د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خان ولي کامران

30.10.2013 12:27    |   خان ولي کامران افغانستان قحط الرجال نه دی؟

په افغانستان کې په تېر دولس کلن بهیر کې د حامد کرزي په مشرۍ چې کومه اداره رامنځ ته شوې تل له مصلحتونو ډکه او داسي کسان پر دندو ګومارل شوي چې هغه د هغې دندی لپاره مناسب نه دی

18.08.2013 10:19    |   خان ولي کامران که یې له مخي یو طرف ته شوې؟؟؟

که یې له مخي یو طرف ته شوې نو هیر به دې کړي زما جانان لکه هنداره حافظه نلری که څه هم د اوسنۍ زماني ځوانان، لویان، سیاستوال، استادان، پوهان، عالیمان، ملایان، تجاران، دوکانداران یانې د ټولنې د هرې طبقي خلک د شاعر د پورته بیت په څیر دي چې مخامخ درته غرونه غوښي او سیندونه ښورواوي کړي خو که یې له مخي پناه شوي نو بیا دي په شیبو کې هیروي او د ورځو او میاشتو پورې وخت ته اړتیا هم نلري.

29.06.2013 20:06    |   خان ولي کامران زه دې ولسمشر یم نور دې ملت سر وخورئ:

د نړۍ د زیاترو هېوادونو مشرانو او مئسولینو ته مو که د رسنیو له لیاري پام کړي وي نو د یوې عادې تېروتنې له امله چې د هغی له کبله خپل ولس او خلکو ته یې په ځواب ویلو کې پاتې راغلي وي نو سمدستي له خپل موقف او منصب څخه استعفا ورکوي

23.06.2013 11:30    |   خان ولي کامران د حکومت د سولي هڅي یوازې شعار وو ؟

په قطر کې د افغان طالبانو د اسلامي امارت ددفتر له پرانیستل کیدو سره د افغان حکومت دننه او له حکومت څخه بهر د یو شمېر کړیو غبرګونونو وښودله چې دوی یوازې د ژبو په سرونو د خپلو شخصي ګټو او په خپلو څوکیو باندې د پاتې کیدلو له امله یوازې د سولي کلمه د شعار په بڼه استعمالوله

18.06.2013 10:12    |   خان ولي کامران د عطا سرغړونې او د حکومت چوپتیا ؟

که څه هم په افغانستان کې له تېرو دوه دري لسېزو راهېسي تل د زر او زور خلک سرې سترګي ګرځي او د قانون پر وړاندي هيڅ ځانونه مسول نه ګڼي او تل فکر کوي چې اصول او قوانین د دوی لپاره جوړ شوي نه دی

22.05.2013 08:23    |   خان ولي کامران په رسنیو کې د ناسمو جملو استعمال:

د نړۍ په زیاترو هېوادونو کې د دیموکراسۍ د اصل په پام کې نیولو سره ژورنالیستان د خپل هېواد او خلکو د ملي ګټو پر اساس خپل راپورونه چمتو کوي او دغه اصل د نړیوالو رسنیو په خپرو شوو راپورونو کې په ښکاره توګه تر سترګو کېږي.

15.04.2013 10:51    |   خان ولي کامران درواغ ویل د افغاني کلتور برخه ګرځیدلې:

اوس مهال د هېواد په هر ځای کې د هر قشر سړی په دروغو مبتلا دی ، په لاره کې، په بازار کې، په هټۍ کې، په موټر کې، په دفتر کې، په کوڅه کې ، په هوټل کې ، په موبایل کې، په ریاست کې، په کاروبار کې، په پارلمان کې، په وزارت کې، په ولایت کې، په کور کې ، په ارګ کې او حتی په مسجد کې د خلکو لخوا په ډېره ساده او له مهارته ډکه ژبه باندې دروغ ویل کېږي

08.04.2013 10:46    |   خان ولي کامران پر ډیورن لین د دروازو جوړیدل:

افغانستان د تېرو دري لسیزو په واکمنو نظامونو کې د وروستۍ لسیزی (اوسنی واکمن نظام) کې له ډیرو زیاتو ګړنګونو را پرېوته چې بېرته جګول یې هم اوږدو کلونو ته اړتیا لري

07.04.2013 09:49    |   خان ولي کامران ولسي جرګه او د ملت برخلیک:

په ولسي جرګه کې له تېري یوې اونۍ راهیسی د هغو یولسو تنو وزیرانو د استحضاح چارې په دې موخه پیل شوي دي چې ګواکي خپله انکشافي بودیجه یې له پنځوسو سلنې څخه ښکته لګولی ده او په همدي اړه په ولسي جرګه کې د وزیرانو او وکیلانو ترمنځ اخ ډب روان دي

31.01.2013 16:01    |   خان ولي کامران ریښتنې مشران څوک دي؟

فیلیپین د نړۍ په ختېځ کې هغه اسیایې هېواد دی چې د ځمکې له لارې د نړۍ له یوه هېواد سره هم سرحدی پوله نلری او د بحر د اوبو په منځ کې د ټاپوګانو په څېر موقیعت لري، چې د ننه په هېواد کې هم له یوه ولایت څخه بل ولایت ته د الوتکې او یا به د کښتیو له لاري تګ راتګ کوی.

17.10.2012 16:47    |   خان ولي کامران له ۲۰۱۴ وروسته د افغانستان برخلیک

دهمدغه پورته سرلیک لاندی د اروپا د هالینډ په هېواد کې د میشتو افغانانو د یوې ټولنی لخوا یو ورځنې کنفرانس جوړ شوی وو چې پکې د هالینډ او نورو اروپایې هېوادونو سربېره له افغانستان څخه هم خلک وربلل شوي وه ترڅو د افغانستان د راتلوونکې په اړه خپلي اندیښني ، وړاندیزونه، نظرونه او طرحی شریکې کړي. له افغانستان څخه په بلل شوو کسانو کې یو هم زه وم ترڅو په دغه کنفرانس کې ګډون وکړم او خپل وړاندیزونه او طرحی د کنفرانس له ګډونوالو سره شریکی کړم.

16.09.2012 10:18    |   خان ولي کامران د هېواد لودیځ د ایران په منګلو کې

د ولسمشر کرزی د حکومت پرمهال په لومړیو کې د ځایی چارواکو څخه ډیري کولمي وخوړلي او ویل یې زیاتره پښتانه د طالب په نوم باندي وټکول شو او حتی داسی کسان چې په یو نظام کې هم کار ندی کړی او یوازی د لاس مزدوری کوي هغه ووهل شول