د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

حکمت الله رښتین

13.01.2017 18:56    |   حکمت الله رښتین د وردګ ژغورنې د مبارزې تر شا د غوښې او پيشو کیسې روانې دي

نه د والي صیب سره په اداره کې کار کوم او نه والي صیب د شین غوږو وعده راکړې ده ، دا خبره ځکه کوم چې هسې نه د کرایي لیکوال ټاپه راباندې ووهي ، غواړم خپل ولس ته د لیکوالۍ د ملي او اسلامي رسالت چې رښتیا ویل دي ، ادا کړم.

02.01.2017 13:42    |   حکمت الله رښتین استاد عطا محمد نور څنګه ولسمشر ته غاړه کیښوده؟

د افغانستان په سیاسیونو کې استاد عطامحمد نور د سیاسي بدمعاشانو له ډلې بدل هغه یې دې. استاد عطا محمد نور د قوي نشنلسټوب ترڅنګ په جمعیت ګوند کې تر نورو جمعیت یانو ، شهید استاد رباني ته ترټولو نږدې کس بلل کیده. سږ کال د شهید مسعود د تلین په لمانځلو کې د ښاغلي استاد عطا خبرو ته ځير وم ، ښاغلي عطا هغه غونډې ته وینا کوله د کومې غونډې پلویانو چې د ښاغلي کرزي د وینا پر مهال کرزي ته د ، مرګ بر کرزۍ و مرګ بر امریکا نارې وهلې. کرزۍ د غونډې د ګډوډۍ او د ده پر وړاندې د مرده باد نارو له غونډې ترک کولو ته مجبور کړ.

26.12.2016 13:35    |   حکمت الله رښتین ډیورنډ او ګندمک د کرزي د محبوبیت راز

د ولسمشر کرزي په وخت کې ډیر فرصتونه ونړیدل خو ډیر کم یې لاسته ته راوړل ، د ښاغلي کرزي د حکومت د پیل سره د غربیانو د ډالرو بوجۍ افغانستان ته راخلاصې شوې . کرزي او ټیم یې دغه پيسې د خپل راتلوونکي سیاسي هویت د ساتلو لپاره د ملت پرځای پرخپلو شخصیتونو مصرف کړې ، خو کرزي دا هیره کړې وه چې ، د افغانانو سیاسي شعور او درک به د شاهي حکومتونو په څیر کمزورې نه پاتې کیږي. ځکه افغانستان ته د نړیوالو قدرتونو راتګ ، افغانستان ته د نړیوالې ټولنې او دیپلوماسۍ په سر کې ځای ورکړ.

24.12.2016 14:26    |   حکمت الله رښتین ولسمشر غني په خورا زرنګۍ داخلي سیاسي عملیات پیل کړي!

د ښاغلي کرزي صیب په حکومت کې ، د تازه جوړې شوې حکومت ولۍ لپاره نوموړي له هر چا سره سازش او جوړ جاړې کاوه.امریکایان هم پدې باورمند وو چې د افغانانو د خپلولو لپاره باید هغه قومي او حزبي مشران راخپل کړي ، چې د خلکو پر ارادو نسبتا واک لري. ترڅو له یوې خوا د حکومت په چوکاټ کې د بیلابیلو توکمونو او ایډیالوژیو پرمټ وکولای شي ، افغانانو ته وښیي چې موږ ستاسو په ګډون او ستاسې په ارادې د حکومت جوړښت ته په افغانستان کې ژمن یو. او له بلې خوا وکولای شي د همدې حکومت ریښې د خلکو په مرسته د تل لپاره د افغانستان په سیاسي ځمکه کې ښخې کړي.

21.08.2016 12:59    |   حکمت الله رښتین کشمیر د بلوچیستان د خپلواکی بدل

ټولو ته جوته شوی چی ګاونډی هیواد پاکستان نه یوازی افغانستان ته بلکه د سیمی او نړی هیوادونو ته د شرارتونو لابراتوار دی ٬ دا چی د سیمی او نړی هیوادونه د پاکستان په همدی دوه مخي پوهه شوي د نوموړي هیواد همدغه کړنې سبب شوې تر څو د انزوا په طرف ناخواسته وربرابر شي.

20.08.2016 13:52    |   حکمت الله رښتین شاه امان الله او انګلیس ملا

له هیڅ شک او شبهی پرته ټول پدی باور یو چی د برتانیه د امپراتوری د زوال ټکی له افغانستانه پیل شوی . کله چی انګریزانو په افغانستان کی دری ځلی ماته وخوړه او همدی ماتی ورته د مالی او بشری تاوان ترڅنګ د دوی د مغروری امپراتوری سیاسی حیثیت هم له خاورو سره خاوری کړ. چی دی ماتی هغه هیوادونه چی د انګلیس د امپراتوری تر واک لاندی وو٬ وهڅول ترڅو یی ملتونه پر وړاندی راپورته شي. چی زموږ په تاریخ کی دغه زرینه کرښه ور اضافه شوه چی موږ د نورو ملتونو د خپلواکی اخیستلو د فکر موسسین یو.

26.04.2016 10:06    |   حکمت الله رښتین دولتونه څنګه ځواکمن کیدلای شي

د دولتونو په ځواکمنتیا کی شپږ فکتورونه ډیر زیات رول لري چی افغانستان هم د همدغو فکتورو په سم استعمال کولی شی د بریا تر څوکو ځان هسک کړي. همدغه فکتورونه په لاندی ډول دي.