د ښه پلار ځنې ځانګړتیاوې (عبدالله وردک)
دیارلسمه برخه - انګلستان - آکتوبر - ۲۰۱۷

ګرانو او قدرمنو لوستونکو اسلام علیکم و رحمته الله و برکاته!
ډېرخوشحاله یم چه الحمدالله یو ځل بیا د ستاسې په خدمت کې حاضرېږم. د ټولو محترمو لوستونکو څخه په ډېره درناوۍ هیله کوم چه دغه لیکنه په ښه دقت او غور سره ولولي، ځانونه ښه پرې پوه کړي، او ښه فکر پکې وکړي، او که چېرې په دغه لیکنه کې کوم ټکي د دوی په نظر ګټور معلوم شي، نو هغه د بیا په عمل کې پیاده کړي.
تر ټولو لومړی باید دغه مهم او اصل ټکی ټولو لوستونکو ته په شه توګه معلوم وی چه هر نېک عمل باید یوازې او یوازې د الله(ج) د رضاء د لاسته راوړلو په خاطر وي، او بس.
د یادولو وړ ده چه الحمدالله زما عمر له ۶۴ کالو څخه تېر شوی، او زه غواړم چه د خپلې تجربې په نظر کې نیولو سره تاسې ته په ډېر صداقت او امانتدارۍ دغه لاندې ټکي وړاندې کړم.
۱- ښه پلار تر ټولو لومړی باید خپله عقیده او اعمال د یوه منل شوي مسلمان عالم تر نظر تېر کړي، تر څو هغه ښه مطمىٔن شي چه هغه څه چه هغه خپلو اولادو ته ورزده کوي، هغه باالکل درست او صحیح وي. الله(ج) د مونږه او تاسې ټول له هغه حالت څخه وساتي چه پلار ته د ژوند په آخرینۍ لحظه کې معلومه شي، چه هغه پخپله په غلطه لار روان دی، او هم یې خپل اولادونه په غلطه لار رهنمایي کړي دی.
۲- ښه پلار ته تر هرڅه د مخه د خپلو اولادو اسلامیت باید ډېر مهم او د اهمیت وړ وي. که چېرې د چا اولادونه ښه مسلمان تربیه شول، نو د هغو لومړنۍ ګټه پخپله د هغو پلار او مور ته رسېږي، هغه به د خپل پلار او مور ټول حقونه د اسلام په رڼا کې ور په ځای کوي، هغوی ته به هېڅ ډول دنیوى مشکل نه جوړوي. همدارنګه د هغې ګته به د هغه وروڼو، خویندو، د کورنۍ غړو، او په پای کې ټولې جامعې ته ورسېږي.
۳- ښه پلار د خپلو اولادو د تعلیم او تربیې په حصه کې ډېره پاملرنه کوي. ښه پلار خپلو اولادو ته د اسلامي تعلیم او د عصری علومو د تعلیم زمینه برابروي. هېره د نه وی، چه پلرونه باید د اولادو د تربیې په برخه کې هم زیاته توجه وکړي. نن سبا، د تعلیم یو څه نښې لیدل کېږی، اما د تربیې نښې په ډېرو ځایو کې په واضح توګه نه تر سترګو کېږی.
۴- ښه پلار خپلو اولادو ته د دوی د ماشوم توب په وخت کې باید د سیرت النبی، د صحابوو، او ښو خلکو کیسې وکړي. د ماشوم توب د وخت کیسې د هغو په مغز کې شې ثبت کېږی، او هغه د اولادو سره د ژوند تر آخره پاته کېږی. الحمدالله زما د خپل مرحوم پلار ټولې ښې خبرې هر وخت سترګو ته درېږي، او هغو ته د زړه د خلاصه هر وخت دعاګانې کوم.
۵- ښه پلار هر وخت خپلو اولادو ته ښه اسلامي اخلاق ورزده کوي. نن سبا هر شی ډېر پیداکېږی، اما اسلامی اخلاق، متأسفانه، ډېر کم پیدا کېږی. اسلامی اخلاق د یوه نفر اصلی څهره خلکو ته په ډاګه کوی. د بد اخلاقه سړی څخه هر څوک لرې ګرزي او نفرت ترې کوي. الله(ج) د مونږه ټولو ته اسلامی اخلاق په نصیب کړی. آمین.
۶- ښه پلار د خپل کور ماحول د خپلو اولادو د پاره د خوښحالۍ، د سکون، د کمک، او د ستونزو د حل پر تم ځای بدلوي. اولادونه باید په کور کې د آرامۍ او سکون حس وکړي.
۷- د ښه پلار په موجودیت کې باید اولادونه خوښي او آرامي حس کړي. دغسې نه وی چه اولادونه فقط دغې ته منتظر وی چه پلار یې څه وخت له کوره وزی؟ تر څو دوی په آرامه فضاء کې یو له بله سره د زړه خواله وکړي.
۸- ښه پلار هغه دی چه ده خپل اولادونه داسې تربیه کړي وي چه د هغه په غیاب کې دده اولادونه د الله(ج) کور ته پخپله خوښه د لمانځه د اداء کولو د پاره ولاړ شي. متأسفانه، ځنې اولادونه فقط د خپل پلار سترګو ته ګوری، او که هغه نه وی، نو بیا نه لمونځ شته او نه اودس.
۹- ښه پلار باید ښه پوه وی چه د اولادونو غوښتنې باید یوازې او یوازې د اسلام په رڼا کې ومنل شي او له اسلامی حدودو څخه په هیڅ صورت کې تېری ونشي. که چېرې خدای ناخواسته د اولادونو غوښتنې د اسلام سره په ټکر کې وې، نو هغوی ته د دوی د غوښتنو د نه منلو او نه کولو ځواب په ښه نرمه لهجه او حکمت سره د اسلام په رڼا کې ورکړل شي.
۱۰- ښه پلار د اولادونو په منځ کې فرق نکوی، او ټولو ته په یوه سترګه ګوري. البته، دا ددې معنٰی نلري، چه پلار به هغو اولادو ته چه یا معیوب وی، او یا نسبتاً غریب وی، زیاته توجه نکوي. نه، داسې باید نه وي، او دغه حالتو ته باید نور اولادونه د فرق کولو په توګه ونه ګوري. پلار باید له معیوب او یا غریب زوی او لور سره، تر خپل توانه پورې لازم کمک وکړي.
۱۱- ښه پلار په خپل اولاد باید ښه اسلامي نوم کېږدي. ښه اسلامی نوم د ماشوم په شخصیت ښه تأثیر لرلای شی. ښه پلار د اولاد د پیدایښت په وخت کې د هغو په غوږو کې آذان کوي، او د امکان په صورت کې عقیقه هم تر سره کوي.
۱۲- ښه پلار د خپلو اولادو د ودو په حصه کې ډېر غور کوي. ښه پلار کوښښ کوي چه خپل اولاد ته نېکه ښځه یا نېک مېړه پیدا کړ ي. د یادولو وړ ده چه د واده آخري فیصله به حتمی د اولادو وي، او هېڅکله باید د دوی له خوښې پرته ودونه په دوی جبراً قبول نشي. همدارنګه، په اولادو باندې باید بېځایه فشار رانه وړل شى چه دوی به حتمي په کورنۍ کې د ننه ودونه کوي.
۱۳- ښه پلار خپلو اولادو ته حلال رزق برابروي، او هېڅکله په خپل اولاد حرام شیان نه خوري. پلرونه باید په دغه برخه کې زیات غور وکړي. الله(ج) د هر مسلمان له حرامو وساتي. آمین.
۱۴- ښه پلار د خپل اولاد سره ښه رویه کوي، او کوښښ کوی چه د دوی په ژبه خبرې ورسره وکړی. د دوی خوږو کیسو ته په زړه پورې غوږ ونیسي، او دوی ټول ښه تشویق کړي.
۱۵- ښه پلار د خپلو اولادو تر منځ په اسلامي شرایطو برابر اتحاد او اتفاق غواړي، او د هغو د پاره عملي هلې او ځلې کوي. پلار او مور هم باید په دغه ښه پوه وی، چه د دوی ګټه هم د دوی د اولادو په اسلامی اتفاق کې نغښتې ده.
۱۶- ښه پلار د خپلو اولادو خبرو ته غوږ نیسی. له هغو سره د کور په مسٔلو کې مشوره کوي، او د دوی نظر ته د احترام په سترګه ګوري. دوی ته د کور په مسایلو کې فعاله ونډه ورکوي. پلار باید خپلو اولادو ته د کوچنیوالی څخه مناسب مسٔولیتونه ور وسپاري.
۱۷- ښه پلار ته چه کله معلومه شوه چه په یوه شی کې دی ملامت و، او ګناه دده وه، نو سمدلاسه باید له خپلو اولادو څخه معذرت وغواړی اوهغه اشتباه اصلاح کړي. داسې نه وی چه یوازې اولادونه به د پلار او مور څخه معذرت غواړی، نه داسې باید نه وی، پلار او مور ته هم لازمه ده چه د اشتباه کولو په صورت کې باید له خپل اولاد څخه د زړه د خلاصه معذرت وغواړى، او پدې کار د پلار او مور قدر نور هم د اولاد په نزد زیاتېږی.
۱۸- ښه پلار خپلو اولادو ته دشمنی په میراث نه پرېږدی، بلکه، ښه پلار نېک دوستان خپلو اولادو ته په میراث پرېږدی. پلار باید هڅه وکړی چه که کوم جنجال او معامله د چا سره لري، هغه په ژوند کې حل او فصل کړي. ځنې پلرونه خو هره لحظه د یوه چا سره جنجال او خفګان کوي.
۱۹- ښه پلار خپلو اولادو ته نصېحت کوی چه هر وخت اول دوی باید د حق طرف ښه معلوم کړي او بیا وروسته له هغو څخه په کلکه دفاع وکړی. د مثال په توګه: که د چا د پلار د بل چا سره جنګ وی، او ګناه هم دده د پلار وی، نو پدې وخت کې دوی باید د هغه مقابل طرف سره په جګړه نه شي. دده اولادونه باید معلوم کړی چه د چا ګناه وه، او وروسته بیا لازم اقدام وکړی. د یادولو وړ ده چه د دغه شانته کار عملی کول به ډېر سخت کار وی.
۲۰- ښه پلار د خپلو اولادو ملګرو ته زیاته توجه کوی. هېڅ وخت دوی ته اجازه نه ورکوى چه له بدو خلکو سره ملګرى وکړی. ښه ملګري به هغه د نېکۍ خواته او بد ملګري به هغه د بدۍ خواته تشویق کړي. پلار باید په دغه مسٔله کي ډېر قاطع وی.
۲۱- ښه پلار هر وخت خپلو اولادو ته د دوی د غلطیو عفوه کوی، دوی خپلو مسٔولیتو ته متوجه کوي، او په عین وخت کې خپل نصیحت او دعاګانو ته دوام ورکوی. ښه پلار باید په هېڅ صورت کې خپل اولاد له کوره و نه شړی.
۲۲- ښه پلار هر وخت خپل اولادونه د نېکو کارو کولو ته تشویق کوی. ښه پلار خپل اولاد ته هر وخت د نېکو کارو زمینه برابروي، او هېڅ نوع ستونزې نه ورته خلق کوي.
۲۳- ښه پلار باید داسې عمل سرته ونه رسوی چه په هغه دده اولادونه د خجالت سره مخامخ شي. همدارنګه ښه پلار داسې خبرې ونکړی چه په هغه دده اولادونه خجالت شی. ښه اولادونه د پلار په ښو خبرو ډېر بې اندازې خوښحاله کېږی.
۲۴- ښه پلار بې له کوم شرعی عذر څخه باید دوهم واده ونه کړی. اولادونه هېڅ وخت نه خوښوی چه د دوی پلار د دوی په مور دوهمه ښځه وکړی. کله کله د پلار دوهم واده کول د هغې د کورنۍ د پاشېدلو سبب ګرځي. پلار ته لازمه ده چه د اولادو ګټې تر خپلو شهوتی ګټو مهمې او د زیات اهمیت وړ وګڼي.
۲۵- ښه پلار خپلو اولادو ته د دوی حق په خپل ژوند کې د اسلام په رڼا کې ور تقسیم کوي. په ځنو وختونو کې د وروڼو او خویندو تر منځ د پلار په مال او جایداد باندې جنجالونه، جنګونه او خفګان را منځ ته کېږی.
۲۶- ښه پلار هر وخت خپلو اولادو ته د زړه له کومی دعاوې کوې. د پلار او مور دعا الله(ج) د خپل اولاد په حصه کې قبلوي. پلار او مور هېڅکله باید خپلو اولادو ته ښېرې ونکړي.
۲۷- ښه پلار هېڅکله د مادیاتو په برخه کې د خپلو اولادو سره جنجال او غالمغال نکوی. نېک بخته پلار به هغه وی چه حتٰی د خپلو اولادو مالی کمک ته هم احتیاج نه وی. ځنې پلرونه د خپلو زامنو سره د دوی د تنخواه په حصه کې ذره په ذره حساب کوي.
۲۸- ښه پلار د خپل ژوند تر آخرینۍ لحظې پورې د خپلو اولادو په غم کې وی. د یوه پلار آرزو دا وي چه نېک صالح اولاد په دغه فانی نړۍ کې تر شا پرېږدی. پلار د اولادو په نېکو کارو ډېر خوښحاله کېږی.
۲۹- ښه پلار خپلو لورانو ته هم د دوی حق ورکوي. هغوی سره هر وخت کمک کوي. ښه پلار په لورانو ډېر ګران وي، او د یادولو وړ ده چه د پلار خدمت په لور کېږی.
۳۰- ښه پلار خپلو اولادو ته وخت ورکوي، هغو ته خپل ځان د نمونې په توګه معرفي کوی، هغه شانته کارونه نکوی، چه نه غواړی د هغو اولادونه یې تر سره کړي. د مثال په توګه: اولادونه د خپل پلار خبرو او کړنو ته ډېر متوجه وی، نو پلرونه باید خپلو خبرو او کړنو ته زیاته توجه وکړي. اولادونه د خپل پلار کړه او وړه زده کوي، نو باید مونږه او تاسې اول خپل ځانونه پخپله ښه سم کړو او بیا له اولادو څخه وغواړو چه دوی په صحیح لاره برابر شي.
۳۱- ښه پلار باید هغه ټول حقونه چه اسلام دده د اولادو د پاره تعین کړی، په خلاصه ټنډه ومني، او هغه ورکړي.

په پای کې زه د یوه زوی په حیث په ډېر اخلاص او صداقت سره د الله(ج) لوی او بښونکي دربار ته د عاجزۍ دواړه لاسونه پورته کوم او د خپل ګران مرحوم پلار، ګرانې مرحومې مور او د نورو خلکو ګرانو پلرو او میندو ته د زړه له کومی د مغفرت دعا کوم او الله(ج) د هغه ټول د قبر له عذابه او د جهنم له اوره وساتی، او الله(ج) د دوی ټولو ته جنت الفردوس په نصیب کړی. آمین یارب العالمین.
همدارنګه زه په ډېره عاجزۍ سره یو ځل بیا د یوه پلار په حیث د الله(ج) لوی دربار ته د عاجزۍ او ناتوانۍ دواړه لاسونه پورته کوم چه الله(ج) د زما ټولو اولادو او د نورو خلکو اولادو ته هدایت د نېکۍ وکړي، او الله(ج) د دوی ته په هر ځای، هروخت او هر حالت کې دنېکو کارونو د سرته رسولو او د بدو کارونو د نه کولو توفیق ورپه برخه کړی، او الله(ج) د زموږه ټولو اولادونه، له موږه سره په صراط المستقیم برابر لری. آمین یارب العالمین.
هېره د نه وی چه الحمدالله تر دغې لحظې (۱۵/۱۰/۲۰۱۷) زه له خپلو ګرانو او شیرینو اولادو څخه د الله(ج) په فضل او مهربانۍ سره ډیر خوښحاله او راضی یم او زه په ډېر اخلاص سره د دوی د دین او دنیا د ښه والي او کامیابۍ د پاره دعاګانې کوم. دوی تر اوسه پورې ماته هیڅ نوع تکلیف ندی راکړی، نو الله(ج) د دوی هم په دنیا او آخرت کې له ټولو تکلیفونو او زحمتونو څخه په خپل فضل او کرم سره وساتی. آمین، یارب العالمین. وسلام، په ډېره عاجزۍ او درناوۍ.
الله(ج) د په افغانستان اوپه ټوله نړی کې هغه شانته صلحه راولی چه الله(ج) ته قبوله او منظوره وی. آمین، یارب العالمین.
تر بلې لیکنې د الله(ج) په امان. زما اړیکه: abdullahwardak53@gmail.com