د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خبري څانګه

09.04.2010 20:47    |   خبري څانګه د کوېت چارواکو له پنځوسو زيات د کرکټ مينه وال افغانان زنداني کړي دي

له کوېت څخه یو شمېر افغانانو چې ټول افغان ورسره اړيکي ونيولې د تيلي فون په ليکه وويل چې احمدی پوليس چوڼۍ کې شل او په یوه بله چوڼۍ کې یو دېرش افغانان زنداني دي. معلومه نه ده چې په نورو چوڼيو کې به څومره افغانان بنديان وي خو لومړي رپوټونو ويلي و چې تر اويا زيات افغانان کويتي پوليسو د افغانستان اونېپال د لوبې له پای ته رسېدو څخه وروسته زندان ته اچولي دي.

08.04.2010 15:55    |   خبري څانګه د پاکستان قومي اسامبلې د اساسي قانون تعديلات ومنل چې د خيبر پښتونخوا نوم هم په کې شامل دی

د پاکستان قومي اسامبلې - ولسي جرګې - د دې هېواد په اساسي قانون کې وړانديز شوي بدلونونه ومنل چې د ۱۸م بدلون په نوم يادېږي.

06.04.2010 09:15    |   خبري څانګه نيويارک پوسټ د افغان مشرتابه سپکاوي ته خوله واچوله

د امريکا له نيويارک څخه خپرېدونکي نيويارک پوسټ ورځپاڼې د نن ورځې په ګڼه کې د افغان ولسمشر سپکاوی کړی دی او په ډېره بې ادبۍ یې په سرمقاله کې ليکلي دي چې ((حامده، ورځه).

04.04.2010 10:55    |   خبري څانګه لويې څارنوالۍ د صديق چکړي د نيولو پخلی وکړ

د افغانستان لوی څارنوال الکو رسنيو ته وويل چې د حج او اوقاف پخوانی سرپرست وزير او د ملي متحدې جبهې او پخوانۍ شمالي ټلوالی مخکښ غړی محمد صديق چکړی په لندن کې نړيوال انترپول د اختلاس په تور نيولی دی.

04.04.2010 09:14    |   خبري څانګه کرزی او ملګري یې پر بهرنيانو باور نه لري

ټول افغان ته باوري سرچينې چې ولسمشر حامد کرزي ته نږدې ده ويلي دي چې ولسمشر کرزی او کاري ډله يې په بهرنيانو او د بهرنيانو په موخو باور نه لري.

01.04.2010 10:44    |   خبري څانګه اسفنديار ولي د سرحد په خيبر پښتونخوا بدلولو خوښ دی. په پښتونخوا کې جشنونه دوام لري.

اسفنديار په پېښور کې رسنيو ته په مطبوعاتي کنفرانس کې وويل چې ((نن د پاکستان په نقشه کې د پښتونخوا نوم راښکاره شو)). اسفنديار د پاکستاني ولسمشر اصف علي زرداري او د مسلم ليګ د ګوند مشر نواز شريف مننه وکړه چې د ايالت د نوم په بدلولو ورسره سلا شول. اسفنديار وويل چې خوښ دی

01.04.2010 08:07    |   خبري څانګه د سرحد ايالت نوم په خيبر-پښتونخوا واوښت

د پاکستان د پارلمان په قومي اسامبله او سنا کې بېلابېل سياسي ګوندونه په دې سلا شول چې د پاکستان په اساسي قانون کې ۹۳ بدلونونه راولي چې د شمالي جنوبي سرحد ايالت نوم بدلول هم په کې شامل دي.

30.03.2010 07:47    |   خبري څانګه صديق چکړی په لندن کې د اختلاس په تور نيول شوی دی

په صديق چکړي تور دی چې د وزارت په مهال یې اختلاس کړی دی. د نوموړي د وزارت په مهال د کابل په هوايي ډګر کې د بسکټو په ډبو کې بند لکونه ډالر نيول شوي وو چې ويل کېدل د چکړي په شمول د وزارت یو شمېر چارواکو په حج کې اختلاس کړي و او افغانستان ته يې په غلا لېږدول.

22.03.2010 09:13    |   خبري څانګه سرچينه: کاي ايده د ټيټ پوړو طالبانو سره خبرې کړې وې

باوري سرچينو په کابل کې ټول افغان ته ويلي دي چې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پخواني استازي کای ايده د طالبانو سره خبرې کړي وې. سرچينه وايي چې خبرې په خپله د کای ايده له ډېر اصراره وروسته ترسره شوې وي.

21.03.2010 12:45    |   خبري څانګه طالبان د ملګرو ملتونو سره مذاکرات ترسره کېدل نه مني

په افغانستان کې د دولت وسله واله مخالفه ډله (طالبان) وايي چې د ملګرو ملتونو سره یې مذاکرات نه دي کړي او په دې اړه يې د ملګرو ملتونو د پخواني ځانګړي استازي کاي ايده هغه څرګندونې رد کړې چې په کې یې د طالب مشرانو سره د شوو مذاکراتو يادونه کړې وه.

07.03.2010 10:38    |   خبري څانګه هولبروک: طالبان د پښتني ټولنې په خامتا کې دواړو خواوو ته اوبدل شوي

د امريکا څخه خپرېدونکي انترنتي ورځپاڼه ګلوبال پوسټ افغانستان او پاکستان ته د امريکا د ځانګړي استازي ريچارډ هولبروک له خولې ويلي دي چې نوموړي په د هارورډ په پوهنتون کې یو کنفرانس ته په وينا کې تور لګولی چې طالبان د ډيورنډ ليکي دواړو خواوو ته د پښتني ټولنې په خامتا کې اوبدل شوي دي او کابو په هر پښتني کورنۍ کې یو کس د طالبانو د غورځنګ سره مرسته کوي.

22.02.2010 13:37    |   خبري څانګه طالبان وايي د مولوي کبير د نيونې اوازې د دوی (( ددښمنانوحربې)) دي

د طالبانو له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې دوی د طالب مشر ((مولوي عبدالکبيرپه اړه خپاره شوي هغه خبرونه چې ګواکې هغه نيول شوي په کلکه ردوي)).

17.02.2010 14:31    |   خبري څانګه نيويارک ټايمز: پاکستانيانو ملا برادر ځکه نيولی چې غواړي له طالبانو سره خبرې د پاکستان له لارې وشي

نيويارک ټايمز: پاکستانيانو ملا برادر ځکه نيولی چې غواړي له طالبانو سره خبرې د پاکستان له لارې وشي

06.02.2010 22:21    |   خبري څانګه در مورد کشته شدن 5 تن افغان در سرحد ایران

اعلامیه مطبوعاتی وزارت امور خارجه ی جمهوری اسلامی افغانستان در مورد کشته شدن 5 تن افغان در سرحد ایران

27.01.2010 12:52    |   خبري څانګه طالبان: نړيوال بايد ((د ستونزې دحل لپاره کوټلي او رېښتوني ګامونه پورته کړي))

د افغان دولت مخالفه وسله واله ډله طالبان وايي چې وسلوال یې ((دپیسو لاسته راوړلو، یا واک ته دځان رسولو لپاره)) نه جنګېږي بلکه د معنوي ارزښتونو لپاره ((یې مجبورا تورې ته لاس کړی)).

26.01.2010 11:23    |   خبري څانګه کولونيل امام: د ملا عمر به خبرو ته زړه کېږي او زه مرسته کولای شم

د پاکستان د استخباراتي شبکې ISI پخواني مامور کرنيل امام چې وايي طالبان یې روزلي دي ويلي دي چې که د ملا عمر سره خبرې ونه شي نو د طالبانو سره د خبرو کولو هڅې به ناکامې شي.

26.01.2010 08:40    |   خبري څانګه د افغانستان د کارکوونکو ملي اتحادیې انترنتي خپرونې پيل کړې

سره د دې چې دا ټولنه وايي چې ملي ټولنه ده خو پښتو ژبې ته په کې ځای نه دی ورکړ شوی او نه یې په نښان او ويبپاڼه کې د ټولنې نوم په پښتو ليکل شوي دي.

26.01.2010 08:28    |   خبري څانګه د تورې بوړې محاذ د ۱۴ کورني اوبهرنيو پوځيانو د وژلو دعوه کوي

د دو لت یوه وسلواله ډله چې د ځان ته د تورې بوړې محاذ وايي او د افغانستان په ختيځ کې فعاليت کوي وايي چې د دوشنبې په ورځ ماښام یې د کونړولايت دنواباد پل ته څېرمه پرهغودووپوستوچي کورني او بهرني پوځيان په کې مېشت دي بريدپيل کړی او مرګ ژوبله یې وراړولې ده.

25.01.2010 14:21    |   خبري څانګه د عبدالسلام ضعيف کتاب ((د طالبانو سره زما ژوند)) په انګليسي چاپ شو

په پاکستان کې د طالبانو د واکمنۍ د مهال افغان سفير عبدالسلام ضعيف کتاب چې ((د طالبانو سره زما ژوند)) نومېږي انګليسي ته وژباړل او چاپ شو.

18.01.2010 08:01    |   خبري څانګه په کابل کې ډله ييز ځانمرګي بريدونه شوي دي

په کابل کې ډله ييز ځانمرګي بريدونه شوي دي

17.01.2010 14:33    |   خبري څانګه په کابل کې د کاروان انستيتیوت په پوهنتون واوښت

په کابل کې د کاروان شخصي انستيتيوت ته د مرغومې په ۲۴ نېټه د لوړو زده کړو وزارت د پوهنتون امتياز ورکړ.

17.01.2010 08:43    |   خبري څانګه دميدان وردګ ولايت دعامه ساتنې پولیسو (۲۲۸)تنه پوليس په دندو وګومارل شول

د میدان وردګ ولایت مطبوعاتي دفتر وايي چې د دې ولايت د عامه ساتنې پنځمې دورې (۲۲۸) تنه پولیس دیوو میاشتنیو زده کړو وروسته فارغ او ددې ولایت په نرخ ،جلریز، میدانښار،چک،سیداباد او جغتو ولسوالیو کې په دندو وګومارل شول.

16.01.2010 14:39    |   خبري څانګه د افغانستان او هندوستان د لوبې ويډيوګانې په ليکه شوې

د ۱۹ کاله ټيټ لوبډلو په نړيوال جام کې د افغانستان او هندوستان د لوبې ويډيوګانې د کرکټ د نړيوالې شورا په ويبپاڼه په ليکه شوي دي. په دې ليکه یې موندلی شﺉ.

14.01.2010 08:31    |   خبري څانګه پاکستان: د افغانستان جګړه بايد پاکستان ته راوانه وړي. کارټون

پاکستان: د افغانستان جګړه بايد پاکستان ته راوانه وړي. کارټون

14.01.2010 08:20    |   خبري څانګه څوک پښتونخوا غواړي، څوک پښتونغوا غواړي. کارتون

څوک پښتونخوا غواړي، څوک پښتونغوا غواړي. کارتن