د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بختیارحسین خیل

17.06.2010 06:47    |   بختیارحسین خیل د انټرکانټنینټل په سیالیو کی افغانستان دويمې نمبر ته کېوت

په دوهمه پاڼئ کی هالینډ بیا ۲۵۷ منډی جوړی کړی چی سکاټلینډ ته د لوبو ګټلو لپاره ۷۶ منډی هدف اوټاکه چی سکاټلینډ د ۶ لوبغاړو په سوځیدو پوره کړ. دی سره سکاټلینډ ۶ نمری د لومړئ پاڼئ بریا او ۱۴ نمری د لوبی د ګټلو ترلاسه کړی چې د سکاټلینډ ټولی نمری ۶۹ شوې چی مخکی افغانستان د ۵۷ نمره په لرلو سره لومړی او سکاټلینډ د ۴۹ نمره په درلودو سره دویم مقام درلود. اوس چې سکاټلينډ له افغانستان نمرې ډېرې لري نو افغانستان د انترکانتننتل سياليو له تخت څخه دويم نمبر کېوت.

07.05.2010 12:07    |   بختیارحسین خیل افغانستان لوبه بایلوده خو زړونه یی اوګټل

د مسلسل ناکامئ وروسته افغانستان په نړیوال کپ کی ښی لاسته راوړنی درلودی چی د لوړې درجی لوبډلو سره ښه لوبه کول او په میدان کی اتحاد ساتل او د لوبغاړو ترمنځ د وکټو ترمنځ په منډه کی تفاهم ښه اړخونه دی.

03.05.2010 12:21    |   بختیارحسین خیل کبيرخان: افغان توپوهونکي په شارټ پچ (لنډ) توپونو کې مشکل لري

د افغان لوبډلې روزونکي کبیرخان دا څرګندونی د کرکټ نړیوالی شورای سره شریکی کړیدی. کبیر خان په دی خبره اعتراف کړی چی افغان لوبغاړی د شارټ پچ بالونو سره بلد نه دي او همدا لامل دی چې د هند سره په لوبه کی په۸ سوځیدلو لوبغاړو کی ۵ لوبغاړی په شارټ پچ توپونو اوټ شویدی.