مقالې


د سره بیرغ زوال

(د سره بیرغ زوال) د یوې داسې څیړنې نوم دی چې روایت، درایت او ولوله په کې یو له بل سره غاړه غړۍ بریښي. دلته د یوې داسې مفلسې ایډیالوژۍ د زنکدن شیبې شمارل شویدي چې له اولې ورځې په ماتې محکومه وه. دلته د کمونیزم په فکري جوړښت او اخلاقي زوال خبرې شوي چې ولې یې په دین پالو ټولنو کې معنوي ارزښتونه اپین وګڼل؟ دلته په اشارو او کنایو کې، د کلخوز او سلخوز اقتصادي نظریه نقد شوې او هغه یې د ملکیت د فطري غوښتنې خلاف یوه ناچله قباله ګڼلې ده. له ختیزې اروپا سره د افغانستان عیني واقعیتونه پرتله شوي، د کلتورو

09.03.2024 ولي الله ملکزی

د ښځو نړیوالې ورځې تاریخ

د ښځو نړیوالې ورځ تاریخ ته یوه لنډه کتنه:د ښځو ورځ د مساوات او برابرۍ لپاره د مبارزې یوه اوږده تاریخي لار ده. د ښځو نړیواله ورځ څنګه رامنځته شوه. د ښځو نړیواله ورځ یا په ساده الفاظو کې د ښځو ورځ دا ورځ د ښځو او نارینه وو لپاره د مساوي حقونو لپاره یوه سیمبولیکه ورځ ده. په ټوله نړۍ کې د یوې پیړۍ راهیسې میرمنې د مساوي حقونو او د ښځو ښه ژوند لپاره چې خپله خپل برخلیک وټاکې مبارزه او مظاهرې کوي. په 1909 کال د فبرروۍ په 28 مه نېټه په متحده

08.03.2024 سراج الحق ببرک زی ځدراڼ

د پښتون ژغورنې غورځنګ: د عدالت او بشري حقونو لپاره یوه چېغه

  سرچېنه: د سانډې ګارډین ویبپاڼه لیکواله: لویسه بیانخیلهژباړن: سراج الحق ببرک زی ځدراڼنېټه: 2024-03-03 د پښتون ژغورنې غورځنګ (پې ټې اېم) په پاکستان کې د پښتنو په وړاندې د لسیزو راهېسې د دولت له خوا د تمویل شوي ظلم، جبر، شکنجې او ترهګرې ته د غبرګون په توګه راڅرګند شوي دی.د پاکستاني پوځ او استخباراتي سازمان اې ایس اې د پراخ شتون سره سره، پې ټې اېم په پوره زړورتیا سره په پښتنو باندې د پراخو ظلمونو او جنایتونو ننګه کړې ده، د مقاومت وړتیا، د پیوستون او عدم تشدد لارې

05.03.2024 سراج الحق ببرک زی ځدراڼ

د نجونو د تعليم او تحصيل د ځڼډېډو ډرامه نوره بايد ختمه شي

ډېره د افسوس او خواشينی خبره ده چې د افغان نجونو اومېرمنودتعليم،تحصيل اوکار نارې دهغه چانه اورېدل کيږي چې دافغانستان د وجود،هويت،استقلال اوديني-ملي-اولسي اقتدار(د ااا)قسم خوړلي دوښمنان دي اوپه تېرو اداروخصوصاا داشغال په وخت کې يې دټول اولس او په ځانګړي توګه د افغان ښځو سره جفا کړې ده . حال دا چې د افغان نجونو د تعليم او اجتماعي مصيبتباره حالت د بدلولو تمه د ا‌.ا.ا نه کيږي، څو ددې مظلوم او مجبور قشر(افغان ښځينه قشر) تاريخي عذاب( بې تعليمي، جنسيتي توپيري چلند، د توکو په شان اخستل او خرڅول ،

05.03.2024 د،ب،هيښ

له اوکراين سره د امریکا او اروپا د ملګرتيا پايله!

له تېرو دوو مياشتو راهيسې په تدريج سره معلومېږي چې د امريکا متحده ايالات او اروپا د اوکراين له مالي او نظامي ملاتړ څخه ورو ورو لاس اخلي او اوکراين د دوو کلونو شديدې جګړې، په ميلياردونو ډالرو مالي تاوانونو او د ميليونونو اوکراینيانو په کډوالو کېدلو او زرګونو په وژل کېدلو سره به په ميدان کې يوازې پاتې شي ځکه چې د امريکا د متحده ايالاتو کانګريس لخوا نظامي بوديجه اوکراین ته تر اوسه نه ده منظوره شوې او تر نيمايي ډېر د امریکا د کانګريس سناتوران د اوکراين د جګړې سره د نظامي او مالي ملاتړ خلاف دي ، ن

05.03.2024 حميدالله بسيا

د ځوانانو نړيوال فيسټوال

دځوانانو نړیوال فيسټيوال World Youth Festival چې د افغان ځوانانو په ګډون د ۱۸۰ هېوادونو، شاوخوا ۲۰ زره ځوانانو پکې برخه اخيستې ده د روسيې په سوچي ښار کې روان دی، دا په نړۍ کې د ځوانانو تر ټولو ستره راټولېدنه ده چې شاوخوا ۲۰ زره کسان پکې ګډون کوي. د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه ورته راغلي ګډونوال مدني فعالان، لوستي، ښوونکي، لوبغاړي، فرهنګيان، دواطلب کسان، د خيريه بنسټونو استازي، پنځونکي او خبريالان دي. ځوانان به په دې فيسټيوال کې له یو بل سره د افکارو تبادلې وکړي، اړيکې به پراخې کړي، يو د بل له تجربو څخ

04.03.2024 محمد سليم سليمان

فولکلور کې ملی مبارزین

د انګریز په وړاندې د ملی مبارزینو اتلولي او فولکورکې یې انځور زموږ ولسي ادب؛ په تیره لنډیو، چاربیتو اود ولسی شاعرانو اود هغه وخت د نامدون- شفاهي ادب په رنګینه لمن کې د استعمار په وړاندې د ملی مبارزینو دسرښندنې بیلګې د افغانی - ملي حماسو ثبت شوې پاڼې دي. د پېړیو پېړیو په بهیر کې ویل شوې او سینه په سینه راپاتې لنډیو ویونکی معلوم نه دی، چاربیتې هم همداسې. په نکلونو کی د اتلانونومونه شته، خو راوایان یې هیر شوي، مګر د زیات شمیرولسي شاعرانو نومونه ترموږ پورې رارسیدلی دي. په دې کې یو هم شریف

04.03.2024 محمد بشیر دودیال

آتا ترک عربستان سعودی، ملکه زیبایی عربستان را در آشفته بازار تن فروشی کاپیتالیزم، به حراج گذاشت.

عربستان سعودی زیر سلطه صهیونیست افتخاری، محمد بن سلمان، در مسیر غربی سازی و انحراف از اسلام بخاطر کسب رضایت صهیونیزم و صلیبیزم بین المللی، در مسابقه زیبایی زنان اشتراک نموده و یکی از دختران کشور خود را به نام رومي القحطاني، به بازار حراج گذاشت تا در مسابقه زیبایی سال ۲۰۲۴ م، اشتراک نماید. در این لحظه شاید هر مسلمانی از خود بپرسد که دشمنان جرا این همه تلاش و ولع دارند تا دختران کشور های اسلامی را توسط سگ های قلاده یی حاکم بالای مسلمانان، از خانه بیرون رانده و به تریبون مسابقه زیبایی بک

02.03.2024 عبدالخالق صارم

دبایزيدبسطامي خبري اوپېښي

لومړی به دشیخ بسطامي وژوندلیک ته یوه لنډه کتنه وسي اوبیابه دهغه خبري اوپيښوته ورسو. بایزیدبسطامي: ابویزیدطیفوربن عسی بن ادم بن سروش بسطامي دی. اودی ملقب په سلطان العارفین سره مشهوردی.شیخ بایزید مشهور ووپه بایزید بسطامي سره. دی د اهل تصوف د بزرګانوڅخه وو. د شیخ بایزیدبسطامي نیکه دلوړو «زردشتي» عالمانو څخه وو. خوموراوپلارئې مسلمانان سوي وه. دتاریخ پوهانوله لیدلوري نه دبایزید زوکړه په اټکل اوتخمین سره په کال (۱۶۱ تر۱۸۸هـ ق) ښه یي. اومړينه ئې په کال(۲۳۴ هـ ق)بولي یاني په دې حساب بایزی

02.03.2024 محمدسرور وکیلي

که آسمان دې دزمرې په خوله کې ورکړی دزمری په خوله کې مه پرېږده همت !

اوس ډیره ناوخته ده تاسې وګوری،وڅېړی. قضاوت وکړی چې حمدا لله اوس په ګونګوسیو کې د ملاتړ او قومندې خبرې کوی . زه حمدالله نه پېژنم اونه کومه شخصی ستونزه ورسره لرم خو دهېواد په ملی او اسلامی برخلیک کې دهغه دغه زنانه ډوله ګېلې او ګزارې،په سترګو کې ننوتل، وایی بیګرش که نګیردت نه ېوازې بې غیرتی او بې ایمانی بولم بلکې په رسنیو کې یو ستر شرم او بې حیایی نه اخوا دتاریخ توره تباهی اوسفاکی ګڼم.. داڅومره بې غیرتی ده نوموړی دخپل موقف ، مسئولیت ، رسالت او امتیاز په اهمیت نه پوهیږی ځان یو مامور بولی

02.03.2024 ع.شریف زاد

ډاکټر حمد الله محب: د هغه مقاومت ملاتړ نه کوم چې پیسه او قومنده یې د بل چا وي

ولي الله ملکزی / سټاکټن، کالیفورنیا ( زما د سیاسي ژوند یوه له سترو تیروتنو همدا ده چې عسکرو مو مورال بایللی وو، خو موږ په مورچل کې د هغوئ په فزیکي شتون باندې محاسبه کوله). دغه ټکی بیګاه د پرځول شوي ولسمشر د ملي امنیت مشاور،‌ ډاکټر حمدالله محب له ماسره د یوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې څرګند کړ. نوموړی وايي: (له ولسمشر، امرالله صالح او زما پرته، د نظام ګڼ شمیر مطرحو شخصیتونو له طالبانو سره تارونه غزولي وو. البته له خلیل الرحمان حقاني سره زما لومړنۍ او وروستۍ رابطه د نظام د سقوط په درشل کې وه چې

25.02.2024 ولي الله ملکزی

ایا برخه ، برخوال، برخه جوړونکی هم ملګری دی ؟

افغانستان لږ او زیات هر چاته دلنګې غو ا مفهوم لری په تېره بیا د ګاونډیو هېوادونو د اوږده اکو بکو لپار، دفرا منطقې ، منځنۍ اسیا هېوادونو او په ټوله کې دلویدیځ او ختیځ زبر ځواکونو داټکلی سیالیو او ماشومانه لوبو لپاره ملګری ملتونه سر باری ور باندې . دادبهرنی سیاست کوډګر او سم شیطانان دی او هیڅ شک په کې نشته. دکورنی سیاست بخیل اړخ : موږ دزاړه کلتور او فرهنګ په حساب خپله ملامتی نه منو ، خپله ناپوهی نه وینو ، سرتمبګی او منفی بافی مو تر اخره سرحده پورې شتون لری، خپله نه پوهیږو بل چاته غوږ نیول ر

24.02.2024 ع. شریف زاد

ځوانانو ته د نړيوالو علمي ،کولتوري او هنري پروګرامونو ګټې

په هېواد دننه او له هېواده بهر په فيسټوالونو، کلتوري، هنري او علمي پروګرامونو او غونډو کې د ځوانانو ګډون ، د هغو په زده کړه، فکري ودې، انتقادي تفکر، خلاقيت، ټولنيزو مهارتونو او د اجتماعي ارتباطاتو په غوړېدنګ کې رغنده رول لري او دوی له داسې غونډو او ناستو څخه يو کتاب خبرې زده کوي ،مبتکرانه تفکر ته یې هڅوي. نو بناُ ددې پرځای چې سياسي اړودوړ او مباحثو کې ښکېل شئ په علمي، هنري، کولتوري پروګرامونو او فيسټيوالونو کې ګډون وکړئ او د خپل فردي او ټولنيز پرمختګ د قوت او ضعف نقطو ته متوجه شئ او د ځان کور

23.02.2024 حميدالله بسیا

قیام سوم حوت سال 1358، الگوی زنده برای جهاد و مبارزه علیه قاتلان مسلمانان در غزه

در ماه حوت سال 1399 نگاشته بودم که : ( این حکومت مزدور و شکل گرفته از جعل و تزویر و تقلب، اکنون دیگر تصلب شرایین گرفته که نتیجه حتمی آن سکته مغزی و یا سکته قلبی است و این رژیم با همچو سرنوشت حتما سردچار خواهد شد. اکنون دیگر، فاصله میان این رژیم مزدور و مردم مجاهد افغانستان را، دریای خون و خرمن های آتش تشکیل می دهد. دریای خون و خرمن های آتش که این سکولار های یاغی و این تکنوکرات های افسارگسیخته، هر روز در کابل و دیگر ولایات، راه می اندازند. این طرف یک مردم گرسنه

22.02.2024 عبدالخالق صارم

ملګری ملتونه باید دروغې جوړې فرهنګ ته مخه کړی

داسې ښکاری چې ملګری ملتونه غونډې نیسی خپلې انتر نیټی مقالې دکاغذ له مخې په شور او ځوګ لولی ولې دافغانستان دلانجې په تفاهم ، فرهنګ ،صورت حال ، بن بست او خشونت ، کمی او کیفی وضعیت لا نه پو هیږی . وایی غوټه چې په لاس خلاصیږی خولې ته ضرورت نشته! خو دلته دنړۍ ټولو نا بلد و ملکونو د بسوګۍ واده راپیل کړی. دملامت او ناملامت دالقاعده او بې قاعده ، دمسلمان او غیر مسلمان دراشی او مرتشی ، دجاسوس او نامخبر،دحق او باطل ترمنځ دوچ سیاست په نوم انډوخر جوړ دی. ملګری ملتونه هم دې اتڼ کې ورسره ملګرې شوی . نو ځکه

21.02.2024 ع.شریف زاد

د چیني ــ پښتو قاموس لیکلو لپاره درې لسېزې مبارزه

له درېو لسیزو او ډیرو نورو ورکو کلونو ورسته بالاخره چینایي ژبپوه د چیني ــ پښتو قاموس بشپړ ولیکلو. افغان ولسمشر اشرف غني د خپلې ولسمشرۍ پرمهال چینایي پوهاند ته د درنښت کولو له امله د سید جمال الدین افغان مډال د چیني ــ پښتو ژبې لومړنۍ قاموس لیکوال او زموږ مورنۍ ژبې ته د ستر تاریخي خدمت په لړ کې ورته ډالۍ کړ.ښاغلی چې هونګ څاي له دې امله ډير خوشاله و، چې د چین او افغانستان په کولتوري، سیاسي او ادبي اړیکو کې مهم رول لوبولي دی. اصلي خبره دا ده چې خلک د بهرني ژبې زده کړه د خپلو هیواد په ملي ګټ

21.02.2024 سراج الحق ببرک زی ځدراڼ

زموږ یوه لویه ستونزه او حللاره

زموږ یوه لویه ستونزه او دهغې حل (میشتېدل اومیشت کولsettlement) څو ورځې مخکې یو ځل بیا د غره د ښوېیدو او د یو شمېر هیواوالو د وفات خبر نشر شو. دا څویم ځل دی چی بیلابیلو ځایونو کې یا دغرونو او غونډیود ښوېیدو یا د سیلاو له امله ناوړه پېښې رامنځته کیږي. له دې ډول ناوړه پېښو برعلاوه؛ د نفوسو د اسکان لپاره د حکومتی پالیسی دنشتوالي له امله له لاندې ستونزو سره مخ یاستو: • ځینو سیمو کې دنفوسو بیځآیه زیات تراکم، • د ډیرو ښو حاصل ورکوونوکو زمکو له لاسه وتل او زراعتی استعمال په رهایشي بدل

20.02.2024 پوهاند محمد بشیر دودیال

نیمچه سکولار های تاریخ بی خبر ما، بیماری روانی اسلام فوبیا، دارند.

یکی از نیمچه سکولار های محلی و وطنی جهل زده و تاریخ بی خبر ما، می گفت که شما از عرب های پیروی می کنید که در جنگ بسوس، بخاطر یک شتر، هزاران انسان را کشتند. اکنون من این جناب عالی را به یاد میلیون ها انسان که باداران غربی اش قتل عام نموده و همچنین به یاد هزاران کودک و زن و مرد و پیر و جوان مردم غزه که باداران صلیبی و صهیونیستی اش، این مردم بی دفاع را با مدرنترین چاقو و چماق ‌که دموکراسی آدم کش برای قتل و نابودی انسان مسلمان تدارک دیده است، نسل کشی می کنند نمی اندازم، زیرا کسانیکه طعم شی

19.02.2024 عبدالخالق صارم

مینه ناکو؛ د حوض کوثر خوب چا لیدلې؟

آیا مینه د زړه درد دی، که د عاطفې سیلۍ؟ د شعور ناره ده، که د فطرت کړیکه؟ د احساساتو شور دی، که د ضمیر سکون؟ د عذاب کړکۍ ده، که د ثواب دروازه؟ د طبیعت رنګ دی که د هوس زنګ؟ د وصال او فراق ترمنځ پل صراط دی، که د رواجونو په ځنځیر تړل شوې خیالي نړۍ؟ آیا مینه شوق دی، اراده ده، لیوالتیا ده که د عزم انتهاء ؟ آیا مینه انعام دې، انتقام دی که د پشکال خړ سیلاب؟ د ساز آغاز دی که د کړاو انجام؟ د الهام سرچینه ده؛ که د تلقین زاره چاودې هڅه؟ آیا مینه تلوسه ده او هیجان دی، که حسرت دی، جرئت دی، برائت دی، یا جنو

14.02.2024 ولي الله ملکزی

په نړۍ کې د ۲۰۲۴ کال ټولټاکنې

حميدالله بسيا د نړۍ په معاصر تاريخ کې سږ ۲۰۲۴ هغه کال دی چې په زياتره هېوادونو کې انتخابات کېږي او دا د نړۍ په تاريخ کې یو ريکارډ دی. له شپېتو څخه تر شپږاويا هېوادونه به په ۲۰۲۴ کې انتخابات لري چې د نړۍ د نفوس شاوخوا ۴ زره ميليونه نفوس کېږي. د اسيا له لرې ختيځ او د نړۍ له شمالي منجمد بحر څخه نيولې بيا د لاتينې امريکا تر سواحلو پورې په بېلابېلو هېوادونو کې د شمېرو له مخې شاوخوا ۴ ميليارده د نړۍ نفوس په ۲۰۲۴ کال کې د رايو ورکولو لپاره خپل ولسمشران او رهبران وټآکي، چې د امريکا متحده

14.02.2024 حميدالله بسیا

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more