د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خالد څرګند

03.01.2017 12:58    |   خالد څرګند آیا مجرم مجرم محاکمه کوي؟

له ډیرو کلونو را به دیخوا، په افغانستان کې خلک د یوې ښې او روښانه راتلونکې په هیله شپې او ورځې سبا کوي او هر ډول کړاو ته اوږه ورکوي. دا ځکه چې دوی سره د مسئولینو او چارواکو له خوا غوړې او چربې وعدې کیږي؛ خو د هر کال په نوي کیدو سره د تیر کار ژمنې په اوبو لاهو شې او دغه سریال له سره، خو په بله بڼه پیل او د تیر په څیر روان وي...

17.11.2016 12:18    |   خالد څرګند د افغانستان راتلونکي څلور کاله، د ډونالد ټرمپ په نا پیژانده څیره کې

د روان ۲۰۱۶ زیږدیږ کال د نومبر ۸مه برابره وه د امریکا متحده آیالاتو له ولسمشریزو ټاکنو سره، چې په ترڅ کې د تمې خلاف ملیارډر او د سیاست په ډګر کې نا پیژنده او جنجالي څیره ډونالدټرمپ د غوڅ اکثریت په ګټولو سره د امریکا منتخب ولسمشر اعلان او کابو څه باندې ۱۶ میاشتني ټاکنیز بهیر او اړدوړ ته یې د پای ټکی کیښیود.

24.10.2016 19:39    |   خالد څرګند له کندزه تر حلبه او له موصله تر صنعا؛ د روان جنایت تر شا څوک دي؟

شاو خوا ۱۵ کاله شول چې په افغانستان، سوریه، عراق او یمن کې خونړۍ جګړه روانه ده او هره ورځ د لس هاو انسانانو ژوند اخلي. داچې څومره مالي او علمي زیان دغه ولسونو ته اوښتی او د نړۍ د پرمختګ له قافلې څخه څومره وروسته پاتې دي او لا هم پاتې کیږي، له بشري احصایې څخه بهر خبره ده.

14.10.2016 10:30    |   خالد څرګند امام حسین(رض) څه کول او موږ څه کوو؟

عشورا یا د محرم میاشتې لسمه هغه ورځ ده چې د حضرت محمد(ص) لمسی حضرت امام حسین(رض) له خپلو ۷۲ ملګرو سره د عراق په کربلا سیمه کې په۶۱ ام ه.ق کال کې د یزید بن معاویه د خلافت په دور کې د یو شمیر لنډغرو له خوا په شهادت ورسیدل.

21.09.2016 11:33    |   خالد څرګند د امریکا د ملګرتیا پایله

ډیری وخت مو اوریدلي چې امریکایې الوتکې په داسې ټکنالوژۍ سمبال دي چې د ځمکې په مخ هګۍ هم لیدلی او تفکیک کولی شي. خو دا لومړی ځل نه دی چې د امریکا هوایې ځواک افغان پوځیان په نښه کوي او بیا وایې چې تیروتنه شوې او موږ به یې په اړه پلټنه وکړو. پرون دوشنبه د ارزګان ولایت په څاګي سیمه کې د امریکایې ځواکونو له خوا د افغان پولیسو پوسته په نښه شوه چې په ترڅ کې ۹ تنه پولیس و وژل شول.

14.09.2016 08:50    |   خالد څرګند د اختر پيام

د ولسونو لپاره ځینې ورځې سپیڅلې او مقدسې دي، چې هغه د تاریخ په هر وخت او مقطع کې وې او بیا به هم وي. اسلام هم د یوې ایډیالوژۍ په توګه له دغه امتیاز څخه بې برخې نه دی، او د خپل اهل لپاره یې د کال په اوږدو کې دوه ورځې ځانګړې کړي چې هغه مقدسې او د خوښۍ ورځې دي، دغه ورځې د کمکي او لوی اختر ورځې دي چې د هجرت له دویم کال را په دیخوا لمانځل کیږي چې له ځان سره ډیر حکمتونه لري.