د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سرلوڅ مرادزی

23.10.2009 07:17    |   سرلوڅ مرادزی که لوېدیځ دویم پړاوکې عبدالله ټاکي ــ تجزیه به پلې کوي

که په نورو هېوادو کې د ټاکنوغځېدل دویم پړاو ته یوه دودیزه وي ، خو افغانستان کې چې نن ــ سبا له همدې ځایه د نړۍ راتلونکی برخلیک انځوریږي ، کېدی شي داسې پایلې ولري چې د ډېرو لپاره يي وړاندوینه او لرلېد په اوس شېبه کې ناشونې وي .

15.10.2009 06:32    |   سرلوڅ مرادزی فاسد دولت او ترهګر د یوې سکې دوه موخونه

که چیري ملاعمر ، ملاحقاني ، ملا انجینرګلبدین چې له دولته بهر دي ترهګر وي ، لکه څنګه چې دي ؛ په کوم دلیل بیا ، رباني ، سیاف ، ملا فهیم ، محقق ، خلیلي ، چکړي ، محسني ، مجددي ، ګیلاني ، عبدالله ، قانوني ، اسماعیل خان او په دوی پورې تړلي ولایتي بدماشان ، جګړه مار او ډاکوان لکه عطا محمدنور ، انوري او نور چې د کلونو راهیسې په دولت کې د ننه ځای په ځای دي ، ترهګر ونه بلل شي !

10.10.2009 09:48    |   سرلوڅ مرادزی د ۲۰۰۹ کال د شرارت جایزه باید پاکستان ته وړکړل شي

روان ۲۰۰۹ کال په افغانستان او لره پښتونخوا کې د تېرو کلونو په تويپر ، د تاوتریخوالي ، خونړۍ پېښو او سختو جګړو کال ګڼل کېدای شي . په دغو ټولو پېښو کې که یوخوا القاعده او ترهګر وتلې ونډه لري نو بلخوا د پاکستان پوځیان او ای ــ اس ــ ای د جګړې په سمبالتیا ، پلان او اداره کې د لمر پڅېر ښکاره ځای لري .

08.10.2009 09:42    |   سرلوڅ مرادزی پښتانه د عدم تشدد سرغندویان

د اکتوبر لومړۍ اونۍ کې د افغانسان ، پښتونستان او هندوستان یو شمېر استازي په پلازمېنه کابل کې سره جرګه شول ، ترڅو په سیمه کې يي چې د تاوتریخوالي ، شخړو او جګړو قرباني ده د عدم تشدد سیاست ته چې د نړیوال او سیمه یز دوښمن پلاس مړاوی شوی ، بیا نوې سا ورپوکړي . په غونډه کې د استازو په منځ کې د ټولې پښتونخوا او د سیمې د عدم تشدد د سترلارښود فخرافغان پاچاخان لمسی ، د عوامي نشنل پاټۍ مشر سفندیار ولی خان هم لېده کېده چې غونډې ته يي ځانګړی وزن او برم وربخښلی و .

01.10.2009 06:19    |   سرلوڅ مرادزی نظارشورا د چلوټو په معراج کې

دې ورځو کې چې د ټاکنو روستۍ او غوڅې پریکړې اعلانیږي ، په لږو ډېر توپير د ټاکنو ټولې جدي غاړې د ځان په ګته چنې وهي او نور ملامتوي ؛ خو د چنو ، چلوټو او درغلیو په سیالۍ کې هیڅ یو د نظار شورا تر مقام نه شي رسېدای او خپل او پردې ټول ورته ګوته په غاښ دي !

27.09.2009 09:44    |   سرلوڅ مرادزی ای اس ای د طالبانو په جامه کې

طالبان طالبان نشته ، دا د پاکستان خونړۍ ای اس ای ده چې د طالبانو په نوم يي څو مزدور او اجیر قصابان راټول کړي ، ترڅو د ډيورند پورې غاړه په افغانستان کې پرې د خپل تپل شوي حکومت د واکمنولو ، هند سره د کشمیر پرسر د ناندریو او په لره پښتونخوا کې پرې د پښتونستان غورځنګ د ځپلو کار واخلي .

11.09.2009 17:18    |   سرلوڅ مرادزی د کرزي وزیر اکبرخان ، مکناټن وخوت

هېوادوالو ته به یاد وي چي لږه موده وړاندې ، کرزي د بلخ والي عطا محمدنور ته د غازي وزیر محمداکبرخان د ویاړنې خورا لوړه رتبه ورکړې وه . د ویاړنې داسې لوړې رتبې يي ځیني نورو نااهلو کسانو ته هم د هېواد په نورو سیمو کې ورکړې دي !

26.08.2009 07:26    |   سرلوڅ مرادزی ښاغلي اشرف غني او د هغه پلویانو ته وړاندیز

خو کله چې موږ دلته د اپوزیشن خبره کوو ، هغه به د دولت پر وړاندې د سمون په موخه وي او په ملي ګټو به ډډه لګوي . موږ ته پکار ده همدا نن د ملي تشکل د بنسټ ډبره کېدو ، که د ټاکنو د وخت زوږ او لیوالتیا تېره شي بیا به ناوخته وي . موږ باید خپل امکانات په دې لارکې یوله بله ونه سپموو او په هېوادنۍ مینه ددغسې ګټور کار لپاره مټې رابډ وهو . د علمي تګلارو پلي کول ، ملي موخو ته رسېدل او هېواد د دیموکراسۍ په بهیر ورسمول ، د یوه غښتلي او پیاوړي ملي سازمان څخه پرته ناشوني دي .

02.08.2009 18:19    |   سرلوڅ مرادزی عبدالله : که بریالئ شم د ګورګین په لار ځم

26.07.2009 16:25    |   سرلوڅ مرادزی پکار ده چې کرزی د اشرف غني په ګټه تېر شي

24.07.2009 00:36    |   سرلوڅ مرادزی د پاکستان پرلپسې اعترافونه

12.07.2009 16:22    |   سرلوڅ مرادزی د پاکستان تاریخي او شرموونکئ اعتراف

د پاکستان د پوځ ویندوی جنرال اطهرعباس ، یو امریکايي تلویزیون سره خپله روستۍ مرکه کې د طالبانو د مشر ملا محمد عمر ، د اسلامي ګوند د مشر ګل بدین ، ملا جلال الدین حقاني او ملا نذیر سره د پاکستان د پوځ له اړیکو څخه پرده پورته کوي او په ډاګه اعتراف کوي چې داسې اړیکې شتون لري .

07.06.2009 13:15    |   سرلوڅ مرادزی لوېدیځ په پښتونخوا کې د ملت پالو پرځای ترهګر پياوړي کول

د جګړې روان ناورین چې نن سبا د لرې اوبرې پښتونخوا په سیمه تپل شوې ، ددې شاته د لوېدیځ د ځواکمنو دولتو لکه امریکا او انګریز او دهغو د استخباراتو لاس دئ .

16.05.2009 17:39    |   سرلوڅ مرادزی افغانستان باید له پاکستان څخه د جګړې تاوان وغواړي

د مۍ په ۱۲ مه ، د پاکستان دولتمشر ښاغلي اصف زرداري ، د امریکا د ان . بې . سي جالپاڼې سره په یوه مرکه کې په ډانګ پېيلې اعتراف کوي چې ، دا د پاکستان ای ــ اس ــ ای او د امریکې سي ــ ای ــ ائ وه چې په افغانستان او سیمه کې يي د خپلې واکمنۍ د بسیا او غځولو په موخه طالبان راوزیږول .

10.04.2009 19:08    |   سرلوڅ مرادزی کرزی د کارمل په پل روان دی !

د وري په ۲۰ مه له کابل څخه ، یو تن د خپلواک په نوم د اریانا افغانستان تلویزیون له لارې ښاغلي مسکینیار ته وویل چې هزاره ګانو د ریشخور ، د حربي پوهنتون او د کابل په سویل لویدیځ ، لویدیځ او شمال لویدیخ کې ټولې سیمې چې د دولت شتمنۍ وې د ولسي جرګې د غړی محقق او د ولسمشر د مرستیال خلیلي په مرسته او د ایران په زوره ( فشار ) یو په بل پسې ونېولې ، او له دې سر بېره د کابل په شاوخوا ټول هزاره ګان په مدرنو وسلو او تجهیزاتو سمبالیږي او د نا مالومې موخې او ورځې لپاره چمتو کیږي !؟

20.03.2009 11:43    |   مسعود سرلوڅ مرادزی وهابیان ښکاره وايي چې د رحمان بابا مزار دوی الوځولئ !

05.03.2009 22:50    |   مسعود سرلوڅ مرادزی د رحمان بابا پر مزار ګوزار پر ټولو پښتنو ګوزار دئ !

19.01.2009 20:15    |   سرلوڅ مرادزی اشرف غني احمدزی د هېواد وتلې ملي څېره

په امریکا کې د افغانستان اریانا تلویزیون چې د ښاغلي مسکینیار په مشرۍ چلیږي ، د جنورۍ په ۱۸ د هېواد د نامتو او وتلي ملې څېرې اشرف غني احمدزي سره یوه مرکه وکړه .

01.12.2008 22:05    |   مسعود سرلوڅ مرادزی پاکستان د سیمې د سرطان دانه

18.10.2008 14:12    |   سرلوڅ مرادزی اسفندیار ولي خان په سټوکهولم کې

د لرې پښتونخوا د فخر افغان پاچا خان د پښتني سترې کورنۍ او د ملي نیشنل عوامي پارټي نامتو مشر اسفندیارولي خان ، نن د جمعي په ورځ د ماپښین په څلورو بجو ، په سټوکهولم کې د مېشتو پښتنو سره د لېدنې په موخه د سوېډن هېواد ته راورسید .

26.08.2008 21:49    |   سرلوڅ مرادزی پښتانه باید ځانته یو پښتني مرکز اباد کړي

نن مې په ټول افغان بریښنا پاڼه کې ، د ښاغلي حیران افغان په نوم یوه لیکنه ، د پښتنو هلوکاست تر سرلیک لاندې ولوستله . د دې لیکنې په یوه برخه کې داسې راغلي « نړيوالو جلادانو ته عجیبه ارزانه او وړیا وسله په ګوتو ورغلی او هغه د پښتنو جهالت دی . پښتانه دنړۍ تر ټولو بې سواده او بې شعوره قوم دی ځکه د نړۍ تر ټولو لوی جنایت يعنې انسان وژنه ډېره کوي . ځکه خو نړیوال استکبار پښتون وژنه پخپله د پښتون په لاس کوي . »

09.08.2008 17:43    |   سرلوڅ مرادزی پښتو د افغانستان ملي او سراسري ژبه ده

ژبه ، لکه ګډ تاریخ ، ټاکلې جغرافیوي پولې او نور ملي ګډ دریځونه د یوه ملت د پېژندنې او ځانګړنې د بنسټ ډبره جوړوي . د افغانستان هر وګړئ چې ددې هېواد تابعیت ولري افغان ګڼل کیږي او په دې توګه د افغانستان په تابعیت سره د افغان ملت د یو وګړي ویاړ ترلاسه کوي .

08.07.2008 16:23    |   سرلوڅ مرادزی ای اس ای د تروریستانو په سر کې

د جولای په اوومه ، کابل کې د هند سفارت پر انګړ یرغل ، چې په هغه کې ۴۱ تنه د سفارت د څلورو دیپلوماتانو په ګډون ، افغان عام وګړي شهیدان او د ۱۵۰ تنو په شاوخوا کې ټپي شول ، چې په ټپیانو کې د لسو تنو ژوند تر خطر لاندې دئ ، پخپل ډول کې روستنۍ لویه تروریستي پېښه ګڼل کیږي .

26.06.2008 14:22    |   سرلوڅ مرادزی د امریکا دوه مخې لوبه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې کانډولیزارایس د جون په ۲۴ مه په یوه خبري مرکه کې ویلي چې د افغانستان له خوا دا ګواښ چې د پاکستان پولې څخه به په مخالفو جنګیالیو پسې پاکستان ته هم وراوړي پرځای خبره نه ده . رایس وايي « ښه لار يي دا ده چې دواړه هېوادونه دې پولې ته درناوئ ولري » . او نور هم زیاتوي « زه بیا هم ښه لار دا بولم چې دواړه حکومتونه دې په یوازې سر د خپلو ستونځو غم په خپله وخوري » .

18.06.2008 23:56    |   سرلوڅ مرادزی کرزي د افغان ملت د زړه خبرې وکړې

خبریالانو ته د جون په ۱۵ مه ، په افغانستان کې د تروریستي بریدونه په اړه چې د پاکستان د ځینو پوځي او استخباراتي کړیو په ملاتړ ترسره کیږي ، د ولسمشر کرزي څرګندونې د هېواد په دننه ، سیمه او نړیواله کچه له پراخ غبرګون سره مخ شوې .