د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خبري څانګه

14.01.2010 06:48    |   خبري څانګه د میدان وردګ د ولایتي شورا نوو غړو ترمنځ ټاکنې ترسره شوې

د میدان وردګ ولایت د ولایتي شورا نوې غړې ددې ولایت اړنده ادارو مسولینو ته ددې ولایت والي محمد حلیم فدایي لخوا وپیژندل شول او هم د دوۍ ترمنځ خپل منځي ټاکنې د ځارونکو د نظر لاندې ترسره شوې.

13.01.2010 14:45    |   خبري څانګه د جرمني د پارلمان غړی: له افغانستان څخه وتل به هلته حالات نور هم خراب کړي. کارټون

د جرمني د پارلمان غړی: له افغانستان څخه وتل به هلته حالات نور هم خراب کړي

11.01.2010 08:34    |   خبري څانګه په میدان وردګ کې معلولینو،شهیدانو او اړو کورنیو سره مرستې وشوې

دمیدان وردګ ولایت د(۵۰۶۸ ) شهیدانو،معلولینو،معیوبینو او اړو کورنیو سره د (۹۱۵) ټنو خوراکي توکیو مرستې چې دنړیوال خوراکي سازمان (WFP) په مالي لګښت ددې ولایت والي محمد حلیم فدایی لخوا دویش چارې پیل شوې.

10.01.2010 18:32    |   خبري څانګه په اماراتو کې محکمې د یو افغان تعذيبونکي امير ته برائت ورکړ

محکمې وويل چې شيخ عيسی ته دسيسه جوړه شوې وه او د یو مخدره توکي د نشې له وجې یې د افغان په تعذيبولو لاس پورې کړی و. محکمې ته د شيخ عيسی مدافع وکيل ويلي و چې د نوموړي دوه امريکايي=لبناني ملګرو ورته نشه ورکړې وه او بيا یې د نوموړي فيلم اخيستی او په انترنت خپور کړی و.

10.01.2010 13:46    |   خبري څانګه وزارتونو ته د نوماندۍ مارکېټ ګرم دی، کارټون

وزارتونو ته د نوماندۍ مارکېټ ګرم دی، کارټون

10.01.2010 12:37    |   خبري څانګه پاکستان ناټو ته د کارتوسو برابرولو وړانديز وکړ

د پاکستان د بهرنیو چارو وزير محمود قريشي وايي چې د انګلستان د بهرنيو چارو وزير ډيويډ ميلبنډ ته یې په افغانستان کې د انګلستان او نورو ايتلافي ځواکونو د استعمال لپاره د پاکستاني کارتوسو وړانديز کړی دی.

05.01.2010 07:12    |   خبري څانګه دمیدان وردګ دملي امنیت مسولینو چاودیدونکي مواد کشف کړل

دمیدان وردګ ولایت مطبوعاتي مسوولین وايي چې د دې ولايت د ملي امنیت مسولینو د مرغومې په ۱۳ مه دجلریز ولسوالۍ په مربوطاتوکې یوشمېر چاودیدونکي توکیې چې د ((تخریبي اعمالو)) په موخه ځای پرځای شوې وو کشف او ددې ریاست ته یوړل شول.

04.01.2010 09:49    |   خبري څانګه د کابينې په اړه د ولسي جرګې پرېکړې هېواد د بحران سره مخ کړی دی

ولسمشر حامد کرزي ته نږدې سرچينې وايي چې ولسمشر داسې تمه نه کوله چې د کابينې دوه په درې برخه به ولسي جرګه ونه مني. سرچينه وايي چې ولسمشر د یو څو وزيرانو د ردېدلو تمه لرله خو دومره هم نه چې د کابينې ۱۷ وزيران دې په یو وار رد شي.

02.01.2010 14:10    |   خبري څانګه ولسي جرګې مخدوم رهين ته د باور رايه ورکړه او خپل باور یې بايلود

نن د افغانستان ولسي جرګې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لپاره نوماند وزير مخدوم رهين ته د باور رايه ورکړه. مخدوم رهين پخوا دوه ځلې همدې وزارت ته د ولسي جرګې له خوا نه و منل شوی.

02.01.2010 12:59    |   خبري څانګه ولسي جرګې ۷ وزيرانو ته باور او ۱۷ نورو ته د نه باور رایې ورکړې. بشپړ رپوټ او جدول

په ولسي جرګه کې له نن سهار راهيسې د ولسمشر حامد کرزي له خوا د وړاندې شوې کابينې لپاره د باور/نه باور رایه ورکونې پروسه روانه ده.

02.01.2010 10:02    |   خبري څانګه په ولسي جرګه کې د وړاندې شوې کابينې لپاره د باور/نه باور پروسه روانه ده

په ولسي جرګه کې له نن سهار راهيسې د ولسمشر حامد کرزي له خوا د وړاندې شوې کابينې لپاره د باور/نه باور رایه ورکونې پروسه روانه ده.

30.12.2009 09:40    |   خبري څانګه متعصب مخدوم رهين ولسي جرګې ته خپل پلانونه وړاندې کړل

د ولسمشر حامد کرزي له خوا داطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته نوماند متعصب او فاشيست مخدوم رهين پرون د افغانستان ولسي جرګې ته ځان وروپېژاند او د وينا په دوران کې یې د ځان د سپيناوي کوښښ وکړ.

30.12.2009 08:12    |   خبري څانګه طالبان وايي په ۲۰۰۹ کال کې یې خپل تلفات ۵۴۰ کسان او د دولت او بهرنيانو تلفات ۱۸۵۷۷ دي

د افغان دولت مخالفې وسلوالې ډلې (طالبانو) ټول افغان ته په یوه خبرپاڼه کې چې د ۲۰۰۹ کال رپوټ یې بولې ويلي دي چې په ۲۰۰۹ کال کې یې د دولت او بهرنيانو ۱۸۵۷۷ پوځيان وژلي او ژوبل کړي دي.

24.12.2009 07:56    |   خبري څانګه د تورې بوړې محاذ په ننګرهار کې د ۶ امريکايانو د وژلو دعوه کوي

دتورې بوړېجهادي محاذ په نامه د یوې وسله والې ډلې ویاند قاري سجادټول افغان ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي دي چې ((نن ماسپخین ناوخته تقریبا درې بجې دننګرهار ولایت دخوګیاڼو ولسوالۍ مربو‌ط دګړباوي په سیمه کې یې دامریکایي عسکرو یو ټانګ)) له منځه وړی دی.

23.12.2009 11:17    |   خبري څانګه په راروانه کابينه کې د پښتنو ونډه ۳۰٪ ته راټيټه شوه، د سواد او ښاري پراختيا وزيران هم اعلان شول

د افغانستان ولسي جرګې ته په وړانديز شوې کابينه کې د افغانستان د اکثريت خلکو (پښتنو - ۶۵٪ نفوس) برخه ٪۳۰ ته ټيټه کړای شوه. درې ورځې وړاندې دا ونډه ۲۴٪ وه خو د ډېرو نيوکو په پايله کې ولسمشر حامد کرزي دوه نور وزيران (وږمه زرمتي د سواد او یوسف پښتون د ښاري پراختيا وزير) هم ولسي جرګې ته وروپېژندل. په دې ترتيب له ۲۶ وزارتونو ۸ یې پښتنو ته ورکړل شوي دي. او پاتې ۱۸ وزراتونه د زورواکانو ترمنځ ويشل شوي دي.د افغانستان په تاريخ کې لومړی ځل دی چې په حکومت کې د پښتنو ونډه تر دې کچې راټيټېږي.

23.12.2009 10:51    |   خبري څانګه ولسمشر کرزي خپلو پلويانو ته په ولسي جرګه کې د کابينې د ردولو لپاره شنه رڼا وښوده

پرون ولسمشر حامد کرزي د ناټو سرمنشي اندریس فوګ راسموسن سره په یو ګډ کنفرانس کې د یوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې ولسي جرګه حق لري چې ورپېژندل شوي نوماند وزيرانو ته د باور رايه ورنکړي.

23.12.2009 08:42    |   خبري څانګه په ولسي جرګه کې د حامد کرزي پلويان د نوې کابينې په جوړښت خوښ نه دي

د ولسي جرګې یو شمېر غړو چې په ټاکنو کې ولسمشر حامد کرزي ته کمپاين کاوه له نوموړي خفه دي او د هغه د کابينې په جوړښت نيوکې کوي.

23.12.2009 07:46    |   خبري څانګه شلګری: له کرزي څخه وزارتونه په بدمعاشۍ اخيستل شوي دي

د ولسي جرګې غړی عبدالجبار شلګري بېګاه په یوه تلويزيوني مرکه کې وویل چې د نوې کابينې له جوړښت څخه خوښ نه دی او ویې ویل چې له حامد کرزي څخه د وزارت پوستونه په بدمعاشۍ اخيستل شوي دي.

22.12.2009 09:28    |   خبري څانګه مخدوم رهين او عبيدالله عبيد د فهيم له خوا د خپلو موخو پلي کولو لپاره وزارتونو ته نوماندان شوي دي

ټول افغان ته باوري سرچينه ويلي دي چې دوه متعصب او فاشيست نوماند وزيران هر یو مخدوم رهين او عبيدالله عبيد د اطلاعاتو او کولتور او لوړو زده کړو وزارتونو لپاره د مارشال محمد قسيم فهيم له خوا غوره شوي دي.

21.12.2009 08:59    |   خبري څانګه شنونکي: راتلونکي پنځه کلونه به د توکميز او ژبنيز حساسيتونو ډک وي

شنونکي په دې باور دي چې په کابينه کې د متعصبو او فاشيستو کسانو د ګمارلو څخه جوتېږي چې حامد کرزی فساد سره په مبارزه کولو کې دروغژن دی او لکه د تېر په څېر به د حساسيتونو راپارولو له لارې خپل حکومت کولو ته دوام ورکړي.

21.12.2009 08:54    |   خبري څانګه په وړانديز شوې کابينه کې د پښتنو برخه ۲۴٪ ده

د افغانستان ولسي جرګې ته په وړانديز شوې کابينه کې د افغانستان د اکثريت خلکو (پښتنو) برخه ۲۴٪ ده. د افغانستان په تاريخ کې لومړی ځل دی چې په حکومت کې د پښتنو ونډه تر دې کچې راټيټېږي.

20.12.2009 12:59    |   خبري څانګه د ننګرهار ملي تلويزيون په دوبۍ کې د افغانانو په ژوند پروګرامونه ثبت کړل

د ننګرهار ملي تلويزيون متحده عربي اماراتو ته د افغانانو په اړه د پروګرامونو جوړولو لپاره یوه پلاوی لېږلی دی او په دې موخه یې د اماراتو په بېلابېلو ښارونو کې د افغانانو سره ليدلي دي.

16.12.2009 07:31    |   خبري څانګه متعصب او فاشيست مخدوم رهين بيا وزير کېږي

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ بدنامه او توره څېره مخدوم رهين چې له پښو ترسره متعصب او افغان ضد کس دی یو ځل بيا د ولسمشر کرزي له خوا په نوي کابينه کې د وزير په توګه منل شوی دی.

09.12.2009 08:17    |   خبري څانګه په لغمان کې پوليسو خبريالان ووهل او ډزې یې پرې وکړې

د لغمان په ولايت کې د لاريون په مهال د ملي اردو او ملي پوليسو له خوا یو شمېر ژورناليستان وهل شوي دي. له وهلو برسېره پرې ډزې هم شوي دي خو کوم ژورناليست ژوبل شوی نه دی.

02.12.2009 00:03    |   خبري څانګه په اماراتو کې د افغانستان سفارت او کونسلګرۍ د افغان لوبډلې هيڅ پوښتنه ونکړه

په عربي متحده اماراتو کې دافغانستان په نامه سفارت او کونسلګرۍ د افغان کرکټ لوبډلې هيڅ ډول پوښتنه او هرکلی ونه کړ. دا په داسې حال کې چې افغان لوبډلې په همدې ښار کې دوه اونۍ تېرې کړې او پرله پسې اوه لوبې یې وګټلې او په سيالۍ کې شريکې ټولې لوبډلې یې ماتې کړې.