د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خوشحال آصفي

30.03.2016 08:23    |   خوشحال آصفي که شرم پيژنې؛ نور وشرمېږه ..!

که څه هم د تاريخ په اوږدو کې پاکستان د افغان دولت د سیاست په سر کې ځای درلودلی او ورته بیلابیل یو طرفه امتیازات ورکړ شوي دي خو پاکستان د دوست او ګاونډي په څېره کې هغه دښمن ثابت شوی چې تر ننه یې افغان دولت او ولس له شره په امان کې نه دی. تل يي افغانستان په ورانۍ، بربادۍ، جنګ، ورور وژنې، بې اتفاقۍ، بې تعلیمۍ او دلته د جګړې د اور په تود

19.03.2016 22:47    |   خوشحال آصفي نوی کال، زوړ ناورين

په يوه کال کې د اووه سري حکومت اووه شرمناکې کړنې که څه هم د ګډ حکومت زعيمانو ولسمشر غني او اجرايه رييس عبدالله عبدالله د کار په لومړۍ ورځ د قسم خوړلو (سوګند يا تحليف) څخه پنځلس دقيقې وروسته؛ خپل خوړل شوی قسم مات کړ او د اجرايه ریاست د څوکۍ په رامنځته کولو يي د قانون له سرو کرښو پښه واړوله، چې د ډيری شنونکو په باور د افغانستان د اوسنيو بدبختيو سرچينه همدا د اجرايه ریاست غير قانوني څوکۍ ده؛ چې د واک د پنځوس ــ پنځوس ويش له امله د حکومت په راس کې دوه آمران يي وزيږول او په دې ترتيب د نظر اختلاف ته زمينه برابره شوه. خو که د اشرف غني او عبدالله تر منځ د ګډ حکومت د تير ۱۳۹۴ کال سياسي، اقتصادي او نظامي بهير ته وګورو نو په کې څو درجنه نيمګړتياوې او ناورينونه تر سترګو کيږي.

16.03.2016 12:37    |   خوشحال آصفي د غني ستراتيژيکه حوصله او د منصور چمتووالی

د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني وايي، په افغانستان کې د جګړې سيمه ييزو او نړيوالو اړخونو د سولې لړۍ پېچلې کړې او بشپړ دقت ته اړتيا لري. غني تيره ورځ د ناټو له عمومي منشي سره په گډ خبري کانفرانس کې وويل: « سوله د خلکو غوښتنه ده، خو اساسي خبره د سولې دوام دی او سوله ستراتيژيکه حوصله غواړي ». د افغان سولې پروسې د پايلو په اړه ولسمشر غني په داسې مهال له د ستراتيژيکې حوصلې غوښتنه کوي، چې ويل کېږي، پاکستان پر طالبانو له فشار راوړو سره هغوی حکومت سره خبرو کولو ته تيار نه کړای شول. وروستي راپورونه وايي، چې طالبانو په دې اړه د پاکستان غوښتنې رد کړې دي او يو ځل بيا يي د ملي يووالي حکومت سره نېغ په نېغه خبرو ته خپل شرطونه ايښي دي.

12.03.2016 12:23    |   خوشحال آصفي تر ګواښ لاندې کنړ او د حکومت مرګونی سکوت

په داسې حال کې چې پاکستاني ځواکونو په تېرو څو کلونو کې د کونړ ولایت پر سرحدي ولسوالیو په زرګونو توغندي ورولي او له کبله یې په سلګونو ملکي وګړيو ته مرګ ژوبله اوښتې او همداراز په سلګونو کورنۍ د کورونو پرېښودو ته اړې شوې؛ په وروستيو کې راپورونه وايي چې پاکستاني څرخکو څو ورځې وړاندې په کونړ ولایت کې څو سیمې بمباري کړې. د کونړ اوسېدونکي او د دانګام ولسوال وايي چې پاکستاني الوتکو دوه ځلي دا ولسوالي بمباري کړه. بل پلو ويل کيږي چې پاکستاني ځانګړي ځواکونو او هليکوپترو د هرات ولايت په شينډنډ ولسوالۍ کې عمليات کړي دي. د کابل پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي چې دا خبر د ملي امنيت شورا هم تاييد کړې او ويلي يي دي، چې د پاکستان سپيشل فورس او هليکوپترې په شينډنډ کې تر عملياتو وروسته بيرته تللې دي.

06.03.2016 12:21    |   خوشحال آصفي پر ځای اعتراف؛ خو د څه لپاره؟

په داسې حال كې چې په پام كې ده د روانې ميلادي مياشتې (مارچ) په نيمايي كې د افغانستان، پاكستان، امريكا متحده ايالاتو او چين د استازو په ګډون څلوراړخيزه غونډه کې له وسله والو طالبانو سره مخامخ خبرې وشي؛ پاکستان په رسمي ډول په هغه څه اعتراف کړی چې له پخوا وختونو څخه پرې د افغان حکومت، شنونکو او خلکو تور پورې کاوه.

01.03.2016 10:22    |   خوشحال آصفي څوک؛ څوک دی او څوک نه دی؟

د ځمکې پر مخ هر انسان يو ځانګړی شخصيت لري. د اروا پوهنې له اړخه شخصيت بيلابيل تعريفونه لري. د هارورډ پوهنتون ښوونکی (Gordon Allport) هغه څوک دی چې په ارواپوهنه کې يې د Personality (شخصيت) اصطلاح شامله کړه. نوموړي په ۱۹۳۰ ميلادي کال کې د (شخصيت) کلمه د ارواپوهنې د يوې مهمې موضوع په توګه مطرح کړه.

27.02.2016 13:01    |   خوشحال آصفي اصلاحات که سياسي رشوت؟

تيره ورځ د ګډ حکومت ولسمشر غني د کورنېو چارو پخواني وزير، نور الحق علومي استعفا منلې او د يو فرمان پر اساس يې تاج محمد جاهد د کورنېو چارو وزارت ته نومولى دى. ښاغلى جاهد وړاندې په هرات کې د ٢٠٧ ظفر قول اردو قوماندان و. همداشان علومي اوس په هالينډ کې د افغانستان د سفير په توگه ټاکل شوى دى. د غه راز جنرال عبدالرحمان رحمان د کورنېو چارو د وزارت امنيتي معين ټاکل شوى دى. اوس به د کورنېو چارو نومول شوى وزير او نومول شوى څارنوال له ولسي جرگې څخه د باور رايې ترلاسه کولو ته وړاندې کېږي.

23.02.2016 11:36    |   خوشحال آصفي نيمګړي ډيپلوماټان او ناروغه ډيپلوماسي

له بده مرغه په افغانستان کې ډيپلوماټ هغه چا ته ويل کيږي چې؛ ښکلې څېره او ښکلې دريشي ولري او یو دوه ټکی انګريزي يي زده وي.! زه نه پوهيږم ؛ زمونږ دا ډيپلوماټان او سفيران چې د ولس له وينو تنخوا اخلي او تغذيه کيږي؛ له هيواد بهر او په کور دننه يي د وګړو کوم درد دوا کړی دی؟

22.02.2016 10:20    |   خوشحال آصفي نوې شورا؛ خو زړې ازمويل شوې څېرې

د سولې عالي شورا د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال د (۱۳۸۹) کال په تلې مياشت کې د برهان الدین رباني په مشرۍ جوړه شوه چې تقریباً د ټولو سیاسي جهادي او جنګي تنظیمونو استازي پکې راټول شول. کرزي انګيرل چې دوی به د خپل نفوذ نه په استفادې له طالبانو سره په اړیکه کې شي او افغانان به د دايمي سولې څښتنان کړي. خو که د دوی امتيازاتو، امکاناتو او تير شپږ کلن دور کې د دوی کارونه سره پرتله شي نو هغه څه چې پخواني ولسمشر حامدکرزي او افغان ولس له دغې شورا تمه درلودله؛ لس سلنه يي هم نه دي ترسره کړي. دغې شورا پوره شپږ کاله فقط پیسې او وخت ضايع کړ او د مخالفينو سره د روغې جوړې په هکله يي ذره کار هم ونکړ. د اشرف غني او عبدالله تر منځ د ګډ حکومت د رامنځته او په ځانګړي توګه په وروستيو کې د سولې په عالي شورا کې د ژورو بدلونو خبره مطرح کيدله خو په حكومت كې د اختلافاتو له مخې دا شورا اوږده موده له رييس بې برخې وه .اوس دغه شورا له اوږده ځنډ وروسته د نوې مشرتابه څښتنه کېږي.

21.02.2016 11:45    |   خوشحال آصفي تودې غونډې؛ سړې پايلې

د افغان سولې د بهير د څلور اړخيزو غونډو؛ چې پاکستان، افغانستان، چين او امريکا پکې ګډون لري، د جوړولو پرېکړه د تېر کال په دسمبر کې په اسلام اباد کې د پاکستان په کوربه توب د افغانستان په اړه د ايشيا زړه په کنفرانس کې شوې ده. د دې لړۍ لومړۍ غونډه د جنوړۍ په يوولسمه په اسلام اباد كې ترسره شوه. په دې ناسته کې د همغږۍ څلور اړخيزې غونډې د کار لپاره شرايط تصويب او په افغانستان کې د سولې او پخلاينې بهير د مخته وړلو په موخه د منظمو غونډو پر روانو ساتلو هوکړه وشوه. دغه راز پرېکړه وشوه چې په دې اړه دويمه غونډه به د مرغومي په ٢٨مه په کابل کې جوړه شي. دويمه غونډه په کابل کې ترسره شوه او يوازې دومره وشول چې طالبانو سره د خبرو د پيلولو لپاره د لارې پر نقشې خبرې وشوې.

15.02.2016 10:20    |   خوشحال آصفي چارواکي که پخواني زورواکي..!

د چارواکو په څېرو کې د پخوانيو زورواکو افشا کيدل د هيواد وروستيو حالاتو ته په کتو جوتيږي چې د هېواد امنیت ورځ تر بلې مخ په خرابېدو دی، په ادارتو کې کارونه په خنډ او ځنډ سره پر مخ ځي، ډیری ادارې له سقوط سره مخ دي او تر ټولو جالبه لا دا ده چې چارواکي مو د خپل اصلي مسوليت پر ځای؛ نور هغه کارونه ترسره کوي چې مسول يی بل څوک وي او د کولو صلاحيت يي هم بل چا سره وي. زمونږ ډيری چارواکي هغه د پخواني متل چې وايي چرګه دانه دلته خوري خو هګۍ ګاونډي کره اچوي؛ په مصداق تغذيه له دولته اخلي خو کارونه شخصي، ګوندي او سمتي کوي. د حکومت په سطحه مو لوړپوړي څوکۍ د ګوندو، تنظیمونو او بانفوذه ټولنیزو او سیاسي اشخاصو تر اغېز لاندې دي چې هيواد، هيوادوالو د ټول افغانستان یا د خپل لومړي مقام په پرتله، خپلو اشخاصو ته ډېر وفادار وي.

10.02.2016 14:43    |   خوشحال آصفي داساسي قانون لويه جرګه نه ، بايد دوديزه لويه جرګه جوړه شي

له کله نه چې د ولسمشريزو ټاکنو د دوو مخکښو نوماندانو ترمنځ واک ووېشل شو او دوه سره حکومت په ولس تحميل شو؛ د هېواد سياسي، اقتصادي او امنيتي وضعيت د پخوا په پرتله لا ډېر خراب شو. پر همغه مهال شنونکو وړاندوينه کوله چې دا دوه سره معجون حکومت به د ولس د غوښتنو پر ځای خپلو او د خپلو ټيمونو غوښتنو ته لومړيتوب ورکوي او لکه د ماشومانوخوندی به په هره وړه او لويه خبره به په خپل منځونو کې سره نښتي وي؛ خو اوس دا دی په يو نيم کال موده کې پخپله د ګډ حکومت دواړو مشرانو په اثبات ورسوله چې دوی ولس هير کړی او په خپلو شخصي غوښتنو نښتي دي.

08.02.2016 10:45    |   خوشحال آصفي د سولې عالي شورا سره بايد حساب وشي

په تازه کې راپورونه وايي د سولې عالي شورا د رهبرۍ د نشتوالي له امله نړيوالو مرسته کوونکو له دغې شورا سره خپلې مالي مرستې ځنډولې دي. په دغه بنسټ کې د مشرتوب د نه شتون له امله امریکا او برېتانیا چې د سولې د عالي شورا ستر مالي ملاتړي دي، خپلې مالي مرستې له دغه بنسټ سره ځنډولي دي.د سولې عالي شورا یو چارواکی اسماعیل قاسمیار وايي، د مرستو پرې کېدو د دوی کارونه له ځنډ سره مخ کړي دي. همداشان د ولسمشر مرستيال وياند ظفر هاشمي وايي چې حکومت غواړي لومړی د سولې په شورا کې اصلاحات رامنځته کړي او وروسته ورته مشر وټاکي.

02.02.2016 10:32    |   خوشحال آصفي موړ د وږي له حاله څه خبر دی؟

په داسې حال کې چې هيواد مو په زرګونو معلولين، کونډې د شهيدانو کورنۍ، او يتيمان لري، د بيکارۍ کچه اوج ته رسيدلې، ډیری هيوادوال مو د فقر د کرښې لاندې ژوند کوي، د غريبۍ له وجې مو ډیری هيوادوال د یو و بل په مريو غوريږي؛ درې ميليونه په کار برابر کسان مو د بيکارۍ رنځ؛ رنځوي او د يو کال په تيريدو مو تقريبا يو نيم لک هيوادوال اروپايي هيوادونو ته د سر په بدل واوښتل؛ افغان دولت مو د ولس څرمنې ته سوباړی بند کړی دی. د نوي حکومت په منځته راتګ سره مو افغان دولت د ولس له خولې د ډوډۍ مړۍ واخيستله، وينې يي وزبيښلې او اوس يي د هډونو په ژوولو پيل کړی دی.

29.01.2016 10:32    |   خوشحال آصفي پلازمينه او امنيت يي

د هيواد په پلازمينه کابل ښار کې ۱۷ امنیتي حوزي او نور امنیتي قطعات د ښار د امنیت د ټیګښت په موخه ځای پر ځای شوي دي او په څوارلسګونو ولسوالیو کې هره ولسوالۍ د جلا امنیه قوماندانۍ درلودنکی ده چې په ټولیزه توګه دغه د کابل د امنیه قوماندانۍ تر اغیز لاندې دي چې د امنیت د ټینګښت او د قانون د تنفذ د پاره په محلاتو کې په دنده بوخت دی. هره امنیتي حوزه مسولیت لري تر څو په خپله ساحه کې امنیت ټینګ کړي او د وژنې ، غلا او د نورو جنایې جرمونو د پيښیدو مخنیوی وکړي او یا هم د جرمونو د پیښیدو په صورت د قضیي عاملین ونیسي.

26.01.2016 10:08    |   خوشحال آصفي ژمنې بايد په عمل کې ثابتې شي..!

له افغان حکومت سره د سولې د رسمي خبرو تر پیلیدو مخکې؛ د پګواش په نوم یوې مرستندویه نړیوالې موسسې په نوښت د تيرې شنبې او یکشنبې په ورځو د قطرپه پلازمینه دوحه کې؛ د طالبانو، مدني ټولنې او یو شمېر خپلواکو افغانانو تر منځ غونډه ترسره شوه. په تيرو څوارلسو کلونو کې د افغان سولې پروسې اړوند په بيلابيلو ځایونو او وختونو کې بيلابیلې غونډې او څو اړخيزې ناستې ترسره شويدي. په ډیری دغو غونډو کې پخپله د جګړې ښکيل لوري، افغان دولت او وسله وال طالبان او تر څنګ يی دريمګړي هم شتون درلودلی دی. ډیری وخت دغو غونډو ته د هيله مندۍ په نسبت ناهيلۍ به زياتې وې. ځکه يا به د افغان لوري ټاکل شوي پلاوي جوړښت مناسب نه و، يا به د وسله والو طالبانو د پلاوي په کره والي شک شتون درلود، او يا به هم د بيلابيلو هغو کړيو له لوري چې په جنګ کې ګټې ويني؛ د غونډې اړوند منفي تبليغات شروع و او خلک به په لوی لاس نهيلي کيدل. خو دا ځل دغې غونډې؛ له جنګه ستړيو او کړيدلو افغانانو په زړونو کې د سولې هيلې ټوکولي دي. تر ډیره داسې څرګنديږي چې وسله والو طالبانو سولې ته شین څراغ روښانه کړی دی.

21.01.2016 11:55    |   خوشحال آصفي هر څه خيالي

خیالي ښوونځي، خیالي ښوونکي، خیالي معلولین، خیالي شهیدان، خیالي روغتیايي کلینکونه، خیالي ډاکټران او خیالي امنیتي ځواکونه هغه څه دي چې د حکومت دننه او بهر ځينې خلکو ته عایداتي سرچینې جوړې شوي دي. اوس په تازه کې د ازادي راډیو د یوه تحقیقي ريپوټ تازه موندنې ښيي، چې اوس مهال یوازې په فاریاب ولایت کې ۲۲ زره او پنځه سوه غیر مسوول وسله وال له خپلو وسلو سره لاس په ماشه دي. د یاد ريپوټ د موندنو له مخې د فاریاب ولایت له امنیه قوماندانۍ سره له ۶ زرو ثبت شويو ملي پولیسو څخه څه باندې ۳ زره یې خیالي پولیس دي او د مرکزي دولت له لوري غیر حضوري پولیسو ته د اعاشې او میاشتني معاش د ورکولو ترڅنګ ۶ زره میله وسله هم وېشل شوې ده. سرچينه زیاتوي، چې د فاریاب ولایت امنيه قوماندانۍ ورته د ۳۶۲۹ تنو ملي پولیسو موجودیت تایید کړی، خو له كابلبانکه ترلاسه شوي معلومات څرګندوي، چې هره میاشت څه باندې ۶ زره پولیسو ته معاش لېږل کېږي.

19.01.2016 14:28    |   خوشحال آصفي د ښوونځي سوځول، نه بخښونکی جنايت

د پل نړول، د ښوونځي سوځول او د ښوونکي وژل څه نوی خبره نه ده ، له تيرو څو لسيزو راهيسې دا غير انساني، غير مسلماني او غير افغاني اعمال ترسره کيږي. دا چي په افغانستان کي د څو لسیزو را په دې خوا جنګ، جګړې او ناخوالي رواني دي، کله د یو هیواد د استخباراتي لوبو قرباني کيږو او کله د بل ، کله بیا یوه ټولنه او ګروپ مو پخپلو کي سره جنګوي او که بله، ښوونځي مو سوځول کیږي، مسجدونه مو په بمونو الوځول کيږي، ملا مو په ښوونکي پسې اخیستې، ښوونکی مو بیا د مدرسې زده کړې نه مني، استخباراتي کړيو خو راته مدرسې د افراطيت په روزنځايونه بدلې کړې. له هيواد سره مو مينه کمه او حتا ورکه شوه.

18.01.2016 10:27    |   خوشحال آصفي ځينې کړۍ چې د ډيورنډ فرضي کرښي ته د رسميت ورکولو هڅې کوي

د وروستيو ناتاييد شويو راپورونو له مخې پاکستان افغانستان سره د سولې لپاره تازه درانده شرطونه وړاندې کړي دي. پاکستان د طالبانو سره د سولې په خبرو کې نه يوازې دا غوښتنه کړې وه، چې طالبانو ته دې مخکې له مخکې شرطونه نه وړاندې کيږي، بلکې د افغانستان لپاره پاکستان خپل شرطونه هم وړاندې کړي دي.

12.01.2016 17:08    |   خوشحال آصفي خبردار..! پاکستان بيا هم دام ايښی

مونږ په هيواد کې د تلپاتې او سرتاسري سولې غوښتونکي يو؛ او تل مو د سولې غوښتنه کړې ده؛ جنګ دې ورک شي سوله ده چې په وچو شونډو موسکا او په رژيدلو زړونو کې هيله مندي پيدا کوي. ټول افغان ولس په هيواد کې له لسيزو روانو جنګونو تر پوزې راغلی او د سولې څراغ ته لارې څاري. ټول ولس هميشه د سولې ناره اوچته کړېده او جنګ يي مردود بللی دی. کلونه کيږي چې افغان حکومتونو په هيواد کې د سرتاسري سولې هڅه کړې ده او د سولې پر وړاندې يي خپلې دروازې پرانيستې دي. تير حکومت هم ډیر کوښښونه وکړل چې ولس د سولې له نعمته برخمن کړي خو ونه توانيد. اوس د اشرف غني او عبدالله تر منځ ګډ د ملي يووالي حکومت هم ډيرې هڅې وکړې او لا هم دوام لري. دا چې ولې دا هڅې پايله نه ورکوي؟ آيا د سولې اراده موجوده نه ده او که د سولې راوستلو ميکانيزم او ستراتيژي غلطه ده؛ په دې نه غږيږو خو سوله له چا سره؟ څنګه سوله او په کوم قيمت؟

06.01.2016 10:01    |   خوشحال آصفي افغان دولت په ۲۰۱۵ کال کې ولس ته څه ورکړل؟

افغان ولس د تير ۲۰۱۴ کال اقتصادي، سياسي او په ځانګړي توګه له امنيتي ننګونو تر پزې راغلی و او ټول ولس په ډیر شوق او هيله مندۍ د ولسمشرۍ په ټاکنو کې برخه واخيسته. ولس د خپلې ښې، روښانه، با امنه او په ځان بسيا کيدونکې راتلونکې په خاطر د رايي صندوقونو تر شا ودريد او هر رنګه تحديد ته يي غاړه کيښوده. ولس د خپلې ښې راتلونې په موخه په تيرو ولسمشريزو ټاکنو کې سترۍ قربانۍ ورکړې. ګوتې يي پرې شوې، وګواښل شول، وډبول شول او....
ولس د ګډ حکومت د دواړو مشرانو په ګرو کې نه و چې حتما يي باید په ټاکنو کې ګډون کړی وای خو دوی يوازې د يوې ښې راتلونې په موخه په ځانونو هر راز ربړونه ومنل او اشرف غني او عبدالله ته يي رايي ورکړې. خو له بده مرغه چې دغو دواړو ښاغلو د ولس هيڅ قرباني او سرښندنه

03.01.2016 11:32    |   خوشحال آصفي د ملا صبور ډالري فتوا

د تاريخ پاڼې ګواه دي چې افغان ولس په پوره ميړانه او اسلامي جذبې سره د چنګېز، انګرېز، روس او نورو پر وړاندې په جهاد او مبارزه کې خپله ميړانه ښودلې ده. افغان ولس د تاريخ په هر پړاو کې هر کفري لښکر ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړی دی. د هغه لښکر په مقابل کې چې لمر يي په امپراطورۍ کې نه ډوبيده؛ همدغه افغان مسلمان او مجاهد ولس د نورو رهبرانو تر څنګ د غازي امان الله خان په مشرۍ راپورته شو او په الله اکبر ناره يی ورته تاړاک مات کړ او آزادي يی ترلاسه کړه. خو زمونږ د افغان ملت يوه تاريخي تيروتنه دا ده چې تر ډيره د تعقل پر ځای د احساساتو قرباني کيږو. که څوک راته ووايي چې غوږ مو سپي يووړ نو پرته له دې چې خپل غوږ وګورو؛ د سپي پسې منډې وهو. له څو لسيزو په تېره بيا له نږدې څلورو لسيزو راهيسې د افغانستان ملي ارزښتونه او ملي هويت تر پرله پسې ګواښونو لاندې دی. د پرديو ګوډاګيانو، پرديپالو او نورو کم درکو اشخاصو او ډلو په دې لړۍ کې خپله منفي ونډه لرلې ده.

31.12.2015 10:37    |   خوشحال آصفي په پرله پسې ډول د اتو فرمانونو رديدل څه معنا لري؟

د افغانستنان د اساسي قانون په ٧٩ مه ماده وايي: ((حكومت كولاى شي د ولسي جرګې د تعطيل په حالت كې له بوديجې او مالي چارو پرته د بېړنۍ اړتيا پر اساس تقنيني فرمانونه ترتيب كړي. تقنيني فرمانونه د جمهور رييس تر توشېح وروسته د قانون حكم پيدا كوي. تقنيني فرمانونه بايد د ملي شورا د لومړۍ غونډې تر جوړېدو وروسته د دېرشو ورځو په اوږدو كې هغې ته وړاندې شي اوكه د ملي شورا له خوا رد شي، خپل باور له لاسه وركوي.))

28.12.2015 14:24    |   خوشحال آصفي جنرال شريف څه ته راغلی و؟

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف، چې په پاکستان کې د قدرت اصلي خاوند بلل کېږي، تیره ورځ په کابل کې د افغانستان له ولسمشر او اجرايي ريیس سره د سولې پر بهیر خبرې وکړې. راپورونه وايي چې جنرال شریف افغان چارواکو ته د سولې په بهیر کې د بشپړې همکارۍ ژمنه ورکړې ده.

28.12.2015 12:13    |   خوشحال آصفي د کابل، اسلام اباد او ډهلي د اړيکو مثلث

د افغانستان ليرې دوست (هندوستان) د تاريخ په اوږدو کې ثابت، متوازن او دوستانه چلند کړی دی. له لسيزو په دېخوا يي له افغانستان سره په بيلابيلو برخو لکه ملکي، نظامي، اقتصادي او سپورتي برخو کې مرستې کړي دي چې وروستۍ هغه يي د سلما بند او د ملي شورا د ودانۍ رغول دي. په همدې لړ کې افغانستان تل په هندوستان او هندوستان تل په افغانستان باور کړی او تل يي متقابلې دوستانه اړيکې ساتلې دي. د دغو دواړو هيوادونو د تاريخي دوستانه اړيکو او متقابل باور ساتلو سبب هم دا دی چې هندوستان هيڅکله افغانتسان ته ترهګري نه ده استولې، هيڅکله يي د ترهګرو روزنه او ملاتړ نه دی کړی، په خپله خاوره کې د افغانستان لپاره د ترهګرو ځالې نه لري.