د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

حميد حسن

05.05.2010 08:46    |   حميد حسن حميد حسن: سويلي افريقا سره لوبې ته خوښ یو

د افغانستان تېز توپ اچونکي حميد حسن په لاندې ليکنه کې ويلي دي چې افغان لوبغاړي د سويلي افريقا سره لوبې ته خوښ دي او کوښښ به کوي چې ماته ورکړي. حميد حسن وايي چې دا لوبه به د شپې رڼاګانو ته وي او دوی اوس د شپې لوبو سره اموخته شوي دي ځکه چې په شارجه کې یې نړيوال جام ته تياری د شپې رڼاګانو ته ترسره کړی دی. حميد حسن ويلي دي چې د هندوستان سره یې د سويلي افريقا لوبه ليدلې ده او يو څو ټکي یې نوټ کړي دي چې دوی سره به د سويلي افريقا سره په لوبه کې مرسته وکړي.

01.05.2010 11:03    |   حميد حسن لوبې ته په مکمله توګه متوجه یو

په درجه بندۍ کی زمونږدکرکټ لوبی د لوړیدلو څخه دا څرګندیږي چی هیڅ شی زمونږپه لاره کی نه شی خنډ کیدلای، مګردتیرو دوه اوونیوسیالیو څخه وروسته دغره اورشیندنه رامنځ ته شوه، مونږباید لس ورځی مخکی غرب الهند ته دتمرینونو لپاره رارسیدلی وای، خودالوتکو د نه الوتنی په وجه مونږدغوسیالیوته دتیارۍ په خاطر په شارجه کی پاتی شو، کوم چی مونږته ډیرزړه ماتونکی وو.

29.04.2010 18:50    |   حميد حسن حميد حسن: د هندوستان لوبه مو د ژوند تر ټولو ستره لوبه ده

حميد حسن د کرکټ انفو پاڼې ته له دوبې تر لندن او له لندنه تر ويسټ انډيزه او هلته ايرلينډ ته ماته ورکول په یوه ليکنه کې بيان کړي دي. ليکنه په انګليسي ده. لوستلو ته مو رابولو: