د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغان کلتوري ټولنه جرګه

05.10.2016 10:16    |   د افغان کلتوري ټولنه جرګه د ښوونکي د نړیوالې ورځې په ویاړ د افغان کلتوري ټولنو ګډې جرګې مطبوعاتي اعلامیه!

د افغان کلتوري ټولنو ګډه جرګه د هېواد ټولو ښوونکو ته د ښوونکي د نړیوالې ورځې مبارکي وایي. ښوونکي د وګړو او بشري ټولنو روزونکي دي،په ټولنه کې ځانګړی ځای او ارزښت لري، ځکه ښوونکي د پوهې چینې او د رڼا ډیوې دي، د زړونو او ذهنونو د روڼولو ډیوې، هغه ډیوې چې د انساني او باعزته ژوند لارې او لوري راته روښانوي. د همدوی د هلوځلو، لارښوونو او سپارښتنو له برکته وګړي د نړۍ په ګوټ ګوټ کې پرېمانه لاسته راوړنې او پرمختګونه لري. 

01.10.2016 21:02    |   د افغان کلتوري ټولنه جرګه د سولې په هکله د افغان کلتوري ټولنو ګډې جرګې اعلامیه

ویاړمن افغانستان او مظلوم، خو باشهامته افغان ولس له درې لسیزو زیات د جګړو په اور کې سوزېږي. د ماشومانو، ښځو، لویانو او ځوانانو وینه یې په بیرحمۍ تویېږی او خاوره یې د لویو لوبو ښکارشوې ده. د افغان کلتوري ټولنو ګډې جرګې له سلګونو افغانانو چې پوهان، علمي او فرهنګي شخصیتونه ، قومي مشران او د ښځو او ځوانانو استازي پکې شامل وو، د سلا او مشورو په نتیجه کې د سولې په حیاتي اړتیا او له جګړې څخه په کرکه او مخالفت هوکړې ته ورسېدل او لاندې پرېکړه لیک یې صادر کړ: