د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سادات

21.01.2012 22:27    |   انجنیر سید احمد شاه سادات له افغانستان څخه د انسانانو قاچاق د کال ۱ بلین ډالرو ته ورسید

واشنګټن پوست د ننۍ ګنی په یو راپور کی راکاږی چه د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او د جرمونو نړیوال دفتر د احصایی پر اساس د افغانستنان او پاکستان څخه د افغانانو د قاچاق تجارت د کال یو بیلیون ډالرو ته رسیدلی دی.

08.01.2012 12:36    |   عاقله سادات وحدت الوجود او پښتو ادب

ددغو دوو سترو نظرونو بنسټ نقشبنديه طريقه ده، چې په دوو ذهني قطبونو ويشل شوي، چې دا دوه ستر عرفاني مكتبونه يو وحدت الوجود او بل وحدت الشهود دى. صوفيان وايي، چې وحدت الوجوديان د عاشقانه عرفاني ذهن په سمندر كې ډوب دي.1 لكه حنان باركزى چې وايي: د جنت معامله ته كوه ذاهده عاشق نه ګوري په عشق كې نږدې لرې

24.12.2011 16:19    |   ميرعنايت الله سادات دافغانستان دکولتور مخکښان

کله چې دافغانستان دژبې اوکولتور خبره رامنځ ته کیږي،نوورسره سم د«افغانی نويس» عبدالله نوم اوارزښتناکه کارونه مطرح کیږي. داستر میړه څوک و؟اوزموږکولتور اوادب ته يې کوم نوښتګر چوپړکړی دی؟که ددري اوپښتو ادب ددې استاد تلپاتې اثار نه وی،موږبه اړوی چې دکلموماناګانې،يوازې دنورودلغتنامو اوقاموسونو له لارېپدا کړو.ددغه رازشخصيتونو يادونه په واقعيت کې زموږ دملي کولتور ساتنه ده.

10.12.2011 11:07    |   انجنیر سید احمدشاه سادات په افغانستان کی د ګرځنده او سیمداره تیلیفونو مکالمو ته غوږ نیول

دا چه نن سبا په ګرده نړۍ کی دولتی قضایی او امنیتی ارګانونه د هر جرم او جنایت په څیړلو کی د تیلیفونی مکالمو او د تیلیفون کونکی او تیلیفون رسیدونکی د ټولو صوتی او ډاټا (مسیجونه) ریکارډ په اول قدم کی ګوری او نړیوال د دغه سیستمونو سره چه لاوفول انټرسیپت ورته وایی کافی اشنایی لری، نو له همدی کبله می وپتیله چه خپلو هیوادوالو ته هم ددغه سیستم په هکله یو څه نا څه معلومات وړاندی کړم.

07.12.2011 20:17    |   انجنیر سید احمدشاه سادات آصف علی زرداری استعفا ته مجبور کړل شو

د میامی هیرلډ او ځینو نورو نړیوالو سرچینو پر اساس داسی نښی او ګنګسی شته چه د پاکستان ولسمشر اصف علی د پاکستان د فوځ لخوا د لا زیات فشارونو له وجی استعفا ورکړی.

27.11.2011 19:21    |   میوندسادات ارواښادرئیس الوزراءملامحمدرباني

ارواښاد رئیس الوزارء ملامحمد رباني (رح)دالحاج ملاامیرمحمد زوي دنیک محمد لمسی په ۱۳۷۷هجری قمري کال دکندهارولایت په مركزکي په یوه علمي اوجهادي کورنۍ کي دې فاني دنیاته سترګي پرانستلي دي . دمرحوم ملامحمد رباني والد صاحب دکندهار ولایت د علماو و اومنورینوله جملې څخه دیوه فاضل اومتقي شخصيت په حیث دخلګوپه منځ کې شهرت درلود؛ نوموړي د خپلو اولادونوپه ځانګړې توګه د«ملامحمدرباني » دعلمي اوجهادي روزني په هکله ډیراهتمام کاوه .

26.11.2011 00:18    |   انجنیر سید احمدشاه سادات افغانستان به هم فضا ته مصنوعی سپوږمي ولیږی

خو چه کوم هیواد رانه په غلا اشغال کړی نه وی. خصوصآ زمونږ ګاونډیو هیوادونو!! داسی هم شوی دی چه د یو هیواد په فضا کی ځای بل هیواد اشغال کړی دی او چه کله پری د اشغال شوی هیواد وګړی اګاه شول نو بیرته یی تری واخیست.

22.11.2011 15:59    |   خپلواک سادات د باستان ښار او د سیونو ورک کلتور

د باستان (تاریخي) ښار او ۳۹ شمېرې ورک او بې مانا کلتور

29.10.2011 14:22    |   انجنر سید احمدشاه سادات افغانستان لپاره نوی وسله چې هم راکټ او هم الوتکه

سویچیبل یعنی د یو شی نه چه بل شی ته تغیر وکړی. چه دلته یی مطلب میزایل وی په الوتکه بدل شی او بيا بیرته په میزایل بدل شی.

28.10.2011 22:54    |   انجنر سید احمدشاه سادات د افغانستان د طبیعی زیرمو قراردادونه چین او هند ته ورکول کیږی

د افغانستان د طبیعی زیرمو د استخراج په هکله مو د معدن او صنایعو له وزارته واوریدل چه دحاجیګک د اوسپنی کان به هند او د آمو د دریاب تر غاړی د تیلو د استخراج قرارداد به د چین هیواد ته ورکړل شی.

22.10.2011 16:33    |   میوندسادات پرافغانستان دطالبانوواکمنۍ ته لنډه کتنه

بسم الله الرحمن الرحیم .كله چي دافغان مظلوم خوغیورملت دڅه باندي یوې لسیزي سپېڅلي اوبرحقي مبارزې په پایله کي دوارسابلاك نسكورسواو۱۹۹۲زداپریل په میاشت کي یې په کابل کي لاسپوڅی رژیم هم وشوړید،نوپه خلګوکي یې دخپلواکۍ ،امنیت ،پرمختګ او اسلامي واکمنۍ مړاوي هیلي یوواربیاراتازه کړې ،مګربدبختانه چي دافغان مسلمان مجاهد ولس دهیلواوارمانونوپرخلاف دځينو جاه طلبوجهادي عناصرواوتنظيمونوترمنځ دګاونډيانواونړيوالوپه لمسون اوسازش دچوكۍ پرسرداسي خونړۍ شخړي پيل سوې چي دكابل ښايسته ښار یې په كنډواله بدل كړاو يوازي پدې ښار كي يې شپېته زره (۶۰۰۰۰)ولسي هيوادوال شهيدان كړل . دهيوادپه كچه دعامه تاسيساتوورانول ،دملي اوشخصي شتمنيوچوراوتالان اوپرملي نواميسو اواسلامي ارزښتونوتېريودورځنيوعادي پيښوبڼه غوره كړه .دغه رازهيواد ته تازه راستانه سوي مهاجرين يې يووابياګډوالۍ ته اړايستل .خورښتينومجاهدينوديادوناخوالودختمېدپه مقصددجګړه ماروډلوترمنځ دسولي ډېري هڅي وكړې ولي متأسفانه بريالي نه سول . نو دصحنې څخه وتل اوپه ورځنيوچاروبوختیدل یې غوره وبلل .

19.10.2011 23:19    |   انجنیر سید احمدشاه سادات شتمن هیواد او په غربت کی ژوندون

ویل کیږی چه د ۱۹۳۹ میلادی کلونو څخه وړاندی به کله چه د افغانستان، پاکستان، ایران او نژدی پراته سیمو خلک عربی خاوری ته د حج د مقدسی فریضی د اداکولو لپاره ورتلل نو په واپسئ کی به یی د سختی ګرمئ، د خشکئ او د عربو د غربت کیسی کولی.

15.10.2011 23:04    |   انجنر سید احمدشاه سادات افغانستان د ۲۰۱۴عیسوی کال څخه وروسته د وی ای ټی مالیه ټولوی

لکه څرنګه چه د افغانستان داخلی عواید د هیواد کلنئ بودیجی مصارفو لپاره کافی نه دی او نړیواله ټولنه هم ورځ تر بلی دغه د افغانستان اقتصادی دروند پیټی په خپلو اوږو نور نشی پر مخ وړلای، نو له همدی کبله نړیواله ټولنه پدی کوښښ کی ده چه څنګه او څومره چه زر کیدای شی چه ددغه هیواد عواید زیات کړی چه تر څو د ۲۰۱۴ کال نه وروسته افغانستان د مصارفو بودیجه پخپله د کورنی عوایدو څخه پوره کړی.

12.10.2011 18:20    |   انجنر سید احمدشاه سادات د افغانستان بانک پخوانی ریس ووژل شو

د افغانستان بانک پخوانی ریس میر نجیبالله سادات ساهو د امریکی د سندیاګو په لاجولا شار کی د ۶۸ کالو په عمر ووژل شو. نوموړی د ۱۹۹۲ کال را پدی خوا په ا مریکا کی ژوند کاوه. پدی نژدی موده کی ښاغلی ساهو د تیکسی دریوری دنده اجرا کوله او کله نا کله به د مسکینیار اریانا تلوزیون کی د حقایقو د لټون په پروګرام کی برخه اخیسته.

11.10.2011 22:12    |   انجنر سید احمدشاه سادات د ډرون په بی بیلوټه الوتکو د وایرس حمله

د نړۍ تر ټولو په مخ وړاندی ټیکنالوژئ سمبال بی بیلوټه الوتکو (ډرن) کامپیوټرونه هم د وایرس څخه په امن نه دی. دوی اونئ وړاندی په دغه کامپیوټرونو د وایرس حمله شوی ده. د امریکی فوځ وایی چه تر اوسه دوی نه پوهیږی چه دغه حمله یو تصادف دی او که قصداً شوی ده.

08.10.2011 17:38    |   انجنر سید احمدشاه سادات افغانستان لپاره نوی بی پیلوټه کارګو هیلی کاپټری

پدی کی هیځ شک نشته چه زمونږ ګران هیواد د تاریخ په اږدو کی د لویو قدرتوتو د جنګ میدان ګرځیدلی دی. او په دوران دجنګونو کی مختلف قسمه اسلحی او وسایل پدی خاوره امتحان شوی او استعمال شوی دی. دغه دی یو ځل بیا د نظامی اکمالاتو په خاطر او د سړک د غاړی د بمونو د تلفاتو د کمښت لپاره د امریکی حکومت د یو داسی بی پیلوټه کارګو هیلی کاپتر په را وستو اقدام کړی، چه دغه هیلی کاپټر کولای شی ۳۵۰۰ ټنه اجناس پورته او مطلوب ځای ته یی انتقال کړی.

05.10.2011 17:28    |   انجنر سید احمدشاه سادات د افغانستان د مینرالونو کشف شوی زیرمی

پدی کی هیڅ شک نشته چه زموږ ګران هیواد د مینرالو څخه یو غنی هیواد دی. پدی لړ کی روسی، اروپایی او امریکایی ځمکپوهانو د افغانستان د مینرالو د زیرمود موندلو لپاره څیړنی کړی دی. اوس خبره دلته ده چه ایا کوم مینرال او په کوم ځای کی موقعیت لری. نو همدی لپاره ګرانو هیوادوالو ته یو لست په لاندی ډول وړاندی کوم.

02.10.2011 11:46    |   انجنر سید احمد شاه سادات نوی زیرمه او د منرالو په قطار کې شپږم مقام

جیا لوژستانو په افغانستان کی د یو ملیون متری ټن په اندازه نا اشنا مینیرال کشف کړل: په افغانستان کی ځمکی پوهانو د یو ملیون متری ټن په اندازه داسی مینیرال کشف کړل چه په عصری تکنالوژۍ کی ورڅحه استفاده کیږی. دغه مینیرال چه لنتانیوم، سیریوم او نیوډیمیوم نومیږی د افغانستان په جنوبی سرحدی سیمه کی کشف شول. د ساینتیفیک امیریکا ټکی کام د سیړنی پر اساس د دغه یوځایی موندنی سره به افغانستان د نړۍ د نا اشنا مینیرالو په لست کی شپږم مقام وګټی. امریکایی جیالوژی سیړونکی پدی عقیده دی چه دغه مینیرال چه د عصری تکنالوژۍ په تولیداتو کی ورڅخه استفاده کیږی د موجوده ضرورتونو پر اساس د تولی نړی لپاره د لسو کلونو لپاره کافی دې. څیړونکی اضافه کوی چه شاید دغه کانونه د ملیون متری ټن څخه هم زیات منیرال ولری. د افغانستان د مینیرالونو په اړه د یو اس جی اس لخوا دوه زره ورقی راپور د امریکا سفارت ته د سپتمبر په ۲۹ په ۲۰۱۱ کی وړاندی شو چه مشتمل د دغی نوی مینیرالو د کشفیاتو هم دی.

20.06.2011 21:02    |   خپلواک سادات ژړغونی ګل

مونږ به تل د هر سپرلي په پیل کې د غره لمنې ته د سپرلنۍ میلې لپاره تلو. دا ورځ به مو د سپوږمۍ د څوارلسمۍ شپې په سبا ورځ وه، چې کله به سپوږمۍ د څوارلسو شپو شوه نو د هغې سبا ورځ به کله د سپرلي په دوهمه او یا هم دریمه اونۍ کې وه. دغه د میلې ورځ به مونږ ټوله د غره په لویه لمنه کې د وړو غونډیو شاوخوا تېروله، د غره په لمن کې به مو د یوې ورځې میلې لپاره حلواګانې او نورې کټوۍ پخولې او د ډوډۍ خوړلو په وخت به مو خپلې کاسې له نورو سره یو ځای شریکولې، هلته به مو د ماسپښین او مازدیګر لمنځونه په جمع ادا کول کوچنیانو به د ښځینه و تر څنګ لوبې کولې او .......

12.06.2011 13:28    |   خپلواک سادات غزل

سلامونه او پېرزویېنې ستاسو لوړ ځای ته. یو غزل مو حضور ته دراستوم، هیله ده خپول یې کړﺉ. مننه

19.12.2010 12:40    |   سادات کاموال مولانا معنوي د قضاوت په تله کې

ګرانو لوستونکو تاسو به د ټاکنو د روانې لانجې او کړکېچ په اړه ښه خبر یاست ، دا چې څنګه او ولې ټاکنې په افغانستان کې د دومره لویې بدنامۍ او رسوایۍ پړاو ته چا ورسولې ؟ چا عام افغان ولس د ټاکنو څخه متنفر او ناراضي کړ ؟ یا دا چې ولې د ولسي جرګې جوړښت د قانوني پوښتنې لاندې راغی او یا دا چې ولسي جر ګې ته دعدم مشروعیت جامه چا ورواغوستله غواړم د پورته کړنو د مسول شخص له څېرې څخه پرده پورته کړم چې د خپل خدای په وړاندې ایماني مسولیت لرم او د مظلوم افغان ولس په وړاندې یو څه رڼا واچوم.

13.10.2010 19:50    |   سیدخالد سادات دا خپل لیاقت راته سور اور شو

دا چې زده کړه دهرانسان طبیعي حق دی او په دې لاره کې هیڅو ک ددې صلاحیت نه لري چې یو انسان بل انسان د خپل حق یعني د لوړو زده کړو څخه محروم کړي. د بشر دحقونو نړیواله اعلامیه هم وایي چې زده کړه کول دهر انسان حق دی او باید زده کړه وکړي.

13.10.2010 10:31    |   سيدخالد سادات د ننګرهار پوهنتون دمحصیلینو اعلامیه

څه موده وړاندې خبر شو د افغانستان یو ممتاز او فعال محصل چې دهندوستان دپونې په ښارکې د ماسترۍ په زده کړه بوخت و د هندي امنیتي ځواکونو له لوري ورته دشړلو امر شوی چې باید د روان کال د اکتوبر د پنځلسمې نیټې پورې د هندوستان خاوره پریږدي.

14.09.2010 00:04    |   سیدخالد سادات د امریکا ګونګه سټراټیژي

افغانستان تل دپردیو د ستراتیژیو او پلانونو ښکار ګرځیدلی، له بده مرغه افغانستان او س د پردیو د ستراتیژۍ لابراتوار ګرځیدلی، اجنبیان د افغانستان د خاورې څخه د خپلې سټراټیژۍ د ټسټر په توګه استفاده کوي . د افغانستان د اوسنۍ زمانې اصلي مدعی امریکا په دې وروستیو کې خپله ستراتیژی افغانستان ته ډالۍ کړه. دا چې افغانانو څومره هیلې درلودې چې نړیواله ټولنه به واقعاً اوس په دې پو هه شوې وي چې دافغانستان ستونزه څرنګه حل کاندی او افغانستان له اوسني کړکیچ څخه وژغوري مګر د ښاغلي اوباما نوې ستراتیژ ۍ هر څه په سیند لاهو کړل.

24.08.2010 19:43    |   سید خالد سادات افغاني سفارت د اخلاقي مافیاپه منګولو کې

څه موده وړاندې د ټول افغان له لارې په واشنګټن کې د افغان سفیر سید طيب جواد یو څو تصویرونه خپاره شول . د ښاغلي سفیر تصویرونه واقعاّ د افغانانو لپاره زړه بوږنونکي وه ځکه چې په تصویرونوکې د سفیر صاحب میرمن داسې جامې په تن کړې وې چې افغاني تاریخ کې به چانه وي اغوستي.