د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خوشحال آصفي

12.12.2015 13:58    |   خوشحال آصفي متفکر يو ځل بيا تير ووت..!

غني د مشهور متل په خلاف چې وايی : ازمويل شوي ازمويل لويه خطا ده؛ ازمويل شوی پاکستان ازموي...! د يو جنګ ځپلي هيواد سوله دوه اړخونه لري، يو يي کورنی اړخ وي او بل يی بهرنی اړخ. په کورني اړخ کې له تير یا موجوده حکومت څخه بيزاره، بده خاطره لرونکي، واټن اخيستی او ګیله من خلک راځي چې په بیلابیلو پلمو د وخت حکومت؛ یا په خپله او یا هم د خپل بهرني ستراتيژیک دوست په لاس کړولي او ځورولي وي. ددوي حقونه د موجوده يا تير حکومت د چارواکو او زورواکو تر پښو لاندې کړی وي او په همدې دليل د حکومت او ددوي تر منځ واټن رامنځته شوی وي چې ځينې يي بيا د حکومت له مخالفانو سره لاس یو کوي.

05.12.2015 11:43    |   خوشحال آصفي متفکر د کډوالو په زخمونو مالګې اچوي

د ګډ حکومت مشر؛ غني اروپا ته د خپل وروستي سفر په ترڅ کې یوې بهرنۍ رسنۍ سره؛ اروپا ته د افغان کډوالو د تلونکې څپې اړوند مرکه کړې ده. په یاده مرکه که غني یو ځل بيا په اروپا کې د افغان کډوالو په زخمونو د مرهم پټۍ پر ځای مالګې دوړولي دي. غني په دې مرکه کې ويلي : دا چې افغانان په خپل «هیواد کې وساتل شي، دريو شیانو ته اړتیا ده: لومړی دا چې هغوی کار ته اړتیا لري. دوهمه دا چې هغوی مسلکي زده کړو ته اړتیا لري، څو دندې ولري او دریم هغوی استوگنځایونو ته اړتیا لري.» د ولسمشر غني په خبره آلمان په دغو ټولو برخو کې مرسته کولای شي او زياتوي چې «د آلمان مرستې ۳۰ میلیونه خلکو ته متوجې دي، نه ۳۰ زرو ته.»

22.11.2015 12:35    |   خوشحال آصفي ګروه خاکستري؛ د نظام د سقوط په هڅه کې

د کندوز ښار د تلې یا میزان په اوومه نېټه وسله والو طالبانو د لنډې مودې لپاره ونیوه. د کندز له سقوطه وروسته افغان دولت بیا په دې وتوانیده چې له دریو ورځو جګړې وروسته یاد ښار تر خپلې ولکې لاندې راولي. د یاد ښار د سقوط پر اساس افغان دولت په کور دننه او بهر له یو شمیر غبرګونونو سره مخ شو چې بیا د یادې مسالې د څیړلو لپاره یې د امرالله صالح او فاروق وردګ په مشرۍ د حقیقت موندنې کمیسیون وټاکه څو معلوم کړي؛ په یاده پيښه کې څوک پړ او ملامت دی. اوس یاد کمیسیون له ځنډ وروسته تیره ورځ خپل دوه سوه مخیز راپور ولسمشر ته وړاندې او ځینې معلومات له رسنیو سره شریک کړل.

08.11.2015 12:08    |   خوشحال آصفي د ګډ حکومت تش شعارونه

ناامني، فقر او غریبي، بیکاري او د دا شان ځینې نورو لاملونو له کبله افغان ځوانان خپل هیواد پریږدي او کډوالۍ ته مخ کوي. تر سختو لارو وروسته هغوی اروپا او یا د نړۍ نورو هیوادو ته رسیږي او هلته له نوو ستونزو سره مخامخیږي. . په روان کال کې په زرونو ځوانانو اروپايي هیوادونو ته د رسیدو په موخه خپل هیواد پریښی دی. اوس څپه پر څپه افغان کډوال مخ پر اروپا شویدي ډیری یی په لارو کې د سختیو او کړاوونو قرباني کیږي.

27.06.2015 12:57    |   خوشحال آصفي د نړیوالو اختلافاتو حل او فصل

د جګړې په اړه د اختلافاتو حل او فصل له بیلابیلو لارو په ګټې اخیستنې سره کیږي. جګړه ممکن په څو لارو پای ومومي. لومړی؛ د یو لوري د ماتیدلو او په مات شوي لوري د یو لړ قراردادونو د تحمیلوو په صورت کې.