د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خالد عثمان زوي

22.09.2015 11:02    |   خالد عثمان زوي په ژوند کې څنګه بریالي شو؟ ۲

په نړۍ که به داسي څوک نه وي،چي بریا یې نه وي خوښه،خو د بریا لپاره باید انسان څه وکړي دا هغه پوښتنه ده چي په دې لیکنه کي یې تاسي ځواب موندلي شي.که څه هم موږ او تاسي ټول په ژوند کي د بریا په لټه کي یوو،خو د هر انسان تعریف د بریا څخه جلا ده.د مثال په ډول،ځېني خلک شهرت،پېسي او زور ته د ژوند بریا وايي او ځېني یې هم بریا په خپلي کورني پام کول،مسولیت منل او د میني محبت تر حده یې محدودوي.

20.09.2015 11:20    |   خالد عثمان زوي د سر دردي ۱۰ لاملونه

سر دردي یو عام ځورونکي درد ده ،چي هر څوک یې حد اقل په ژوند کي یو ځل تجربه کوي. که په کال کي یو یا دوه ځله د سر دردي سره مخ کیږي نو د تشویش وړ خبره نده،ځکه چي کیداي شي د میاشتو په اونیو کي مو پوره خوب نه وي کړي،یا هم یخني (زکام) وي او یا هم کیداي شي د تشویش له امله د یو لنډ مهال لپاره په سر درد وي. خو که تاسي په اونې کي دوه یا درې ځلي سر دردي لري او تاسي یې نارمل ګڼي پدي وپوهیږي چي دا حالت نارمل نده.
که چیري تاسي پرته له دي چي د خپلي سر دردي عامل مالوم کړي او د سر دردي تسکېن لپاره په دوام داره توګه د درد له ګولیو څخه ګټه اخلي نو پوه شوي چي ځانته په خپله ستونزه جوړوي؛ځکه د درد ګولیو په کارولو درد نه دوأ کیږي مګر دا چي لا ډیریږي او دوام مومي.