د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

روښان ستانکزی

27.05.2015 11:26    |   روښان ستانکزی چوکۍ پرې باندې وزيره ترې لاندې

پښتانه له ډول ډول محروميتونو سره لاس او ګرېوان وو او دي. خو له ټولو نه ستر محروميت يې له زده کړو څخه محروميت دی. دوی له ډېر پخوا راهیسې له دې بد مرغۍ کړيږي. روسانو د يو ميليون پښتنو د وژلو هوډ کړی و، خو خبره ترې نږدې دوو ميليونو ته ورسېده. له دې سره به څومره کورنۍ بې سرپرسته شوې وي، څومره ماشومان به له زده کړو څخه بې برخې شوي وي او څومره نورې ناخوالې به يې زيږولې وي. له زده کړو څخه د پښتنو د محروميت يو عمده لامل چې هېڅ تاريخي سابقه نه لري او په بل هېڅ ځای نه دی تکرار شوی، د ښوونځيو سوځول دي. مجاهدينو په دې پلمه چې په ښوونځيو کې کمونیستي ايډيالوژۍ ته تبلیغ او کار کېږي او تنکي ځوانان ورته جذبيږي، د تاريخ نوی باب پرانيست. که څه هم د مجاهدينو په باور دوی ښوونځي له مجبوریته سوځول، ځکه ښوونځي د ځوانانو د بې لارۍ په مرکزونو بدل شوي وو، خو له دې کار څخه د انګرېز پنجابي بچي ډېر خوند اخيسته. د افغان ښوونځي د سوځولو د پورتنۍ انګېزې ترڅنګ، د جهادي تنظيمونو ډېری قومندانانو له ای اېس ای سره نېغه اړيکه لرله او ورته حال د طالب جان لالا هم دی. ای اېس ای به چې هر څه ورته ويل، قومندانانو به منل. که به يې نه منل نو نه يوازې پیسې به يې نه ورکولې، بلکې ژوند به يې هم په خطر کې. له طالب سره هم ورته معامله روانه ده. دا اوس چې د استاد سیاف د ژبې بند نه نيول کېږي، لامل يې دا دی چې ده ته تېرې ترخې خاطرې ورياديږي، هغه خاطرې چې دی او د ده قومندانان به ای اېس ای غولول، ښوونځي به يې پرې سوځول او ملي بنسټونه به يې پرې نړول.

27.08.2014 18:12    |   روښان ستانکزی د ضوابطو که د روابطو وزارت؟

په معارف وزارت کې موجود فساد ښاغلي ډاکټر فاروق وردګ ته منسوبیږي؟ دا هغه پوښتنه ده چې ښاغلي علي خوشال د لوستونکو پر وړاندې اېښې وه. دا پوښتنه دوه معناوې ورکوي، يوه دا چې په معارف وزارت کې فساد شته. څېړنې او سروې ګانې هم جوتوي چې د افغانستان په قضايي او عدلي او همدا راز په پوهنې وزارت کې ډېر فساد دی. د پوښتنې بله معنا دا ده چې ايا دغه فساد وزیر ته منسوبيږي؟ هو، ځکه دا يو عام مفهوم دی چې مشر له کشر څخه پوښتنه کوي، وزارت خو پرېږده که په يو کور کې هم داسې ونشي، نو په دې پوه شه چې د هغه کور بېړه غرقه ده. که داسې نه وي نو بيا د دې معنا چې دا