د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بشارت

09.05.2012 06:49    |   رحیم الله بشارت دارواښاد ننګ یوسفزي دفاتحې خبرتیا

د ارواښاد ننګ یوسفزي فاتحه د جمعې په ورځ اخیستل کېږي

03.05.2012 09:35    |   رحیم الله بشارت د ننګ یوسفزي مړینه لویه ضایعه ده

د پښتو ډرامې تکړه لیکوال او د ولسي جرګې پخوانی غړی ننګ یوسفزی د ۸۲ کلونو په عمر په پېښور کې په حق ورسېد

09.10.2011 10:14    |   بشير احمد بشارت دهيوادپرهره لوېشت باندي ژړېدلي شاعرښاغلي عبدالباري جهاني ته:

دهيوادپرهره لوېشت باندي ژړېدلي شاعرښاغلي عبدالباري جهاني ته:

03.10.2011 07:30    |   بشير احمد بشارت د پښتو ژبې بې جوړې شاعر ښاغلى درويش دراني ته

د پښتو ژبې بې جوړې شاعر ښاغلي درويش دراني ته

21.07.2011 13:31    |   بشارت ننګرهاری خپل عیب د ولو منځ وي!

بشارت ننګرهاری تیره شپه می دننګرهار دملی تلویزیون دنهو بجو په خبری سرویس کی دننګرهار دولایتی شورا دریس ښاغلی جمال قدیر په حواله یو خبر واورید چی ویلی و ټولو دولتی چارواکو ته خبر ورکول کیږی چی دافغانستان دولسمشر حامد کرزی دفرمان دتطبیق لپاره دخپلو موټرو توری ښیښی سپینی کړی ،په بی نمبر پلیټه موټرو کی ونه ګرځی او دچارواکو خپلوان هم نه شی کولای چی ان دجهادی شخصیتونو او شهیدانو انځورونه په خپلو موټرو ولګوی جمال قدیر دا خبر داری هم ورکړی و چی دسرغړونی په صورت کی به ورسره قانونی چلند وشی.زه ددی خبر په اوریدو خوران حیران شوم .لومړی خو راته یو دول هیله مندی پیدا شوه چی که خیر وی ولایتی شورا هم هم دقانون حاکمیت ته ملا وتړله دلته می هغه دپښتو یوه ټپه هم په زړه را ووریده چی که دزلمو نه پوره نه شوه == افغانستانه .... به دی ګټینه.له ځان سره می وویل چی که حکومتی چارواکی دخپل مشر(جمهور ریس) دامر په پلی کولو کی ناغیړی کوی نو داسی څوک شته چی هغوی وڅاری او دولسمشر دفرمان عملی کولوته یی اړ باسی خو بل پلو خورا ناهیلی هم شوم او له ځان سره می وویل چی ښایی دښاغلی قدیر ددی خبری تر شاه څه نوری خبری وی او (دکاسی لاندی نیم کاسه وی) که نه خو په ښار کی چی څومره دتورو ښیيو موټری ګرځی نو تر نیمایی ډیری یی دده او یا دده دپلویانو دی که داسی نه وی نو ددی ښاغلی خپل زوی چی لا تر اوسه دافغان مراد په لیسه کی زده کوونکی دی دتورو ښیښو په بی پلیټه موټر کی ګرځی پاتی شوه دانځورونو خبره که دا هم وګورو نه پخوا خو به یوازی دخدای بخښلی حاجی صیب قدیر انځورونه په یو نیم موټر تر سترګو کیدل او یا دخاکسار غوندی سړی هم په ځانګړو مناسبتونو په خپل موټر کی لګاوه خو اوس چی ګورو دښاغلی جمال قدیر له انځورنو هم خلک دترافیکی نمبر پلیټ په توګه کار اخلی ،په کوم موټر چی ددی ښاغلی انځور لګیدلی وی مجال شته که ترافیک او یا بل پولیس یی مخی ته ودریږی .زه وایم چی خپل عیب د ولو منځ وی که نه نو لومړی دی ښاغلی جمال قدیر دتالاشي څلور لاری ته راووځی او هغه کسان چی دده او دده دپلار او یا دکورنی دنورو غړو له انځورونو ناوړه استفاده کوی په عام محضر کی مجازات کړی او امنیتی کارکوونکو اوترافیکو ته دی دا ډاډ ورکړی چی که هر چا دده له نوم نه ناوړه استفاده کوله له هغوی سره دی قانونی چلند وشی او دا ډاډ دی هم ورکړی چی پر پولیسو او ترافیکو به سترګی نه برګوی نو موږ به ومنو چی ښاغلی جمال قدیر په رښتیا هم دقانون پلی کول غواړی او که دا کار یوازی دخپلو مخالفینو او یا سیالانو دکمزوری کولو لپاره کوی نو چی خرڅوی یی رهبران په سوداګرو == خدای دی مل شی دوطن او دملګرو

21.07.2010 12:41    |   رحیم الله بشارت پیټروییس ته د میلیبنډ پرانیستی لیک

دا پرانیستی لیک ښاغلي ډیویډ پیټروییس ته چې په اوس مهال په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو لوی قومندان دی، د بریتانیا دبهرنیوچارو پخواني وزیر ډیویډ میلیبنډ لیکلی چې اوس مهال د کارګر ګوند د مشرتابه لپاره هم کاندید دی.

07.06.2010 15:32    |   رحیم الله بشارت په پاکستان کې د افغانانو د ځورولو نوې لړۍ پیل شوې

په دې ورځوکې د خیبر پښتونخوا پولیسو د افغانانو د تنګولو او شوکولو کار ته په پوره زور او ځواک لاس اچولی. هسې خودا لړۍ له پخوا راهیسې روانه ده خو اوس چې دپښتنو په دغې خاوره د٫٫پښتنو خپل واک٬٬ چلېږي ــ له نورو پښتنوسره داسې چلندخفه کوونکی دی.

28.05.2010 05:57    |   رحیم الله بشارت دسولې لپاره درسنیوڅېړنه

په لندن کنفرنس کې چې دافغان دولت دسولې پلان په نړیواله کچه ومنل شو، ددې اړتیاپیداشوه چې د افغانستان په دننه کې هم ځانونه په دې پوه کړل شي چې دسولې په اړه دخلکو غوښتنې څه دي. دپخلاینې په اړه څه وايي، بیایوځای کېدنه څنګه ګڼي او د سولې دمشورتي جرګې په اړه چې افغان دولت یې جوړوي څه نظرونه لري او مطبوعات په دې هکله دسولې د اړتیا او د سولې دپروسې دپرمختګونو په اړه خلکو ته څه ډول مالومات ورکوي. نو همدا لاملونه ووچې دپالیسي دڅېړنوملي مرکز درسنیو دڅېړنې پرېکړه وکړه. کله په دمارچ په نهمه ۲۰۱۰ کې څېړنه پیل شوه. څو ورځې وروسته دحزب اسلامي پلاوی دسولې دخبرو لپاره کابل ته راغی او ولس مشر هم په ظاهره دسولې دملاتړ لپاره دایران او چین په سفرونولاړ چې دې ټولو پېښو دڅېړنې په څه باندې یوه میاشت کې سوله او پخلاینه دمطبوعاتو په سر کې وساتله.

26.05.2010 22:27    |   رحیم الله بشارت لیکنو ته دماشومانو د هڅولو ۱۰ لارې

پر زده کوونکو تخلیقي لیکنې کول دهغوی دپنځونې مهارت ته پراختیا ورکوي، منطقي تفکر ته یې وده ورکوي، دژبې په ښې زده کړه کې ورسره مرسته کوي او نورو ته دخپلو فکرونو د څرګندولو په لارو چارو یې پوهوي. هر زده کوونکی د ښې لیکنې وړتیالري، خو په پیل کې لیکنې ته دزده کوونکو هڅول، بنسټیز تخنیکونه ورښودل او تمرینول پرې ضروري دي. که ښوونکي زده کوونکوته د تخلیقیي لیکنو لارې چارې وښيي او پرې تمرین یې کړي دابه زده کوونکوته په زړه پورې وي ، دوي به خوشحاله کړي او ښه زده کړه به هم وکړي.

25.05.2010 10:57    |   رحیم الله بشارت دخپرونو لپاره موضوع څنګه پیداکړو؟

څه موده وړاندې راته دخپل دفتر له لوري دشمشاد تلویزوند پروډیوسرانو او د پروګرام جوړونې دنورو کارکوونکو د روزنې دنده راکړل شوې وه ـــ په دې لار کې ځینې ستونزې وې خو ګټې یې هم لرلې ـــ یوه ګټه یې داچې څېړنې ته یې اړکړم چې کتابونه او ویبپاڼې وګورم او د اړتیاوړ مالومات ترې راټول کړم او بیایې دوی ته وړاندې کړم. دا لیکنه هم د هماغه مهال لیکنه ده. چې ځینې برخه به یې کېدای شي کټ مټ هم له انګلیسي متن څخه ژباړل شوي وي خو ډېرې زیاتونې کمونې هم لري.

15.12.2009 06:53    |   رحیم الله بشارت بې رحمه ګاونډی - د انجینر حکمتیار شعر

د ښاغلي حکمتیار لاندې شعر د هغه له کتاب ٫٫شعر و عرفان در محک قرآن٬٬څخه راخیستل شوی دی چې په دري او پښتو نور شعرونه هم لري. دا شعردوه نوې خبرې لري یوه داچې ځینې کړیو تل پر ښاغلي حکمتیار تور لګاوه چې له پاکستان سره ټینګې اړیکې لري او د پاکستان دافغان ضد پالیسیو مخالفت نه کوي. خو دا شعر چې ولولو پوهېږو چې مخاطب یې پاکستان هېواد دی. اوښه په کلکه او په زغرده یې غندلی دی. د ښاغلي حکمتیار نورې مقالې او ویناوې هم داخبره زباتوي چې د هغو له ډلې نه یوه یې د ٫٫جنرال ته خطاب٬٬ په نامه مقاله ده چې په هغې کې د پاکستان دا پرېکړه چې له امریکایانو سره یې د افغانستان پر ضد ملګرتیا وکړه په کلکه غندلې ده

01.11.2009 11:48    |   رحیم الله بشارت ماشوم مجبوریت!

لکه څنګه چې مجنون مجبور و چې دلیلی سپی ښکل کړي. لکه څنګه چې دپاکستان پخوانی لومړی وزیرشوکت عزیز مجبور و چې دامریکې دپخواني ولس مشر بش له سپي سره مینه وکړي، لکه څنګه چې کرزی مجبورشو چې بیاټاکنې وکړي ، لکه څنګه چې اوبامامجبور دی چې اووه ځله دخپلو امنیتي سلاکارانو بې څرک لګوونکې مشورې واوري،په وړوکوالي کې ډېری وختونه زه هم همداسې مجبورشوی یم چې سیاسي بحثونه واورم. او یادسیاستوالو باټې، او چلونه ،نیرنګونه بې سترګو ،خو غوږورو ته ووایم.

22.10.2009 07:25    |   رحیم الله بشارت ۳۸بجې ۴۰ دقیقې

د رحیم الله بشارت نوی پولیسي ناول چې ۳۸بجې ۴۰ دقیقې نومېږي له چاپه راووت. د ښاغلي بشارت لومړی ناول د شنوګټوقاضي و چې لوستونکیو یې ډېر تود هرکلی وکړ.

05.10.2009 11:15    |   رحیم الله بشارت له ځونډي اوښتی

زمري دخپل ګرځنده ټلېفون غږ واورېد، د هینو لارۍ په کلینر سیټ کې خوبولی راپورته شو، شمېره دکور وه.دمنلو تڼۍ یې کېکاږله: -«سلامالیکم»

10.05.2009 13:21    |   بشارت کرزى صيب ځان دې نور هم بې خونده کړ!

05.02.2009 22:12    |   رحیم الله بشارت پښتوډرامه ،هسکې ،ټیټې او دغوړېدوشونتیایې

17.08.2008 12:29    |   حکيم بشارت د خپلواکۍ جشن دکوټې بنديوان شو

06.07.2008 22:27    |   بشارت ايتلاف د ناوې وژلو ته هم دجنګيالي نوم ورکوي

30.01.2008 20:08    |   بشارت مورې ! زما خور وحيده دې څه کړه ؟

14.01.2008 12:26    |   بشارت کرزى د پاڼ او پړانګ ترمنځه

09.01.2008 11:19    |   بشارت پاکستان اوس دخپلو اعمالو سزا ګالي

07.01.2008 11:50    |   بشارت ټول ملت يې د ارګ په څېر له خوبه نه خوري