احمدجان تڼی
دا څوارلس کاله کیږي چی په افغانستان کی د پښتنو په ضد د تروریستانو او یا طالبانو تر نوم لاندې جګړه د کابل په اداره کی متعصبو کړیو او د بهرنیو پوځونو له خوا مخته بیول کیږی. ددی جګړې شاته پنجاپ او تهران هم ولاړ دي. په داسی حال کی چی د بهرنی او کورني تروریزم اصلی قربانیان پښتانه دي .کورنی تروریستی ډلې عبارت دی د هغو کسانو څخه چی هم د کابل په اداره کی د پوره واک خاوندان دی او هم په ټولنه کی ترور او ویره خپروي او هم د تروریزم تر نوم لاندې هڅه کوي چی خپلو پاشیستی موخو ته ځانونه ورسوي.
په دې وروستیو کی د پنجاپ تر واک لاندی په مري سیمه کی د افغان حکومت او د طالبانو د اسلامی تحریک له خوا د سولی او امنیت د ټینګښت له پاره مخامخ خبرې پیل شوې. او هیله کیږی چی دا خبرې به په راتلونکی کی هم دوام وکړي خو ښاید ځای یی توپیر پیدا کړي. نوموړو خبرو د خلکو په زړونو کی یوه اندازه هیلې را وټوکولې چی کیدای شی په افغانستان کی د وینو د بهیدو مخه ونیول شی.
په شمالی وزیرستان کی د پنجاپ استعماری او وینو څښونکي پوځ د برید پوره یو کال پوره شو. خو لا جګړه روانه ده. په دې موده کې د پنجاپ پوځ د هر ډول جنګي تخنیک او وسلو څخه کار واخیست . په شمالي وزیرستان کی د پنجاپ د استعماري – تروریستی پوځ جنایتونه او سړي وژنې ویرونکي دی . د افغانستان د خاروې په توګه ، په وزیرستان باندې د پڼجاپی وحشي پوځ برید د ټولو د پښتنو او د افغانستان د خلکو د پاره د زغم وړ نه دي.
په دې لیکنه کې د افغانستان په وړاندی د پاکستان د توطیو په هکله خبری شوی دی
د اوسنی نظام یوه د مهمو ناوړو پدیدو څخه ، دولتی لوړو زده کړو موسسو او پوهنتونونو ته د کانکور په ازموینه کې په قومی ، ژبنی او سیمه ایزه توګه فساد او تعصب دی. په تیرو څوارلسو کلونو کې د کابل حاکمیت په اګاهانه توګه په قومی،توکمیزه ، سیمه ایز او ژبنی توګه تعصب او فساد پالیسی مخته بیولی ده . دا باید په زغره ووایو چې د دې تعصب تیره څوکه د هیواد د اکثریت اولس ته متوجه وه.
پنجاپی استعماری – تروریستی ادارې د افغانستان په وړاندې خطرناکه لوبه پیل کړیده . د پنجاب استعماری ادارې یو ځل بیا په افغانستان کی د سولې د پاره د خبرو اترو ډنډورې رامنځته کړي. باید وویل شی چی تر هر څه پنجاپی استعماری ادارې مشرانو د پاره د هغه هیواد ګټي مهمې دی. پنجاپ هیڅکله دا ډول ګام نه پورته کوي چي د افغانستان او پښتنو په کې خیر واوسي. همدا خبره ده چې زیات شمیر څیړونکی ددی څخه ویریږی چی کیدای شی کابل به د پنجاپ سره په سیاسی لوبه کې څه تر لاسه نکړي مګر د پنجاپ په لومه کې به را ګیر شي.
په دې لیکنه کی په هیواد کی ټولټاکنو ستونزو ته اشاره شوی ده
په دی لیکنه کی په افغانستان کی په مورنیو ژبو باندی د ستونزی په هکله څیړنه شوي ده
افغانستان اوس مهال سیاسی بحران ته ننوتی او د امنیتی بحران په درشل کې دی. د رسنیو د خبر سره سم امریکا متحده ایالاتو د اردو او پولیسو قطعاتو باندی تیل او حمایوی خدمات درولی دی کیدای شی دا پاکستان په واسطه د ناټو د اکمالاتی لاری بندولو له امله وي. او یا کیدای شی دا د کابل د اداری د مشر ښاغلی حامد کرزی له خوا د امنیتی تړون د لاسلیک څخه د ډډه کولو سره اړه ولری.
په دی وروستیو د حکیم الله مسید وژل او د هغه په ځای د ملا فضل الله ټاکل کیدل د نړی او سیمی مطبوعاتو او خلکو پام ځانته اړولی دی. د حکیم الله مسید د وژل کیدو څخه وروسته د نویو حالاتو په رامنځته کیدو سره د پنجاپی استعماری ادارې توره څیره نوازشریف په دی ورځو کی کابل ته سفر کوی. او غواړی د کابل د ادارې سره خبری وکړی. په دی ډول د پنجاپ د استعماري ادارې د کورنیو چارو وزیر دا څرګنده کړی ده چی د افغانستان خاوره( ؟) باید د دوی په وړاندی ونه کارول شی.
په مورنیو ژبو زده کړې او راتلونکی ټولټاکنی ، ددې دواړو موضوع ګانو تر منځ اړیکي څیړل شوي دي
یو ځل بیا په افغانستان کی د ټولټاکنو په نوم لوبه پیل کیږی.تر څو موجوده په تعصب ولاړ ، فاسد ، دیکتاتوري نظام ته د دموکراسۍ جامې ور واغوندي.
په دی لیکنه کی د پنجاپ استعماری اداری موخو او فعالیتونو ته اشاره شوی ده
په دی لیکنه کی په افغانستان کی د پښتون وژنی بهیر وروستیو پیښو ته کتنه شوی ده
همدا اوس په یوه ټکسي موټر کې را سپور شوم ، په ټکسی کې څلورتنه سپاره و. زه هم په مخکې سیټ کې د بل وګړي په څنګ کې کیناستم . هغه خورا دروند سړی ښکاریده عمر یې هم د څلویښتو کلونو په شاوخوا کې و. ږیره یې پاکه خریلی او واړه بریتونه یې درلودل. په ظاهری توګه څیره یې لوی سوداګر او یا سیاستوال ته ورته وه .زه څه پوهیدم چې نوموړی د غلو په ټیم کې د مسلکی ماهر په توګه دنده لری .
په دې لیکنه کې د راتلونکو ټول ټاکنو په هکله ځرګندونی شوي دی
د رسنیو د راپورونو سره سم د امریکا ( په عمومی ډول د افغانستان خلک کله چې د امریکا کلمه استعمالوي د هغې څخه یې موخه د امریکا متحده ایالات وي ) د بهرنیو چارو وزیر ښاغلی جان کیری ویلی دی چې د افغان شخړی د هواری له پاره لومړنی لاره سوله ایز حل دی. خو که په دې ونشوه دوی به په سختو اقداماتو به لاس پورې کړي. مګر دلته یوه پوښتنه رامنځته کیږی چې ایا په رښتیا دا « افغان شخړه » ده او که دا شخړه د سیمې شخړه ده او د بل چا له خوا رامنځته شوي په افغانانو او په ځانګړي توګه په پښتنو ورتپل شوي ده مګر په غلطی سره د « افغان شخړه » نوم پرې ایښودل کیږي.
د هیواد ځینې په اصطلاح سیاسی څیړونکی(چې د خلکو په ګومان د ارګ او یا د سفارتونو څخه معاشونه اخلی) او په منظمه توګه په رسنیو کې کې راښکاره کیږی هڅه کوی چې په هیواد او په سیمه کې د روانو واقعیتونو څخه د خلکو پام بل چیرې واړوي.
په دې ورځو کې د شمشاد تلویزیون د ( سپړنه ) پروګرام په هیواد کې د پوهنې بهیر ته ځانګړی کړی و. په دې پروګرام کې د دې تلویزیون ژورنالستانو هڅه کوله چې د پوهنې په ساحه کې د هیوادوالو ډیرو پوښتنو ته ځوابونه پیدا کړي. داسی ښکاره شوه چې دا سپړنه هر اړخیزه نه وه ، بلکې دې سپړنې ته یوازې د افغانستان پیژندل شوی ،زړه سواند او د پوهنې په ډګر کې ډیر فعال او نه ستړی کیدونکی شخصیت د پوهنې محترم وزیر ښاغلی فاروق وردګ وربلل شوی و. نور د دې موضوع اړخونه لکه حقوق پوهان ، د پوهنې د ساحی متخصصین، ښوونکی ، زده کونکی او د زده کونکو میندې او پلرونه او بلاخره د طالبانو د نظر وجود نه درلود. یوازې د لږ اهمیت لرونکي ځینو تلویزیونی کلیپونه وښودل شول.
اوس مهال په افغانستان کې په مورنیو ژبو باندې د زده کړو موضوع ، یوه ډیره حساسه موضوع ګرځيدلی ده . د یوې خوا زیاتره روڼ اندې ، زده کونکی او میندې پلرونه ددې حق د تامین غوښتنه کوي، په مقابل کې چارواکی زیار باسی غواړی دا موضوع بې اهمیته وښيي په هر ډول چې کیږي ددې موضوع څخه د خلکو پام بلې خوا ته وګرځوی او په دې ډول د زده کونکو په دې حق باندې خاورې واړوی.
یوه ورځ د کابل په ښار کې روان وم د ځانه سره مې سوچ کاوه چې افغاني ټولنه کومې خواته روانه ده ، لوږه او وزګارتیا په هیواد کې لوړې کچې ته رسیدلی ده. هرکال په زرګونو میلیونو ډالر دهیواده ایستل کیږی. په هیواد کې عادی او خوار کسان خو یو هم د اوسنیو شرایطو څخه راضي نه دی . بیا د ځانه وپوښتل چې په تیرو یوولسو کلونو کې کوم یو کار دی چې د کابل مشران به یې د خپل ویاړ په توګه د خلکو په وړاندی یاد کړی او یا کوم څه دي چې راتلونکی نسلونه به یې ددې ا دارې لاسته راوړنی په توګه په کتابونو کې ولولي؟
په دې لیکنه کې د شهید بشیر احمد بلور شهادت اغیزې په اوسنییو حالاتو باندې څیړل شوی دي
د دیرشو کلونو څخه زیاته موده کیږي چې په ټوله پښتونخوا کې وینی بهیږي، کورونه ورانیږي ، کلی په کنډوالو اوړي او خلک سرګردان هرې خواته منډې وهي خو څوک د سر د خوندي کولو له پاره ځای نشي پيدا کولی. هر چیری پښتون په نښه کیږي. پخوا که د شوروی اتحاد پوځونو( د اشرارو او د امپریالیزم د نوکرانو په نوم ) د پښتنو په کلیو بمونه اورول او په افغانستان کې د پښتنو د سیمو څخه یې لوخړې او لوګي پورته کړی و، چې په مقابل کې پنجاپ هم په لس ګونو زره پښتانه ښوونکی ، چوپړاسیان، منصبداران، پوهان د ( خلکیانو، روسانو د جاسوسانو او کمونستانو ) په نوم ووژل.
په دې لیکنه کې په افغانستان کې د روان چور او تالان په هکله معلومات ورکړل شوي دي.