د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خوشحال آصفي

04.06.2016 12:41    |   خوشحال آصفي د پاکستان د وروستيو تحرکاتو اصلي موخې

د تيرې چهارشنبې په ورځ‌ (د غبرګولي ١٢) پاکستان د هغو افغانانو پر مخ د تورخم دروازه وتړله چې پاکستان ته د ننوتلو لپاره ویزه او پاسپورټ نه لري. د تورخم دروازې دواړو غاړو ته هغه په زرګونو افغانان بند پاتي شوي دي چې د سفرکاغذونه پاسپورټ او ويزه نه لري. د دغې دروازې له تړلو څخه وړاندې په تورخم کې پاکستاني عسکرو دلا وډ سپيکرو له لارې اعلانونه کړي و چې هیچاته د دروازې پورې غاړې څخه له ويزې پرته پاکستان ته داوړيدو اجازه نه وي. پاکستان وايې ياد اقدام يې د امنيت د ټينګښت په موخه کړی چې په وينا يې غواړي د ترهګرو د تګ راتګ مخه ونېسي. د افغانستان حکومت وايي چې د تورخم ستونزې د هواري لپاره یې جدي اقدامات پيل کړي دي.

01.06.2016 09:13    |   خوشحال آصفي پاکستاني ملايان؛ د جګړې د تودولو په هڅه کې

په پاکستان کې د طالب زېږې مدرسې حقانیه دارلعلوم موسس، د وسله والو طالبانو معنوي پلار او د جمعیت علمای اسلام افراطي ګوند مشر مولانا سمیع الحق وايي چې د ملا هیبت الله تر مشرۍ لاندې به د طالبانو له لوري په افغانستان کې جګړه لا تېزه او خونړۍ شي. سميع الحق ډان ورځپاڼې ته په مرکه کې ویلي«څوک چې فکر کوي چې هبت الله اخوند زاده صرف یو ملا دی او یوازې دیني افکار لري، ژر به پوی شي چې دی د طالبانو د جګړې په قومانده کې څومره مهارت لري.»

31.05.2016 09:51    |   خوشحال آصفي په افغانستان کې د پردۍ جګړې تازه اړخونه

د طالبانو له ډلې څخه جلا شوې ډله وايې چې روسيې او ايران ملا منصور ته د داعش پر ضد د جګړې لپاره ميليونونه ډالر ورکړي دي. د ملا محمد رسول ډله وايې چې ملا منصور او ملا هيبت الله په هلمند او زابل کې د ازبکانو خلاف عمليات د روسيې او ايران په غوښتنه وکړل او له دې لارې يې په ميليونونه ډالر ترلاسه کړل. دا خبر په داسې حال کې ورکول کيږي چې وړاندې هم رسنيو په افغانستان کې له وسله والو طالبانو سره د روسيې او ايران د اړيکو راپورونه خپاره کړي دي. په داسې حال کې چې وسله وال طالبان او ايران د مذهبي ايډيالوژۍ له مخې دوه مخالف لوري دي خو په وروستيو کې تر منځ د اړيکو د ټينګولو راپورونه ورکول کيږي. پوښتنه دلته پيدا کيږي چې ايران ولې له طالبانو سره مرستې کوې؟ آيا غواړي له خپل سيال هيواد امريکا سره په افغانستان کې خپل زور و ازمويې او که موخه ايران ته د داعش له لوري د احتمالي خطر مخه ډپ کول دي؟

29.05.2016 10:11    |   خوشحال آصفي کورنۍ کړۍ چې؛ حکمتيار ننګوي

په داسې حال کې چې تېره میاشت د حکمتیار اسلامي ګوند د افغانستان له حکومت سره د سولې په برخه کې هوکړې ته ورسېد؛ اوس په کور دننه د اسلامي حزب سره د افغان دولت د سولې مخالفان ورځ تر بلې را څرګنديږي. ويل کيږي د نظار شورا او اسلامي جمعیت په شمول يو شمير نور ګوندونه چې په ۷۰ يمه لسيزه کې له اسلامي حزب سره جنګي سابقه لري؛ په يو نه يو ډول د افغان حکومت او د حکمتيار په مشرۍ د اسلامي حزب تر منځ د سولې د خبرو پر ضد منفي تبليغات ترسره کوي.

28.05.2016 11:18    |   خوشحال آصفي د قوم او سيمي ټيکه داران آخر څه غواړي؟

په داسې حال کې چې د سالنګ په لاره د ترکمنستان څخه د افغانستان مرکزي سیمو ته د بریښنا د ۵۰۰ کیلو ولټ مزي د غځولو د لارې د ارزولو لپاره د ولسمشر غني له خوا د ګمارل شوي کمیسیون پریکړه د حکومت اجرايه رياست د دويم مرستيال محمد محقق او د افغانستان د سیاسي ګوندونو شورا چې په کې د محقق د ګوند سربیره، د سید علي کاظمي په مشرۍ د ملي اقتدار ګوند او څلور نور کوچني ګوندونه هم شامل دي لخوا منل شوې ده؛ تيره ورځ يو ځل بيا يو شمير هزاره ګانو د سالنګ له لارې د بريښنا د مزي له غزولو سره مخالفت وښود او د کميسيون پريکړه يې ونه منله. د لاريون په راس کې د پخواني حکومت له کاره لويدلې پرزو او په اوسني دولت کې شريک د دولت ضد اشخاصو شتون درلود. په ياد لاريون کې د افغانستان د پخواني ولسمشر دويم مرستیال کریم خلیلي او د پخواني حکومت د اداري چارو د رئیس صادق مدبر د ګډون سربیره د افغانستان په ملي شورا کې د مرکزي ولایتونو وکیلانو او د مدني ټولنې استازو برخه اخیستې وه.

24.05.2016 10:24    |   خوشحال آصفي د پاکستان پر وړاندي د سيمه ايز ايتلاف د جوړيدو اړتيا

هر افغان، په افغانستان کې هر شنونکي او چارواکي او ټولې نړۍ ته څرګنده ده چې پاکستان له تېرو څو لسیزو راهیسې د افغانانو د وژنې، د افغانستان د بربادۍ او په افغانستان کې د عامه تاسیساتو د ویجاړولو له پاره ترهګر روزي. دغه هيواد له کلونو راهیسې ترهګري او ترهګریز فکر روزي او پالي او د همدغه ناولي فکر له لارې ځان خپلو شومو موخو ته رسوي. په پاکستان کې شته ډیری تش په نامه ديني مدرسې د بم جوړولو، تروريست روزلو او انسان وژلو فابريکې دي. د غه هيواد په قبايلي سيمو كې ديني مدرسې د افراطیت او ترهګرۍ اصلي مرکزونه دي چې په کې د کوچنيانو او تنکي ځوانانو له سرونو ماغزه ويستل کيږي او په کې وحشت او افراطيت پيچکاري کيږي. له دغو ترهګرو څخه بيا په افغانستان، هندوستان او ايران کې د پاکستان په ګټه په جګړه کې کار اخيستل کيږي.

22.05.2016 20:03    |   خوشحال آصفي د منصور وژل کيدل، د طالبانو د زوال پيل

وروستي راپورونه وايي چې د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور د امریکا په بريد کې وژل شوی دی. د امریکا دفاع وزارت اعلان کړی چې د وسله والو طالبانو پر مشر ملا اختر محمد منصور یې هوايي بريد کړی دی. په همدې حال کې يو امريکايي چارواکی وايې چې په برید کې منصور او یو بل تن چې له ده سره په موټر کې سپور و، احتمالاً وژل شوي دي. دا لومړی ځل نه دی چې رسنۍ د طالب اوسني مشر ملا اختر منصور د وژل کيدو خبرونه وړاندې کوي؛ بلکې له دې وړاندې هم د افغان، پاکستاني او امريکايې چارواکو او په خپله د وسله والو طالبانو مخالفې (ملا رسول) ډلې څو ځلي د نوموړي د وژل کيدو ادعاوې کړي دي چې وسله والو طالبانو د خپل اوسني مشر ملا اختر منصور د وژل کيدو خبرونه بيا رد کړي دی.

21.05.2016 11:02    |   خوشحال آصفي د سمر عينکې يوازې حکمتيار ويني

له کابو څلويښت کلونو جګړې وروسته افغان حکومت اوس په دې توانيږي چې خپل له یو مخالف لوري سره روغه جوړه وکړي او سولې ته یې رامات کړي. پوره څلور لسيزې پخوانيو افغان حکومتونو تل دا هڅه کړې ده چې په افغانستان کې د جګړې په اور اوبه وشيندي او نوره د ناحقه وينې تويدنې مخه ونيسي. د اوسني حکومت په شمول ټولو پخوانيو حکومتونو هڅه کړې چې په افغانستان کې په جګړه کې ښکيلو غاړو ته قناعت ورکړي چې په جنګي مبارزه هيڅ نشي ترلاسه کولی او د ټوپک په ځای دې قلم راواخلي او سياسي مبارزه دې وکړي. په اوس وخت کې که څه وهم ويل کيږي چې په افغانستان کې جنګي ماشين د وسله والو طالبانو په لاس کې دی خو د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ اسلامي ګوند هم هغه ډله ده چې له تيرو څلويښتو کلونو راهيسي له افغان حکومتونو سره په جګړه بوخته وه. له نيکه مرغه چې اوسنی افغان حکومت په دې توانيږي چې په افغانستان کې د جکړې د ختمولو لپاره لومړي ګامونه واخلي.

19.05.2016 09:23    |   خوشحال آصفي د پاکستان د ملي امنيت د مشاور په ځواب کې .!

راپورونه وايې تيره ورځ په اسلام آباد کې د افغان سولې اړوند د پنځمې څلور اړخيزې ناستې يوه ورځ وړاندې د پاکستان د ملي امنيت مشاور ناصر جنجوعه ويلي چې؛ دهغوي زړونه دافغانستان لپاره درزيږي، او افغان وروڼو سره خواخوږي لري. جنجوعه ويلي ځينې خلک ګڼي چې مونږ دوه مخه لوبه کوؤ خو د نوموړي په وينا داسې نه ده بلکې پاکستان سوله خوښى دى او افغانستان کې دامنيت ټينګښت ته ليواله دى. نوموړي همداراز ويلي هغوي د افغانانو سره خپل کور او دسترخوان ويشلى او د افغان کډوالو له امله يې اقتصاد ته د اربونو روپو زيان رسيدلى.

16.05.2016 10:49    |   خوشحال آصفي د غونډې نه؛ بلکې د شکايت وخت دی

له کله نه چې د افغانستان، چین، امریکا او پاکستان په ګډون د سولې څلور اړخیز بهیر د روان میلادي کال په جنورۍ میاشت کې په اسلام اباد کې پیل شو؛ تر دې دمه یې څلور، څلور اړخيزې ناستې ترسره شوي چې هيڅ کومه مثبته پايله یې نه ده ورکړې. که څه هم دغه پروسه له پیله ناکامه وه او د خلکو له نیوکو سره سره حکومت ورته دوام ورکړ؛ خو د کابل په پل محمود خان سيمه کې له خونړي بريد وروسته چې په سلګونو هيوادوالو ته په کې مرګ ژوبله واوښته او افغان حکومت د دغې بريد مسوليت د حقاني شبکې پر غاړه واچولو؛ له پاکستان سره د افغانستان اړيکې ترينګلې شوي او افغان حکومت د سولې

16.05.2016 10:47    |   خوشحال آصفي د لاريون د احتمالي ناوړه پيښو قيمت به څوک پرې کوي؟

وروسته له هغې چې دتيرې پنجشنبې په ورځ لندن کې د «سلطنتي متحدو خدماتو انستیتوت» ته د ولسمشر غني د وینا بهیر د څو تنو افغان الاصله بهرنیانو او د ولسمشرغني د ساتونکو د لاس ګریوان کیدو له کبله ګډ وډ شو او ولسمشر غنی بيا هم په ياد کنفرانس کې د سالنګ له لارې له تاجکستانه د بریښنا د لين په تيريدلو ټينګار وکړ؛ په افغانستان کې د باميانو له لارې د بريښنا لين د تيرولو غوښتونکيو؛ په کابل کې د لوی لاريون د ترسره کولو تابيا ونيوله. ټاکل شوې ده چې نن دوشنبه په کابل کې د يو شمير هزاره هيوادوالو له لوري اعتراضي لاريون ترسره شي.

15.05.2016 11:29    |   خوشحال آصفي د تورخم دروازه؛ د افغانستان خوګه ګوته

په داسې حال کې چې څو ورځې وړاندېافغان امنیتي ځواکونو د پاکستان پخواني لومړي وزير یوسف رضا ګیلاني ځوی د تښتوونکو له منګلو د سر په بدل کې وژغوره؛ د پاکستان حکومت له تیرو څو ورځو راهیسي د مسافرینو پرمخ د تورخم دروازه تړل ده چې، ګڼ شمير خلک يې له ستونزو سره مخ کړي دي .افغان چارواکي وايي، پاکستاني ځواکونو دغه دروازه وروسته له هغه تړلې، چې افغان سرحدي ځواکونو د هغو تاسیساتو مخه نيولې، چې د تورخم په شمال ختیځ کې د پاکستاني پوځيانو له لورې جوړېدل. د معلوماتو له مخې، تېره ورځ پاکستاني ملېشو د تورخم په شمال ختيځ کې غوښتل خپلې يوې پوستې ته نوي تاسيسات جوړ کړي، خو افغان سرتېرو يې مخنيوی وکړ.

15.05.2016 11:28    |   خوشحال آصفي مدني حرکت که پلان شوی سپکاوی؟

افغان ولسمشر د تيرې پنجشنبې په ورځ لندن کې د «سلطنتي متحدو خدماتو انستیتوت» ته د وینا له پاره بلل شوی وو. ولسمشر غني وینا وکړه خو په پیل کې یې فزیکي لانجه رامنځ ته شوه. دولسمشر غني د وینا بهیر د اعتراض کوونکو په نامه د څو تنو افغان الاصله بهرني افرادو د ګوستاخيو او له یوه سره د امنیتی مسوولینو د لاس ګریوان کیدو له کبله ګډه وډه شوه. دغو څو تنو د مدني حرکت کوونکو په نوم اشخاصو په انګلستان کی د ولسمشر غني د سپکولو لپاره له وړاندې پلان نيولی و. ولسمشر غني غوښتل چې په افغانستان کې د اداري فساد پر ضد خپل ترسره شويو کارونو او نويو پلانونو په اړه خبرې وکړي خو دغو اشخاصو د ټولو اسلامي، انساني او افغاني اصولو خلاف د ولسمشر سپکاوی وکړ. د دې تر څنګ يو شمېر نورو بيا د لاريون په ترڅ کې په انځورونو کې د ولسمشر غني په تندي د هتلر ټاپه وهلې او له هغه سره يې پرتله کړی.

09.05.2016 09:28    |   خوشحال آصفي د سرپرستۍ دوام؛ متفکر پرله پسې ژمنې ماتوي

په داسې حال کې چې دمګړۍ د هيواد په لوړه او ټیټه کچه ډېری دولتي ادارې او ولایتونه د سرپرستانو له لوري اداره کیږي، د شريک حکومت مشر غني د دفاع وزارت او د ملي امنیت د ریاست لپاره نوي سرپرستان معرفي کړل. غني د دفاع وزارت د ستر درستیز د ارکان رئيس عبدالله خان د دفاع وزارت د سرپرست په توګه او معصوم ستانکزی د ملي امنیت د عمومي رياست د سرپرست په توګه ټاکل شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني نږدې دوه اونۍ وړاندې ملي شورا ته د خبرو پرمهال ژمنه وکړه، چې د ملي امنیت او ملي دفاع وزارت لپاره به نوي نوماندان معرفي کیږي او د سرپرستۍ دود به پای ته رسوي.

09.05.2016 09:26    |   خوشحال آصفي ډريوران که د مرګ سوداګران؟

په داسې حال کې چې په افغانستان کې دترافیکي پيښود وژنې شمیر په جګړه کې د ملکي وګړو د وژنې د کچې دریمه برخه جوړوي او د ټپیانو شمیر بیا په جګړه کې د ټپیانو نیمایي برخې سره برابر دی؛ تيره ورځ د کابل – کندهار پر لویه لار دغزني د مقرپه ولسوالۍ کې په یوه خونړۍ ټرافیکي پیښه کې شاوخوا ۱۵۰ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته. د چارواکو په وينا د پېښي په ټپیانو کې تر ۳۰ د زیاتو کسانو روغتیايي حالت نازک ښودل شویدی . ويل کيږي تر ټکر وروسته دوو ۳۰۳ موټرو او یوه ټانکر موټر اور اخیستی چې وژل شوي مسافر پکښې سوځيدلي او هویت يې هم ندی معلوم . دا لومړی ځل نه دی چې موټر چلوونکی د لسګونو هيوادوالو ژوند اخلي بلکې له دې وړاندې هم په سلګونو داسې پېښې شوي چې له امله يې ډیری کورنۍ د غم په ټغر ناستې دي.

08.05.2016 09:27    |   خوشحال آصفي د بخښنې له نړيوال سازمانه څو پوښتنې

په داسې حال کې چې افغان قضايی اورګانونو پر اعدام د محکوم شویو کسانو لیست تېره اوونۍ ولسمشر غني ته وسپاره؛ اوس د بخښنې نړیوال سازمان د افغانستان له ولسمشره غوښتي چې پر اعدام د محکوم شوېو کسانو حکم لاسلیک نه کړي. ولسمشر غني وروسته له هغې چې وسله والو طالبانو په کابل کې خونړی بريد وکړ او په لړ کې یې تر ۶۰ زیات کسان مړه او تر ۳۰۰ ډېر نور ژوبل شول، پر اعدام د محکوم شویو طالبانو د دوسیې د بیا څېړلو او د اعدام د حکم د تطبیق کېدو مسله مطرح کړه. ویل کېږي چې تر ۵۰۰ زیات طالبان په اعدام محکوم شوي دي.
دا لا نه ده څرګنده چې ياد طالبان به کله او چيرته اعدام شي خو اوس د اسیا لپاره د بخښنې سازمان د رسنیو د برخې مسوول عمر ورچ ویلي د اعدام د حکم د عملي کیدو پر صورت کې د داسې تېروتنې خطر شته چې بیا به نه جبیره کیږي.د بخښنې نړیوالې ټولنې ويلي «د اعدام سزا د تروریزم د مخنیوي لار نه ده، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني باید د اعدام حکم لاسلیک (توشیح) نه کړي.»

08.05.2016 09:25    |   خوشحال آصفي کابل ته د حکمتيار راتګ

په داسې حال کې چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي پلاوی شاوخوا میاشت مخکې کابل ته راغلی او تر اوسه یې په څو پړاوونو کې د سولې له عالي شورا سره خبرې کړي چې دا خبرې اوس هم روانې دي؛ په دې وروستيو کې کابل ته د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتیار د راتلو اوازې سختې ګرمې دي. راپورونه وايي چې ممکن په لنډ وخت کې د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار کابل ته راشي او د افغانستان له حکومت سره د سولې موافقه لاسلیک کړي. د سولې د عالي شورا سرچینې هم تاییدوي چې له اسلامي حزب سره موافقه نهايي شوې او هیله لري چې حکمتیار به په خپله د وروستۍ موافقې د لاسلیک لپاره کابل ته ورشي.

02.05.2016 09:20    |   خوشحال آصفي کابل؛ بې پوښتنې ښار

خلک له نورو ولاياتو په دې موخه کابل ته کډه کيږي چې دا د هيواد پلازمينه ده او ګويا د نورو ولايتونو په پرتله به يې دلته د آرام ژوند ساه واخلي. خو په وروستيو کې په پلازمېنې کې د ناامنیو زیاتوالي کابل ښاریان اندېښمن کړي دي. زور زیاتی، د مبایلونو تښتول او نورې غلاوې په دغه ښار کې معمولې پېښې دي، وسله والې شوکې او مرموزې وژنې، هغه موارد دي، چې ډېر خلک یې شاهدان او قربانیان دي.

23.04.2016 12:33    |   خوشحال آصفي جګړه که سوله ؟

په داسې حال کې چې د اساسي قانون له مخې، ولسمشر د هېواد د جدي مسایلو په اړه د ملي شورا ګډه غونډه رابللی شي؛ ټاکل شوې چې ولسمشر غني په راتلونکیو څو ورځو کې د ملي شورا د دواړو جرګو ګډه غونډه راوبولي، څو د هېواد د روانو حالاتو په اړه ورسره خبرې وکړي. اټکل کيږي چې ولسمشر به له دواړو جرګو سره د هېواد د روانو حالاتو او د ترهګرۍ پر وړاندې د جګړې د ستراتیژۍ په اړه سلا مشوره وکړي. ولسمشر غني دا پرېکړه د کابل د سې شنبې د ورځې(د وري ۳۱)له خونړي بریداو د طالبانو له لوري د سولې د خبرو له ردیدو وروسته په داسې حال کې کوي چې د ملي وحدت په حکومت کې اوس د دې نظر ملاتړ زیات شوی، چې طالبان سوله نه غواړي او باید د پوځي قوت په زور د دوی بریدونو ته کلک ځواب وویل شي.

19.04.2016 20:23    |   خوشحال آصفي پاکستان ؛ افغانستان ته د ترهګرو د ليږد په لټه کې

راپورونه وايي پاکستان پر ډيورنډ کرښه د ځواکونو شمېر زیاتوي. د پاکستان د دفاع وزیر، خواجه اصف، ویلي، پاکستان به په قبايلي سيمو او بلوچستان ایالت کې له افغانستان سره پر پوله د سرحدي ځواک یا ملېشه ځواکونو شمېر زیات کړي او د پولې څارنه به نوره ښه کړي، تر څو دده په خبره پر پوله د ترهګرو تګ راتګ کم شي. خواجه آصف ويلي د ترهګرو د ځپلو لپاره پلان لري چې د ډيورنډ کرښې په څېرمه سيمو کې پراخ پوځي عمليات وکړي.

19.04.2016 20:05    |   خوشحال آصفي شهيد ډاکټر نجيب الله؛ د افغاني تاريخ وياړلي څېره

د افغاني وياړلي تاريخ پاڼې ګواه دي چې پاكستان تل په ښکاره او مرموز ډول په زرګونو افغانان په مستقيم او غيرمستقيم ډول په شهادت ورسول، هر افغان چې په افغانستان كې د پاكستان د ګټو په خلاف اوچت شوى، د نا معلومو عواملو او اشخاصو له خوا وژل شوى. د همدغو وياړلو اشخاصو سرلارشهيد ډاکټر نجيب الله دی چې په مړينه او شهادت يې ځمکې، اسمان، ملت او خاورو اوښكې تويولې، د ډاکټر صاحب نور ټول ښه صفات که پر ځای پريږدو نو يوازې د افغانانو د سرسخته دښمن (پاکستان) په مقابل کې يي دريځ او پاليسي د افغاني وياړلي تاريخ زرين ټکي دي. ډاكټر نجيب الله د خپلې واكمنۍ پر مهال د پاكستان سره پر جګړې سربېره، د پاكستان يو سر سخته مخالف افغان وو. د تاريخ په پاڼو کې راځي چې پاكستان په افغانستان کې د ډاکټر نجيب الله له مخالفو اشخاصو سره داسي معاهده درلوده چې ډاكټر نجيب الله به په بې عزتۍ سره په شهادت رسوي او كه ژوندى ونيول شو، نو پاكستان ته به سپارل كېږي بيا همداسې وهم شول او د پاکستان تالي څټو د افغانانو د سلو سر (ډاکټر نجيب الله) په خورا بې رحمۍ په شهادت ورسوو.

16.04.2016 10:10    |   خوشحال آصفي د کابل ښار اوسنی وضعيت؛ د ګډ حکومت د کار انځوروونکی

په کابل ښار کې ورستیو بارانونو که څه هم هوا نسبتآ صافه کړی خو په مقابل کې یې په واټونو او سرکونو کې د اوبو ډنډیدو خلکو ته ډيرې ستونزې پیدا کړې. ښاریان وايي د چاپیریال ککړتیا ورځ تر بلی زیاتیږي خو حکومت یې پر وړاندې هیڅ اقدام نه کوي. مدني فعالان پر حکومت غږ کوي چې د کابل ښار روان وضعیت ته د رسیدګې په موخه ژر تر ژره دغه ښار ته ښاروال معرفي کړي.

13.04.2016 09:21    |   خوشحال آصفي پر ټاکنيزو اصلاحاتو د مشرانو ناندرۍ او د راتلونکو ټاکنو برخليک

په داسې حال کې چې د ټاکنو خپلواک کميسيون په دې وروستيو کې د راتلونکي کال د تلې مياشتې په ٢٤مه د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د ټاکنو د تر سره کولو نېټه اعلان کړې، خو د حکومت اجرايي رياست ويلي، چې له هر ډول ټاکنو تر سره کولو وړاندې، ټاکنيز اصلاحات يوه اړتيا او اصل دى او لومړى بايد ټاکنيز نظام په بنسټيزه توګه اصلاح شي او له هغه وروسته به نوى کميسيون او کمېشنران د ټاکنو نېټه اعلان کړي.

11.04.2016 10:35    |   خوشحال آصفي د پاکستان سرزوري او زمونږ بې خولې ملايان

افغان حکومت له پاکستاني دیني عالمانو غواړي، چې په افغانستان کې د جګړې د دوام د فتواګانو په ځای دې د سولې راوستلو لپاره هڅې وکړي. په ولسمشرۍ ماڼۍ کې چارواکي وايي، چې د افغانستان او پاکستان دواړو هېوادونو خلک د ترهګرۍ ښکار دي؛ نو پکار ده، چې پاکستاني عالمان د طالبانو له ملاتړ لاس واخلي. افغان حکومت د پاکستان له دیني عالمانو غواړي، چې په افغانستان کې د جګړې اور ته له پوکي کولو ډډه وکړي. دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د پاکستان د مشهور عالم مولانا سميع الحق په مشرۍ د جمعيت علماء اسلام ګوند يو لوړپوړي غړي او د خيبر پښتونخوا د څانګې مشر مولانا يوسف شا د دغه ولايت په کرک سيمه کې د يوې غونډې پر مهال ویلي، چې د افغان طالبانو پر ملاتړ وياړي او له دې وروسته به هم له دې ډلې سره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

09.04.2016 12:21    |   خوشحال آصفي روان کال، امنيتي ننګونې او د حکومت مسوليتونه

د وروستيو راپورونو له مخې د ناټو موندنې ښیی چې تېر کال پنځه نیم زره افغان ځواکونه وژل شوي او څوارلس زره نور ټپیان دي. ناټو طالبان د افغانستان له پاره جدي ګواښ بولي او د دوی اصلي هدف د افغان دولت سقوط بولي. خو افغان ځواکونه وايي، طالبان به خپل دغه هدف ته ونه رسېږي. په ورته مهال بیا د افغانستان د دفاع وزارت چارواکي وايي چې طالبانو له پسرلي سره سم خپلو بریدونو ته زور ورکړی. د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري ويلي“سږ کال هم دغه ډله د هېواد د ځينو برخو د سقوط له پاره هڅې کوي، خو دا د دوی خيال دی، طالبان د بهرنيانو له مرستې پرته د افغانستان له پاره لوی ګواښ نه شي کېدای.”