د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

زلفانه

07.10.2016 22:52    |   زلفانه د هيلو هديره

هیڅ کله مو پر شنه اسمان د هیلو لمر را ونه خوت، تل پرې ورېځو خپله غېږ تاو کړې وي، د ژوند هیلې مې د خزاني شوې پاڼې په څېر د هیلو له خاښ څخه راپرېوتلې او د نفرت سیلۍ په مخه کړې دي، هره شېبه د وخت جابر زموږ د هیلو په لو پسې د رمبې لور رااخیستی وي. زموږ له شونډو د مینې موسکا مروره ده، کلونه کېږي، چې خوښۍ راپېښه کړې نه ده، د نفرت بلاوو بچي راوړي دي، د مینې او هیلې استازي یې له کلي شړلي دي، د ژوند په روښانه لار یې د تیارو سپاهیان کېنولي او د رڼاګانو قاصدان د مینې په تور سنګساروي

12.03.2016 12:18    |   زلفانه وړوکي رقيه

ښايي په هره ټولنه کې ستونزې او ننګونې وي، خو په افغاني ټولنه کې بیا د ستونزو ګراف دومره لوړ دی، چې د څه ليکلو لپاره قلم اخلي، نو د خپلو اوښکو په بدرګه به ليکنه سرته رسوي. دا چې ولې موږ د ستونزو قرباني يوو؟ ولې د رڼا په لټه له تيارو سره غېږ په غېږ يو، د منزل پوړۍ ته د پورته کېدو په هيله غورځېدلي او پرځېدلي يو.