزارشریف لویلار بنده کړه!

26.06.2015 23:04    |   سرلوڅ مرادزی پاکستان دې د خبرو پرځای عملي ګامونه پورته کړي!

کله چې کابل د پاکستان د اوږدو تیریو سره سره چمتو کیږي، پاکستان او سیمې سره د سړې جګړې د مهال اړیکې ورغوي او نوي اړیکې پر داسې ارونو ودروي چې سیمه کې د سولې او هر اړخیز پرمختګ سره مرسته وکړي، یوازې په اسلام اباد او یا بله پلازمېنه کې به سیاسي لیونیان وي چې له داسې فرصته ګټه نه پورته کوي!

23.06.2015 10:31    |   سرلوڅ مرادزی پر ولسي جرګې د برید ترشا، یو بل لاس!

که طالبان او ISI د افغانستان په نیابتي او نااعلان شوې جګړه کې یو اړخ ګڼل کیږي چې یو اړخ هم دی، خو بل اړخ چې د دې جګړې ادامې ته لار اواوري او جګړې ته عملي بڼه وربخښي او هغه اوږدوي، بیا جهادي مافیا ده! جهادي مافیا، د طالبانو او ISI کوتکونو او بمونو پرله پسې ګوزارونو ته، افغانان بربنډ کړي اوڅملولي او ټول په ګډه، د افغان ولس خونړي دښمنان ګڼل کیږي!

10.06.2015 09:55    |   سرلوڅ مرادزی څو اساسي پوښتنو ته د ولسمشرغني ځوابونه

د جون په ۹ مه، کندهار ته پخپل سفر کې ولسمشر غني په هغه غونډه کې چې د کندهار ولایتي چارواکو او ولسي خلکو سره يی درلوده، خپلو څرګندونو کې د دې ترڅنګ چې دا ولایت يي د افغانستان سیاسي زړه ګڼلی، څو اساسي پوښتنو ته چې په دې روستیو کې د هغو په اړه، په کور دننه او بهر د نظام نیوکګرو او مخالفینو لویه غوغا پورته کړې وه، غوڅ ځوابونه ویلي دي!

08.06.2015 10:15    |   سرلوڅ مرادزی کرزی او عطانور، دوه سیاسي پاګلان!

عطانورهغه هم د کرزي پشان ورته دلایل وړاندې کوي. توپیر دا دی چې کرزی ولسمشر غني ته په تلیفون کې نصیحت او هدایت ورکولی شي، خو عطا نور بیا جنګ شودیار، سر شودیار! هغه نه سوله مني، نه خبرې مني، نه د مرکزي حکومت اوامر مني او نه په پای کې مرکزي حکومت! سم صفا یاغي او باغي دی! کرزی یوڅه په سویل او مرکز کابل کې خو عطانور بیا په شمال کې هرڅه د ځان ګڼي او دواړه په افغانستان کې له ځانونو پرته، بل څوک د واکمنۍ وړ نه بولي! کرزی او په نظارشورا او مجاهدینو کې برلاسې مافیا په هېواد کې د سولې، پرمختګ او د ولسمشر غني د تګلارو په وړاندې په لوی خنډ بدلیږي!

02.06.2015 10:17    |   سرلوڅ مرادزی د ولسمشر غني لیک د یو تارخي فرصت پتوګه

د پنجاب د دایمي ګواښ په صورت کې نه ښايي افغانان په کور دننه په جزيي اختلافاتو بوخت پاتي شي، ټول باید په یوه غږ او یوه سنګر کې د خپل ولسمشر پر شاوخوا راټول واوسو! یووالی او یو موټيتوب هر خطر او بهرني ګواښ ته ټینګ او غاښ ماتی ځواب دی!

21.05.2015 10:21    |   سرلوڅ مرادزی ایا په سیاست کې ازلي او ابدي دښمن شته؟

ولسي او مشرانو جرګه واک لري چې د خوشې شورماشور پرځای تفاهملیک په غور ولولي( که څه هم دا کوم تړون نه دی او د ولسي جرګې پریکړې ته اړتیا نلري) خو که چیري کومه ماده يي د افغانستان د ګټوسره په ټکر کې وي، هغه دې له حکومت سره په سلا، له تفاهملیک څخه ایسته وغورځوي. د ولسمشر غني په مشرۍ له حکومت سره په سړه سینه له خبرواترو پرته، د تفاهملیک په اړه په رسنیو کې غوغا جوړول او خپله لمن پر سر اړول، یوازې د ترهګرو په ګټه تمامیږي او بې له دې چې هېواد کې د ګډوډۍ لپاره هڅه وګڼل شي، بله مانا او پایله نلري!

15.05.2015 10:04    |   سرلوڅ مرادزی د بهرنیو اړیکو محک باید ملي ګټې وي!

افغانستان ته د پاکستاني پلاوو د راتګ په زیاتوالي، ترهګرو سره د مبارزې په تړاو د پلاوو په تودو ژمنو او بلخوا په افغانستان کې د جګړې تودښت، د پاکستان په اړه د افغانانو دا شک زیاتوي چې هغه هېواد د افغانستان په اړه خپله جګړه یزه ستراتیژي نه ده بدله کړې. د ولسمشر غني په راتګ سره د پاکستان لپاره دا چانس ترلاسه شوی چې افغانستان سره زړه دښمني پریږدي او د تپلې جګړې پرځای د ګډو ګټو لپاره د د خبرواترو لارغوره کړي!