د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خوشحال آصفي

13.08.2016 12:05    |   خوشحال آصفي د ولس پر ارادې ملنډې وهل؛ سياسي هوکړه له اساسي قانون غوره

وړمه ورځ د حکومت اجرایوي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د ځوانانو د ورځې په موخه جوړې شوې غونډې د حکومت پر کړنو په ځانګړي ډول پر ولسمشر محمد اشرف غني توندې نيوکې وکړې. نوموړي پر ولسمشر تور پورې کړ، چې ده ته يې په درېيو میاشتو کې د ځينو مسایلو په اړه د مخامخ خبرو کولو فرصت نه دی ورکړی. نوموړي ولسمشر ته په اشارې وویل، چې څوک د بحث او خبرو کولو حوصله نه لري، نو د ولسمشرۍ لیاقت هم نه لري. ده همداراز ويلي لومړی کس چې دغه حکومت ته يې مشروعيت ور وباښه زه وم، هوکړه ليک مې لاسليک کړ چې محمد اشرف غني د افغانستان ولسمشر دی او همدا وخت د حکومت مشروعيت پيل شو.

10.08.2016 19:37    |   خوشحال آصفي کابل؛ پلازمينه که غير علاقه ؟

کابل د افغانستان يو له ګڼ ميشتو ولايتونو څخه شميرل کيږي چې د افغانستان د بيلابيلو ولايتونو شاوخوا ۷ ميلونه خلک په کې اوسيږي. دلته د ښې هوا او نسبتاً ښه امنيتي وضعیت له امله خلک له نورو ولايتونو څخه کوچیږي خو دلته وروستيو سړي تښتونو او جنايې پيښو خلک انديښمن کړي دي. دلته د نورو مرموزو وژنو ترڅنګ په دې وروستیو کې د سوداګرو او پانګه والو وژنې او اختطاف هم زیات شوی دی. د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې چارواکي وايي چې د سوداګرو او بانګوالو امنيت ورځ تر بلې خبرابیږي او يوازې په تيره يوه مياشت کې وسله والو غلو د افغانستان له بيلابيلو سيمو ۳۵ سوداګر تښتولي دي. د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي چې دغې مسالې دوی سخت اندېښمن کړي او له هېواده د پانګو د ویستلو سبب شوې ده. يادې خونې چارواکي د ملي يووالي پر حکومت نيوکه کوي چې د سوداګرو په امنيت خوندي کولو کې پاتې راغلی دی.

09.08.2016 22:28    |   خوشحال آصفي حکومتي تکيه کلامونه

پر کلکو ټکو او شديدو الفاظو يې غندو، ياد عمل د نړيوالو اصول خلاف عمل دی، په دې وحشتناکه بريد سره يې وښودله چې هيڅ ډول دين او مذهب ته پابند نه دي، شهيدانو ته د جنت فردوس غوښتنه او ټپيانو ته د بيړنۍ روغتيا غوښتونکي يو، په دې کار سره يې ټول ډيپلوماټيک اصلونه تر پښو لاندې کړل، مونږ مو په غم کې شريک يو، د پيښې د څيړنې لپاره کميسيون وټاکل شو، اصلاحات راولو، حکومت ټاکنيزو اصلاحاتو ته ژمن دی، دښمن ماتې خوړلې، فلانۍ دوسيه به ژر تر ژره وڅيړل شي، د څيړنيز کميسيون پايلې به له خلکو سره شريکې شي، له دښمنه يې غچ اخلم او ...

04.08.2016 11:30    |   خوشحال آصفي تلويزيوني ترهګر

ترور يوه کلمه ده چې په سياسي فرهنګ کې ويجاړۍ، ورانکارۍ، وژنې او ويره اچونې ته ويل کيږي او تروريست يا ترهګر هغه چا ته ويل کيږي چې د خلکو په منځ کې ويره او ډار خپروي. ترهګر عموماً د حکومتونو له سترګو پناه په پټه ورانکاري عملونه ترسره کوي او ويره خپروي خو دلته په افغانستان کې بيا د دغو پټو ترهګر تر څنګ ځينې ښکاره ترهګر هم شته چې له حکومته هيڅ ډار نه لري او هره ورځ سرې سترګې په خلکو کې ويره خپروي او عامه اذهان مغشوشوي. دا ترهګر هغه څوک نه دي چې د ټوپک او تورې په وسيله په خلکو کې ويره خپره کړي بلکې دوی د خپلې په زهرو ککړو ژبو او له تورې په تيرو څرګندونو په خلکو کې ويره خپروي او عامه اذهان مغشوشوي. دوی تلويزيوني ترهګر دي.

01.08.2016 12:13    |   خوشحال آصفي د دوه مخي سياست نوې بيلګه؛ چين د افغانستان دوست که دښمن

راپورونه وايي، چې د قطر دفتر پلاوي د روان کال د جولای مياشتې په ۱۸ مه نېټه د ملا شېر عباس ستانکزي په مشرۍ چین ته سفر کړی دی. په همدې اړوند د امریکا غږ انګلیسي برخې داسې راپورونه خپاره کړل، چې وسله والو طالبانو له افغان حکومت سره د سولې په برخه کې د چین همکاري غوښتې ده. خو وسله وال طالبان وايي، د قطر دفتر د پلاوي موخه چین ته له سفره د سولې خبرې نه وې. د قطر دفتر یوه غړي یوې پاکستانۍ رسنۍ ته ویلي، چې د جولای د ۱۸مې د سفر موخه په افغانستان کې د بهرنیو هېوادونو د یرغلونو او وروستیو لاسوهنو په اړه بحث کول وو او له چین نه غوښتل شوي، چې د سیمې د ثبات د ګډ دښمن په تړاو اړینې پرېکړې وکړي. دا چې د چین او طالبانو ګډ دښمن څوک دی په اړه يې څه نه دي ویل شوي، خو طالبانو ويلي وروستی سفر يې د چین په غوښتنه ترسره کړی دی.

31.07.2016 12:22    |   خوشحال آصفي ننګرهار يوازې پرينږدئ؛ له داعشه نيول شوې سيمې مديريت غواړي

راپورونه وايې چې په ننګرهار کې داعش ترهګرې ډلې سخته ضربه ليدلې او د حکومت او ايتلافي ځواکونو ګډو عملياتو په پايله کې ترې د کوټ، اچين او هغه ځايونو کې چې داعش حضور درلود؛ ډيری سيمې پاکې شوي دي. افغان حکومت وايي چې په وروستیو دوو میاشتو کې یې په ختیځو سیمو کې د داعش پر ضد عملیاتو ته شدت ورکړی دی. په وروستیو میاشتو کې امنیتي ځواکونو په ننګرهار کې د داعش د وسله والو پر ضد دوامدارې حملې کړې او د دې ډلې ګن شمېر غړي یې وژلي دي. دغه راز د ننګرهار ولايتي مقام د کوټ د غرنۍ ولسوالۍ چې داعش ډلې په‌ کې خپلې محکمې او د پوځي روزنې مراکز درلودل پراخې سیمې نیول شوي. د داعش د یوه لوی قوماندان سعد امارتي په شمول د دغې ډلې سلګونه کسان وژل شوي دي. په ټوله کې د حکومتي چارواکو خوشبينۍ ته په کتو؛ د حکومت او د ايتلافي ځواکونو عمليات بريالي ښکاري چې په پايله کې يې په سلګونو داعشيان وژل شوي او ګڼې سيمې ترې نيول شوي.

28.07.2016 21:07    |   خوشحال آصفي پام چې پاکستان مو بيا ځلي دوکه نه کړي !

په داسې حال کی چې د سرحدي مسايلو او د ډيورنډ کرښې پر سر د نښتو او جنجالونو له کبله د کابل او اسلام آباد اړیکې خړې پړې شوې او پر یو او بل يې د ترهګرو د ملاتړو تورونه پورې کړي دي؛ تيره ورځ د يادې ستونزې د حل په موخه د افغانستان، پاکستان او غوڅ ملاتړ د اپراسیون رییسانو په کچه درې اړخیزه غونډه ترسره شوه. د افغان حکومت پر وينا په دې غونډه کې پر دې ټینګار وشو، چې د داعش پرضد باید ګډه مبارزه وشي او په دې برخه کې باید همغږي رامنځ ته شي. په ياده درې اړخيزه ناسته کې پر دې خبرې وشوې چې پاکستانی لوری بايد جدي اقدامات وکړي او داعش ته اجازه ور نه کړي، چې د دوی له خاورې افغانستان ته راشي.

27.07.2016 11:54    |   خوشحال آصفي د ولس احساسات؛ د زورواکو امتيازات

احساسات د احساس جمع ده او د حسي دستګاو هغه غبرګون ته وايي، چې د انسان ذهني اړیکې د طبیعت او یا بهرني چاپېریال سره نښلوي. احساس د وجود عاجل ځواب يا عکس العمل دی، چې د يوې حادثې او يا واقعې په وړاندې منځته راځي. که چيرې د يوې زړه بوږنوونکې او يا هم زړه خوښوونکې حادثې سره مامخ کيږو او په مقابل کې مو وجود عکس العمل ښايې؛ همدې عکس العمل ته احساس ويل کيږي. ځينې حادثې داسې وي چې په مقابل کې يې زمونږ مثبت احساسات پاريږي او ځينې بيا داسې وي چې زمونږ د منفي احساساتو د پاريدو لامل کيږي. په ټوله کې ويلای شو چې احساس له شیانو او مسایلو سره د انسان د حواسو د مناسباتو سلسله ده.

25.07.2016 11:28    |   خوشحال آصفي کډوالو ! د خدای په خاطر کډې مو رابار کړئ

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، پاکستاني حکومت په دې هېواد افغان سوداګرو ته ګواښ کړی، چې د ۶ میاشتو په اوږدو کې خپل کورونه او مارکېټونه خالي کړي. پاکستاني دولت ۱۲۰۰ هغو افغان سوداګرو ته چې له شاوخوا ۳۰ کلونو راهیسې د دې هېواد په بېلابېلو سیمو کې پانګونې کړې دي، شپږ مياشتې ضرب الاجل ټاکلی دی او ويلي دي، چې ژر تر ژره دې خپله پانګونه، له مارکېټونو او هټیو ټوله کړي او له دې هېواده دې ووځي. یادو سوداګرو ته ویل شوي، چې شناخت کارټونه یې جعلي او ملکیتونه یې د پاکستانیانو په نومونو دي. دا لومړی ځل نه دی، بلکې له دې مخکې هم افغان سوداګر په پاکستان کې په بېلابېلو پلمو ګواښل شوي دي آن تر دې چې څو ـ څو کرته پاکستاني پولیسو په ناقانونه توګه افغان سوداګر ځورولي او پیسې يې ترې اخيستې دي.

23.07.2016 13:16    |   خوشحال آصفي د روشنايې غورځنګ؛ د روشنايې دښمن

يوه ډله چې د بل په اشاره خپل کور تياره کوي که څه هم باميانو ته د ټوټاپ پروژې تفاهم ليک تقريباً يوه مياشت وړاندې په رسمي توګه په ارګ کې د ولسمشر غني په شتون کې لاسليک شو؛ خو اوس په تازه کې دروشنایي غورځنګ په نوم د یو شمیر سیاسي او مدني ټولنې د ډلو ائتلاف وایي، د افغان حکومت او د دغې ائتلاف د استازو ترمنځ د ټوټاپ پروژې د بريښنا مزي د غځولو په سر د راپورته شوي جنجال د هوارلو لپاره خبرې ناکامې شوي دي. افغان حکومت تيرې دوه ورځې په پرله پسې توګه د یو دوه کسیز پلاوي له لارې چې د ولسمشر غني ستر سلاکار ډاکټر همایون قیومي او د افغانستان د ملي امنیت رئیس محمد معصوم ستانکزی په کې غړیتوب لري د روشنایي غورځنګ د رضایت ترلاسه کولو لپاره دغې غورځنګ سره خبرې وکړې، خو اوس د روشنایي غورځنګ وایي دا خبرې بې پایلې پای ته رسیدلي او دوی به لاريونونو ته دوام ورکړي.

17.07.2016 12:32    |   خوشحال آصفي نور صبر د څه لپاره ؟

د ملي امنيت پخواني رييس رحمت الله نبيل ځيني اسناد او شواهد له يوې ليکنې سره يو ځاى د رسنيو په واک کې ورکړي چې له حقاني ډلې او طالبانو سره د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارې اړيکې ثابتوي. ښاغلي نبيل په دې ليکنه کې ويلي، پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د تېري پر مهال دغه هېواد د افغانستان د مجاهدينو د سمبالښت په پلمه د امريکا په مرسته خپل پوځ تجهيز کړ او د وسله والو د جذب، ښوونې او روزنې او د افغانستان جهاد د پياوړتيا په نوم يې د زرګونو ديني مدرسو بنسټ کېښود. نبيل ويلي چې په پاکستان کې تر ۱۵۰۰۰۰ ډېرې ديني مدرسې چې ډېری يې د افراطي اسلام او تاوتريخوالي په ترويج بوختې دي، فعالې دي، دغه راز ۵۱ ترهګرې ډلې په دغه هېواد کې فعالې دي او له يادو مدرسو وسله وال جذبوي. د ښاغلي نبيل ادعا په پوره معنا پر ځای ده چې په پاکستان کې له پنځوسو زياتې ترهګرې ډلې شتون لري چې له مدرسو ترهګر جذبوي. د معلوماتو له مخې په پاکستان کې د حقانې ترهګرې ډلې په شمول؛ ډیری نورې خطرناکې ډلې لکه د لشکر طيبه، جيش الاسلام، جيش المحمد، تحریک طالبان پاکستان يا ټي ټي پي، د ملا نذير ډله، حرکت المجاهدين او ځينې نورې ډلې فعالې دي چې په پاکستان کې تمويل، تجهيز او پلان ورکول کيږي څو په افغانستان او د سیمي په نورو هيوادونو کې د پاکستان په ګټه ورانکاري وکړي.

17.07.2016 12:22    |   خوشحال آصفي کور خود بینای مردم مونږ ولې ځان ته ړانده، نورو ته بینا يو؟

تېره شپه د ترکيې د پوځ يو شمېر جنرالانو او لوړپوړو افسرانو په داسې حال کې کودتا وکړه، چې ولسمشر طيب اردوغان له هېواده بهر و؛ دغه کودتا وروسته له هغه ناکامه شوه، چې اردوغان د موبايل ويډيو له لارې پر خلکو غږ وکړ، چې د کودتاچيانو پر ضد راپاڅېږي. د ترکيې د کودتا د خبر خپرېدلو سره سم افغانان په ځانګړي توګه د ټولنيزي ميډيا کاروونکي هيښ شول، چا د اردوغان په ملاتړ او چا د کودتاچيانو په ملاتړ تبليغات پيل کړل، چا د اردوغان انځورونه په خپلو پروفايلونو ولګول او چا د ترکيې بيرغ، چا د اردوغان د حکومت په ملاتړ دعاګانې کولې او چا يې د حکومت د پرځولو لپاره دعاګانې. خو په ټوله کې ټول افغانان په يوه بهرنۍ موضوع چې افغانستان ته يې هيڅ خير نه رسيږي؛ سره وويشل شول.

11.07.2016 22:02    |   خوشحال آصفي د ناټو پنځه ميليارد ډالره څنګه مصرف کړو؟

د پولينډ په پلازمينه وارسا کې د ناټو سرمشريزې دوه ورځنی کنفرانس پايته ورسيد. دغه کنفرانس د افغانستان لپاره په دې خاطر مهم و چې په ترڅ کې يې له افغانستان سره پوځي او اقتصادي مرستو ژمنې کيدلې. د دې تر څنګ له دغه کنفرانسه د افغانستان بله لویه هيله دا وه چې د هوايي ځواکونو د پراختیا او پیاوړتیا په برخه کې د پام وړ مرسته ورسره وشي. د معمول سره سم د ناټو غړيو هيوادونو له افغانستان سره تر راتلونکو دريو ميلادي کلونو لپاره؛ هر کال پنځه ميليارده ډالره نغدي مرستې ژمنه وکړه څو افغان حکومت ترې د پوځي ځواک په ساتلو کې ګټه واخلي.

09.07.2016 16:57    |   خوشحال آصفي وارسا؛ تمې او ننګونې

ولسمشر غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د ناټو د مرستو د جلبولو په هیله وارسا ته تللي چې په پولنډ کې د ناتو په سرمشریزه کې ګډون وکړي. ناتو به په دې غونډه کې د ٢٠٢٠ کال پورې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د پوځي مرستو د دوام او پراخولو په اړه تصمیم ونیسي. د وارسا او بروکسل نړیوالې ناستې چې پکې به له افغانستان سره تازه پوځي او اقتصادي مرستې اعلانیږي د افغان حکومت لپاره مهمې بلل کیږي، خو دغه مرستې دا ځل د حکومت پر کړنو پورې مشروطې شوې دي.

04.07.2016 12:51    |   خوشحال آصفي د شهيدو پوليسو روح عدالت غواړي؛ په دندې ځنډولو بسنه ونه کړئ

وروسته له هغې چې څو ورځې وړاندې د میدان وردګ پولیسو تعلیمي مرکز د فارغانو د کاروان پر بسونو خونړی بريد ترسره او په کې ۳۲ تنه شهيدان او په لسګونو نور ټپيان شول؛ ولسمشر غني د کورنيو چارو وزارت د لسو تنو پوليسو دندې ځنډولې دي. په دغو کسانو کې د کورنیو چارو وزارت د اداري معینیت دفتر رئیس او د جلب او جذب عمومي قوماندانۍ سرپرست مل پاسوال محمد حسن عالمي، د جلب او جذب عمومي قوماندانۍ رئیس ارکان مل پاسوال عبدالمجید صافی، د تعلیم او تربیې عمومي قوماندان پاسوال الهام وردک، د تعلیم او تربیې قوماندانۍ مرستیال مل پاسوال سردار محمد کوهدامني او د میدان وردک پولیسو تربیوي مرکز قوماندان مل پاسوال جلالدین رګبار شامل دي. ولسمشر غني د کورنیو چارو وزارت ته لارښوونه کړې چې له دغو کسان وڅاري او د څېړنو له بشپړېدو وروسته دې په دنده کې د بې غوري له کبله دې لویې څارنوالۍ ته ور وپيژني.

28.06.2016 10:56    |   خوشحال آصفي د غني؛ غني کړنې

نيوکه او انتقاد د هر انسان طبيعي حق دی، د بيان آزادي هر انسان لري او هر څوک کولی شي چې د اصلاح لپاره نور خلک د هغوی اشتباهاتو ته متوجه کړي. خو نيوکه او د بيان آزادي خپل اصول لري، خپل حد لري او يو ځانګړی چوکاټ لري. نيوکه بايد د اصلاح لپاره وي، پر بل چا د نيوکې لپاره بايد نيوکه کوونکی شواهد او اسناد ولري، نيوکه کوونکی بايد د نيوکې تر څنګ د يادې ستونزې (هغه چې پرې نيوکه کوي) د حل لپاره لار ولري. او نيوکه بايد د نورو د تحقير او سپکاوي لپاره نه وي. همداسې د بيان آزادي هم دېته ورته قانون لري. خو له بده مرغه په افغانستان کې دا هر څه سرچپه دي. دلته د بيان له آزادۍ څخه د شخصي ګټو پر اساس تعبير کيږي، دلته نيوکه د بل د تحقير او کمزوري ښودلو لپاره ترسره کيږي او دلته تر ډيره نيوکه کوونکی د هغې ستونزې چې پرې نيوکه کوي؛ د حل لپاره لاره نه لري.

27.06.2016 10:46    |   خوشحال آصفي داعش په ننګرهار کې نن او پرون

په ننګرهار کې د کوټ د جګړې درېیمه ورځ ده خو لاهم وضعیت خطرناک دی او سلګونو کورنیو خپلې ک‌‌‌‌‌‌ډې خوندي سیمو ته وړي او لاهم روانې دي. د ننگرهار سیمه ییز چارواکي وايي چې داعش وسله والو د اتو ملکي وگړو د وژنې تر څنگ ۳۰يې ژوندي وړي دي. د چارواکو په وينا د کوټ جګړه د داعش ‌‌‌‌‌‌‌ډلې یو رهبر سعد امارتي په مشرۍ نژدې شپږ سوو وسله والو پیل کړې ده. چارواکي وايي داعش په سیمه کې د خلکو دروېشت کورونه سوځولي او ګڼ مالي زیانونه یي اړولي دي. په همدې حال کې افغان حکومت وايې چې امنیتي ځواکونو د داعش ډلې سرچینې، رهبران او د روزنې ډېر مرکرونه له منځه وړي او زرګونه داعشیان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

25.06.2016 14:45    |   خوشحال آصفي افغانستان د منځنۍ اسيا ارتباطي پل

شانګهای د همکاريو سازمان يو بين الدوله (د دولتونو تر منځ) سازمان دی چې د څو اړخيزو امنيتي، اقتصادي او فرهنګي همکاريو لپاره جوړ شوی دی. دا سازمان په ۲۰۰۱ کال کې د چين، روسيه، قزاقستان، قرغيزستان، تاجکستان او ازبکستان د رهبرانو لخوا رامنځته شو چې چين او روسيه په کې کليدي رول لري. په ۲۰۰۴ کال کې مغلوستان، په ۲۰۰۵ کال کې ايران، پاکستان او هندوستان او په ۲۰۱۲ کال کې افغانستان؛ له دغې سازمان سره د څارونکو غړو په توګه يو ځای شول. که څه هم افغانستان له انتقالي دولت وروسته خپلې هغې پيل کړې چې د سيمي او په نړيواله کچه د همکارو او مرستندويه سازمانو غړيتوب ترلاسه کړي خو د کورنيو ستونزو له امله افغانستان په ۲۰۱۲ کال کې په دې وتوانيد چې د شانګهای د همکاريو سازمان سره د څارونکي هيواد په توګه يو ځای شي.

23.06.2016 10:28    |   خوشحال آصفي د افغانستان په اړه د هيسم نيمګړی راپور

تيره ورځ د ملګروملتونو د امنیت شورا په نیوېارک کې د افغانستان د امنیتي وضعې په اړه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ځانګړي استازي په تازه رپوټ باندې د بحث په خاطر فوق العاده غونډه وکړه. دا راپور د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي نیکولاس هیسم چمتو کړی و چې په کې په نړیوالې سولې او ثبات باندې د افغانستان د موجوده خرابې امنیتي وضعې د منفي آغیزې او د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې د مذاکراتو د امکاناتو په اړه يادونه شوې ده. که څه هم پر ياد راپور د بحث پر مهال په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سفیر محمود سیقل؛ په افغانستان کې د پاکستان د وروستيو پوځي تحرکاتو په اړه وغږيده خو د نيکولاس هيسم په راپور کې داسې څه نه و چې په افغانستان د پاکستان د تيري يادونه په کې شوې وای. نيکولاس هيسم په راپور کې د افغانستان د سولې د څلور اړخيزو له پايلو فقط ناخوښي ښودلې او د له وسله والو طالبانو د پاکستان د ملاتړ په اړه يادونه هم نه ده شوې.

22.06.2016 11:05    |   خوشحال آصفي پاکستان ولې سرې سترګې دی؟

په داسې حال کې چې تيره ورځ د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال حکمت خلیل کرزي په مشرۍ افغان پلاوي په تورخم او د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستاني پوځیانو د سرغړونو په باب له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړې او هغوی ته یې وویل چې افغانستان د پاکستان له لوري په صفري نقطو کې د پاکستان له لوري د دروازو جوړول نه شي منلی؛ پرون پاکستان اعلان وکړ چې د بلوچستان او د افغانستان د کندهار ولایت ترمنځ یې پر ډیورند کرښه د کندې کیندل بشپړ کړل. پاکستاني رسنۍ وايې، د پاکستان سرحدي ځواک له افغانستان سره د بلوچستان ایالت د پولو په اوږدو کې ۱۱۰۰ کیلومتره کنده، چې په ۲۰۱۳ م کال کې یې پیل کړې وه، د ۱۴ ملیارد روپیو په لګښت بشپړه کړه. د پاکستاني چارواکو په وینا د دې پروژې په بل پړاو کې به د ډیورنډ په ټوله ۲۲۵۰ کیلومتره کرښه کې کنده وکیندل شي.

19.06.2016 13:11    |   خوشحال آصفي کډوالو وجدان مو ويښ کړئ!

پاکستان وايي، نور افغان کډوال په خپل هېواد کې نه شي زغملی. تيره ورځ په اسلام آباد کې د پاکستان د لومړي وزیر ځانګړي استازي طارق فاطمي ویلي«موږ نور په خپل هېواد کې د افغان کډوالو موجودیت نشو زغملی، زموږ هېواد غواړي، چې افغان کډوال په خپله خوښه خپل هېواد ته ستانه شي.». د فاطمي په وينا پاکستان له تېرو څو لسیزو راهیسې نېږدې ۳ میلیونه افغانانو ته په خپله خاوره کې ځای ورکړی و، خو نور دا کار نه شي زغملای.

18.06.2016 12:50    |   خوشحال آصفي پاکستان ولې د تورخم مساله راپورته کړه ؟

وروسته له هغې چې روان کال د مې په ۲۱ مه د امریکا بې پېلوټه الوتکو د پاکستان په نوشکي کې د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور وویشت، پاکستان په خپله خاوره کې د افغانانو نیونې او ځورونې زیاتې کړي او د ډیورند په کرښه کې یې هم ترینګلتیا ته لمن وهلې ده. له يادې پېښې وروسته په تورخم کې وضعیت ترینګلی شوی. آن دا چې څه موده وړاندې افغان او پاکستاني پوځیانو ټانکونه او زغروال ګاډي په سیمه کې ځای پر ځای کړي وو. خو وروسته له دې چې په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال د پاکستان له لوی درستیز جنرال راحیل شریف او نورو جګپوړو چارواکو سره وکتل، پاکستان خپل ټانکونه له تورخمه شا ته یووړل او په تورخم کې یې د کټارې له نصبولو لاس واخیست.

18.06.2016 12:48    |   خوشحال آصفي پاکستان مار خوړلی؛ اوس له پړي هم ويريږي

په تورخم کې د افغان او پاکستاني امنيتي ځواکونو تر منځ د دريو ورځو وقفه يې جګړې وروسته اوس د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايې چې «افغانانو ته هغو کسانو، چې نه غواړي په افغانستان کې سوله وي، غلطه لارښوونه کړې ده.» د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویندوی نفیس زکریا اشاره دې ته وه چې ګواکي د افغانستان حکومت د هند له لوري د پاکستان پر ضد پارول شوی دی. ګڼو پاکستاني سیاستوالو او مذهبي مشرانو په زغرده ویلي چې د تورخم په وروستیو شخړو کې د هند لاس دی او هندوستان، چې پاکستان یې خپل تاریخي دښمن ګڼي، د افغانستان حکومت لمسوي چې په ډیورند کرښه له پاکستان سره شخړه وکړي.

08.06.2016 12:52    |   خوشحال آصفي غني افغانستان او فقيره رهبري

د افغان حکومت په وروستي اقدام کې د کجکي برېښنا کوټ تړون له یوه ترکي شرکت سره وشو، چې په راتلونکو درې کلونو کې به ددغه برېښناکوټ ظرفیت۱۵۱،۵ ته لوړ کړي. دغه تړون وړمه ورځ د يو ترکي شرکت او د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري لاسلیک شو. د کجکي د بریښنا د بند د دوهم توربین د نصبولو کار په ۲۰۰۹ کال کې د امریکا پرمختایي ادارې یوایس ای ډی په مالي مرسته پیل شوی، خو په هلمند کې پرله پسې جګړو ددغه بند د دوهم توربین د نصبولو کارچې ۱۸،۵ میګاواټه بریښنا تولیدوي تراوسه نه دی بشپړ شوی. د کجکي د بند د بنسټ ډبره په ۱۳۳۲ هجري شمسي کال کې د افغانستان د پخواني پادشاه محمد ظاهرشاه د سلطنت پرمهال کیښودل شوې وه.

05.06.2016 11:04    |   خوشحال آصفي د سلما بند او د حکومت مسوليت

پرون ورځ افغان ولسمشر اشرف غني او د هند لومړي وزير نريندرا مودي؛ د افغانستان د ملي شورا د ځينو استازو، قومي مشرانو او د افغان حکومت د لوړ پوړو مشرانو په حضور کې د سلما بند پرانيست. په کې ولسمشر محمد اشرف غني او د هند لومړي وزير نريندرا د دغه بند په اقتصادي او سياسي ارزښت خبرې وکړې. د سلما بند چې ۳۰ کیلومتره اوږدوالی او ۳.۷ کیلومتره پلنوالی لري، د هرات د چشت په ولسوالۍ کې موقعیت لري. دغه بند د ۶۴۰ میلیون متر مکعب اوبو د ذخیره کولو کنجایش لري او د ۴۲ میګاواټه بریښنا د تولید ظرفیت لري. تمه ده چې د سلما بند به د هرات د ولایت په اقتصادي‌ ودې کې مثبت رول ولوبوي. بند به د کرهنې لپاره اوبه ذخیره کړي او بریښنا به هم تولید کړي.‌ هند په دغه بند ۳۰۰ میلیون ډالره لګولي‌ دي او د بند د ادارې لپاره یې افغانان روزلي‌ دي.