د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بشیر یوسفزی

16.04.2016 11:09    |   بشیر یوسفزی طالب بیا د جګړې لاره اختیار کړه

اوسني حکومت د هغې پیاوړې ارادې او تدبیر له امله چې د سولې د تامین لپاره یې لري، لومړی د مذاکراتو چوکاټ رامنځته کړ. د چوکاټ د رامنځته کولو اړتیا او ګټه دا وه تر څو ولس او نړیوال په دې پوه شي چې څوک سوله غواړي او څوک د سولې په پلمه د ولس او نړیوالو د تېراېستلو هڅه کوي.

17.03.2016 11:55    |   بشیر یوسفزی سوله حتمي ده

سره له دې چې موږ هر کار ناوخته پیلوو، مګر ترسره کولو ته یې بیا سخت تلوار لرو. یو له همدغو ناوخته پیل شویو کارونو څخه سوله ده. څلور لسیزې کېږي چې هېواد او ولس مو په جګړو کې سوځي او د جنګ قربانیان دي، خو په دې څلورو لسیزو کې دومره څوک پیدا نشو چې له جګړې څخه د خلاصون او د سولې د تامین په اساسي لارو چارو غور وکړي.

08.03.2016 11:27    |   بشیر یوسفزی سوله غواړو اوجګړې ته ملاتړلي ولاړ یوو

په پلازمېنه کابل کې د افغانستان نظامي اکاډمي د اتمې دورې د ۵۴۹ ځوانو افسرانو د فراعت په مناسبت جوړې شوې غونډې ته د وینا پرمهال د افغانستان جمهور رئیس وویل، سوله مو اساسي غوښتنه ده، هغوی چې سوله غواړي د ورورۍ او مینې غېږې مو ورته پرانیستې دي، خو هغوی چې جنګ غواړي او شر جوړوي ، په ټول قوت د هغوی د نابودولو په موخه جګړې ته تیار یوو.

19.02.2016 11:27    |   بشیر یوسفزی خیالي ښوونځي، سرتېري او معلولین

اوسني حکومت ته له پخواني حکومت څخه ګڼې ستونزې په میراث ورپاتې شوې، یو له دغو ګڼو میراثي ستونزو څخه خیالي ښوونځي، خیالي سرتېري او خیالي معلولین دي، چې په نړیواله کچه یې د افغانستان باور، عزت او حیثیت ته زیان پېښ کړ. د حامدکرزي د حکومت پرمهال د فاسد حکومت او مفسدو چارواکو له لوري پرېمانه نړیوالې مرستې غلا او لوټ شوې. ځینې غلاوې دومره شرمونکې وې چې په نړیواله کچه یې د ټولو افغانانو پوزې پرې کړې، خو د دغو شرمونکو غلاوو عاملین د لمر په څېر روښانه دي او لا هم ازاد ګرځي.

10.02.2016 15:34    |   بشیر یوسفزی خیالي ښوونځي د ځوان نسل تباهي

اوسني ګډ کومت د خپل واک په لومړیو شپو ورځو کې د پخواني حکومت له ځینو درغلیو او فسادونو څخه پرده پورته کړه. د شویو فسادونو او جنایتونو په منځ کې د خیالي ښوونځیو موضوع دردونکې او حیرانونکې وه، چې په ولس کې یې لویه واویلا جوړه کړه. په دغه ناوړه دسیسه کې د پوهنې پخوانی وزیر فاروق وردګ، د یاد وزارت نور مسوولین، د خینو ولایتونو والیان، د ملي شورا استازي، متنفذین او په ځانګړي ډول هغه قومي مشران ملامت او مسوول ګڼل کېږي، چې په دغه غلا او دسیسه کې شریک دي.