د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خبري څانګه

17.08.2010 18:07    |   خبري څانګه په کندهار کې يو بل قومي مشر شهيد کړای شو

نن سهار9:15 پرمهال د كندهار ولايت د سپين بولدك ولسوالى بازار ته څيرمه د سپين بولدك ولسوالۍ يو تن قومي مشر او د ولسي شوراء غړى حاجي ذكريا خان د يوځاى پرځاى شوي ماين له امله د هېواد دښمنانو په شهادت ورساوه.

10.08.2010 13:14    |   خبري څانګه لغمان چارواکي:په ګړوچ مو کورني او بهرني طالبان وژلي!

دلغمان دوالي وياند ګل الرحمن همدرد دسې شنبې په ورځ په يو تليفونې تماس کې ټول افغان ته وويل نن سهار افغان او بهرنيوځواکونو د لغمان ولايت مرکز اړوند د ګړوچ او بادپخت په سيمه کې دوسله والو طالبانو پر خلاف تازه عمليات پيل کړي چې پکې دمخالفينو پټن ځايونه دهوايي ګوزارونو لاندې راغلي دي.

10.08.2010 10:23    |   خبري څانګه د ټاکنو په کميسيون کې د ټول افغان په شمول ملي ويبپاڼې کتل بند شوي وو

ټول افغان ته باوري سرچينو ويلي دي چې د ټاکنو د خپلواک کميسيون مشر فضل احمد معنوي د دې کميسيون د کارکونکو پرمخ د ټول افغان، لروبر، او بېنوا په شمول ويبپاڼې کتل بند کړي و.

04.08.2010 21:43    |   خبري څانګه په کندهار کې دولت د مخالفينو د وژلو او وسلو نيولو دعوه کوي

تيره ورځ 5 بجې د ارغنداب ولسوالى د نسواريانو په سيمه كي دملي اردو ، ملي پوليسو او آيساف ځواكو د ګډو پلټنيزو تصفيوي عملياتو په ترڅ كي د حاجي ملا مسافر په نوم دمخالفينو د يوې ډلي يو تن وژل شوى او يو تن ټپي شوى دى او همدرانګه تيره ورځ د ارغنداب ولسوالى د كښته خسرو په سيمه كي دوسله والي نښتي پرمهال څلور تنه د دولت ضد مخالفين وژل شوي او درې تنه زخميان شويدي، د کندهار ولايت څخه ټول افغان ته په يوه رارسېدلې خبرپاڼه کې راغلي دي.

02.08.2010 20:15    |   خبري څانګه په كندهار ښار كي د دوو ښوونځيو د بنسټ ډبره كېښودل شوه

نن له غرمې مخكي د كندهار والي ښاغلي پوهنوال ډاكټر توريالى ويسا لخوا دكندهارښار د دوو بابو ښوونځيو (تيمورشاهي او عينو ليسو) د بنسټ ډبرې كېښودل شوې.

02.08.2010 20:08    |   خبري څانګه د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې ځانمرګي بې ګناه وګړي ووژل

ځانوژونكى بريد كوونكى چي په يوسپينه كرولا ډوله موټر كي سپور ؤ او چاوديدونكي توكي يې پكي ځاى پرځاى كړي و او غوښتل يې چي د ډنډ ولسوالى پر ولسوال حمد الله نازك باندي بريد ترسره كړي خو هدف ته تر رسيدو مخكي يې د ملكي خلګو د تګ راتګ پرلاري باندي ځان والوزاوه او پنځه تنه ملكيان چي كوچنيان دي شهيدان او يو تن يې ټپي كړ.

31.07.2010 15:14    |   خبري څانګه د کندهار ښاروالۍ د وقف او شخصي يو شمېر ملکيتونو د غصب مخه ونيوله

د كندهار ښاروالي وايي چې د دولتي، وقفي او شخصي املاكو د غصب د مخنيوي او د عامه ځايونو د خلاصولو په لړ كي یې نن شنبه د كندهار ښار اړوند د اولې ناحيې د توپخانې چوك سره شپږ بابه دوكانونه چي پر عام سړك په ناقانونه توګه جوړ شوي وو ونړول.

29.07.2010 08:52    |   خبري څانګه برتانيه: پاکستان دې د افغانستان په اړه دوه مخې تګلاره پرمخ نه بيايي

د برتانيه صدراعظم ډيويډ کاميرون ويلي دي چې پاکستان بايد د ترهګرۍ د صادرولو ملاتړ ونه کړي. نوموړي ويلي دي چې پاکستان بايد د افغانستان په اړه دوه لارې تګلاره پرمخ نه بيايي.

13.07.2010 18:38    |   خبري څانګه حفيظ منصور استاد یون په مرګ وګواښه او بريد یې پرې وکړ

استاد یون د یوې پوښتنې په ځواب کې اريانا تلويزيون ته په یو ګردي مېز چې د دولت وياند هم په کې ناست و جمعيت ګوند او شورای نظار ته په اشاره (بې له دې چې نوم یې ياد کړي) نيوکې وکړې او ویې ويل چې په دولت کې داسې خلک شته چې هم په دولت کې دي او هم د دولت مخالفت کوي. یون وويل چې داسې وخت هم راغلی دی چې خسر د دولت په مخالفه جبهه کې ولاړ د حق غوښتلو چيغې وهي او زوم یې په دولت کې په ستره دنده کار کوي. نوموړي همداراز د بون پروسې په اړه وويل چې واک یې داسې خلکو ته په لاس کې ورکړل چې د ولس له خوا رټل شوي وو، کابل یې وران کړی و، او د هغوی د ظلمونو له کبله ولس د طالبانو هر کلی کړی و. استاد یون د بون په پروسه کې دا یو داسې عيب وباله چې اوس یې نړيواله ټولنه په افغانستان کې د ماتې سره مخامخ کړې ده.

13.07.2010 12:06    |   خبري څانګه کعبې شريفې ته غسل ورکول کېږي

سبا سه شنبه په مکه مکرمه کې کعبې شريفې ته غسل ورکول کېږي. غسل به د مکې مکرمې امير او د اسلامۍ نړۍ یو شمېر ديپلوماتانو په شتون کې کعبې شريفې ته ورکول کېږي. په کال کې دوه ځل کعبه شريفه مينځل کېږي چې یو ځل د شعبان او دويم ځل د محرم په مياشت کې مينځل کېږي.

12.07.2010 11:34    |   خبري څانګه هندوستان د دولت د مخالفينو سره د سولې ملاتړ کوي

هندوستان وايي چې د افغانستان برخليک بايد پخپله افغانان وټاکي او د نوي ډيلي - کابل تودې اړيکي د هندوستان په ګټه دي. هندوستان به د کابل په کنفرانس کې د بيا رغاونې په اړه بيا خپلې ژمنې تکرار کړي. هندوستان وايي چې د افغاني ادارو د بنسټونو په رغولو او د افغان مامورينو د کفايت په لوړولو کې غواړي نور کار هم وکړي.

12.07.2010 09:13    |   خبري څانګه کريم خليلي استعفا کړې ده

ټول افغان باوري سرچينې چې موضوع خبره ده ويلي دي چې د ولسمشر لومړی مرستيال کريم خليلي لا تر اوسه خفه دی او استعفا یې کړې ده. کريم خليلي لکه یو شمېر نور متعصبه هزاره ګان هغه وخت وپارېدل چې ولسي جرګې دوه نوماند وزيران داود نجفي او سرور دانش چې د هزاره توکم سره یې تړاو درلود ونه منل.

11.07.2010 12:53    |   خبري څانګه کرزي او پيترياس لانجه کړې ده

سرچينه زياتوي چې د داړو خواوو ترمنځ لانجه هغه وخت رامنځ ته شوه چې ولسمشر کرزي له پيترياس څخه وغوښتل چې د پخواني جنرال مکرسټال په لاره ولاړ شي او د ده سره شوې ژمنې ومني چې د دولت د وسلوالو خلاف بريدونو کې به د ولسي وګړو له وژلو ډډه کوي. خو جنرال پيترياس په دې ټينګار کاوه چې ده ته د ولسي وګړو ژوند دومره اهميت نه لري لکه څومره چې ورته د جګړې ګټل اهميت لري او تيار نه دی چې دې ټکي ته پام وکړي.

13.06.2010 18:48    |   خبري څانګه د فاتحې خبرتيا

فاتحه

02.06.2010 07:31    |   خبري څانګه توره بوړه محاذ: د کونړ په ناوې کې مو د دولت او بهرنيانو ۷ پوځيان مو وژلي دي

توره بوړه محاذ: د کونړ په ناوې کې مو د دولت او بهرنيانو ۷ پوځيان مو وژلي دي

20.05.2010 12:34    |   خبري څانګه ولسي جرګې کريم خليلي ورغوښتی دی

ولسي جرګې د ولمسشر له دويم مرستيال کريم خليلي څخه چې له پېښو سره د مبارزې د ملي کميټې مشر دی غوښتي دي چې ولسې جرګې ته دې پېښو سره د مبارزې رپوټ ورکړي.

20.05.2010 09:46    |   خبري څانګه کلکه اوازه: ملا عمر د ISI سره بندي دی

اوازې دي چې د طالبانو د غورځنګ مشر ملا محمد عمر په کراچۍ کې کابو یوه نيمه مياشت وړاندې د مارچ په ۲۷مه نېټه پاکستاني استخباراتي شبکې ISI نيولی دی.

19.05.2010 13:14    |   خبري څانګه جنرال محمد موسي خان د غزني نوي والي وټاکل شو

د يادولو وړ ده چې نوی والي له درې عمده مشکلاتو سره مخ دی: په 2013 کال کې غزني د اسلامي ثقافتي مرکز دی، د 3 کالو په تېرېدو سره يو معمولي کار هم ندی شوی، او د غزني د فاسدې ادارې اصلاح او د غزني د نا امنه وضعيت په آمنه فضا بدلول.

16.05.2010 17:03    |   خبري څانګه د وردګ په بهسودو کې بيا کوچيان څړځايونو ته نه پرېښودل کېږي

د ميدان وردګ ولايت د بهسودو په ولسوالۍ کې هزاره ګانو بيا په کوچيانو بريدونه کړي دي او نه یې پرېږدي چې خپلو څړځايونو ته ولاړ شي.

16.05.2010 14:43    |   خبري څانګه نوي څېړنه: ملي اردو توکميزه ده او د لوی درستيز بسم الله خان لرې کول اړين دي

د کړکېچ نړيوال سازمان (International Crisis Group) په يوه نوې څېړنه کې وايي چې د افغانستان اردو ملي نه بلکه توکميزه ده او د شورای نظار تاجکمه مليشه پرې واکمنه ده چې له کبله به یې دا اردو د بهرني ځواکونو د وتلو په حالت کې بېرته وپاشل شي او د افغانستان په درد به دوا نه شي.

12.05.2010 11:01    |   خبري څانګه هيلري کلنټن: د کرکټ له ملي لوبډلې بايد زده کړه وکړو

د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن په واشنګټن کې ولسمشر کرزي سره له کتنې وروسته رسنيو ته د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې شل اوريز نړيوال جام ته رسېدل ستايلي دي او ويلي يې دي چې نور بايد د دې لوبډلې څخه زده کړه وکړي چې په سختو حالاتو کې یې داسې ستره لاسته راوړنه لرله.

11.05.2010 09:51    |   خبري څانګه د ترکیې دپارلمان اته کسېزپلاوې د میدان وردګ څخه لیدنه وکړه

نن د دوست هېواد ترکیې دپارلمان یو شمېر غړو پداسې حال کې چې په کابل کې دترکیې هېواد سفیر ورسره هم ملتیا کوله دمیدان وردګ ولایت والي محمد حلیم فدایي،امنيتي چارو مسولینو او دیو شمېر دولتي ادارو ریسانو سره په کتنې سربېره په دې ولایت کې د ترکیې هېواد لخوا د بشپړشوو پروژو او کرنې لیسې شاکردانو څخه لیدنه وکړه .

11.05.2010 09:39    |   خبري څانګه نور به دمیدان وردګ د لوې لارې څخه خصوصي امنیتي کمپنۍ اکمالاتي قطارونه نه ساتي

د میدان وردګ ولایت مطبوعاتي دفتر وايي چې والي دا پرېکړه هغه مهال په امنیتي غونډه کې وکړه چې پرون د کمپاس خصوصي کمپنۍ دسیداباد ولسوالۍ د حسن خیلو دقریې یوتن ملکي وګړې همایون نامې په ډ‌زو وویشت او په شهادت یې ورسولو.

13.04.2010 10:30    |   خبري څانګه برتانيه په ملي اردو او حکومت کې د پښتنو له کمې ونډې سر ټکوي

د برتانيې د بهرنيو چارو وزير ډيويډ ميليبنډ په یوه اوږده ليکنه کې د افغانستان د ستونزو د حل لپاره وړانديزونه کړي دي چې په کې په ملي اردو او واک کې د پښتنو په ځپلو او کمه ونډه یې سخته نيوکه کړې ده او د مشکل یوه ستره برخه یې ګڼلې ده.

13.04.2010 09:42    |   خبري څانګه سرچينه: ملا برادر په پاکستان کې د ډېر سخت تعذيب لاندې دی

ټول افغان.کام ته په کابل کې باوري سرچينو ويلي دي چې د طالبانو د غورزځنګ د مشرتابه مرستيال ملا عبدالغني برادر چې موده مخکې پاکستان د کراچۍ په ښار کې ونيوه د ډېر سخت تعذيب لاندې دی.