د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سرلوڅ مرادزی

11.06.2016 12:54    |   سرلوڅ مرادزی هندو ستړی، خدای ناراضه!

په لنډه توګه ویلای شو: ــ په تېرو ۱۵ کلونو کې په اساسي پروژو هیڅ پانګه نه ده لګول شوي او د جګړې په ډګر کې هم افغان پوځ د مرګ او ژوند ترمنځ ساتل شوی ــ د مرکزي حکومت بشپړ ملاتړ نه دی شوی او سیمه یز واکونه ورسره هممهال پالل او ساتل شوي دي ــ امریکا له پاکستان سره چې د افغانستان په وړاندې د نااعلان شوې او تپل شوې جګړې اصلي عامل دي د قاطعیت پرځای، تر اوسه پورې د پیشو او موږک لوبه کړې ــ افغان دولت هم په اساسي او بنسټېزه پروژو کې له امریکا او لویدیځه د مرستې غوښتنه لکه څنګه چې پکار ده، نه ده کړې ــ د افغان حکومت بېلا بېلو وزارتونو هم ورکړل شوې بودیجه په سلو کې سل نه ده لګولې او بودیجه ترې بیرته اخیستل شوې ــ افغانانو هم څنګه چې پکار ده، له حکومته د کار او ژوند غوښتنه نه ده کړې پای

25.05.2016 10:59    |   سرلوڅ مرادزی د اسلام اباد د همکارۍ په اړه بې بنسټه ادعاوې!

فغانان باید د ستونزې جرړې او ریښو ته پام واړوي او امریکا ته ووايی چې د پاکستان په لاس نور افغانوژنه بس ده! افغان دولت ته بایده دي چې د هغه طالبانو په وړاندې چې د افغانستان پر ضد يي وسله رااخیستي او جګړه کوي، ښه په میړانه وجنګیږي. بلخوا هغه مخالفین چې غواړي د سولې په لار خپلې غوښتنې افغان دولت سره شریکې کړي، د سولې دروازې پرانیستي وساتي. د ملااختر منصور وژنه په پای کې د یوه شخص د وژنې په برید کې تعریف کېدای شي، د طالبي اندیښنو، ترهګرو او د هغوی د ملاتړې پاکستان لاسونه لا ازاد پريښودل شوي. دا لاسونه په زرګونو او لسګونو زرو نور منصوران، ملاعمران، بن لادنان او نورسړیخواره روزلی او پاللی شي!

22.05.2016 21:00    |   سرلوڅ مرادزی اوس به د جومات حرامي دې انجام ته څه وايي؟

د اسلام اباد د ګټو او پلانونو لپاره ځانمرګي بریدونه، د خپل کور ویجاړي او د خپل افغان ورور وژنه هم د ملاعمر او ملا منصور پشان، د طالبانو تباهي ده او هم يي لوی شرم! په نړۍ کې که د هر ترهګر ریښه او پل تعقیب شي سر يي پاکستان ته رسیږي. اسلام اباد ته هم چې د دوی له انکار او ټينګار سره سره، هر ترهګر يي په واکمنۍ کې دننه په نښه او وژل کیږي، د شرم او ننګ خبره ده. د بن لادن او ملاعمر او تازه د ملامنصور له مرګه وروسته به پنجاب، نړۍ ته څه وايي! اوس به د انګلیس حرامي دې انجام ته څه وايي؟

20.05.2016 10:13    |   سرلوڅ مرادزی د ټوټاپ پروژې له نومه، د نظام د نسکورولو هڅې!

د ټوټاپ د بریښنا پروژه، یوه ملي پروژه ده او په ټول ملت پورې اړه لری. په دې اړه به وروستۍ پریکړه افغان دولت کوي، کومه ځانګړې قومي ډله او یا د ټاکلې سیمې د اوسېدونکو په نوم سیاسي دلالان په دې اړه د پریکړې واک نلري! ملت ټول باید ویښ او هوښیار اوسي او د ملي ګټو په مهال باید پر مرکزي حکومت راټول وي.

14.05.2016 09:16    |   سرلوڅ مرادزی کشتمند يی هم «از کیسه خلیفه» بخښښ کوي!

خو که د ښاغلي کشتمند پورته څرګندونې چې د لیکنې کوچ يي ګڼل کیږي او ټوله لیکنه يي د خپل همدې بړاس«تبارګرایانه» د ایستلو لپاره کښلې، د ولسمشر غني د هغه څرګندونو او پراخ نیت سره چې د کمیسیون د ګمارلو او د هغه د دندو په اړه يي کړې، پرتله شي چې پورته ورته اشاره شوې، د ځمکې او اسمان ترمنځ هومره توپير لري! یو مهال د لومړي وزیر پتوګه، د داسې کس څرګندونې چې د افغانستان پرځای د یوې ځانګړې سیمې او د ملت پرځای د یوې ټاکلې ایتنیکې ډلې لپاره کیږي، د شرم خبره ده!

06.05.2016 11:45    |   سرلوڅ مرادزی د اسلام اباد سرتمبګۍ د ټولې سیمې امنیت ګواښوي!

که د سیمې هېوادونه، افغانستان سره د ترهګرو په وړاندې چې د جوړولو او صادرولو فابرکي يي په پاکستان کې چالانې دي یوځای ونه دریږي، ژر به دا طاعون د دې هېوادو د کورونو دروازه هم وټکوي. پښيماني به هغه وخت هیڅ ځای ونه نیسي! اسلام اباد نه یوازې افغانستان بلکې د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دي!

27.04.2016 10:14    |   سرلوڅ مرادزی د افغانستان جګړه او په اړه يي د خبرو مرجع

ملي شورا ته د ولسمشر اشرف غني په وینا کې بیا هم ټینګارشوی، هغه مخالفینو سره چې خبرو ته چمتووالي ښۍ، خبرې وشي او دوی سره به د سولې حللار مخته یوسي، خو بلخوا هغه مخالفینو سره چې د خبرو پرځای جګړه کوي او زورکاروي، په وړاندې به يی له پوځي لارو کار واخیستل شي. د خبرو په اړه هم ټینګار شوی چې نور به پاکستان ته په تمه نه کښيني چې طالبان د خبرو میز ته حاضر کړي.

13.04.2016 10:18    |   سرلوڅ مرادزی جان کیري او د عبدالله اجرایه ریاست

نظارشورا او جمعیت چې تل د جهاد او مقاومت ویاړونه! یوازې د ځان ګڼي او په دې کې عام افغانان خو پریږده، بلکې نورجهادي تنظیمونه او ډلې هم شریک او مستحق نه ګني اوس د هېواد د قوانینو د تفسیر او بیان لپاره هم له جان کیري مرسته غواړي!

04.04.2016 22:05    |   سرلوڅ مرادزی د اسلامي ګوند زړور ګام

پکار خو دا ده چپ اړخه، اسلامي ګوند او د طالبانو په ګډون ټول هغه ځواکونه چې ځان په دولت کې له واکه بیرون ګڼي، په واک کې د بې برخیتوب له احساسه خوندي او په واک کې شریک شي.هغه سیاسي ډلې او ګروپونه چې د بېلو سیاسي تګلارو په لامل نه غواړي دولت کې ګډون وکړي، هغوی ته د اپوزیسیون لار شته او جګړې ته پلمه نه پاتیږي!

02.04.2016 13:12    |   سرلوڅ مرادزی د ډونالډ ټرامپ تازه څرګندونې

البته د دې لیکنې موخه دا ده چې افغانان له خپل حکومته تل وغواړي چې له نورو هېوادو سره لاسلیک شوي تړونونه او په تېره بیا امریکا سره شوی امنیتي تړون، د افغاستان ملي ګټو ته په پام پلي کړي او نور هېوادونه پرینږدی چې له دغو تړونونو څخه د ځان په ګټه او د افغانانو په تاوان ګټه پورته کړي. که چیری افغانان د تړونونو په پلیتوب کې خپل حکومت ونه څاري، کېدای شي د تړونونو له پلیتوبه او منځپانګې ناوړه پایله راووځي!

30.03.2016 09:11    |   سرلوڅ مرادزی د نورستاني د استعفا تر شا د سیناریو نورې برخې

په داسې وخت ولس ته پکار دي چې د خپلو کارشویو وټونو پوښتنه وکړي او د هغه چا پر وړاندې د مقاومت مورچل جوړ کړي چې د دوی د وټونو پر مټ د منتخب حکومت پرځای يي پرې د معاملې جوړ شوی حکومت وروتپه! منتخب حکومت د ولس په ویښتیا،هوښیارتیا او د ډیرکیو په یووالي رامنځته کیږی!

10.03.2016 10:50    |   سرلوڅ مرادزی د اجراییه ریاست تجربه ناکامه ده!

که یونیم کال وړاندې اجراییه ریاست سره توافق یوازې د اشرف غني لپاره تېروتنه وګڼل شي، نن سبا د دې ریاست ادامه د ټول ملت لپاره لویه تېروتنه ده! اوس چې د سیاسي توافق له مخې هم د دغه ریاست وخت پوره کېدونکی دی، څونه چې ژر يي ټغر ټول شي، د ټول ملت په ګټه دي. البته عبدالله عبدالله او ډله يي د دې هېواد وګړي دي، دوی کولای شي چې له دغه ناکام ریاست پرته هم په حکومت او دولت کې د وړتوب له مخې کار وکړي او هیڅوک به يي مخه ډب نه کړي. افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دي او له هرې لارې يی خدمت کېدای شي.

07.03.2016 11:16    |   سرلوڅ مرادزی د پاکستان څو مخیز دریځ د رسوايۍ پر موړګه!

اوس چې پاکستان، په لویه پیمانه طالبان رسوا کړل، او د هغوی له مخه يي ټولې پردې وغورځولې، نن د طالبانو وار دي چې د پاکستان ریښتیني څېره افغانانو او نړیوالو ته ښکاره کړي او د طلسم له هغه جاله چې پاکستان غوړولی، راووځي! که طالبان ریښتیا ځان افغانان بولي او د افغان مور شېدې يي رودلې وي، له دوه لارو څخه باید یوه غوره کړي او هغه د پاکستان پرځای افغانستان!

24.02.2016 12:11    |   سرلوڅ مرادزی له ښاغلي سیستاني، د شا لخوا په چړې د ګوزار هیله نه کېده!

تاریخپوهنه پخپل ځای کې د قدر وړ ده او د نورو ښېګڼو ترڅنګ د یوه ملت په پېژند او هویت کې د بنسټ ډبره ګڼل کیږی. په دې لار کې هڅه ستر، بیساري او ګټور کار دی، خو که له دې پوهې سره ژورسیاسي لرلید ملتیا ونه لري او د وخت غوښتنې او ملي ګټې لکه څنګه چې ښايي، انځور نه کړی شي او یوازې تاریخي پېښې د مجرده قصو او حکایتونو پتوګه بیان او تفسیرشی، د ګټې پرځای معکوسه پایله لرلای شي! زه اوس هم سیستاني صیب ته په تاریخپوهنه کې ارادت لرم، خو دا پوهنه نه ښايی د ورځنیو ژر تېرېدونکو سیاسي حالاتو قرباني شي او د ټاکنیزو منډو ترړو او شعارونو تر اغیز لاندې خپل علمي ارزښت وبایلي! د ښاغلي سیستاني داسې تبصره لویه سیاسي تېروتنه ده چې تمه يي نه کېده، اوس باید په یوه لیکنه کې هغه له سره وارزوي او سمون پکې راوړي.

18.02.2016 12:16    |   سرلوڅ مرادزی ایا هر بغاوت جهاد او هر بغاوتګر مجاهد دی؟

په خواشینۍ باید وویل شی چې القاعده، داعش او نورو په نړیواله کچه او همدارنګه طالبانو، سیاف، اسماعیل خان، عطانور او نورو درواغجنو مجاهدینو، نن په نوم سره مجاهد بدنام کړ او د جهاد لمن يي ورټوله کړه! دې جهادی ډلو په افغانستان، سیمه او نړۍ کې جهاد او مجاهد دومره سپک او خوارکړل چې د ماشومانو د خندا او په عالم کې د رسوايۍ وړ وګرځېدل! نن هره جهادي ډله د پردیو استخباراتو ګمارلې ډله ګڼل کیږي او دنده يی د نورو لپاره نیابتي جګړه ده! د سیاف او نورو مجاهدینو د وروستیو غوښتنو په اړه افغانان دا وايی: ولس پور غواړي، جهادي مافیا نور غواړي!

24.01.2016 14:36    |   سرلوڅ مرادزی د پاچاخان پر پوهنتون برید او د سولې برخلیک

البته که پاکستان، د افغانستان په اړه دا ناروا غوښتنې یوخوا ته پریږدي او د هغو پرځای ځینې نورې غوښتنې چې هغه د دواړو هېوادو د ولسونو روا غوښتنې او حق دی رامنخته کړی، افغانان به يي هرکلی وکړي. په سوله کې ژوند، یو د بل په کورنیو چارو کې نه لاسوهنه، د ښه او ګټورو اقتصادي متاقبلو اړیکو رغول او پالل او د ترهګرو په وړاندې ریښتیني ګډه مبارزه او په کور د ننه د ترهګرو ځالې ړنګول د داسې غوښتنو او حقوقو په سر کې راتلای شي. سوله کې ژوند د افغانستان او پاکستان د دواړو ولسونو حق دي. هغوی چې دا حق له وسلونو لوټوي، د خپل ولس دښمنان هم دی!

22.01.2016 11:26    |   سرلوڅ مرادزی د پاچاخان پوهنتون د پېښې په اړه، د پاکستان تازه منافقت

که د پاکستان لومړۍ ادعا چې ګوندې د پاچاخان پر پوهنتون برید په افغانستان کې طرحه شویدی، د پاکستانیانو او نړیوالو د پام اړولو او تېرییستلو په موخه ترسره شوی، په خیبرنیوز رسنۍ کې وروستۍ ادعا يي د کوزو پښتنو د تېراییستلو او غولولو لپاره په پام کې نیول شوې ده. د پاچاخان پر پوهنتون له برید سره هممهال پر افغانستان دواړه ادعاوې، د سولې د خبرو او افغانستان سره د نیکو اړیکو د رغاوي په اړه، یوځل بیا د پاکستاني چارواکو څرګند منافقت په ګوته کوي.

21.01.2016 12:53    |   سرلوڅ مرادزی پاچاخان او قومي تحریک

اولنی تحریک خدايي خدمتګار تحریک دی چې اجتماعي ژوند او هم فکر يي پیداکړ.

20.01.2016 11:20    |   سرلوڅ مرادزی د اساسي قانون ماتول به نظام ته بدې پایلې ولري!

موږ د هېواد له ولسمشره هم غوښتنه کوو چې له دې وروسته دې د هېواد د اساسي قانون په مخالفت د داسې نازولو نازونو او نخرو ته د پای ټکی کیږدي. ولسمشر په هېواد کې د اساسي قانون درناوۍ او پلیتوب ته لومړنی مسول کس ګڼل کیږي.

15.01.2016 11:11    |   سرلوڅ مرادزی یوه مهمه پوښتنه او نیمګړی ځواب

هیله ده دغه نیمګړي دلایل نور دوستان پوره کړي. مننه

13.01.2016 12:22    |   سرلوڅ مرادزی د سولې په روانو خبرو کې د دریځونو توپیر ته لنډه کتنه

د سولې په وړاندې د مخالفتونو او بېلا بېلو دریځونو سره سره، سوله په کور دننه د افغانانو او همداراز د پاکستان په ګډون د ټولې سیمې لپاره ورځنۍ اړتیا او کلکه غوښتنه ده. سوله غوښتونکي ځواکونه او ولسونه به بلاخره د جګړې پر دیوانو او دښمانانو غالب شي!

19.12.2015 16:55    |   سرلوڅ مرادزی ایا امریکا به داځل په ریښتیا پاکستان تر فشار لاندې ونیسي؟

پاکستان کې د ترهګرو د روزلو په دوام او د کړکېچ د نورو لاملونو په پراخ شتون سره، ګرانه ده چې د سولې د نږدې لید په اړه، افغانان یوازې د امریکايي چارواکو څرګندونو او د پاکستان بیا بیا ژمنو ته په تمه کښینی. دلته باید ټول هغه لاملونه چې په سرکې ورته اشاره وشوه د یوې ټولګې پتوګه ترپام لاندې وي او افغانستان نورې هغه لارې چې د سولې په راتلو کې مرسته کوي، تر لاس لاندې ولري. البته پر پاکستان د امریکا او انګریز ریښتینی فشاراو د خپلو ګټو پر بنست د پاکستان تمایل چې د ترهګرۍ په وړاندې خپله ستراتیژي بدله کړي، یوه استثنی ګڼل کېدای شي. خو د فشار په اړوند، په ډاډ سره ویلای شو چې تر اوسه پر پاکستان کوم اغیزمن فشار نه دی اچول شوی!

11.12.2015 11:30    |   سرلوڅ مرادزی پرکندهار برید، یا پر کنفرانس د ملنډو هڅه!

که څه هم د اسیا زړه هېوادونه د پاکستان د غوړو خبرو په ګډون، په کنفرانس کې د باثباته افغانستان غوښتنه کوي او ټول په ګډه د افغانستان د پرمختګ ژمنه کوي، خو که پاکستان په کور دننه د پخوا پشان ترهګر وپالي او دا ځل د داعش په نوم نوې پروژه هم ورزیاته کړي ( دا اوس په ننګرهار کې د پاکستان په ملاتړ او د هغو د موخو لپاره جنګیږي) اوهغه د افغانستان او سیمې په وړاندې وکاروي، نو افغانستان او سیمه به یوځل بیا د پاکستان په غوړو ژمنو تېروتلې او غولېدلې وي، چې هیله ده دا ځل داسې نه وي!

21.11.2015 12:43    |   سرلوڅ مرادزی د راحیل شریف سفر او د تروریزم نوې څپه

تروریزم ته د یوه خیالي دوښمن پتوګه د امریکا او د یوه ریښتني دوست پتوګه د پاکستان اړتیا ده او دا هغه شریک ټکی دی چې دواړه هېوادونه له پخوا ډېر سره نږدې کوي او یو له بله يي سره تړي!

14.11.2015 19:43    |   سرلوڅ مرادزی لاریون او د محقق غبرګون!

که افغانان په کور دننه د دولت پر محور او همدارنګه د سیمې هېوادونه د افغانستان پر محور په یوې اجماع سره، راټول نه شی او د داعش او نورو ترهګرو په وړاندې ټلواله جوړه نکړي؛ د فرصتونو له لاسه ورکول، غفلتونه او بې پلاني به د هرې ورځې په تېرېدو سره داعشي طاعون په هېواد او سیمه کې لا خپور کړي، هلته به بیا په ټولو ناوخته وي او هیڅ لاریون او د مرګ او ژوند نارې به يي مخه ونه شي نیولای او نه به ګټه ولري!