د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خوشحال آصفي

12.11.2016 21:46    |   خوشحال آصفي ټرمپ؛ پاکستان ته د خطر زنګ

په داسې حال کې چې د امریکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ټاکنيزو کمپاینونو په لړ کې په د پاکستان خلاف سختې او توندې څرګندونې کولې؛ اوس د ولسمشرۍ څوکۍ ته د نوموړي له رسيدو سره سم له پاکستانه هم وار و پار خطا دی. داسې معلوميږي چې واک ته د ډونالډ ټرمپ رسېدل به پاکستان ته سخت تمام شي نو یاد هېواد سر له همدا اوسه هڅې پیل کړې، چې ټرمپ ته نیږدې شي. پاکستان اوس د دې لپاره چې د امريکا نوی ولسمشر ټرمپ هم له خپل مکارتوب او مداريتوب لاندې راولي يا يې کم تر کمه له خطره ځان وژغوري؛ ورته سياسي چرخه نيسي. اوس پاکستان ويلي ، غواړي د امریکا له نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د شریکو ګټو پر بنسټ ولاړې ښې اړیکې ولري او په ګډه له ترهګرۍ سره مبارزې ته دوام ورکړي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس ذکریا ویلي، چې په سیمه کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د امریکا او پاکستان اړیکې ډېرې مهمې دي. ذکریا ټینګار کړی، چې په ځينو مسایلو د دواړو هېوادونو ترمنځ اختلافات موجود دي، خو ښايي ژر حل شي.

07.11.2016 12:55    |   خوشحال آصفي د سيکس وږي او په سدیزم روږدي افغانان

د کابو دوه کلونو په تيريدو ګڼ شمېر افغانان په هېواد کې د نا امنۍ او تاوتریخوالي له امله د افغانستان پرېښودلو ته اړ شوي چې په بېلابېلو لويديځو اروپايي هېوادونو کې يې د پناه غوښتنې کړې دي. دوی د بيلابيلو دليلونو له مخې هيواد پريښی او هلته کډوال شوي دي. اروپا ته په لاره يې ډيري سختۍ او ستونزې هم ګاللې دي او په ډيرو سختو حالاتو کې اروپايي هيوادونو ته رسيدلي دي. دوی ډیری د اقتصادي ستونزو له امله له هيواده کډه شوي دي خو يو شمير نور ځوانان يې بيا د جنسي غريزې د سړولو او خپلو نفساني خواهشاتو د پوره کولو لپاره تللي دي. د راپورونو له مخې تيره ورځ یو افغان ځوان د چک جمهوریت په مرکز پراګ ښار کې په یوه روغتون کې یوې نرسې ته د لاس وراچولو له امله د پولیسو له خوا ونیول شو.‌ دغه ځوان د شپې پر وخت په اتم پراګ کې د بولوفکه روغتون ته تللی او هلته په دې پلمه چې په انتاني ډیپارټمنټ کې یې کوم ماشوم ناروغ بستر دی ورننوتی دی.‌ وروسته دغه ځوان د یوې نرسې په بدن لاس وهل شروع کړي دي. ویل کیږي چې د نرسې په چیغو خلکو پولیسو ته ټیلیفون کړی او هلک چې د تېښتې هڅه یې کوله پولیسو نیولی دی.‌

05.11.2016 14:13    |   خوشحال آصفي څوک، ټرمپ که کلنټن؟

په داسې حال کې د امريکا متحده ایالاتو د ولسمشرۍ ټاکنو ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي؛ د ولسمشرۍ دواړه نوماندان په خپلو ټاکنيزو کمپاينونو کې بوخت دي. د دیموکرات ګوند نومانده هيلري کلنټن او د جمهوري غوښتونکو ګوند نوماند ډونالډ ټرمپ خپلو ځانونو ته په رايه ټولو بوخت دي. دواړه یو د بل پر سياستونو او تګلارو نيوکې کوي او هر يو يې په دې هڅه کې دی چې څنګه د خلکو ملاتړ ترلاسه کړي. تيره ورځ هیلري کلنټن د شمالي کاریلونا په ایالت کې خپلو پلویانو ته وویل چې سيال يې ډونالډ ټرمپ " په هر ځای کې لومړی د خپل ځان غم خوري او د دې پروا نلري چې څوک خفه کیږي. " همداراز میرمن کلنټن وویل چې ټرمپ میرمنو او اقلیتونو ته توهین کوي او دا چې هغه ډیر خطرناک دی.

27.10.2016 13:02    |   خوشحال آصفي لفظي بريدونه او خطرناک تورونه

په داسې حال کې چې د ولسمشر لومړي مرستيال جنرال دوستم تيره ورځ ولسمشر غني او اجرايه رييس عبدالله عبدالله په حکومت کې په قوم پالنې تورن کړل او يو شمير نور تورونه يې هم پرې ولګول؛ ولسمشرۍ ماڼۍ د دوستم په څرګندونو غبرګون ښودلی دی او دا يې د هيواد له اوسنيو شرايطو او د يو لوړپوړي دولتي چارواکي په توګه د هغه له مقام سره په ټکر کې بللې دي. جنرال دوستم تيره ورځ د خپلو پلویانو په غونډه کې وویل چې ولسمشر د ده واک او صلاحیتونه اخیستي دي او دی نور د واک د تمرکز ملاتړ نه کوي. ده د ملي امنیت رييس ښاغلی ستانکزی د ځان خلاف په دسیسې، د رباني په قتل کې په لاس لرلو او له طالبانو سره په همکارۍ تورن کړی دی. نوموړي دا هم ویلي چې ولسمشر غني یوازې د ملي امنیت شورا د سلاکار حنیف اتمر، د ملي امنیت د رييس معصوم ستانکزي او د خپل دفتر د رييس خبرو ته غوږ نیسي. اوس ارګ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې دغه تورونه د عدلي او قضايې ادارو له لوري هر اړخيزې څيړنې ته اړتيا لري څو د هغه صحت او نه صحت په ډاګه او د قوانينو په رڼا کې ورسره چلند وشي.

23.10.2016 18:19    |   خوشحال آصفي دولته ..! ننګرهار دې ولې هير دی؟

که څه هم دولت په ننګرهار کې د داعش په خلاف د عملياتو خبره کوي خو راپورونه وايې چې داعش يو ځل بيا په ننګرهار وحشت خپور کړی دی. د راپورنو له مخې تېره ورځ زیات شمېر داعشي وسله والو د پچیراګام ولسوالۍ په پاس پچیر سیمه کې د ولسي پاڅون کوونکو پر پوستو بریدونه وکړل، ګڼ شمير زلميان، ښځې او ماشومان يې ووژل او ويل کيږي تر اوولسو ډیر کورونه يې سوځولي دي. دا لومړی ځل نه دی چې داعش په ننګرهاریانو ناتار جوړوي بلکې دوه ځلې يې له دې وړاندې هم ننګرهاری ولس د غم په ټغر کينولی دی. څو مياشتو وړاندې هم داعشي وسله والو د ننګرهار په څو ولسواليو تهاجمي بريدونه وکړل، د خلکو کورونه يې وسوځول، خلک يې له ځانونو سره برمته کړل او ډیری يې د څټ له مخې حلال کړل. همداشان تير کال هم ننګرهاری ولس د داعش د ناتار شاهد و. تير کال يې هم سپين ږيري او تور ږيري په بمونو والوزول، د خلکو کورونه يې وسوځول او ماشومان يې په منځ دوه پړکه څيري کړل.

23.10.2016 01:33    |   خوشحال آصفي د سولې نوې کړکۍ؛ طالبانو ته د طيب آغا پر ځای مشوره

په داسې حال کې ويل کيږي له اسلامي حزب سره د افغان حکومت د سولې تړون له لاسليک وروسته وسله والو طالبانو هم له افغان حکومت سره پټې خبرې پيل کړي دي؛ اوس په تازه کې په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر پخواني مشر طيب آغا وسله والو طالبان وته د سولې نوې نسخه وړاندې کړې ده. سید طیب اغا په یوه لیک کې ویلي چې طالبان مشران دې له پاکستانه ووځي، بهرني جنګيالي دې له خپلو ليکو وشړي، د اميرالمومنين او امارت نومونه دې لغوه شي، په مسجدونو کې دې چاودنې بندې او د قطر دفتر ته دې واک ورکړل شي چې جامع تګلاره جوړه کړي. نوموړي له ملا هبت غوښتي هغه کسان له خپلو لیکو وباسي چې د پاکستان، ایران او نورو هیوادونو له استخباراتو سره مستقیم یا غیرمستقیم اړیکي لري.

19.10.2016 16:40    |   خوشحال آصفي کروړ پتي غريبان

په داسې حال کې چې په اوس وخت کې افغانستان ۸۰ سلنه برېښنا له ایران او د منځنۍ اسیا د دریو ګاونډیو تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان څخه دغه هیواد ته واردوي؛ يو شمير ښکرور په ميلونونو افغانۍ د بريښنا شرکت څخه پوروړي دي. د افغانستان د بریښنا شرکت چارواکو د دوشنبې په ورځ د خپلو ۷۳ پوروړو د نومونو یو لیست خپور کړ چې په کې د افغان حکومت برحال او د پخواني لوړپوړو چارواکو د نومونو سربیره د ملي شورا د یو شمیر غړو او زورواکو نومونه هم شامل دي. جالبه يې دا ده چې په دې ليست کې د ژونديو زوراکانو تر څنګ ښکرور مړي هم ياد شوي چې په مړينه يې هم په لکونو افغانيو برېښنا مصرف کړې او پوروړي دي.

16.10.2016 00:27    |   خوشحال آصفي پاکستان اوبو اخيستی؛ ځګ ته هم لاس اوچوي

د وروستيو راپورونو له مخې ويل کیږي د طالب نوي مشر ملا هبت الله په مشرۍ د طالبانو پلاوی روسيې ته په سفر تللی دی. مسکو ته د دغه پلاوی د تګ انګېزه معلومه نه ده خو ويل کيږي چې ځینې هېوادونه او روسیه غواړي، له طالبانو په سیمه ییزو موضوع ګانو کې استفاده وکړي. بل لور ته ويل کيږي چې له ملا هبت الله سره د اختلاف له امله د پاکستان څارګرې ادارې ۳ طالب مشران نیولي دي. د راپورونو له مخې د پاکستان څارګرې ادارې دغه طالب چارواکي د کوټې په ختیځ لور پټلۍ پمپ سیمه کې نیولي دي. په نیول شول کسانو کې د طالبانو مالي مسوول ملاعبدالصمد ثاني، د دایکندي له پاره د طالبانو له خوا پخوانی ټاکل شوی ولسوال سلیمان اغا او د طالبانو د سترې محکمې رییس ملا عبدالله نانی چې د طالبانو د کوټې شورا مهم غړي دي، شامل دي.

08.10.2016 11:10    |   خوشحال آصفي ډالرې راروانې دي؛ خو له غلو يې څنګه ساتلی شو؟

په داسې حال کې چې د بروکسل له غونډې وړاندې اوازې وې، چې افغانستان د بروکسل کنفرانس ته کومه لاسته راوړنه نه لري او ښايي له افغانستان سره د یوه کال له پاره د ۳ میلیارډو ډالرو مرستو ژمنې وشې، ولسمشر غني په دې توانيږي چې نړيوالو قناعت ورکړي او مرسته کوونکي هيوادونه له افغانستان سره لا ډیرو مرستو ته چمتو کړي. په دغه کنفرانس کې د نړۍ مرستندویه هېوادونو او نړیوالو سازمانونو له افغانستان سره د راتلونکو څلورو کلونو له پاره ټولټال ۱۵،۲میلیارده ډالره مرسته اعلان کړه. ولسمشر محمد اشرف غني غونډې ته په خپله وینا کې وویل، چې افغانستان فساد سره د مبارزې، اقتصادي ودې او بشري حقونو برخه کې پرمختګ کړی دی، خو ټینګار يې وکړ، چې دغه هېواد اوس هم د نړیوالې ټولنې قوي ملاتړ ته اړتیا لري.

28.09.2016 12:08    |   خوشحال آصفي څوک مشروعيت نه لري، حکومت که اجرايه رياست؟

په رسنيو کې له کابو څو مياشتو راهيسې د ملي يووالي حکومت د مشروعيت په تړاو بحثونه روان و خو کله چې د سنبلې مياشتې په ۲۹ نيټه د ملي يووالي حکومت مشرانو تر منځ د سياسي هوکړه ليک نيټه پايته ورسيده؛ دغه بحثونه خورا تاوده شول. همدا تيره ورځ هم د مسعود بنياد مشر احمدولي مسعود د حکومت د دوه کلنې دورې په نوم جوړې شوې غونډې کې د حکومت مشروعيت پايته رسيدلی وباله. مسعود وويل د دوو ټاکنيزو ټيمونو د مسولانو تر منځ د شوي هوکړه ليک پر اساس ياد حکومت د دوو کلونو لپاره رامنځته شوی و چې اوس يې موده پايته رسيدلې او حکومت خپل سياسي او حقوقي مشروعيت له لاسه ورکړی دی. دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې ډاکټر عبدالله په ارګ کې د ولسي تړون د ملي پروګرام د پرانیستلو غونډې ته په وينا کې د حکومت د مشروعیت په باب د خلکو پوښتنې او اندیښنې ته غبرګون وښود او د هغوی دا اندیښنې یې بې ځایه وبللې. اجرائیه رئيس د یو شمیر افغان سیاسیونو پر څرګندونو، چې ګواکې د اوسني حکومت د کار موده پوره شوې د نیوکه وکړه او ویې ویل، چې د ملي یووالي حکومت پر ځای د بل حکومت جوړول یو خوب دی.

26.09.2016 12:15    |   خوشحال آصفي څو پوښتنې چې سيما سمر يې بايد ځواب کړي

د افغانستان د بشري حقونوپه اصطلاح خپلواک کمیسیون د اسلامي حزب له مشر ګلبدین حکمتیار څخه غواړي چې په جګړو کې د ښکېلتیا له امله له افغانانو بښنه وغواړي. د دغه کمیسیون مشره سیما سمر ټینګار کوي‌ که څه هم دوی د سولې او د شخړو د حل پلوي دي، خو هیڅکله هم نه غواړي چې د بشري حقونو سرغړونکي وبخښل شي او د خلکو حق دې تر پښو لاندې شي. سیما سمر ټینګار وکړ په افغانستان کې ځیني داسې جنایتونه ترسره شوي چې اصلآ د هیریدو نه دي. سيما سمر په داسې حال کې له حکمتياره غواړې له خلکو بخښنه وغواړي چې تیره اونۍ د اسلامي حزب یوه غړي قریب الرحمان سعید له خلکو بخښنه غوښتې وه. هغه ویلي وو هر زیان چې خلکو ته رسیدلی وي، زموږ خپل زیان دی، که څوک شهید شوی یا ټپي شوی وي په طبیعي توګه ورڅخه بخښنه غواړو. ده همدا راز ښاغلي سعید ویلي وو د جنګي جرمونو عاملینو ته د سزا ورکولو لپاره باید په افغانستان کې صلاحیت لرونکې محکمه دې جوړه شي او د حزب اسلامي په ګدون کې دې ټول هغه کسان چې په کورنیو جګړو کې لاس لري د افغانستان خلکو ته دې حساب ورکړي.

24.09.2016 10:10    |   خوشحال آصفي له اسلامي حزب سره سوله، په نورو ډلو يې اغيز او د حکمتيار مسوليت

که څه هم اسلامي حزب او افغان دولت ترمنځ‌ د سولې مذاکرات له نژدې دوه کالونو راهیسې روان ول چې وخت ناوخته ټکني کېدل او د حکومت په داخل کې یو شمېر کړیو او د اسلامي حزب پخواني مخالفینو یې مخالفت کاوه؛ خو بلاخره تيره ورځ په کابل کې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د استازو او د ګلبدین حکمتیار د اسلامي ګوند د استازو ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شوه. د سولې هوکړه لیک د دولت له خوا د ملي امنیت د شورا د مشر حنیف اتمر او د اسلامي ګوند د یوه استازي انجنیر امین کریم ترمنځ وروسته له هغه لاسلیک شو چې د اسلامي ګوند د استازو په شمول د غونډې ټول برخه وال د افغانستان مقدس ملي سرود ته د درناوي په نیت ودرېدل.

21.09.2016 11:35    |   خوشحال آصفي حکومت دوه کلن شو، لاسته راوړنې ډيرې لري که ننګونې؟

د ولسمشر په توګه د محمد اشرف غني، د اجرايه رييس په توګه د عبدالله عبدالله او د افغان حکومت په توګه د ملي يووالي حکومت دوه کاله پوره شول. په دغه دوه کلنه دوره کې هم افغان حکومت او هم افغان ولس د پراخو بدلونو او پيښو شاهد دی. طبعي ده چې د ملي يووالي حکومت به لاسته راوړنې او ننګونې دواړه لري. خو پوښتنه دا ده چې د ملي يووالي حکومت چې په راس کې دوه ښاغلي ډاکټران ځای لري؛ لاسته راوړنې او که ننګونې ډيرې لري؟

18.09.2016 11:40    |   خوشحال آصفي د افغانستان اقتصادي خپلواکي او د پاکستان ناهيلي

وروسته له هغه چې افغان حکومت له پاکستان سره د سوداګرۍ په ترانزيتي هوکړه کې د هندوستان د شامليدو غوښتنه وکړه او امريکا هم د افغانستان د دې غوښتنې ملاتړ وکړ؛ پاکستان د افغان ولسمشر پر څرګندونو ناهیلي څرګنده کړه. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تيره ورځ د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني په وروستيو څرګندونو چې په ترانزیتي موافقه کې یې د هند د شاملېدو په اړه کړې وې؛ نهیلي وښوده، هغه یې بې ګټې وبللې او ویې ویل چې غني د پاکستان هغه هڅې یو مخ له پامه غورځولي دي چې په افغانستان کې یې د سولې او ثبات لپاره کړي دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی نفیس زکریا په يوه اعلاميه کې يو ځل بيا خپلې تکراري خبرې کړي او ويلي دي: په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره پر خپلې ژمنې ولاړ یوو، پاکستان کلک باور لري چې په افغانستان کې سوله او ثبات د ټولې سیمې د سولې او ثبات لپاره ضروري دي.

18.09.2016 11:33    |   خوشحال آصفي د کابل ـ ډهلي اړيکو ولې د پاکستان په نس کې درد کړی دی؟

وروسته له هغه چې افغان ولسمشر هند ته سفر وکړ او هندوستان ژمنه وکړه چې د افغانستان د انکشافي پروژو لپاره به يو مليارد ډالره مرسته کوي او همداراز د دواړو هېوادونو مشرانو بېلا بېلو برخو کې درې تړونونه لاسليک کړل؛ دغه کار په يو ډول د پاکستان غصه پارولې ده. د هند او افغانستان نږديوالي پاکستان اندېښمن کړی او وېره لري چې هند د افغانستان له لارې پاکستان په نښه نه کړي. د پاکستان د باندنيو چارو وزارت وياند نفيس ذکريا له امريکا غږ اشنا سره په مرکه کې ويلي چې نه غواړي هيواد يې د کابل ـ ډهلي اړيکو په نيږديوالي تبصره ولري خو خبرداری يې ورکړ، که چيري هند د افغانستان له خاورې د پاکستان ګټې په نښه کړي؛ اسلام آباد به په کراره کينني. ذکریا همدارنګه زیاته کړې چې د افغانستان ځمکه باید د هیڅ هېواد د ګټو په ضد ونه کارول شي. ذکریا وايي چې موږ تېرو کلونو کې هم دغه ډول څرګندونې کړې وې او راتلونکي کې به هم دا خبره پټه ونه ساتو.

11.09.2016 12:32    |   خوشحال آصفي د نواز شريف مکارتوب

په داسې حال کې چې پاکستان د روان کال د دسمبر یو دېرشمه نېټه په پاکستان کې د مېشتو افغانانو لپاره وروستی ضرب الاجل ټاکلی و؛ تيره ورځ د دغه هیواد صدراعظم نوازشریف د افغان کډوالو د اوسېدو موده د ۲۰۱۷ م کال د مارچ تر میاشتې اوږده کړې ده. نواز شریف ویلي چې د افغانستان کډوال د ۲۰۱۷ کال د مارچ میاشتې ترپایه پاتې کېدلی شي. نوموړي، دا پرېکړه د پاکستان د کابینې په غونډه کې کړې، او د سرحدونو وزیر عبدالقادر بلوچ ته يې امر کړی، چې په دې لړ کې دې د افغان کډوالو د مشرانو ترڅنګ له ځايي سیاسي او قبایلي مشرانو سره هم سلا مشورې وکړي. د کابل او اسلام اباد ترمنځ په دې وروستیو کې پر سرحدي مسايلو تر شخړو وروسته پاکستان کې کډوال ددغه هېواد د پولیسو لخوا ځورول کيږي او بنديان کیږي. په دې لړ کې ډېر شمېر کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي چې د رسمي سرچینو په وینا دا بهیر ډېر توند شوی. خو د پاکستان لومړي وزیر ویلي؛ د افغانستان خلک ددوی ورونه او مېلمانه دي او څوک به پرېنږدي چې هغوی د پاکستان په خاوره کې وځوروي. دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د افغان مهاجرو کمیشنر ډاکتر عمران زېب ويلي و، له لوی اختره وروسته به هره میاشت ۲ لکه ۴۰ زره افغانان خپل هیواد ته استول کېږي.

08.09.2016 10:27    |   خوشحال آصفي سوله په طرحه نه بلکې د طرحې په عملي کولو راځي

په داسې حال کې چې د پګواش موسسه په افغانستان کې له ۲۰۱۱م میلادي کال راهیسې د سولې په برخه کې فعالیتونه کوي او په دې اړه يې تر اوسه څو ناستې جوړې کړې دي؛ اوس په تازه کې يو ځل بيا غواړي، چې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د خبرو اترو په اړه یوه ځانګړې کړنلاره جوړه کړي. دغې کاناډايي بنسټ تيره ورځ په همدې موخه په کابل کې له مدني فعالانو، د پوهنتون استادانو، قومي مشرانو، دیني عالمانو، ښځو او د پارلمان له ځينو غړو سره د " د افغانستان د سولې پروسې څخه ملاتړ، وړاندیزونه او نظریات" تر نامه لاندې غونډه وکړه. د پګواش بنسټ د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو اترو په موخه د یوې ځانګړي کړنلارې او چوکاټ په جوړولو بوخت دی.

05.09.2016 12:52    |   خوشحال آصفي د پاکستان نوې لوبه

په داسې حال كې چې هند غواړي نوي ډیلي ته د ولسمشر غني د سفر په لړ کې افغانستان ته نوره پوځي مرسته اعلان کړي؛ افغان طالبانو له هنده وغوښتل چې د افغانستان حکومت ته وسلې او جنګي څرخکې ورنه کړي. طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ويلي «اسلامي امارت دا اقدام په کلکو ټکو غندي، دا ډول اقدامات به د دوو هیوادونو د ولسونو ترمنځ بې باوري زیاته کړي او د اړیکو د لا زیاتې خړپړتیا سبب شي.» دا خبر پاکستانۍ ورځپاڼې ډيلي ټايمز خپور کړی او د طالب وياند زبيح الله مجاهد له خولې وايې «د کابل له حکومت سره د وژونکو وسلو مرسته زموږ د هیواد له خلکو سره دوستي نه بلکې د بهرنیو تر ملاتړ لاندې جنایتکارې ډلې ملاتړ ګڼل کېدای شي او په زغرده زموږ له خلکو سره دښمني ده.»

01.09.2016 09:24    |   خوشحال آصفي افغان حکومت د بروکسل ناستې ته کومې لاسته راوړنې لري؟

ټاکل شوې په راتلونکو څو اونيو کې د ملي يووالي د حکومت مشران په لندن کې د بروکسل په کنفرانس کې ګډون وکړي. افغان حکومت بايد په ياد کنفرانس کې نړيوالو مرستندویه هيوادونو ته د هغه څه په اړه چې د ملي يووالي حکومت مشرانو ورسره ژمنه کړې وه؛ قناعت ورکړي تر څو په راتلونکې کې د نورو مرستو جلب و جذب ته زمينه برابره شي. د ملي يووالي د حکومت مشران بايد په ياد کنفرانس کې نړيوالو ته د کړيو ژمنو لکه د ټاکنيز نظام اصلاح، د هيواد د امنيت ښه والي، د هيواد د اقتصادي وضعيت ښه والي، له فساد سره د مبارزې او ښې حکومتولۍ ترسره کولو اړوند قناعت ورکړي څو نړيوال له افغانستان سره په راتلونکې کې هم همکار پاتې شي. خو پوښتنه دا ده چې حکومت څومره له افغان ولس او نړيوالو سره خپلې کړې ژمنې پوره کړې دي او په ياد کنفرانس کې به له کومو لاسته راوړنو سره ګډون وکړي؟

30.08.2016 11:56    |   خوشحال آصفي د کميسيونونو حکومت

په افغانستان کې که هره لويه او زړه بوږنوونکې پيښه رامنځته شوې ده؛ حکومت يې د څيړلو او ارزولو لپاره کميسيون ټاکلی او تر ډیره يې په همدې اساس د پيښې اړوند د ولس د غبرګون مخنيوی کړی دی. خو له بده مرغه چې له پيښې د څه مودې وخت په تيريدو وروسته بيا پيښه هم ياده وځي، ورته ټاکل شوی کميسيون هم او د کميسيون پايلې هم. ولس نه د کميسيون له کاره خبر شي او نه د يادې پيښې اړوند د کميسيون د څيړنو پايله له ولس سره شريکيږي. تر ډیره د کميسيونونو تشکيل هم حکومتي وي ځکه خو ځينې خلک يې څيړنې او موندنې نه مني.

29.08.2016 10:56    |   خوشحال آصفي د نظامي ښوونځي او د امريکايي پوهنتون بريد وروسته غبرګونونه

د ۱۳۹۳ کال د ليندۍ پر ۲۵ د پېښور پر پوځي ښوونځي خونړی بريد وشو چې په کې نږدې ۱۵۰ کسان ووژل شول او ۱۲۰ نور ژوبل شول. پاکستان هغه مهال سمدستي خپل غبرګون افغان لوري ته وښوده او لوړ پوړي مقامات يې کابل ته راورسيدل. دوی هغه وخت پر ښوونځي بريد کوونکي وسله وال له افغان حکومت څخه وغوښتل او له څه مودې وروسته افغان حکومت پر ياد ښوونځي بريد کوونکی وسله وال د بي پيلوټه الوتکې په بريد کې وواژه. اوس تيره ورځ په کابل کې په افغان امريکايي پوهنتون خونړی بريد وشو چې په کې ۱۳ تنه شهيدان او ۴۵ نور ټپيان شول. افغان ولسمشر له پيښې وروسته سمدستي د پاکستان د پوځ له مشر راحيل شريف سره اړيکې نيولې او په ټينګه يې ترې غوښتې چې د بريد سمبالوونکو په وړاندې دې جدي او عملي اقدام وکړي.

25.08.2016 10:44    |   خوشحال آصفي پارلماني نظام؛ یعنې افغانستان په منځ دوه نيمه کول

د افغانستان د ستراتيژيکو مطالعاتو مرکزد اوسني نظام د سياسي جوړښت په هکله يوه نوې سروې خپره کړې. په دې سروې کې چې د اوسني نظام د سياسي جوړښت په هکله د لسو ولايتونو له خلکو پوښتنې شوي؛ ويل شوي چې په سلو کې ٢٩د پارلمانی نظام او په سلو کې ٢٢ صدارتی رياستی نظام پلوي دی چې په مجمع کې په سلو کې ٥١ د نظام بدلون غواړي او ۴٩ سلنه نور بیا رياستي نظام ټينګول غواړي.

17.08.2016 22:23    |   خوشحال آصفي د وياړونو او سرلوړۍ ورځ

نن د وياړونو ورځ ده، نن د افغان ولس د سرلوړۍ ورځ ده، نن د افغانانو د غرور ورځ ده، نن د افغان ولس حماسه جوړوونکې ورځ ده، نن هغه ورځ ده چې په کې د انګريزي استعمار پوزه په خاورو ککړه شوه، نن هغه ورځ ده چې اتلانو مو د ښکيلاګر ښکرونه ورمات کړل، نن د غازي امان خان د سپيڅلې کارنامې د يادولو ورځ ده، نن د غازى امان الله خان د جاه و جلال ورځ ده، نن د افغانستان د کمال او جمال ورځ ده، نن د زمري اته ويشتمه ده، نن د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده. درې کم پوره سل کاله وړاندې؛ د ۱۲۹۸ کال د زمري په اته ويشتمه د افغانستان د خپلواکۍ اتل او وياړلي شخصيت غازي

16.08.2016 20:43    |   خوشحال آصفي مونږ د ډوډۍ؛ دوی د څوکۍ ليوني

افغانستان اوس مهال له ډیره سختو امنيتي، اقتصادي او سياسي حالاتو سره لاس او ګريوان دی. د افغانانو او افغانستان دښمن په کمين کې ناست دی او د فرصت انتظار باسي، اقتصاد ورځ تر بلې رکود کوي، په اداراتو کې فساد اوج ته رسيدلی، کارونه نشته، هره ورځ په لسګونو هيوادوال د بيلابيلو لاملونو له مخې له هيواده تيښته کوي، امنيتي حالات ورځ تر بلې ترينګلې کيږي، هره ورځ د ولسواليو د سقوط خبرونه ورکول کيږي. همدا اوس هم راپورونه وايي طالبانو د بغلان ولايت د دهنه غوري ولسوالي یو ځل بیا نیولې ده. ځايي اوسيدونکي وايي چې ۵ مرمۍ ضد ټانکونه او ۱۲ رینجرونه هم طالبانو نیولي دي. دغه راز د طالبانو لاس ته د مرکزي بغلان د لوېدو خبرې کېږي خو کره سرچینو تراوسه پوري دا خبره تایید کړې نه ده. همدا شان تيره ورځ وسله والو طالبانو د نورستان ولايت وانټ وايګل ولسوالۍ د نيولو لپاره پر افغان امنيتي ځواکونو بريدونه وکړل، بل لور ته د هلمند ولايت د خانشين، ګرمسير او موسی کلا ولسواليو د سقوط خبرونه هم ورکول کيږي. همداراز په تير کې د کندز قلعه ذال، د سرپل ولايت د کوهستاناو، د فارياب ولايت د غورماچ او ګرزيوان، د ارزګان ولايت د چارچينو او د نورو ډیری سيمي د سقوط خبرونه ورکړل شويدي.

15.08.2016 20:55    |   خوشحال آصفي پاکستان خپل ډول ته په خپله ونڅوئ

ويل کيږی د پاکستان د ملي امنيت سلاکار يو ځل بيا د سولې ډول غاړې ته اچولی دی. د راپورونو له مخې سرتاج عزيز د افغانستان د سولې په ټپه ولاړ بهیر د بیا شروع کېدو په هکله خوشبیني څرګنده کړې. نوموړي د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د افغانستان د سولې خبرې چې د ملا عمر د مړینې او وروسته د ملا منصور د وژل کېدو وروسته وځنډیدې، په راتلونکو څو اونیوو کې بیرته پیلیدای شي. خو په تير کې د پاکستان د دوه مخي پاليسۍ له کبله اوس داسې نښې نښانې نه ترسترګو کېږي چې کابل دې د سولې د بهیر سره چې پاکستان په کښي دخیل وي، د یوځای کیدو لیوالتیا او چمتووالی ولري.