د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بخت الرحمن بخت

15.12.2016 12:20    |   بخت الرحمن بخت حلب داور په لمبو کي شاهزادګان دحوس په نشوکي

څو ورځي کیږي چې دپاکستان دمرکزي حکومت او دخیبر پښتونخوا ایالت پر دي ټکي سره جنجال ده، چې مرکزي حکومت عربي شاهزادګانوته وايي ولاړ شي دخیبرپښتونخوا په لري پرتو سیموکي دښکار په نوم او بهانه خپلي میلي وکړۍ، خو دخیبر پښتونخوا ایالتي حکومت ورته اجازه نه ورکوي، ددغه حکومت دځنګلونو او ځنګلي حیواناتو او مرغانو دساتني اداره دخیبرپښتونخوا ایالت او دپنجاب ایالت پر پوله باندي دعربي شاهزادګانو دحوسونو او نفسي خواهشاتو دپوره کولو مخنیوی کوي.

11.06.2016 12:54    |   بخت الرحمن بخت چین پر نړیوالو ږغ کړی چې د پاکستان د ازادۍ او خاوري دتمامیت احترام وکړي

دچین دبهرنیو چاروز وزرات ویاند هانګ لي، تیره ورځ له خبري رسنیو سره دخبرو پرمهال وویل پاکستان دترهګرۍ په وړاندي بي ساري قربانۍ ورکړي او باید نړیواله ټولنه دپاکستان دقربانیو او هڅو ستاینه وکړي.

09.06.2016 13:53    |   بخت الرحمن بخت له روژه مات څخه سمدستي وروسته سګریټ څکول دمرګ سبب کیدلی شي.

دترکیي دغیرسون دطب پوهنتون دزړه دڅانګي دپوهنځۍ رئیس ښاغلی ډاکټر قاغان قولان لیکي: له روژه څخه وروسته سګریټ څکول دمرګ خطر لري، ځکه په روژه کي سګریټ څکول دزړه دشریانو دبندیدو لامل کیدلای شي او سمدستي دسګریټ څکونکي کس دمرک سبب کیدلی شي.

08.01.2016 11:11    |   بخت الرحمن بخت که دایران او سعودي ترمنځ جنګ واقع کیږي نو څه به پیښیږي

ایران ۷۵ ملیونه وګړي لري سعودي عرب یواځی ۳۰ ملیونه نفوس لري چې ددغو ۳۰ ملیونو وګړو له جملي څخه ۸ ملیونه بهرنیان دي چې دغه هیواد ته کارلپاره راغلي دي پاته سوو دایران د ۷۵ وګړو په مقابل کي یواځي ۲۲ ملیونه سعودیان.

08.10.2015 12:23    |   بخت الرحمن بخت دکمپبیل بړاسکي او ځمکني واقعیتونه

جنرال جون ایف کمپبیل د امریکي دثنا مجلس د وسلوالو خدمتونوټولني ته په خپل لیکل شوي بیان کي ویلي، چي په پاکستان کي دپاکستاني فوځ له لوري دروانو عملیاتو په ترڅ کي دغه فوځ خپلو کړو ژمنوکي رښتنی ښکاري، نوموړي زیاته کړه د پاکستان دوسلوالو ځواکونو لوړ رتبه قومندانانو ورته باور ورکړي چي دروانو عملیاتو په ترڅ کي دترهګرو فرق نکوي او نه یی دښه او بد په نامه ترهګر سره جلا کړي دي، بلکي دټولو ترهګرو په وړاندي یی یو ډول عملیات روان کړي دي.

20.09.2015 21:47    |   بخت الرحمن بخت دویني ګروپ او روغتیا دوهمه برخه

نن غواړم په دي سلسله کي دویني دګروپونه (A) برخه باندي رڼا واچوم، هغسي خو دویني ټول اته ګروپونه دي یعنی دویني کوم څلور ګروپونه چي زه دلته یادوم هغه که مثبت او که منفی وي دغذا په مقابل کي یو ډول حساسیت ښیی دویني ټول څلور ګروپونه چي دغه څلور ګروپونه بیا په مثبت او منفی باندي تقسیم شوي دي چي دغذا سره تعمل او تعلق په برخه کي یی منفي او مثبت مهم نه دي د مثال په توګه دوینی ګروپ (A)، دغه ګروپ که منفی وي او مثبت وي له غذا سره یی تعمل یو ډول وي.

15.09.2015 11:05    |   بخت الرحمن بخت دویني ګروپ او زمونږ روغتیا

ایا تاسو تراوسه په دي فکر اوګمان یاست چي دویني ګروپ تعینول یواځي له یو انسان څخه بل انسان ته دویني دانتقال لپاره لازمي او اړین وي؟

25.07.2015 10:37    |   بخت الرحمن بخت مسلمان او دمسلمان میرمن

په اسلام کي واده هغه تحفه ده چي دنارینه لپاره دروحي او دماغي تسکین دهوسایی او ارام سبب ګڼل کیږي ښه واده هغه واده دي چي دواړه میړه او ماینه یو دبل په وړاندي له زغم څخه کارواخلي یواو دبل نظر ته غوږکیږدي دواړه یو دبل خبره په غورسره واوري په ډیره نرمه او پسته لهجه یو دبل خبري ته جواب ووایی، له کورنیو وړو وړو خبرو څخه لویی او بیچیده مسئلی جوړي نه کړي.

30.06.2015 18:41    |   بخت الرحمن بخت القتل المرفوض ( اخوان المسلمین )

تیره ورځ په مصر کي د فعلي غیر عادلانه او ظالم حکومت لوي څارنوال دیوي چاودني په ترڅ کي ووژل شو. کله چي څارنوال باندي د برید خبر رسنیو نشر کړ او دنوموړي د سخت ټپی کیدو یی وویل زما فکر او ذهن سمدستي په مصر کي داخوان المسلمین دډلي خواته لاړ،

28.06.2015 12:11    |   بخت الرحمن بخت سورة النساْ مي ژوند بدل کړ

رناوډ فان ډورن چي د هایلنډ اوسیدونکي دي هغه کس دي چي د رسوالله صلی الله علیه وسلم په اړه یی فیلم جوړ کړي او دغه فیلم کي یی د رسول الله صلی الله علیه وسلم په اړه سپکي خبري کړي وي. نوموړي وایی کله چي مي د رسول الله صلی الله علیه وسلم په خلاف فیلم جوړ کړ او دغه فیلم مي ننداري ته وړاندي کړ، دنړۍ په ګوټ ګوټ کي د مسلمانانو له سختي غصي او کرکي سره مخامخ شوم دنړۍ مسلمانانو باندي دغه فیلم ډیر بد اثر وکړ.

22.06.2015 10:15    |   بخت الرحمن بخت برما، اسلام او مسلمانان

ډیري مسلما نان داسي فکر کوي چي بس دالله جل جلاله بنده یم عبادت یی کوم کورمي خیر خیرت دي دنړۍ دنورو مسلمانانو د مسائلو او کړاوونو په اړه یا خو خبرنه دي او چي کله خبر هم شي ورباندي خاص سر نه خوږوي وایی ددوي مسائل دي باید دوی یی خپله حل کړي چي ډیر زیات ورته په نړۍ کي د مسلما نانو دبدو حالا تو اومصائبو په اړه ورته کیسي اوخبري وکړي نو یی درخوله ورته دعا ووځي وایی ( الله ته یی مشکلات حل کړي)

17.06.2015 16:22    |   بخت الرحمن بخت ایراني اخوندانو ته حوري ورتمامي شوي

په عراق با ندي له امریکایی یر غل څخه سمد ستي ورورسته دغه هیواد کي د عراق شعیه ګانو د سني مذهبه مسلمانانو په وهلو او ځپلو لاس پوري کړ دسني مذ هبه مسلمانانو په وړاندي یی د امریکا یانو او ایراني اخوندانو په مرسته له هر ډول حربو څخه کار واخیست.

27.05.2015 09:46    |   بخت الرحمن بخت غني له مهاتیره نقل کړي خو مهاتیر له ځانه پیل کړي

څو ورځي مخکي غني اولس ته دیوي وینا پر مهال وویل چي که غواړي هیواد مو پرمختګ وکړي او اقتصاد مو پر پښو ودریږي، باید د دولتي مصنوعات را نیسي او دولتي تولیدات مصرف کړي. ښاغلي صدره کوم کورني او دولتئ مصنوعاتو ته اشاره کوي چیري دي دغه دولتي تولیدات څه دی درلودي، څه لری او څه دي کړي دي.

22.05.2015 10:09    |   بخت الرحمن بخت په نړي کي پرسکونه ښارونه او دسکون معیارونه

سږ کال دنړي په کچه دژوند کولو لپاره ترټولو پر سکونه او ارام هیواد دنیوز لنډ هیواد بلل شوي دي دغي سروي په دوهم قدم کي سویلي افریقا او په دریم قدم کي دجرمني او اسټریا هیوادونه دهغو خلګو لپاره چي غواړي ارامه او خوشحاله ژوند ولري ښه ځایونه په نښه کړي دي. اوس به راشو دغو هیوادونو کي دښه ژوند معیار ته دلته ولي خلګ خوشحاله ژوند لري ولي نړیوالو دغه هیوادونه او ښارونه سږ کال دخلګو دهوسا او خوشحاله هستوګني لپاره غوره هیوادونه اوښارونه بللي دي

19.05.2015 20:44    |   بخت الرحمن بخت دبرما مسلمانان نه پرځمکه سیوري لري او نه پر اسمان ستوری

روهنګي مسلمانان چي دبرما په اراکان ولایت او ددغي هیواد وپولي ته څیرمه په بنګلدیش اوسیږي له نن څخه څو پیړي مخکي دغه مسلمانان دغو هیوادونو ته دسوداګرو په شکل تللی د.ددغو څو مسلمانانو رښتنی مسلما ني وه چی ددغه سیمي پر اوسیدونکو یی اثر وکړ او په زرګونو سمیز خلګ ددوي دنیکو اعمالو په وجه داسلام په دین مشرف شول، چي دوخت په تیریدو سره هلته دمسلمانانو شمیر او تعداد نور هم زیات شو.

17.05.2015 11:41    |   بخت الرحمن بخت دعربو مشرانو دکیمپ ډاويډ برګران به درته ګران تمام شي

واشنګټڼ: امریکا او دخلیجی ټولني دغړو هیوادونو ترمنځ په سیمه کي دبهرني ګواښ په مقابل کي دبالیستیک مزایئلو دسیسټم دپرمختیا او همدارنګه دپیښو په مقابل کي دمخکیني خبرتیا سیسټم پر جوړولو باندي موافقه وشوه.

24.11.2012 14:23    |   بخت الرحمن بخت ښارکي مکمل امن دي(دبلوچستان لومړي وزیر)

تیره ورځ دپاکستان دبلوچستان ایالت لومړي وزیرښاغلي ریساني له خبري رسنیو سره دخبرو پروخت په داسي حال کی خبري کولي چي پریتونه یی تاوه ول دکوټي ښاروګړو ته یی په پوره ډاډ سره خوشخبري ورکوله نورباید ښاران په پوره ډاډ اواطمنان سره ښارته راووزي اوخپلوروزمره کارونو ته دسولی اوامنیت په فضا کی دوام ورکړي، هټیوال دي خپلي هټي خلاصي کړي هوټلوالاو ته یی هم ډاډ ورکړچي خپل خوړنځایونه داولس په وړاند ی خلاص کړي ترڅو کوټي وال چایی، بلوڅان روسټونه اوپنجابیان دالونه وخوري.

17.01.2012 00:39    |   بخت الرحمن بخت ګروسمین به دنورو ګروهاوو ترڅنګ له طالب چارواکو سره هم وګوري

واشینګټن: په دي وروستیو کی داباما د اداري له لوري خبرونه خپاره شوی دي چی کیداي دافغانستان اوپاکستان لپاره دامریکي دمتحده ایالاتو خاص استازي ګروسمین سیمي ته په خپل راتلونکي سفرونو کی دطالبانو له نمایندګانو سره وګوري.

13.12.2011 22:55    |   بخت الرحمن بخت لګ شانتي ګیله می ترینه وشي

دادوه ماشومان دی یو دسویلي وزیرستان دکوم نادرکه شوی محسود زوی عبدالله او بل بیا دشمالی وزیر وزیرستان دکوم شهید شوی وزیر زوی دي نقیب الله دي، دغه دواړه ماشومان له پاکستاني چارواکو څخه لږ شانتی ګیله لري، دیوه پلار هغه وخت نادرکه شو کله چی امریکایانو په افغانستان یرغل وکړ، اوپه زرګونو محسودواو وزیرو پښتنو دخپلی پښتنی خاوري دحفاظت او ساتني لپاره وافغانستان ته ددغي خاوري ددفاع او دطالبانو دحکومت په ملګرتیا دامریکایانو مقابلی ته ودانګل دغو خلګو سره پرمختللی وسلی خوپریږده حتی زړی ټوپکی هم نه وی چا تبرونه، چاتوري او نورو بیا نیزي لاسونو کی نیولي افغانستان ته لاړل. دغه کسان تقریبا ټول افغانستان کی ورک نادرکه او شهیدان شول، چی دهغو شهیدانو او نادرکو خلګو له جملی څخه یو هم د عبدالله محسود پلار وو، چی تراوسه پوري یی دمرګ او ژوند درک نه ده مالوم او کورني یی وراتګ ته سترګی په لاره دي.

25.11.2011 18:06    |   بخت الرحمن بخت دڅلویښت کلني اسرار او حکمتونه

نويو او جدیدو څیړنو ښودلي ده جی دانسان دماغ دهغه دعمر دڅلویښت کلني تراخیره پوري دودي په حالت کی وي. خو دغه حقیقت له نن څخه څورلس سوره کاله مخکي لوی پرودګار په خپل سپیڅلي کتاب کی څرګندکړی دي. اوس به لاندی دڅلویښت کلني داسرارو او حکمتونو په ا ړه نور تفصیل ولولو.

27.10.2011 18:40    |   بخت الرحمن بخت راسره هرڅه دي پریمانه یواځی سوله غواړو

روان کال دوړوکي اختر پنځمه ورځ دغرمی دوولس بجی وی زما دهیواد له پلازمینی زخمی زخمی کابل څخه مخ دلوی او سرکښه کندهار په لور په یو کرولا موټر کی راووتم، د هیواد له پلازمینی څخه په داسی حال کی راووتم چی دښارپه لویدیځ کی دکمپنی ویجاړو ودانیو او وران شویو سړکونومی یوځل بیا دوزیراکبرخان ، ښارنو اوخیرخاني میني پرنویو پرمختګونواو ابادیو باندی اوبه تیری کړي.

24.10.2011 21:06    |   بخت الرحمن بخت دقذافي وژنی دلیبیا دانتقالي شورای په منځ کی داختلافونو بوی راپورته کړ

دلیبیا د ملي انتقالي شوری ځواکونه چی له تیرو اتو میاشتو راهیسي دامریکي دامتحده ایالاتو او دناټو دغړو هیوادونو له لوري دلیبیا دپخواني اولسمشر معمرقذافي دواک په خلاف په وسلواله مبارزه لاس پوري کړی وو، دغه وسلوال که څه هم دناټو ځواکونو له پوره هوایی مرستو اوکمک څخه برخمن وو خو بیاهم ځاي پرځای دلیبیا دپخواني حکومت قذافي ته دوفادارو ځواکونو له لوري له سخت غبرګون سره مخ شول، خو چي کله به هم دغه وسلوال دلیبیا دحکومت له لوري له مقاومت اوماتی سره مخ کیدل بیا به یی دبهرنیانو په وړاندي ناري راپورته شوی، چی دقذافی دنظام اوپه فوځ په وړاندی ددغي بهرنی ټلوالي هوایی بریدونه ناکافي دی.