د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند

20.09.2015 11:17    |   دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند دپروفیسر جهانزیب نیاز په مړینه د غمرازۍ پیغام

د باچا خان بابا دعدم تشدد خدایي خدمتګارو دغورځنګ فعال غړی، د پښتو ژبې نامتولیکوال، شاعر، ادیب، سیاستوال ،دغني خان د ادبي او تحقیقي جرګې بنسټ ایښودونکی ، د پښتو عالمي کانګرس مشر ،ددستار پښتو مجلې چیف ایډیټر، دپيښور پوهنتون د پښتو ډیپارټمنټ پخوانی چئیرمین دخان عبدالغفار خان ( فخر افغان / باچا خان بابا) خوریی او د اسفندیار ولي خان سکه ماما پروفیسر جهانزیب نیاز د روان ۲۰۱۵ ع کال د سپټمبر د میاشتې په اتلسمه نېټه د جمعې په ورځ د ورپیښې ناروغۍ له امله د 88 کالو په عمر له دې فاني نړۍ څخه د تل لپاره سترګي پټې کړې .

09.03.2014 23:39    |   دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند جرمني: د پوهنیز (علمي) سېمینار راپور

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند چې د ټولو پښتنو شریک قامي سنګر دی، په1993 ع کال کې د نوامبر په دولسمه نېټه په یوه غټه تاریخي غونډه کې د ډیورنډ کرښې توافق لیک په رسمي توګه د تل لپاره لغوه اعلان کړ اود نوامبر دولسمه نېټه ئې د پښتنو د يووالي د ورځې په نامه ونوموله او له ۱۹۹۳ ع کال د نوامبر د دولسمې نېټې راهیسې هر کال د پښتنو د يووالي ورځ په بیلابیلو بڼو،بیلابیلو ځایونو اوبیلابیلو وختونو کې نمانځي.