د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

حنان حبیبزی

15.10.2010 10:37    |   حنان حبیبزی د جګړې ټول قربانیان د عایشې په څیر نه دي

بیګا په اروپا کې د اونۍ د رخصتۍ شپه وه چې دوی ورته فرای ډې نایټ وايی او موږ یې د جمعې شپه بولو چې خورا زموږ په ټولنه کې هم د بنډارونو لپاره مشهوره ده او په اروپا کې خو خلک په ځانګړي ډول ځوانان دې شپې ته شیبې شمیري. موږ افغانان چې په برتانیا کې خواره واره پراته یو ، کار او روزګار پسې ورک یو. خو د جمعې لپاره موږ هم چیرته د یو بنډار تابیا کوو. دافغانانو بنډارونه مالوم دي چې ټول د سیاست او د افغانستان د حالاتو په اړه غږیږي. یو څو ملګري سره راټول شو او د زړه خواله وکړو خو دخبرې پیل او پای د وطن پر روانو حالاتو ورټول وي. بله اونۍ چې بیا راټول شو بیا هماغه خبرې کیږي . همدا یو بحث دی ،بیا بیا تکراریږي خو هیڅوک یوې ښکاره پایلې ته نه رسیږي. په حقیقت کې ټول افغانان د سولې تږي دي او ددغو بحثونو له لارې هڅه کوي چې کومه د خیر لار ومومي چې له مخې یې په افغانستان کې سوله رامنځته کیږي او د عملي کولو لپاره یې هیله من وواوسي. کنه نو حکومت او په اداري فساد کې ښکیلو چارواکو ته که وګورې نو هیلې ټولې ماتې ګوډې دي.

19.08.2010 16:48    |   حنان حبیبزی دافغان سفیر انځورونه د لویې رسوايی په لور

له هغې وروسته چې په واشنګټن کې د افغانستان د سفیر طیب جواد انځورونو رسوايي رامنځته کړه، دافغانستان د پارلمان منشي په دغو انځورونو غوسه څرګنده کړه .

25.07.2010 10:37    |   حنان حبیبزی اسماعیل یون اسلامي جمعیت او شمال ټلوالې ته ماتې ورکړه

کله چې طالبانو په ۱۹۹۶ کال کې کابل ونیوه او له ټوپکیانویې خلاص کړ،دوستم ، احمد شاه مسعود او کریم خلیلي ژر د خنجان په قوای کار کې راټول شول او بیړنی اتحاد یې جوړ کړ.

15.07.2010 16:41    |   حنان حبیبزی دکشمیر جګړه ،هند دېته هڅوي چې دافغانستان د ویشلو خیرنې تیورۍ ته وده ورکړي

د ۲۰۰۶ کال د مارچ پر څلورمه دامریکا پخواني ولسمشر بوش ډیلی د اسلام اباد په نیت پریښود، کله چې یې الوتکه د راولپنډۍ په یو هوای ډګر کې کیناسته، د پرویز مشرف پر مخ دغوسې نښې له ورایه ښکاریدې.

30.06.2010 08:57    |   حنان حبیبزی احمدشاه ابدالي ته درناوی وکړﺉ !

دا زما په ژوند کې لومړی ځل وو چې د احمد شاه بابا د زوکړې په ویاړ جوړه شوې غونډه کې ما ګډون وکړ. ما د لومړي ځل لپاره احساس کړه چې افغانانو خپل یو ستر لارښود هیر کړی وو او همدا لامل دی چې په افغانستان کې ملت جوړونه اوس یوه لویه ننګونه ده. هغه یو موټی ملت چې احمد شاه بابا ترشا پریښی وو ،اوس د تاریخ تر ګردو بدې څپې زغمي.

31.10.2009 12:23    |   حنان حبیبزی د سوله مل شینواري "پنځوس میلیونه " په امریکا کې چاپ شو

د لنډو کیسو ددې په زړه پورې ټولګې انګریزي بڼه د" ډورینس" په نامه مشهورې امریکايي خپرندويې ټولنې چاپ کړی دی. ټاکل شوې ده چې د نومبر په میاشت کې " ډورینس "د دغه کتاب د تبلیغ او ترویج چارې په رسمي ډول په متحدو ایالاتو او برتانیا کې پیل کړي.

16.08.2009 19:43    |   حنان حبیبزی د عادلانه نظام لار د نیکمرغۍ نوې هیلې

که تاسو پخپله شاوخوا کې له یو چا وپوښتۍ چې عدالت څنګه شی دی ؟ نو هغه به پرته له ځنډه درته ووايي چې دسولې او هوساینې کیلي ده.

14.08.2009 22:44    |   حنان حبیبزی ډاکټر اشرف غني لندن میشتو افغانانو ته وینا وکړه

د افغانستان د ولسمشرۍ مخکښ کاندید ډاکټر اشرف غني احمدزي د ویډیو کنفرانس له لارې په لندن کې یوې غونډې ته وینا وکړه.

15.07.2009 09:31    |   حنان حبیبزی ځیرک سیاستوال څوک دی؟

دا يو دود دى چې سياستوال لومړى د لويو لويو كارنامو نقشې انځوروي او بيا عملي بڼه وركوي چې په خلكو كې وستايل شي ..

25.02.2009 21:34    |   حنان حبیبزی دملیارډونو ډالرو مرستو سره سره افغانستان ولې بې ثباته او ویجاړ پاتې دی؟