د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

امین الله عادل

10.09.2016 09:11    |   امین الله عادل نور نه غواړم چې د ماجر کلیمه واورم!!

ماجره، ... کابلیه... او ګیلم جمه.... دا هغه ټکي وو، چې هره ورځ به مو د پېښوریانو لخوا اورېدل... لومړی خو په کېمپ کې اوسېدو خو کله چې ښار ته را کډه شوو نو یو او بل ځای به کرايي اوسېدو او تر ډېره به خپلو ګاونډیانو زموږ اصلي نومونه نه پېژندل او نه یې دا هڅه کوله، چې زموږ نومونه زده کړي بلکې زموږ د وړو او زړو نوم ماجر ؤ. (او ماجره، او ماجرې) زموږ ښه نوم هم ماجر ؤ او بد نوم مو هم ماجر ؤ. که به څوک را ته غوسه شول هغه به هم ویل [ورکشه ماجره، کابلیه] او که به پر چا ګران شوو هغه به هم راته ویل [یره ماجره..!]. موږ به خبره یا په خندا را اړوله یا به مو خپل ورمېږ وګراوه ځان به مو ناګاره کړ. وروسته بیا عادت هم شوو. هېڅ د ناراحتۍ احساس مو نه کاوه. ویل به مو چې ځه ماجر خو یو. خپل کور کلی مو پرې اېښی او دلته په پردي وطن کې اوسېږو.

22.08.2016 21:28    |   امین الله عادل چرسي زرک

په لوی قفس کې اچول شوی ؤ، ښه دانه ورته اچول کېده او ښه خدمت یې کېده. کله کله به یې چې غاړې کولې نو خاوند به یې هم په ناز سره دده غاړې تکرارولې. په دې سره به چرسي زرک ډېر د خوښۍ احساس کاوه. زرک هغه مهال ډېرې غاړې کولې چې بنګ به یې ور واچول. چرسي زرک که څه هم د خاوند لخوا په قفس کې اچول شوی ؤ او له آزادۍ څخه محروم ؤ، خو فکر یې کاوه چې ژوند همدا دی. خاوند یې چې ورته کښته پورته کېده نو فکر یې کاوه چې دده نوکر دی.