د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

روح ا لأمین( حسن)

13.10.2015 10:14    |   روح ا لأمین( حسن) سیاسي ترهګري

سیاسي ترهګري؛ چې د( Political Terrorism‌) او( الإرهاب السیاسي ) په نومونو هم یادیږي د ترهګرۍ Terrorism) )یو ډول ګڼل کیږي. مخکې لدې چې دې موضوع ته ورننوځو، غوره ده چې د ترهګرۍ تعریف له ځان سره ولرو. 
د ژبنیز اړخه؛ ترهه( ارهاب ) یا( Terror) ویرې، ډار او ناارامۍ ته ویل کیږي. که دا ویره، ډار او ناارامي، هر ډول وي. که فزیکی وي او که معنوي. 
له فني اړخه ترهګري( Terrorism)دیته وايي چې؛ يو څوک یا یوه ډله د خپلو ځانګړو موخو لپاره په ټولنه کې په فردي یا اجتماعي ډول؛ ویره، ډار او ناارامي رامنځ ته کړي چې د نظام د ګډوډۍ لامل شي. او ترهګر پکې خپلو موخو ته ورسیږي.
د سیاسي ترهګرۍ موخه سیاسي وي. د ترهګرۍ او ډار له لارې د خلکو په فکرونو کارکول او بیا یې د ځان په

30.05.2015 23:05    |   روح ا لأمین( حسن) ځیږ سړی، پیکه کارونه او ناسم انتقادونه

څو ورځې وړاندی د کابل پوهنتون استاذ، د تیرې لویې جرګې او تیر حکومت د امنیت شورا غړې. او د اوسني ملي تحریک او ژوندون تلویزیون بنسټګر محمد اسماعیل( یون)صیب په ټوله کې د اوسني حکومت او په ځانګړي ډول د ولسمشر په تړاو د( غوڅ سړی او پڅ کارونه) تر سرلیک لاندې لیکنه کړې چې په رسنیو کې خپره او د ولس ذهنونو ته رسیدلې چې ما هم سر تر پایه ښه په غور ولوسته او ومې غوښتل چې په تړاو یې زه دا لیکنه وکړم.