توریالی ملیار
لومړی فصل: هر دفتر والا مکلف دی چې په خپلو دفترونو کې زما عکس وځړوي خو په دې توګه: لومړۍ ماده: عکس باید داسې وځړول شي چې کوږ نه وي، هسک او ټيټ هم نه وي، د ځمکې له سطحې باید فکس ۱۱۹،۵ سانتي لوړ وي او ښيښه یې باید هره ورځ په شیشه پاکن ووینځل شي. دویمه ماده: د عکس پاک ساتلو لپاره به هره ورځ هر دفتر ته یو یو شیشه پاکن هم منظور شي چې لګښت به یې له PIR کوډ څخه ورکول کیږي- په دې برخه کې فساد او له واک ناوړه ګټه اخیستنه په جدي ډول منع ده، یعنی په شیشه پاک کن به نور شیان نه پاکیږي.
کاندید: څه وکړم خلک رایه نه راکوي؟ مشاور: ولې؟ کاندید: دوی وايي خلک دې وژلي، جنګونه دې کړي، ابادۍ دې ورانې کړې، پاټکونه دې اچولي، ظلمونه دې کړي او....! مشاور: ورته ووایه دا ټول ستاسې په خاطر او ستاسې لپاره! یانې د دین، وطن او اسلام د ګټلو لپاره. کاندید: نو دا څنګه ورته ووایم نه یې مني؟ مشاور: اسلامي یا ملي پوستکی ورته واغونده، یانې لاندې یو څه، باندې بل څه یا په بله وینا په یوه کې دوه! کاندید: ایله دې اوس د کار خبره وکړه، خو کار به ورکړي؟
د جنازې صفونه ودریدل، لمونځ اداشو، ملا وغږیده او عسکر خاورو ته ټیټ کړای شو، فاتحه خلاصه او ستر غم یوې خړې جونګړې ته اړم شو، بله ورځ جومات کې دوکانداران سره وپسنېدل، یوه وې کورنۍ یې له ما مالګه وړې، بل وې د بوجۍ اوړو پیسې پرې پاتې شوې، بل وې درې میاشتې مخکې مې ټیم غوړي ورکړي و، درملتون والا وې د پلار د نسخو پیسې یې تر اخره را نه کړې،
د شرابو پنډه یې پشا کړې وه، پولیس وې هلکه په خره دې څه بار کړي، وې کوپر ته ووتې پخپله مې پشا کړي، سړی او خر پیژني پولیس حیران شو وې او هو دا ټول ته یې!!؟؟ - همداسې یې بوله! - نو څه بار دي؟ - دوا ده!
په شرطونو یې خلک د ټوپک شپیلۍ ته برابرول، شرطونه یې هم، نوکی چرس کیلو غوښه، من خربوزه، چارک مڼې او... و، که په یوه ډز به یې سړی چپه کړ شرط یې ګتلی و که نه په قیمار کې به پړ و.
ورته کیناستو چې د واده په لګښتونو کې لږ را ته وټوخیږي، ولور، د وریجو غوښو لګښت، د خلتیو درجنونه او نوره ټکه پوکه- موږ وې زوم دې غریب دی دغه بار به یې پښې ماتې کړي- اول خو لږ غصه شو وې خدای د وکړي چې له پښو سره یې اوږې هم ماتې شي واده به یې نه کاوه او زما لور به یې نه کوله- د درنو خلکو بار دروند وي، دا یې وکړې خو تر ډېر ټینګار وروسته لږ را ښه شو، خان محمد مې په سترګو
یوه لوستې افغانه مېرمن چې په یوه لري کلي واله سیمه کې واده شوې د خپل ژوند د لوړو ژورو په اړه وايي چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د خپلې مور او پلار له خوا هغه وخت د ۴۵ لکو افغانیو په بدل کې واده کړای شوم چې ۱۱ کلنه وم، دا زیاتوي پلار مې یو دولتي مامور وچې د ټوپکیانو د جنګونو پروخت بیکاره شو او د روزۍ په بدل کې یې خرڅه کړم.
تلم تلم ګورم، مستري د اردو پتلون اغوستی، ورته ځير شوم وې څه دي ما وې یا به مې سترګې کار نه کوي یا اعصاب، وې له دواړو خلاص یې.
په ډاکتر یوازې، کوم جادوګر داسې کوډې کړې چې چورلټ له علم منکر دی، وايي نه ډاکتري شته نا ماسټري او نه هم علم او پوهه بلکه هر څه په رمل او کوډو کې دي.
کله چې په هېواد کې کومه ستونزه را مخې ته کیږي نو ځينې سیاسي مشاهیر پکې د خپلو شخصي ګټو په غرض سوټی په لاس را دانګي- د پټکو اوها هو کچه یې دومره شي چې له خلکو پکې اصلي موضوع پټه او په دولت پسې را واخلي- دولت مجبور شي خپله انرژي د خپل ځان په سپینولو مصرف او ولس ته د قناعت دلایل مخکې کړي.
نه مرسته ده نه د چا احسان او نه یې ګټه مشروطه ده په سیمه کې د افغانستان جیو پولیټیک موقعیت او د افغان حکومت هڅې دي چې په فکرونو کې نغښتې او لسګونه کاله وړاندې د کاغذ پر مخ کښل شوې ستره اقتصادي پروژه عملي پړاو ته ور ننوزي.
د هورا او چاریار چیغو چې یوبل په ګریوان کې سره ونیول، خټک د چیغې سر ته را ووت، څوارلس کسان یې په یوه ورځ او یوه ماسپښین د انګریزي ټوپک په څوارلسو مرمیو تر دونیا تیر کړل، یو دیارلس کلن ماشوم یې په دې تور پکې وواژه چې په مکتب کې یې هورا چیغه کړې وه، کوپر ته د اوښتو لپاره همدومره بس وه.
په شمال کې د احمد ضیا مسعود له څرګندونو په ښکاره دا معلومیږي چې، یوه نوې لومه خوروي او خپلو خلکو ته د پردیو له کڅوړې زهري دانې شیندي، د ده دا څرګندونې چې زاړه او مسلکي جنایت کاران، ټوپک اخیستلو ته هڅوي یوه تصادفي خبره نه بلکې یو منظم استخباراتي پلان او یوه کښل شوې نقشه ده،
کورونه یې لوټ کړل، موټر یې غلا کړل، دوکانونه یې ووهل، د لارویانو جیبونه یې څېرې کړل اخر ونیول شو، ولچک او زولنې شو، حوزې ته ورسید بندي شو، خلک خوشاله وو وې غل خو ګیر شو.
اوږده ږیره لري، پلن بریتونه لري پکول لري، امریکایی جمپر لري، غټ بوټان لري، سټنګر لري، ټوپک لري، چانټه لري، مرمۍ لري ګرنټ لري، چاړې لري، نري لنګي لري- په تصویر کې کله لمونځ کوي، کله دوعا کوي، او کله یې ټوپک- راکټ په ماشه کړی وي.
ناڅاپه مې پام شو هغه کلک زړي ظالمان ښه پرېمانه د کعبې په دیواله ځانونه سولوي، دعاوې کوي خو زما د دوعا په څير نه، دوی د شرابو ویالې او عیشونه غواړي حورې او غلمان غواړي، د جنت باغونه غواړي دنګې ماڼۍ او قصرونه غواړي...
ما داسې نه وو ويلي، زه یوازې باغونه شنه کوم او نور هم درته شنه کوم.
غلام ممد اکا اوس هم وايي چې روسان نه نجیب ایستلي نه مجاهدینو، وچ په چه زموږ د کاریز نذري مایانو ورک کړل، وايي که نجیب یا مجاهدینو ایستلي واي نو په ورس کې خو به یې پښه ټینګه وه هلته یې څه حال شو.
دا مو د ښوونځي اسلامي ترانه وه، دیني مدرسه نه وه خو، هغه وخت د چا پلار ښوونځي او مکتب نه شوای ورته ویلی یوازې مدرسه وه، استاد وهاج وې دا نجیب د لېنن خر او سوډر ترې وباسه ډېره بده خبره ده
زه د لړم نیش وهلی یم د لړم... له قوماندن لړمه مار هم پوست اچاوه.... په تودو وینو وم ما وي بس، دی که نه دی همدی مسلمان دی، دی پوه دی، دی زړور دی، دی مجاهد دی، دی اتل دی او دی... دی.
که خلکو او زده کوونکو هر څومره مکتب ته مدرسه ویله خو وې به یې په دې کې هلکان کوپر ته سوق کیږي که نه یې منئ کتابونه یې له عکسونو ډک دي ان د ښځو عکسونه هم پکې شته.
دغه شعر د یوه زړور او باهمته غریب (مرحوم عبد الواحد) د ژوند حقیقي تصویر دی چې کله یې هم ظلم، زور، ستم او کبر ته سر ټیټ نه کړ.
موټر وان په قهر شو وې، اخر مسلمان یې که نه چې باران وي نو لمونځ به نه کوې؟
یوه ورځ یو معلم ورته په غصه شو، وې او طاهره نور دې د نوم له ویلو او لیکلو ستړي شوو هره ورځ دې یوه نوې فقره کړې وي له دې وروسته دې نوم یوازې (ط) ولد (ظ) لیکو اخر سړی شه ټول مکتب او کلی کور درنه اور اخیستی
یو ځل تر ځان تېر شوم، قسم مې وخوړ او شق مې وکړ چې د ا د قدیر سي ډي ونه ګورم په والله کې یې پرېږدم، اول مې ځان ته کفن واخیست چې هسې نه د بلا په خوله کې ځان ور کوې نو دا کفن خو په خپلو لاسونو واخله، نور نو نه د چا قرضداره یم او نه مې څوک قرضداره دي د کورنۍ د الله مل شي.