د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خبري څانګه

28.09.2010 11:13    |   خبري څانګه سرور احمدزی: د ملي ويبپاڼو بندول په کلکه غندم

احمدزی وايي چې ((موږ د پښتو درنې ويبپاڼې ټول افغان او بېنوا د افغان چارواکو له خوا بندول په کلکه غندو. دا ښيي چې نه يواځې افغان حکومت خلکو ته په ټولنيز عدالت برابرولو کې پاتې راغلی دی بلکه د بيان ازادي هم ټکوي او ديموکراتيک ارونه له پښو لاندې کوي چې جنګسالاران وساتي، او خپلو شرمونکو اعمالو ته دوام ورکړي.))

16.09.2010 19:19    |   خبري څانګه کندهار به د شل ميګاواټه بريښنا څخه برخمن شي

په کندهار کي د بريښنا د زياتوالي په موخه په جوړه شوي غونډه کي د کندهار ولايت لپاره د بريښنا د پروژي مسؤل انجينر ويلسن له خپل لوري د کندهار د بريښنا په اړه معلومات وړاندي کړل(( په کندهار کي د بريښنا د زياتوالي لپاره دوه ډوله پلان تر کار لاندي دى چي يو يې اوږد مهاله او بل يې لنډ مهاله دى په اوږد مهاله پلان کي د دهلي د بند پروژه او په لنډ مهاله کي د جنراتورنو پروژه ده چي کندهار ته به بريښنا ورکړي.

14.09.2010 10:39    |   خبري څانګه مارشال فهيم کابل ته ستون شو

د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستيال مارشال قسيم فهيم نن په جرمني کې له اوږدې ناروغۍ وروسته د هېواد پلازمېنې کابل ته ستون شو.

14.09.2010 07:53    |   خبري څانګه په کشم ولسوالۍ کې امريکايان بهرني طالب جنګيالي روزي او ساتي

د بدخشان ولايت د کشم ولسوالۍ يو دولتي چارواکي چې نه يې غوښتل څوک يې وپيژني، سرنوشت ورځپاڼې ويلي چې ، د تيرو دوو مياشتو را په ديخوا په بدخشان ولايت کې داسې ګنګوسې وې چې ددغه ولايت يو شمير سيمو ته د نا امنۍ د پيدا کولو لپاره طالبان خپله د بهرنيانو له خوا په الوتکو کې را وستل کيږي، خو يوه مياشت وړاندې په تګاب کشم کې د طالبانو يو مرکز پياوړى شو او په سيمه کې يې ګډوډي او نا امني زوروره کړه.

13.09.2010 22:57    |   خبري څانګه لیسه عالی مارجه دوباره بازگشایی گردید

لیسه عالی مارجه ولایت هلمند سه سال بعد از اینکه توسط دشمنان معارف و پیشرفت افغانستان تخریب و مسدود شده بود دوباره بازگشایی مجدد گردید. کار تعمیر این لیسه که قدامت بیش از چهل سال دارد به کمک نیروهای ایتلاف با درنظرداشت شانزده صنف درسی و چهار اتاق اداری مجهز آغاز گردیده است که به زودترین فرصت تکمیل خواهد گردید.

09.09.2010 14:39    |   خبري څانګه کرزي د کابل بانک په موضوع کې بهرنیان له تحقيق څخه منع کړل

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د يو نوي فرمان له ليارې بهرنيان په افغانستان کې د فساد په اړه تحقيقاتو کولو څخه منع کړي دي چې له مخې به یې ټولې تحقيقي چارې او د فساد په اړه پرېکړې يواځې افغانان کوي.

09.09.2010 12:35    |   خبري څانګه امريکا د قران کريم په سېځلو بنديز ولګاوه

د امريکا په فلوريدا ايالت کې د حکومت له لورې نوي اصول وضع کړای شوي دي چې له مخې یې څوک نشي کولای په ودانيو کې څه شي ته اور ورته کړي چې له مخې یې په دې ايالت کې د دوف وورلد اولريتش كليسا پادري نه شي کولای قران کريم ته اور ورته کړي.

08.09.2010 23:10    |   خبري څانګه امنيتي چارواکو د کابل بانک مراجعين په ډنډو ووهل

په ستونزو، فساد او درغليو کې نښتی کابل بانک نن خپل ټولې نمايندګيانې د مراجعينو په مخ تړلې وې او يواځې د کابل ښار مرکزي نمايندګي یې پرانيستې وه. بېروبار پرې دومره ډېر و چې پوليسو او امنيتو کسانو یې په غوصه شوو مراجعينو ډنډې وکارولې او په کوتکو یې ووهل.

06.09.2010 18:36    |   خبري څانګه فطرت: کابل بانک په پښو ولاړ دی

د افغانستان بانک مشر عبدالقدير فطرت نن په يو مطبوعاتي کنفرانس کې رسنيو ته وويل چې کابل بانک بېرته نورمال حالت ته راغلی او د نړېدو وېره يې نشته. نوموړي وويل چې د افغانستان بانک او دولت د کابل بانک شاته ولاړ دي او په دې بانک کې د حساب لرونکو پیسې تضمينوي.

06.09.2010 13:02    |   خبري څانګه د حج او ارشاد وزارت له حاجيانو نورې پیسې غواړي

د حج او اوقافو وزارت له حاجيانو غوښتي دي چې سربېره په هغه پيسو چې په کابل بانک کې یې د حج د تللو لپاره تحويل کړي دي بايد ۲۷۵ نور امريکايي ډالر هم تحويل کړي.

06.09.2010 11:00    |   خبري څانګه د ولسمشر دفتر هم د مارشال قسيم فهيم مرګ رد کړ

يو سف اعتبار چې ځان د مارشال قسيم فهيم د دفتر مشر بولي وايي چې نوموړی ناروغ دی خو لا مړ شوی نه دی. دا مهال په ملي تلويزيون کې هم دا پيغام خپرېږي چې قسيم فهيم لا ژوندی دی.

05.09.2010 22:21    |   خبري څانګه مارشال محمد قسيم فهيم په فرانسه کې مړ شوی دی

ټول افغان ته سرچينو ويلي دي چې د ولسمشر لومړی مرستيال محمد قسيم فهيم په جرمني کې نه بلکه په فرانسه کې مړ شوی دی. نوموړی د روژې په لومړۍ ورځ جرمني ته درملنې لپاره وړل شوی و خو وروسته یې چې ناروغي سخته شوه نو فرانسې ته يوړل شو چې هلته یې ساه ورکړه.

05.09.2010 21:48    |   خبري څانګه د افغانستان د اتصالات پیرودونکي له ۴ میلیونو څخه واوښتل

په افغانستان کې د متحده عربی اماراتو د اتصالات د مخابراتي شرکت د پیرودونکو شمېره د ۴ میلیونو څخه واوښته. دا خبره د اتصالاتو شرکت په يوه خبرپاڼه کې کړې ده.

05.09.2010 18:45    |   خبري څانګه سرچينه: مارشال قسيم فهيم مړ شو

ټول افغان ته داسې سرچينو چې وايي باوري دی ويلي دي چې د ولسمشر لومړی مرستيا قسيم فهيم په جرمني کې مړ شوی دی. خو يوې بلې سرچينې بيا وويلې چې مارشال په دوبۍ کې دی او سبا هېواد ته ستنېږي.

05.09.2010 13:34    |   خبري څانګه د ملي اردو يو افسر ملي دفاع وزارت په بې عدالتۍ تورن کړ

د ملي اردو يو فاسر محمد افضل پشه يي ټول افغان ته ويلي دي چې په ملي دفاع وزارت کې سخته بې عدالتي کېږي. نوموړي دا خبره ټول افغان ته له ګيلو په يو ډک ليک کې کړې ده. محمد افضل وايي چې ((زه ځانته حیران یم چې هوښار یم که لیونی)) ځکه چې په ۱۳۸۸ کالد کب په ۲۷مه یې د ملي پوځي اکاډمۍ د کمپیوتر ساینس له دیپارتمنت څخه د ليسانس په درجه ديپلوم واخيست خو اوس په داسې يو ځای کې دنده اجرا کوي چې په وينا یې له مرګ څخه يو ګام مخکې دی.

05.09.2010 12:31    |   خبري څانګه د افغانستان بانک له بهره خپلې پیسې راغوښتل پيل کړل

د افغانستان بانک (د افغانستان مرکزي بانک) په بهرنيو هېوادونو کې خپلې ساتلې پيسې راغوښتل پيل کړي چې د کابل بانک له رسوايۍ وروسته خپل مالي سيستم له نړېدلو وژغوري. په دې لړ کې یې د امريکا د مرکزي بانک سره سپما کړي ۳۰۰ مليون ډالر هم راغوښتي دي. له بلې خوا اوازې دي چې مرکزي بانک غواړي کابل بانک وژغوري او په دې موخه پیسې ورپمپ کړي.

05.09.2010 11:48    |   خبري څانګه له کابل بانک څخه اوس هم خلک لګيا دي پيسې وباسي. انځوريز رپوټ

رپوټونه وايي چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې اوس هم د کابل بانک دفترونو مخې ته کتارونه ولاړ دي او بې باوره شيو مراجعين ترې پیسې وباسي. د تېرې چارشنبې او پنجشنبې په ورځ له کابل بانک څکه کابو ۲۰۰ مليون ډالر پانګوالو بېرته ويستلي دي. د خالي په ورځ چې کابل بانک دروازې پرانيستې نو مخې ته یې کتارونه ولاړ و.

04.09.2010 20:15    |   خبري څانګه د پښتونخوا حکومت پښتو ژبه تر لسم ټولګي پورې لازمي کړه

د پښتونخوا حکومت پرېکړه کړې ده چې پښتو ژبه به د دې ايالت په ښوونځيو کې له لومړي تر لسم ټولګي پورې لازمي وي. د پښتونخوا حکومت ويلي دي چې پښتو له له لومړي ټولګي تر ميټرک لازمي مضمون وي او له راتلونکي کار څخه به یې د دې ايالت په ټولو ولسواليو يا ضلعو کې ټولو دولتي ښوونځيو کې پيلوي.

03.09.2010 17:34    |   خبري څانګه اداره مبارزه عليه جرايم سنگين حامد وردک بازداشت کرده است

اداره مبارزه عليه جرايم سنگين، شمارى از مسئولان شرکتها را که در قراردادهاى بازسازى افغانستان و اکمالات براى نيروهاى خارجى ذيدخل بودند، بازداشت کرده است.

02.09.2010 11:13    |   خبري څانګه له کابل بانک څخه خلکو پيسې ويستل پيل کړل، برانچونو ته یې کتارونه ولاړ دي

رپوټونه وايي چې په کابل کې عامو خلکو له کابل بانک څخه د پيسو ويستل پيل کړي دي. دا هغه خلک دي چې د کابل بانک د مالي وضعيت په اړه په نړيوالو او کورنيو رسنيو کې د اندېښنې وړ رپوټونو اندېښمن کړي دي. رپوټونه وايي چې د پخوا په پرتله له بانک څخه پرون او نن خلکو ډېرې پيسې ويستي دي.

31.08.2010 18:29    |   خبري څانګه په امریکا کې افغان سفير سيد طيب جواد له دندې ګوښه شو

په امریکا کې افغان سفير سيد طيب جواد له دندې ګوښه شو

31.08.2010 17:35    |   خبري څانګه د کندهار پوهنتون به د فريزنو پوهنتون د کرهڼي پوهنځى سره وصل شو

دغه خبره نن تر غرمې وړاندي د کندهار په ولايتي بيا رغوني ټيم يا PRT کي په هغه لومړنى علمي ناسته کي وسوه چي پکښي کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالى ويسا، د کندهار پوهنتون رئېس ډاکټر حضرت مير توتاخيل، د کندهار پوهنتون علمي مرستيال انجينر تواب، د کندهار ولايتي بيارغوني ټيم مرستيال ( بيل هارس ) او د ټيلي کمونيکېشن ويډيو کنفرانس له لاري د امريکا د متحدو ايالاتو د کاليفورينا ايالت د فريزنو پوهنتون رئېس ډېن بوير او د همدې پوهنتون غړي بيل آيريسن ګډون کړى وو.

29.08.2010 16:43    |   خبري څانګه دولتي ځواکونو په کندهار کې يو ځانمرګى بريد ګر له بريد څخه مخکې له منځه وړی دی

د کندهار امنيتي ځواکونه وايي چې پرون یې يو ځانمرګى بريدکوونکى چي د چاوديدونکو توکو ډک واسكټ يې په تن وه او غوښتل يې ځان والوزوي د امنيتي ځواکونو له خوا په ډزو وژل ووژل شو.

28.08.2010 12:02    |   خبري څانګه په کندهار کې د دولت يو وسلوال مخالف په خپل ماين وژل شوی

د کندهار ولايت د افغانستان له نارامه ولايتونو څخه دی چې مېړنی ولس یې د بهرنيو ځواکونو، فاسدو چارواکو، او بې رحمه وسلوالو له لاسه تېره يوه لسيزه په اور کې ژوند کوي او مال او ځان يې په امان نه دی. د کندهار د مېړني ولس غرور او کبريا کله هم دومره نه وه ټکېدلې لکه د تېرې لسيزې د جګړو خواو ورته زيان رسولی دی.

23.08.2010 16:21    |   خبري څانګه ايران په کندهار کې ښوونځی جوړوي

کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالى ويسا دخپل کار په دفتر کي د ايران جنرال قونسل رنجبر تاري سره وکتل .په ياده کتنه کي کندهار ښاروال او په کندهار ولايت کي د باندينو چارو رئېس شاه محمد هم حاضر و .