د محمد نادر خان واکمني (۱۹۲۹م – ۱۹۳۳م )
‍ محمد نادر خان د سردار محمد يوسف خان زوي د يحيي خان لمسي د هند په ديره دون کې زيږيدلي دي او د امير حبيب الله کلکاني څخه وروسته په ۱۵ د اکتوبر ۱۹۲۹م کال کې په ډير لوړ شان او شوکت سره کابل ته ننوت او د خپلو طرفدارانو لخوا د افغانستان د پاچا په توګه اعلان شو. دده دوره هم له ستونزو ډکه دوره وه په دې دوره کې ړنګ شوي دولتي نظام بيرته په پښو ودرول شو. اجرائيه، مقننه او قضائيه قواوې د قوانيو په اساس بيرته فعالې شوې، کابينه جوړه شوه، ملي شورا او د اعيانو مجلس داير او محاکم بيرته جاري شول. واليان، مستوفيان او مامورين انتصاب او امنيت تأمين او ملي دفاعي قوه بيرته جوړه شوه. د اعليحضرت امان الله خان د زمانې ټول قوانين چې په سقاوي کې باطل شوي وو په پټه خوله يې په بل نوم (اصول نامې) سره نافذ شول، د ښوونځيو او اداراتو دروازې چې تړل شوې وې بيرته پرانستل شوې، د امان الله خان واکمني چې د زياتو دلايلو پر بنا د خلکو د بيزارۍ موجب ګرځيدلي او د څو کسو بې باکه، بې سواده، زړورو، ماجراجو خلکو په لاس دوطن د داخلي او خارجي دښمنانو د دسيسو په لارښوونه راغورځول شوې او کابل يې بې اساساً په تش لاس تصرف کړي وو او د نهو مياشتو د پاچاهۍ په دوره کې دغه حکومت لويه مليشايي قوه جوړه کړه او له مکملو جنګي تجهيزاتو او ډيرو پيسو سره له کابله تښتيدلي او د هيواد امنيت لپاره لوي خطروو، دا خطر رفع او هغه مقاومت مات شو.
د امان الله خان پلويان چې اکثريت يې منورين وو په ولايتونو کې چې کومې ستونزې منځ ته راغلې وې هغه لرې شوې. د خپلواکۍ د استرداد په جګړه کې کومه پنځه سوه جريبه ځمکه چې د لمر د نښان په ضميمه محمد نادرخان ته مکافات ورکړل شوې وه، هغه نادرشاه ته وقف شوه او هلته د علي آباد شفاخانه او وروسته پوهنتون جوړ شو په همدې دوره کې زوړ، وران شوې تاريخي بالاحصار بيرته آباد او هلته د هيواد د عسکري صاحب منصبانو د روزنې بنسټ د ترکې استادانو تر لارښوونې لاندې کېښودل شو. همدارنګه د طب پوهنځي هم تأسيس شو او د کابل پوهنتون اساس کېښودل شو.
دملي اقتصاد په برخه کې چې سقاوي انقلاب په دوران کې ددولت ټولې منقولې دارايي ګانې له منځه تللې وې، ارګ چور او دولتي ادارات وران شوي وو. بيا د هيواد پالو افغانانو په لاس په پښو ودريدل. د هيواد چارې په هيواد مين ځوانانو، عملي اقتصاد پوهانو، لکه عبدالمجيد زابلي او همکارانو ته چې ملي هيوادپال تاجران وو وسپارل شو. زابلي او همکارانو يې په لنډه موده کې ملي بانک او د افغانستان بانک جوړ او په خپل اعتبار يې د تجارانو اعتماد جلب، تجارتي شرکتونه يې تأسيس او د هيواد د صنعتي کيدو بنسټونه يې کېښودل. اعليحضرت محمد نادرخان له معارف نظام سره مينه لرله او د هغوې دتشويق لپاره يې په خپله په خپل لاس انعامات ورکول.
اعليحضرت محمد نادر خان د هيواد د ترقۍ او پرمختيا ليوال و، خو هيڅ رنګ مخالفت يې نشو زغملي. نوموړي چې خپل تحصيلات د خپلې کورنۍ د تبعيد په زمانه کې په بريتانوي هند کې کړي وو يو آرام، متين، د نظم او ډيسپلين خاوند مدبر قوماندان و، خو د امان الله خان په شان يې ډير بيانات نه ورکول، اما خپل اهداف يې دقيق او بريالي پرمخ وړل.
د محمد نادرخان کورني سياست
د نادرخان په زمانه کې قدرت په لومړي قدم کې د اعليحضرت او له کورنۍ شورا سره وو، چې دا شورا د محمد نادر خان د کورنۍ پخوانۍ عنعنه وه. په دويم قدم کې کار د اعتماد وړ لايقو او اهل اشخاصو ته سپارل کيده. محمد نادرخان چې په ۱۹۲۹م کال واک ته ورسيدو لومړي اقدام يې په دولت کې د کابينې جوړل وو چې لاندې اشخاصو څخه يې د نوې دورې حکومت تشکيل کړو.
1) سردارمحمد هاشم خان د اعليحضرت نادرخان ورور دامان الله خان په دور کې عالي رتبه مامور، د ننګرهار حکمران بيا نايب سالار اود امان الله خان د دورې په وروستيو کلونو کې په مسکو کې سفير وو، له ۱۹۲۹م کال څخه تر ۱۹۴۶م کال پورې يې ۱۸کاله د صدراعظم په مقام پاتې شو.
2) سردار شاه محمود خان د نادرخان بل ورور، د امان الله خان په دور کې کله د شمال په صفحاتو کې او کله په ننګرهار کې عالي رتبه نظامي مامور و نوموړي له ۱۹۲۹م کال څخه تر ۱۹۴۶م کال پورې ۱۸کاله د حربيې وزير و او بيا يې د سردار هاشم خان له استعفا نه وروسته د صدارت چارې په لاس واخيستې.
3) سردار فيض محمدخان زکريا چې نيکه يې سردار زکريا خان له سردار يحيي خان د نادرخان له نيکه سره ورونه وو او پخوا له دې د سقاو د زوي په دربار کې منلي او د اعليحضرت امان الله خان په واکمنۍ کې د معارف وزيرو دې ۱۰ کاله خارجه وزير پاتې شو او بيا په نورو مهمو پُستونو کې مقرر شو.
4) محمد ګل خان مومند چې نظامي تحصيل او زده کړه يې په ترکيې کې کړې وه د اعليحضرت امان الله خان په واکمنۍ کې د مشرقي په قواوو کې غونډ مشر او د نجات په جګړه کې د سپاه سالار په څنګ کې ودريدو او محمد نادرخان ده ته ورور ويلي وو د کابل په نجات جنګ کې لويه برخه لرله، علاوه له امنيتي چارو محمد ګل خان مومند د هيواد په ټولنيزو او فرهنګي وده کې د ملي احساس پر بنسټ چې په ترکيې او د اروپا په محيط کې يې پر ده باندې اثر کړي وو.
5) حضرت صاحب فضل عمر مجددي (نورالمشايخ) د عدليې وزير په توګه درې کاله دنده ترسره کړه وروسته يې زوم حضرت فضل احمد مجددي د عدليې وزير شو چې د محمد هاشم خان د صدارت تر پايه د عدليې وزير وو.
6) محمد ايوب خان د کابل د قزلباشو له معززينو څخه و درې کاله د ماليې وزير وو.
7) حاجي محمداکبرخان دوه کاله د تجارت وزير ؤ او ورپسې ميرزا محمد يفتلي د تجارت وزير شو.
8) علي محمد خان بدخشي د پوهنې وزير په توګه څلور کاله دنده ترسره کړه.
9) الله نوازخان د خان بهادر نواز هندي زوي د فوايد عامې وزير ؤ.
10) محمداکبرخان له ۱۹۲۹م نه تر ۱۹۳۴م کال پورې د طب خپلواک مدير ؤ.
11) رحيم الله خان د کابل ښار اوسيدونکي وو او پلار يې د زرګرۍ حرفه لرله کورنۍ يې په زرګرانو مشهوره وه له ۱۹۳۲م کال نه تر ۱۹۳۹م کال پورې د پُست او تلګراف خپلواک مدير په توګه پاتې شو او بيايې د وزارت مقام ته ارتقا ورکړه.
12) سردار احمدشاه خان دنادرخان د تره زوي د دربار وزير وو .
13) عبدالاحد خان مايار د شورا رئيس وو.
14) ميرعطامحمد حسيني د اعيانو د مجلس رئيس وو.
15) ميرزا محمد نوروزخان د لوګر د کلنګار له سيمې او د نجات د جنګ په اوږدو کې د محمد نادر خان له نږدې همکارانو او لارويانو څخه ؤ د پاچا د سرمنشي په توګه دنده ترسره کوله.
صدراعظم د هر وزير څخه په جدي توګه د کار راپور غوښته او هره شپه يې د ټولو ولاياتو احوال په ټيلفون کې اخيسته.
د محمد نادرخان خارجي سياست
محمد نادرخان د خارجي سياست په ساحه کې د بيطرفۍ او د مساويانه اړيکو وده يې له ټولو هيوادونو سره اعلان کړه، او د ټولو ګاونډيو هيوادونو او د نړۍ له لويو دولتونو سره يې دوباره سياسي مناسبات قايم کړل، خو ددې هيوادونو په منځ کې يې انګلستان ته په ځانګړي مقام باندې قايل ؤ دا ځکه چې انګريزانو هغه سره د تخت په حاصلولو کې لازمه مرسته کړې وه . او د هغه د واکمنې په جريان کې هم د هغه دولت يې د مالي او نظامي اړخه تقويه کولو او د پاچاهۍ په لومړي کال کې يې ۱۰۰۰۰ټوپکونه او پنځه ميليونه کارتوس او ۱۸۰۰۰۰ پونډه يې نقدې مرسته کړې وه.
محمد نادرخان واک ته له رسيدو وروسته يې خپل ورور مارشال شاه ولي خان د پاچا خاص نماينده اود مختار وزير په توګه لندن ته وليږل شو او همدارنګه د انګريزپاچا ځانګړي نماينده کابل ته راغلو نادر خان د شوروي سره عادي اړيکې وساتلې او په ۱۹۳۱م کال يې د دوستي او عدم تعرض تړون د دواړو هيوادونو ترمنځ لاسليک شو او روسيه هم لومړني هيواد ؤ چې د محمد نادرخان حکومت يې په رسميت وپيژندو.
همدارنګه د ترکيې، سعودي عربستان، عراق او ايران سره هم د دوستي تړونونه لاسليک شوي د نادرخان په زمانه کې د افغانستان خارجي سياست تر يوې کچې بريالي وو او وې کولې شو چې هيواد د نړۍ په سطحه نړيوالو ته ورپيژني.

د محمد نادرخان کړنې د مخالفينو په وړاندې
د اعليحضرت محمدنادرخان او د اعليحضرت امان الله خان د اداري طرزونه دوه د يو بل مخالف قطبونه وو. د محمد نادر خان په ادارې کې ګوند او ګوندي ماري ځاي نه درلود. دلته د جمهوري او غيرې جمهوري او نورو احزابو ځاي نه وو. دنادرخان په زمانه کې په لومړي قدم کې قدرت د اعليحضرت او له کورنۍ شورا سره وو، چې دا شورا د محمد نادر خان د کورنۍ پخوانۍ عنعنه وه. په دويم قدم کې کار د اعتماد وړ لايقو او اهل اشخاصو ته سپارل کيده.
د امان الله خان پلويان چې اکثريت يې روشنفکران وو، لکه عبدالرحمن لودين، يا په دولتي کادرونو کې دمحمد نادرخان د کورنۍ رقيبان وو، لکه د غلام نبي خان چرخي کورنۍ، دحکومت نوي طرز هغه نه شو زغملي او په خشونت له هغوي سره معامله وشوه، چې د خشونت پايله بيرته خشونت و او خپله اعليحضرت محمد نادر خان او ورور يې سردارد محمد عزيز خان ددې دود قرباني شول.
د نادرخان کورنۍ د مخالفينو په ځپلو کې ځانګړي مهارت درلودو او دلاندې لارو څخه يې ګټه پورته کوله.
الف: د مخالفينو په ضد اقدام ته به يې اسلامي رنګ ورکړ، د عدليې وزارت پريکړه اود درباري پيرانو او ملايانو به يې فتوي ترلاسه او اعلان کړه، دوي به يې عملاً له لښکر سره يوځاي کړل او د عملياتو سيمې ته به يې وليږل.
ب: د هر قومي پاڅون په خلاف يې ژر اقدام کولو، په خپل لومړي مورچل کې به يې د هغه د ځپلو بندوبست کاوه او موقع يې نه ورکوله چې هغه وده وکړي خپور شي او نورو سيمو ته سرايت وکړي.
ج: له مخالفينو سره يې په ډيره بې رحمۍ سلوک کولو. ددوي د کورونو ورانول، د شتمنيو چور کول، مؤثرو مشرانو وژل او په دار خيژول، کليو ته اور اچول، خپلوان يې نيول، او محبسونو ته ليږل او ترهغه دوي په زندان کې ساتل چې د بيا مخالفت ټول توان طاقت يې وځپل شي. داکار دوي له هغه چا سره کړي چې د دوي مخالفت يې کړي دي.
د : د مخالفت کوونکو په خلاف د فوځي قطعاتو ترڅنګ د هغو قومونو له لښکرو نه استفاده کول چې ددوي مشران به يې په پيسو واخيستل او د نورو په ضد به يې جنګول، په دې سره نه يوازې دوي روان پاڅون وځپلو بلکې په قومونو کې د دښمني را ولاړولو له لارې به دوي هر راز ملي پاڅون مخه نيوله او ددې امکان به يې ختمولو چې قومونه يو بل ته لاس ورکړي او د دې کورنۍ ظالمانه واکمنۍ ته د پاي ټکې کيږدي.
هـ: د مخالفينو په ضد عملياتو کې برخه اخيستونکو قومي مشرانو ته به يې ځمکې، پيسې او اعزازي رتبې ورکولې، په دې سره به يې دوي له حکومت سره داسې وتړل او له نورو به يې داسې رابيل کړل چې تل به د حکومت شاته ولاړ او له هغه نه دفاع کولو ته اړ وو او نورې لارې ورباندې وتړل شوې.
د غلام نبي خان چرخي وژنه
دا چې محمد نادرخان په خپله دوره کې ګڼ شمير هيوادوال ووژل چې په دې وژل شوو کسانوکې د غلام نبي خان چرخي وژنه ډيره دردونکي وه. نادرخان هغه ته بلنه ورکړه چې دليدلو لپاره يې قصرته راشي نو غلام نبي خان هم له خپل ورور جنرال غلام جيلاني خان اود تره زامنو، نايب سالار جانبازخان چې له نادرخان سره يې په لوګر کې د حبيب الله کلکاني له پوځونو سره د جنګ په دوران کې مرسته کړې وه او دې يې له مرګ نه ژغورلي و د جنرال شيرمحمد خان سره د دلکشاه ماڼې په لور وخوځيدو. نادرخان په قصر کې دده د وژلو لپاره ځانګړي تدابير نيولي وو او مسؤلو کسانو ته يې لازمې لارښوونې ورکړې وې. له قصر نه بهر يوه عسکري قطعه درول شوي وه ، نادرخان د دلکشا په ماڼې کې منتظر وو، غلام نبي خان او ملګرو يې احترام په ځاي کړ خو شاه له څه ځواب پرته هغه ته وويل.
غلام نبي خانه! افغانستان له تاسره څه بد کړي چې خيانت کوي؟
غلام نبي خان ورته وويل: افغانان پوهيږي چې څوک خيانت کوي؟
د پاچا رنګ سور شو او په ډير غصه ناک غږ يې د ګارډ عسکرو ته وويل! وئې وهۍ هماغه وو چې عسکر را مخکې شول او هغه يې په ځمکه رانسکور کړو او د سوکانو او کنداغونو تر بريد لاندې ونيولو، نادرخان بيا ورباندې غږ وکړو داسې يې ووهۍ چې ومري، نوعسکرو هم بغير له کوم ځنډ څخه پر هغه د مرګ ګوزارونه پيل کړل تر دې چې هملته يې ساه وخته او مړ شو دده مړي يې چې ټول هډوکې او اندامونه يې مات وو کورنۍ ته وروليږلو.
حکومت ګڼ شمير پاڅونونه داسې وځپل او د مختلفو سيمو د اوسيدونکو ترمنخ يې د دښمنۍ داسې فضاء راپيدا کړه چې د رژيم مخالفين له ملي پاڅون نه مأيوسه شي. او له دې لارې د رژيم له پرځولو نه ناهيلي شي او په نورو لارو فکر وکړي. هماغه وو چې د ټولنې د عدالت غوښتونکو ډلې پټې مبارزې ته مخه کړه او د واکمني کورنۍ د مهمو غړو د ترور لړۍ پېل شوه.
لومړي سردار محمد عزيز خان د محمد نادرخان ورور د داؤد خان پلار چې په برلين کې د افغانستان له لورې مختار وزير وو، د يوه افغان محصل پواسطه چې سيدکمال نوميده په قتل ورسيدو.
د محمد نادرخان مړينه
د نادرخان له لورې چې غلام نبي خان چرخي په ۱۹۳۲م کال د نوامبر په اتمه نيټه په ډيرې بيرحمۍ سره په دلکشا ماڼې کې ووژل شو نو د همدغې وضعې په عکس العمل کې د ۱۹۳۳م کال د نوامبر په اتمه اعليحضرت محمد نادرخان د دلکشا ماڼې په چمن کې چې شاګردانو ته يې مډالونه ورکول د عبدالخالق خان نومي شخص چې د نجات ليسې د يوولسم ټولګي زده کوونکي او ممتاز ورزشکار وو د خپل بادار غلام نبي خان چرخي په بدل کې يې محمد نادر خان په تفنګچه باندې ترور کړو او ډير ژر يې ساه له تنه وخته.
د محمد ظاهرشاه واکمني
محمد ظاهرشاه د محمد نادرشاه زوي ؤ چې په ۱۹۱۴م کال کابل کې زيږيدلي وو نوموړي خپل لومړني زده کړې د کابل په حبيبې او استقلال په ليسو کې ترسره کړې وې په ۱۲کلنۍ کې هغه مهال چې پلار يې د امان الله خان له لورې په فرانسه کې وزير مختار شو، د هغه سره فرانسې ته ولاړ محمد نادر شاه او دوه نور وريرونه يې محمد داود خان او محمد نعيم خان يوځاي تعليمي مؤسسې ته معرفي کړل، شپږ کاله يې هلته فرانسوي ژبه او يو څه انګريزي زده کړه خو کله چې محمد نادر شاه په کابل کې د افغانستان د پاچا په توګه کار پيل کړو، نو شهزاده محمد ظاهرخان يې د فرانسې څخه راوغوښت او په ۱۹۳۰م کال کابل ته راورسيدو او يو کال وروسته په ۱۹۳۱م کال يې د خپل تره زوي سردار احمدشاه خان د لور حميرا سره واده وکړو او له دې وروسته په نظامي اکاډمۍ کې داخل شو، چې په چټګۍ سره يې ولوستله او په بل کال کې د حربيې وزارت مرستيال شو، ورپسې د پوهنې وزارت مرستيال شو.
د نادرشاه له وژل کيدو نه وروسته د نادرشاه ځواکمنو ورونو پريکړه وکړه چې دده ۱۹ کلن زوي د پاچاهۍ په ګدۍ کښينوي چې په ښکاره ډول محمد ظاهر خان د تخت او تاج وارث وګڼل شي خو په حقيقت کې ټول واک د دوي په لاس کې وي. هماغه ؤ چې د نادرخان په واکمنۍ کې هاشم خان دويم ځواکمن شخص وو، خو د محمد ظاهر خان په وخت کې اصلي واکمن وو او ظاهرخان يوازې د يو سمبول حيثيت درلود، سياسي چارې کاملاً د محمدهاشم خان په لاس کې وې او نظامي چارې دده د ورور شاه محمودخان په لاس کې وې څو کاله وروسته د ترونو ځاي دده دوه تربورونو داؤد خان او نعيم خان ونيو دوي ته هم په سياسي او نظامي برخو کې واکمني په ميراث ورسيده.
الف: د محمد هاشم خان صدارت
دا چې محمد ظاهر د پاچاهۍ په لومړيو کې دعمر په لحاظ وړوکې اوکم تجربه و نو نه يې شو کولي چې د دولتي کارونو دعهدې نه ووځي نو ټول دولتي کارونه يې په لومړي درجه کې کاکا محمد هاشم خان او بيا شاه محمود خان دکنټرول او نظارت لاندې قرار لره ، محمد هاشم خان دمحمد نادر خان ددوري په څېردهيواد صدراعظم په توګه پاتې شو نود محمد ظاهر شاه پاچاهۍ لومړيو ورځواقدامات يې دکاکامحمد هاشم خان دصدارت پورې تړاو درلود، بله مهمه مسئله چې مخې ته درلودله دمحمد نادرشاه د قاتل محاکمه وه. وزير دفاع شاه محمود خان د قاتل د استنطاق اوتحقيق اړونده مسايل په لاس کې ونيول. قاتل دنيولو وروسته دپېښې په ورځ ونيول شو او ارګ ته يوړل شو چې نوم يې عبدالخالق د کابل استوګن ؤ هزاره ونه وو، چې د نجات په ليسه کې يې زده کړې کولې. مؤرخينو يې د انګېزې په اړه ګڼ اومختلف اندونه ليکلي دي. ځينې وايي دا يو انتقامي حرکت و داچې عبدالخالق د غلام نبي خان چرخي په کورنۍ کې لوې شوې اوددغه کورنۍ دهمزولو ځوانانو سره له مکتب دوستي او انډيوالي درلوده تصادفاً محمد نادر شاه پداسې ځاي کې ووژل شو چې يوکال دمخه غلام نبي خان چرخي د محمد نادر خان په واسطه همدلته په قتل رسيدلي و.
ځېنې نور يې دوژلو انګيزه تنها دچرخي کورنۍ سره علاقه مندي يې د انتقام اخستلو لپاره دليل نه شمېري بلکه په هغه دوره کې نورې پېښې لکه په برلين کې دشاه دورور وژل کېدل چې دې ټولو يوګډ اساس درلود، ازاديانې سلب شوې وې، استبداد او تبعيض څرګند شوي و، داچې ځوانانو نشو کولي دبلې لاري نه خپله ناخوښي ښکاره کړي نو دا ډول پيښو کې يې کولي شو چې ددې لارې نه خپله ناخوښي څرګنده کړي نوځکه يې داسې پېښې رامينځته کولې. په هر حال دمحاکمې جلسه جوړه شوه د عبدالخالق سربېره نورکسان ددې دکورنۍ دغړو په ګډون يې په اعدام محکوم کړه .
د محمد نادر شاه دوژلو ورسته محمد ظاهر شاه چې افغانستان دپاچا په توګه ټاکل شوي و خپل کاکا محمد هاشم خان پخواني صدراعظم يې يوځل بيا د نوي کابينې په جوړولو وګماره. نوې کابينه هم کاملاً د محمد هاشم خان دکنټرول لاندې وه.
محمد هاشم خان دسختګيرۍ سره سره بيا هم دهيواد اوضاع په کلي ډول آرامه نه وه پداسې حال کې چې د امان الله خان پلويان او مشروطه غوښتونکې سرکوب او يا مجبورتيا ته اړشوي وه خو دهيواد په منځ کې دقبايلو ترمنځ پاڅونونه پيښېدل او د دولت له خوا به ټکول کيدل، داچې محمد هاشم خان په دولت دارۍ کې دمرکزي دولت په پياوړتيا باوري وو له دې امله د قبايلو سرکښه سردارانو يې هم لټه کوله چې په دولتي کارونو کې دروحانيونو دلاسوهنې مخه ونيسي. محمد هاشم خان جدي او کارکوونکي سړي وو خو د ادارې په برخه کې استبدادي افکار يې لرل چې دغه افکاريې دحکومت داخرې دورې پورې وساتل هغه باور لرلو چې يوپياوړي اومتمرکزحکومت کولي شي هيواد اداره کړي پدې منظور دهيواد په اداره کې اميرعبدالرحمن دسياست اوروشونو نه استفاده کوله.
د دويم نړيوال جنګ پاي ته رسېدو سره ژور بدلونونه رامنځته شول افغانستان هم دا ايجابوله چې دهيواد په اداره کې کُلي بدلون منځته راوړي او دمحمدهاشم خان حکومت ديوطرفوالي او سختګيرۍ نه خلک ستړي شوي وه او بدلونونه يې غوښتل د نوي شرايطو په درک کولو سره محمد ظاهر شاه چې په دغې مهال يې د دولت په اداره کې پوره تجربې ترلاسه کړې وې تصميم يې ونيو چې د صدارت مقام د وخت د شرايطوسره همغږي لرونکي سړي ته وسپاري نو دفاع وزيرشاه محمود خان چې ډير معتدل سړي ؤ دصدارت په مقام وګماره. دا خبر د افغانستان خلکو لپاره غيرمترقبه و ځکه دتېرو اولس کالو په جريان کې د محمد هاشم خان نوم دخلکو په ‌‌ذهنونو کې نه بيليدونکې مطلقه قدرت اوتسلط په مفهوم ځاي نيولي وو.
ب: د شاه محمود خان صدارت
شاه محمود خان دصدارت مقام د سنبالولو سره سم دترتيب شوې برنامې مطابق هڅه وکړه چې دهيواد سياست ته بل رنګ جلوه ورکړي اوخلک دروښانه اونيکمرغه راتلونکې ته هيله مند کړي. هغې په لومړيو کې د دولت ناراضي خلکو دزړونو ترلاسه کولو لپاره اقدام وکړه، يو اندازه سياسي زندانيان يې آزاد کړه، سياسي آزادۍ، دموکراسي، ټاکنو او ازادو مطبوعاتو خبرې مينځته راوړې، نوي دولت نوي اقتصادي پلانونه يې په لاس کې ونيول دهيواد اقتصادي امور يې عبدالمجيد خان زابلي ته چې پدې اړه يې پوره تجربې لرلې وسپارلې. دې دوره کې خلکو لومړي ځل لپاره دځينو مدني او سياسي ازاديو خوند وڅکه، دانجونو ښوونځي پرانستل شو کليوال ښوونځي په کلوکې تأسيس شو.غير دولتي جرايد چې دولتي جرايدو ترڅنګ يې دوباره په فعاليت پېل وکړه، چې ځينو شرايطو کې ددولت عملکرد يې د انتقاد لاندې ونيو.
د کابل پوهنتون په پوهنځيو کې زياتوالي منځته راغي، محصلينو اتحاديه منځته راغله او محصلانو يې دولت نه د رسيمت پېژندنې غوښتنه وکړه، سياسي ډلې اونوي سازمانونه جوړ يا يې په اداري سيستم کې بدلون راغي چې هر يو د دوي نه د اداري سيستم په بدلون کې دقوانينو دتصويب اوخلکو ‌‌‌ذهنونو روښانه کولوکې مهم نقش درلود.
پدې ترتيب په لږ او ډېر صورت سره دنوي تمدن پديدې دافغاني ټولنې په کلتوري فضا کې رامنځته شوې، خو دولت ددې ټولو بدلونونو تحمل نه درلود؛ ځکه دهغوي د منافعو سره يې ټکر درلود بيا تصميم ونيول شو ترڅو ددغه زياتېدونکې موج مخه ونيول شي نو يو ځل بيا يې د دولت دساحې نه بهر مطبوعات پاې ته ورسول، په پاې کې ډيموکراسۍ ښه پايله ورنکړه او دهغې ادامه يې خپلو سياسي مصالحو په ضد وګڼله او داسې يې څرګنده کړه چې دا بدلونونه دټولنې اوسني شرايطو سره مطابقت نلري خلک بايد تر يوې مودې پورې انتظار وباسي ترڅوځانونه دهغه شرايطو سره عيارکړي دبل لورې ځينو درباريانو شاه محمود خان او صدارت داصلاحاتو سره مخالفت درلوده هغوۍ سياسي فعاليتونه په کار واچول ترڅو پاچا دشاه محمود خان دملاتړ نه وګرځوي او صدراعظم استعفا ته اړکړي دوي داسې استدلال کولو چې دشاه محمودخان نرموالي دهيواد امنيت په خطر کې اچولي دي او ددې خطرد مخنيوي لپاره بايد سخت نظام په هيواد کې منځته راشي. دا هڅې ګټورې واقع شوې شاه محمود خان استعفا ته اړشو او په عوض يې محمد داود خان صدارت ته ورسيدو.
ج: د سردار محمد داود خان صدارت
سردار محمد داود خان په ۱۹۵۳م کال د کابېنې په جوړولو مؤظف شو اوخپله تګلاره يې اعلان کړه. په دې تګلاره کې نوي حکومت ډيموکراسي چې پخواني صدراعظم يې ژمنه ورکړې وه راتلونکې ته وځنډول شوه اوپر ځاي يې دوه نورو مسئلو ته پاملرنه وکړه يوه د پښتونستان د مسئلې حل اوبل دپلان ګذارۍ او رهبري شوي اقتصاد په اساس داقتصاد دپراختيا مسئله وه، محمد داود خان دکابينې په جوړښت کې په بې ساري ډول بدلون رامنځته شو د زړو غړو پر ځاې ځوان او تحصيل يافته عناصر ونيول شول دحقوقو پوهنځي فارغان دکابل ښار اطرافو مديريتونو او ولسوالانو په توګه مقررکړل.
محمد داودخان دصدارت په دوره کې اقتصادي بدلونونه څرګند شول نوي بانکونه لکه ملي بانک او پښتني بانکونو په فعاليت پېل وکړو، دبهرنۍ سرمايې قانون تدوين او دهغې مطابق سرمايه داري د امريکائي، جاپاني، بريتانوي، آلماني او نور شرکتونه په افغانستان کې پانګې اچونې ته حاضر شول.
د ټولنيزو چارو د اصلاحاتو په لړکې ښځوته دهيواد په ټولو کارونو کې ونډه ورکړه دنوموړي د کارونوڅخه چې دامفکوره يې په ورو تطبيق کړه، لومړي ښځو دکابل په راډيو کې فعاليت پېل کړه ورپسې څوغيردولتي شرکتونو کې دښځېنه کارمندانو ګمارلو ته اقدام وشو خپلواکۍ جشن په مراسموکې د محمد داود خان ښځې دنورو لوړ رتبه دولتي مامورينو دښځو په ګډون يې ونډه واخيسته، سردار محمد داود خان چې کله صدراعظم شو نو د پښتونستان مسئله يې جدي ونيوله او د ډيورنډ کرښه يې هم غيرې قانوني اعلان کړه.
محمد ظاهر شاه د واکمنۍ بهرني سياست
د محمدظاهر شاه په دوره کې د افغانستان خارجي سياست بدل نه شو. د ټولوهيوادونو سره دبې طرفۍ تګلاره او د برابرو اړيکو پراختيا اعلان يې وکړو. محمد ظاهر شاه دحکومت دوران دنړيوال کړکېچنې وضعې سره برابره وه او نړۍ د يوبل سوزيدونکې جنګ په لور روانه وه په داسې شرايطو کې افغانستان په ۱۹۳۶م کال کې يوځل بيا دبې طرفۍ اوعدم مداخلې قرار داد دشوروي اتحاد سره تمديد کړو چې په پايله کې د دواړو لورو ترمنځ اړيکه په عادي بڼه ادامه پيدا کړه اود دواړو لورو ترمنځ دسوداګرۍ حجم زياتوالي پيداکړو.
د افغانستان دولت هڅه کوله چې د سيالو هيوادونو سره خپلې سياسي او اقتصادي اړيکو توازن په حال کې وساتي اوپرې نږدي چې هغوي هم په افغانستان کې کلکه مسلطه وضعه ترلاسه کړي، سره لدې چې افغانستان دهيوادونو سره خپلو اړيکو ته پراختيا ورکوله خو کوم سياسي اونظامي مسؤليت يې دهغوي په وړاندي په اوږو نه اخيسته او هڅه يې کوله چې دخپلواک بهرني سياست نه پيروي وکړي. دغه سياست د دويم جنګ په جريان کې هم ادامه پيداکړه .
دويم نړيوال جنګ په پاې ته رسېدو سره د بين الملل په کچه بدلونونه رامنځته شول، کوم ائتلاف چې په مؤقت ډول د متحدينو ترمنځ دهټلرپه ضد منځته راغلي و په بيړه وشيندل شو اونړيوال نظرياتي تضاد دسوړجنګ په بڼه پېل هغه وخت کې دبريتانيه امپراطورۍ خپل نقش دلومړي درجې هيواد په توګه دلاسه ورکړي وو او دهغې ځاي امريکامتحده ايالاتو ځاتنه ځانګړي کړي وو پدې ترتيب شوروي اتحاد هم دخپل پياوړتيا په څرګندولوسره د سوسيالستي هيوادونو د رهبرۍ ادعا کوله. پداسې اوضاع کې افغانستان هم دبې پلوۍ سياست ته ادامه ورکړه شاه محمود خان چې د محمد هاشم خان په عوض دصدارت چوکۍ ته رسيدلي ؤ خپل مناسبات يې دمختلفوهيوادونو سره دهغې جملې نه لوې صنعتي هيوادونوسره زيات قايم کړه ترڅو ددې اوضاع نه د خپل هيواد په ګټه ښه استفاده وکړي.په هغه زمانه کې دافغانستان دولت غوښتل چې خپلې اړيکې دامريکا متحده ايالاتوسره پراخه کړي دهغې هيواد نه يې تقاضا وکړه چې افغانستان سره نظامي مرستې وکړي اوهم د پښتونستان دمسألې دحل په قضيه کې د افغانستان سره کومک وکړي، د امريکا دولت اقتصادي مرستې دهغه نه معارف او زراعت په برخه کې چمتووالي څرګند کړو خو پاکستان سره دنژديوالي په اساس يې نظامي مرستې نه انکار وکړو خو پښتونستان د مسئلې دحل په قضيه کې خپل منځګړيتوب يې اعلان کړو چې پاکستان له لورې قبول نشو او وې ويل چې دا يوه داخلي مسئله ده منځګړيتوب ته ضرورت نشته.
افغانستان هيله نلرله چې د امريکا متحده ايالات دې پښتونستان د پاکستان څخه جدا او افغانستان ته وسپاري بلکې غوښتل يې چې امريکا متحده ايالات د پاکستان او افغانستان د دوست په توګه، پاکستان خبروته کېنوي ترڅو د ابرومندانه لارې نه دا قضيه حل کړي.
د افغانستان دولت دپښتونستان دقضيې په حل کې کوم برياليتوب ته ونرسېدو او په سياسي لحاظ هم د انزوا لاندې راغي او هم يې ونشو کړي چې خپله اردو د نوي اړتياو مطابق تجهيزکړي. دهيواد اقتصادي رشد هم په هغه سطحه چې هيله يې کيدله انکشاف پيدا نه کړو نو ددې حالت لرې کولو لپاره لازمه وه چې دافغانستان په خارجي سياست کې بدلون رامنځته کړي بالاخره شاه محمود خان داستعفا او محمد داود خان صدارت ته د رسيدلو زمينه مساعد شوه او پدې ترتيب دشاه محمودخان ژرتېرېدونکې ډيموکراسۍ نه وروسته محمد داود خان دصدارت چوکۍ اشغال کړه.
محمد داودخان بهرني سياست هم دپښتونستان د مسألې دحل لارې دموندلو په لټه کې و هغه هم ددې مسئلې دحل لپاره هلې ځلې په کار واچولې دا پداسې حال کې وه چې دوه زبرځواک هيوادونه شوروي اتحاد او دامريکا متحده ايالات يعنې د دوه متضادو اجتماعي اقتصادي سيستمونو په سر کې قرار درلود يو تضاد اوبل نهضت د جنبش عدم انسلاک په نوم(بې لورې هيوادونه) تشکيل شوي وه. افغانستان ددغه جنبش فعال غړي ؤ نو هڅه يې کوله چې د دوستانه اړيکو موازنه دسوسياليستي او سرمايه داري بلاک ترمنځ وساتي چې ددې لارې وتوانيږي د دواړو لورو مرستې جلب کړي.
محمد داود خان يوځل بيا دامريکا دمرستو غوښتونکې شو خو د امريکا دولت افغانستان ته دمرستو ورکولو نه ډډه وکړه چې په دې وجه دافغانستان او امريکا ترمنځ په اړيکو سړې اوبه وشيندل شوې. بيا محمد داود خان شوروي اتحاد ته متوجه شو. شورويانو دې وړانديز ته مثبت ځواب ورکړه. دهغه هيواد مرستې افغانستان ته پېل شوې او د دواړو هيوادونو ترمنځ اړيکو پراختيا پيداکړه.
په ۱۹۵۵م کال خروسچوف افغانستان ته سفروکړه ددې سفر په ترڅ کې سل ميلون ډالري پور يې دافغانستان اوږد مهالې پراختياي پروګرام لپاره لاسليک کړه اوهم په نظامي مرستو خبرې وشوې محمد داود خان ته ژمنه ورکړي شوه چې دپښتونستان دقضيې په حل کې به په پرېکنده ډول سره د افغانستان ملاتړکوي .
شوروي دافغانستان بې طرفۍ په موضوع باندۍ تأکيد وکړه او افغانستان هم ژمنه ورکړه، چې هېڅ ډول خطر به افغانستان له لورې شوروي ته نه متوجه کېږي. دې قرارداد غربي هيوادونه په تشويش کې واچول يو کال وروسته امريکا متحده ايالاتو په مختلفو پراختياي بخشونوکې اقتصادي مرستې له سره پېل کړې او دولت يې هم تود استقبال وکړو.
محمد داود خان وکولي شو چې ټولو هيوادونو دهغې ډلې نه داسلامي هيوادونو سره نژدي اړيکې په استثنا د پاکستان برقرار کړې او افغانستان دسياسي انزوا نه بيرون وباسي چې ددې روش په اثرافغانستان د جنبش عدم انسلاک دهيوادونو په جملې کې د عالي موقيعت نه برخور دار شو او په نړيوال مقياس کې هم دپاملرنې وړ وګرځېده .
محمد داود خان دصدارت په لس کلنه موده کې افغانستان په سياسي، اجتماعي او اقتصادي ډګرکې دلويو برياو څښتن شو. محمد داود خان کوښښ کولو چې ژر افغانستان دپرمختللي هيوادونو په قطار کې ودروي هغه دهغه اشخاصوسره چې دې موخې ته رسېدلو کې داسانتيا غوښتنه کوله دسلطنتي دربار غړو اوهغو خپلوانو سره چې د ډيرو امتيازاتوغوښتنه يې لرله هغوۍ سره کرکه درلوده او د دوۍ مخالفت يې دخپل ځان په وړاندې فراهم کولو حتي شخصا دبادشاه نه يې هم زړه ښه نه و. بل طرف نه محمد داود خان دپښتونستان په مسئلې ډېرټينګار کولو چې په پايله کې د افغانستان اړيکې د پاکستان سره خړې شوې سيميز او بين المللي فشارونه په حکومت زيات شو. شاه اودهغه ټول سياسي همکارانو د صدراعظم توند عملکرد سره مخالفت وښوده بالاخره محمد داود خان پوه شو چې د دومره مخالفتونو په شتون کې نشي کولي خپلو هيلو ته درسېدو لپاره خپل کار ته دوام ورکړي نو صدارت دمقام نه يې استعفا ورکړه.

افغانستان او دويم نړيوال جنګ
څرنګه چې مو د امير حبيب الله خان په دوره کې لومړي نړيوال جنګ په اړه يادونه وکړه چې الماني اوترکې هيئت کابل ته راغي او امير حبيب الله خان يې تشويق کړه ترڅو د انګليس په ضد دجهاد اعلان وکړي. خو د دوي نقشه بريالي نشوه، جنګ پاې ته رسېدو وروسته بيا هم آلمان او افغانستان خپل منځ کې دوستانه اړيکې برقرار کړې، دغو اړيکو وروستۍ دورو پورې دوام وکړه، امان الله خان اروپا ته په خپل سفرکې دهغه هيواد څخه ليدنه وکړه، محمد نادر شاه د خپلې واکمنۍ په دوره کې خپل ورورمحمد عزيزخان په هغه هيواد کې دافغانستان سفيروټاکه او دفاع وزيرشاه محمود خان هم دالمپيک نړيوالو سياليو دسيل لپاره هلته لاړه. افغانستان اوآلمان اړيکه په مختلفو وختونو کې ډېرې پراخه شوې او يو تعداد متخصصين دهغه هيواد نه افغانستان ته راغله.
۱۹۳۹م کال کې دويم نړيوال جنګ په پېل سره دمحوري هيوادونو( متحدين) المان، ايټاليا او جاپان او متفقين يعني انګلستان ، فرانسه ، شوروي اتحاد اوامريکا متحده ايالاتو په اړه دافغانستان حکومت د يو فرمان شپږم د سپتمبر۱۹۳۹م کال په ترڅ کې دبيطرفۍ اعلان وکړه. دې فرمان دجګړيزو هيوادو اتباعو په حرکاتو قيودات وضعه کړه او هم يې دجنګ په اړه خبرونو خپرول دولتي مطبوعاتوپه اړه منحصرکړل.
دويم نړيوال جنګ په پېل سره د افغانستان او آلمان ترمنځ تجارت د هندوستان له لارې عملاً محدود شو خو تر هغې چې المان په شوروي باندې په۱۹۴۱م کال حمله وکړه دالمان سره تجارت په لږه پيمانه دوام وکړو. نړيواله اوضاع دالمان په ګته مخې ته روانه وه د آلمان عسکرو زياتره اروپايې هيوادونه وټکول فرانسې دماتې نه وروسته دبريتانيه سره جنګ پېل شواوهغه هيواديې بمبار کړه، ورپسې خپله حمله په شوروي پېل کړه. پدې ترتيب سره دافغانستان زياتره خلکو په نظر کې آلمان دجنګ ګټونکې شمارل کېدو. په شوروي باندې د المان يرغل دالمان طرفدارانو کې هيلې پياوړې کړې ځکه هغوې فکر کولو چې دالمان قوتونه به سرو لښکرو دماتولو نه وروسته به دافغانستان سرحداتوته نژدې شي خو دبل لورې محافظه کارو هڅې کولې چې د دوي مناسبات د دوي ګاونډي هيواد شوروي اوبريتانوي هند چې اوس ديو بل سره يو شوي وه خراب نشي او دلاسوهنې بهانه ورته ونکړي . ددې پېښې سره هم مهالې دبريتانيه اوروسې سفارتونو ياداشتونه دافغانستان خارجه وزارت ته تسليم کړه او دهغې په واسطه يې آلمان او ايټاليا اتباعوو تل د افغانستان نه غوښتل شوي و. بيا دافغانستان دولت په نوامبرمياشت ۱۹۴۱م کال کې لويه جرګه دايره کړه چې په هغې کې افغانستان په جدي ډول خپله بې طرفي اعلان کړه . داچې يوتعداد الماني اوايټالوي انجنيران افغانستان کې په مختلفو پروژو کې کار کولو انګليس او روسې د افغانستان څخه دهغې دوتلوغوښتنه کوله چې افغانستان حکومت دې درخواست ته دځينې شرايطوپه قبلولو موافقه وکړه.
محمد هاشم خان چې دصدارت په مقام کې قرار لرو د انګليس نه غوښتنه وکړه چې خارجي اتباع افغانستان نه وځي نو د هندوستان او عراق دلارې نه ترکيې ته ورسوي، انګليس دولت هم دا شرط ومانه په پايله کې ۱۸۰ تنه آلمانيانو او ۸ تنه ايټالويانو افغانستان پرېښوده پښور نه کراچۍ او بصره بيا ترکيې ته لاړل او دهغه ځاې نه خپلو هيوادونوته ستانه شول .
دويم نړيوال جنګ په جريان کې افغانستان او دامريکامتحده آيالاتو ترمنځ اړيکو ډېراستحکام پيداکړو اوپه ۱۹۴۲م کال کې د امريکا ډيپلوماټيکه نماينده ګي په کابل فعاليت پېل وکړو. پدې ترتيب سره دويم جنګ کې افغانستان دبې طرفۍ سياست په اعلان سره خپل سرحدونه د يرغلونو اوحوادثو نه خوندي وساته .
محمد ظاهرشاه او د ډيموکراسۍ نظام پيليدل
د محمد هاشم خان او دسردار محمد داود خان درې لسيزې ديکتاتوري په افغانستان کې د ډيموکراسۍ نظام اماده کولو لپاره اساسي عوامل دي. په افغانستان کې د ډيموکراسۍ دوره د سردار محمد داود خان د صدارت څخه استعفا نه وروسته د ۱۹۶۴م کال د اساسي قانون په نافذ کيدلو سره پېل شوه چې د لسو کلونو لپاره يې ادامه وموندله. تردې د مخه د شاه محمود خان د صدارت په وخت کې هم ډيموکراسي په هيواد کې راغلې وه، چې هغه ډيموکراسي د صدراعظم په شفاهي امر سره راغله او دده په شفاهي امر له منځه ولاړه.
د ډيموکراسۍ دغه نوي نهضت په افغاني ټولنه کې د راز راز عکس العملونو سره مخامخ شو، ډيرو افغانانو مخصوصاً ځوان نسل د ډيموکراسۍ هرکلي وکړو، د هيواد په لويو ښارونو کې مظاهرې کيدلې، په کابل کې ازادې جريدې خپريدې، ډير سياسي جمعيتونه جوړ شول او دولت پر دريو خپلواکو قواوو لکه اجرائيه قوه، مقننه او قضائيه قواوو باندې وويشل شو.
د ۱۹۶۴م کال نه تر ۱۹۷۳م کال پورې د ډيموکراسۍ لسيزې په افغانستان کې د دولت، ټولنې او ملي احساس د پياوړتيا يون په پښو وواهه. ددغې دورې لويه نيمګړتيا داوه چې د اساسي قانون متميم قوانين لکه د ګوندونو، ټولنو او داسې نور قوانين د ډيموکراسۍ دورې تر پايه پورې توشيح او نافذ نه شول.
کله چې محمد ظاهر شاه د صدارت مقام ډاکټرعبدالظاهر ته وړاندې کړو او هغه معذرت وغوښته وروسته يې ډاکټر محمد يوسف ته مراجعه وکړه هغه قبول کړو په ۱۳د مارچ ۱۹۶۳م کال دکابېنې غړي چې څوارلس تنو نه پنځه تنه دپخوانۍ کابينې او د سردار محمد داودخان همکاران وه په لومړيو کې نوې کابينې موفقيتونه درلودل خو وروسته معلومه شوه چې نوې وضعه د دوې دغوښتنو او خوښې مطابق نده نو محمد داود خان ته نږدې شخصيتونو يوبل پسې کابينه پرېښوده .
دکابينې غړو په اصولو کې د يو بل سره موافقه لرله اما د برنامې په تطبيق، د حرکت سرعت درجې په اړه دنظر اختلاف درلود ځينې پدې باور وه چې دهر څه ژر ډيموکراسي اوفردي آزادۍ تطبيق لاندې راولي ځينې نور چې ډير محافظه کار وه ددې په تدريجي تطبيق يې باور درلود. سيد شمس الدين مجروح د عدليې وزير او سيد قاسم رشتيا دمطبوعاتو وزير لومړي ګروپ، عبدالله ملکيار اوعلي احمد پوپل د پوهنې وزيرسره دويمې ډلې پورې تړاو درلود. په هر حال ډاکټر محمد يوسف دخپلې کابينې د معرفي نه وروسته سمدستي داساسي قانون په تدوين پېل وکړو .
د ۱۹۶۴م کال اساسي قانون لسيزه
د ډاکټر محمد يوسف د حکومت تشکيل نه وروسته د پاچا له لورې اوه غړيزه کميسون نوي اساسي قانون دتسويد لپاره وټاکل شول، چې غړي يې دلاندې افرادو څخه عبارت دي.
1- سيد شمس الدين مجروح دعدليې وزيرد کميسون رئيس.
2- سيد قاسم رشتيا د مطبوعاتو وزيردکميسون د مرستيال په توګه.
3- مير نجم الدين انصاري د پوهنې وزارت مشاور دکميسون غړي.
4- داکتر عبدالصمد حامد د کابل پوهنتون رئيس دکميسون غړي.
5- محمد موسي شفيق عدليه وزارت دتفتيش رئيس دکميسون غړي.
6- مير محمد صديق فرهنګ د پلان وزارت معين دکميسون غړي.
7- حميدالله د حقوقو اوسياسي علومو پوهنځي رئيس دکميسون غړي.
همداډول دقوانينو په برخه کې يو با صلاحيته او تجربه کارسړي د لويي فوژير په نوم د فرانسې نه راوبلل شو چې ددې کميسون سره مرسته وکړي. ددې کميسون لومړۍ غونډه په ۲۸د مارچ ۱۹۶۳م کال عدليې وزارت کې دايره شوه. دنوي اساسي قانون دتسويد دورې ديوکال نه لږ وخت ونيو د قانون اونيزه کار راپور به دکميسون د رئيس له لورې صدراعظم ته ورکول کيده. کله چې داساسي قانون مسوده بشپړه شوه حکومت ته وسپارل شوه اود پاچا له نظره تيره شوه. بيا هم د لويې جرګې د دايرېدلو نه وړاندې يو مشورتي کميسيون چې۳۰ نفره غړي د مرکز او ولايتونو څخه درلودل دبيا غور لپاره ورته وسپارل شوه چې ددې مشورتي کميسون رياست دشاه له لورې ډاکټرعبدالظاهر د ملي شورا رئيس ته وسپارل شوه. په هر صورت لومړۍ مسوده چې مشورتي کميسون ته سپارل شوې وه داساسي قانون نهايي متن سره لږ توپير درلودو ځکه کوم تعديلات چې په مشورتي کميسون او ورپسې لويه جرګه کې په هغې وارد شول يوه ښکلي بڼه درلوده په اساس کې دهغه څه سره چې دتسويد کميسون له لورې چمتوشوي وو ډير توپير نه درلود.
ددې اساسي قانون د يادولو وړ ماده ۲۴مه وه. چې شاهي کورنۍ غړي چې زوې، لور، ورور، د پاچا خور، د دوي کورنۍ او ښځې د دوي دزامنو لوڼوپه ګډون، دپاچا ترونه اود ترونو زامن په سياسي ډلو کې د ونډې اخيستنې څخه منع شول او هغوي نشو کولي چې د صدارت يا وزارت يا په شورا کې غړيتوب اويا په ستره محکمه کې غړيتوب ترلاسه کړي. د نظرخاوندان معتقد وه چې ددې مادې په نافذولو سره پاچا خپل ځان د داود خان د جنجال نه خلاص کړو.
دمشورتي کميسون دکار بشپړولو وروسته په ۹د سپتمبر ۱۹۶۴م کال لويه جرګه په لاندې تناسب سره د سلام خونې په قصرکې دايره شوه .
• ملي شورا يولسمې دورې وکېلان ۱۷۶تنه.
• نوي وکېلان ټاکل دهرې ټاکنيزې حوزې نه ديو تن په معيار ۱۷۶ تنه.
• مشرانو مجلس غړي ۱۹ تنه.
• وزيرانو هئيت غړي ۱۴ تنه.
• تميزعالي محکمې غړي ۵ تنه.
• اساسي قانون دتسويد دکميسون غړي ۷ تنه.
• مشورتي کميسيون غړي ۲۳ تنه.
• دشاه له لورې انتصابي اهل خبره غړي ۳۴ تنه.
لويه جرګه چې تعداد يې ۴۵۴ تنو ته رسيدو د لږو تعديلاتو نه وروسته نوي متن تصويب او لاسليک کړو ځينو نمايندګانو چې د مباحثې په ترڅ کې دځينو حکمونو سره مخالفت درلود دکار په پاې کې ديو کل په توګه موافقه وکړه. ذکرشوي قانون د اکتوبرپه لومړي نېټه ۱۹۶۴م کال کې د پاچا له لوري توشيح او تطبيق لاندې يې قرار ونيولو او انتقالي دوره پېل شوه .
دا په افغانستان کې دويم نوي اساسي قانون ؤ لومړني دامان الله خان په دوره کې او دويم د همدا تصويب شو. ۱۲۵مادې مطابق اساسي قانون د تصويب او ملي شورا دپرانيستې تر منځ دوره د انتقالي دورې په نوم ياده شوه.
دې دوره کې د مقننه قوې صلاحيت د اجرائيه قوې په اختيار کې ورکړل شوه او قانون دتطبيق دنده په ځانګړي توګه حکومت ته وسپارل شوه.
په دې دوره کې د ټاکنو قانون د تهيه کولو کار دتسويد کميسون ته وسپارل شو دغه کميسون ياد شوي قانون د ازادو اوعمومي، پټو اومستقيمو ټاکنو په بنسټ چې په اساسي قانون کې قيد شوي ؤ تهيه کړو، په دې ترتيب د مطبوعاتو قانون چې داساسي قانون په اساس تهيه شوي ؤ دچاپ غوښتنه يې کوله دانتقالي دورې په پاې کې ديو فرمان په ترڅ کې يې د دولت اجازه نامه ترلاسه کړه خو داچې دا فرمان د انتقالي دورې په اخرنۍ ورځو کې صادر شو نو د ازادو مطبوعاتو تأسيس د ټاکنو وروستنۍ دورې ته وځنډول شو.
په ۱۹۶۵م کال کې د نوي قانون مطابق ټاکنې وشوې چې دمخکنيو ټاکنو سره يې توپير درلود ځکه دنوي ټاکنو قانون د ډيموکراسۍ په طريقه ترتيب شوي وو او ډېرو خلکو ځانونه دملي شورا لپاره کانديد کړي وه. دبيلګې په ډول په دولسم دورټاکنو کې ولسي جرګې ته ۱۳۵۰ تنو ځانونه کانديد کړي وه، دهيواد مقننه قوه چې دوه مجلسونو يعنې ولسي جرګه او مشرانو جرګه، د ولسي جرګې ټول غړي انتخابي وه خو د مشرانو جرګې يو ثلث دپاچا له لورې تعين کېدل،که څه هم دټاکنو په وړاندې ستونزو شتون درلود بيا هم دافغانستان په تاريخ کې د آزاد ترينو او منصفانه ټاکنو څخه ګڼل کيږي .
بايد يادونه وشي چې دټاکنو دقانون مطابق ښځو ته هم د رأي حق ورکړي شو خو په دې ټاکنو کې يې حضور کمرنګه وو. دا د دولسم دور ټاکنې وې اود نوي منتخب اساسي قانون مطابق په ۱۴د اکتوبر ۱۹۶۵م کال د پاچا په بيانيه پرانيستل شو او په هماغه ورځ ډاکټرعبدالظاهر رايو په اکثريت د ولسي جرګې د رئيس په توګه اوعبدالهادي داوي د مشرانوجرګې په سرکې د پاچا له لورې وټاکل شول. انتقالي دورې پاې ته رسېدو وروسته د قانون مطابق ډاکټر محمد يوسف د صدارت مقام نه استعفا ورکړه خو پاچا دوباره هغه د صدراعظم په عنوان نوماند کړو.
هغه د ولسي جرګي نه د باور رايو په اخيستلو سره مؤظف شو چې خپله نوې کابينه مجلس ته معرفي کړي. دشورا مجلس د عقرب په دويمه ورځ ۱۳۴۴ هـ مطابق ۲۵د اکتوبر ۱۹۶۵م کال د نوې کابينې د معرفي او د باور د رايو ترلاسه کولو لپاره وتاکله.په دې ورځ سهار ډير تعداد محصلين شورا ته لاړه او په زور تالار ته ننوتل اود وکېلانو چوکۍ يې اشغال کړې غوښتل يې چې د باور رايو ورکولو جلسه کې حاضر وي، د دوي دوتلو هلې ځلې وشوې خو پايلې ته ونه رسيده نو جلسه بلې ورځې ته وځنډيده، صبا ورځ يعنې د عقرب دريمه نېټه ۱۳۴۴ هـ مطابق ۲۶د اکتوبر ۱۹۶۵م کال صدراعظم د کابينې د غړو سره مجلس ته حاضر شو اود کابينې لپاره دباور راې واخيسته.
داچې محصلينو پارلمان ته دننوتلو اجازه ورنکړي شوه نو دهغې په اطرافو کې راټول او په مظاهره يې لاس پورې کړو اوشعارونه يې ورکول. هغوي ډاکټر يوسف او ولسي جرګه په غير ډيموکراتيک عمل باندې متهم کړه. مظاهره کوونکو د لمر ډوبېدونه مخکې ځانونه دصدراعظم ډاکتر يوسف کورته چې دشورا ترڅنګ يې موقعيت درلوده ورساوه امنيتي قواو هوايي فيرونه وکړه خو مظاهره چيانود هغه څه پروا ونکړه تر دې چې د جنرال عبدالولي قوماندان قواي مرکز په امر چې دشورا د ودانۍ اطرافونو مناطقو امنيت يې په غاړه درلود په مظاهره کوونکو يې مستقيما فيرونه وکړه چې يو تعداد مظاهره چېان يې ووژل او يو تعداد ټپيان شول. ددې پېښې نه وروسته تبليغاتي جنګ زور واخيست، دحکومت مخالفان اونوې کابينه دپېښې مسئول په نښه شو دې پېښو شاه هم په وهم کې ګرفتارکړو او تصميم يې ونيو چې د ډاکتر يوسف ځاي بل چاته ورکړي نوڅلور ورځې وروسته د راډيو له لارې اعلان وشو چې ډاکټر محمد يوسف د روغتياې عذرونو له امله استعفا کړې او شاه هغه قبول کړې ده، دهغې په عوض يې محمد هاشم ميوندوال د کابينې په جوړولومامور کړو .
ديادولو وړده چې ډاکتر يوسف دصدارت په دوره کې دپاکستان او افغانستان تر منځ اړيکې چې قطع شوې وې له سره پېل شوې، يو دبل په ضد تبليغات د سوداګريزو ستونزو تر يوې اندازې رفع شوې، د دواړو هيوادونو اړيکې تر ډېره بريده نژدې شوې چې په ۱۹۶۴م کال کې پاکستان جمهور رئيس مارشال ايوب خان او يو کال وروسته د هغه هيواد صدراعظم ذوالفقارعلي بوټو د افغانستان نه ليدنه او افغان دولتي مقاماتو سره خبرې وکړې. دې دوره کې دچين دولت سره هم اړيکو پراختيا پيداکړه چې دچين او افغانستان تر منځ سرحدي کرښه وټاکل شوه په عمومي ډول دافغنستان بهرني سياست فضا ډاډمنه وه.
ډاکټر محمد يوسف داستعفا نه وروسته پاچا محمد هاشم ميوندوال دصدراعظم په توګه و ټاکلو چې داساسي قانون د لسيزې دويم صدراعظم ګڼل کېږي .
ميوندوال په ۲د نوامبر ۱۹۶۵م کال کې خپله کابينه شورا ته معرفي کړه او په سهولت سره يې داعتماد رأې د شورا نه ترلاسه کړې. ددې نه وروسته هغه د محصلانو اوشاګردانو زړونو ترلاسه کولو په لټه کې شو او د وژل شو د خفګان په مراسمو کې دعقرب په دريمه نېټه په کابل پوهنتون کې شرکت وکړو اودخپل خفګان مراتب يې دعقرب په درېمې ورځې څرګند کړو او ژمنه يې وکړه چې ددغې پېښې عاملين به ژرمحکمه کړي په دې ترتيب د محصلانو توجه يې ځانته واړوله خو ميوندوال د دې نه خبرنه و چې د دې پېښې لوي عامل سردار عبدالولي د پاچا زوم وو او ټولوهغه پېژندو خو چا يې نوم په خوله نشو ‎يادولي نو محصلانو تريوې مودې انتظار وکړه داچې دهغوې غوښتنې پوره نشوې نو مظاهرې يې له سره پېل کړې اوخپل مخالفت يې د نوي دولت سره پيل کړو نوي صدراعظم په کابينه کې هم د مخالفتونو سره مخ شو. ددې وجې نه دکابينې يو تعداد غړي کابينه د سفير او يا هم په بې اهميته دندو وګمارل.
هغه دخپل تګلارې دتوضيح په مهال په شورا کې ژمنه ورکړې وه د وکېلانو په ذهنونوکې ډېر توقعات ايجاد کړي وه. خو ژر معلومه شوه چې دځينې ژمنو ترسره کول دصدراعظم له خوا ناشوني دي .
ميوندوال صدارت د دوران سياسي کشمکشونه ، د محصلينو سره هره ورځ په تظاهراتو کې نښتې او همدا ډول د ازادو جرايدو اوازونه پورته شول. مخالفانو دا او کابينه يې د (سي. آي. اي) سره په همکارۍ متهم کړه . ميوندوال چې سرسخت سياست مدار و په ۱۹۶۷ ميلادي کال کې دخپل مقام او رتبې دساتلو په موخه په تازه نوښت لاس پورې کړو او حتي حزب يې دحزب ډيموکراټيک مترقي په نوم تأسيس کړو. ددې حزب داساس نامې نه معلوميږي، چې سوسيالستي فکريې لرلو د ميوندوال دې نوښت په ځاي ددې چې دده مقام پياوړي کړي برعکس دتير په نسبت يې موقف ضعيفه کړه؛ ځکه چپ لاسي عناصر چې مخکې د خلق ډيموکراټيک حزب (د مسکوتګلاره) شموليت يې ترلاسه کړي و هغوي د مترقي ډيموکراټيک حزب ادعا ريا کاري ګڼله اودهغې سره د نژديوالي نه ډډه کوله.
په دې ډول محافظه کار او شاهي کورنۍ دغه کارد نظام سره دعدم صميمت اودهغه مرام نه اوړيدل وګڼل چې دهغې په واسطه يې د صدارت مقام لاسته راوړي و. بالاخره ميوندوال د کار په جريان کې مريض شو پدې حال کې دوه کالو صدارت دمودې نه وروسته خپله استعفا پاچا ته وړاندې کړه اود درملنې په موخه بهرته لاړه پاچا دهغه په ځاي نوراحمد اعتمادي په (۹) دعقرب۱۳۴۶ هجري مطابق دنوامبر۱۹۶۷ ميلادي دکابينې په جوړولو وګماره. نوراحمد اعتمادي د اساسي قانون دلسيزې دريم صدراعظم ؤ دده دصدارت موده دتېرو صدراعظمانودمودې په پرتله زياته وه اودرې نيم کاله طول يې وکړه. هغه هم استعفا ته اړشو، دا دوره هم د محصلانو اوشاګردانو سره مله وه د مترقي ډيموکراټيک حزب د ميوندوال اړونده ورسره مخالفت څرګند کړه، داحزابو قانون د نه توشيح کېدلو له امله هيچ اقدام د ګوندونو د تشکيل او فعاليت په اړه صورت ونه نيو اواحزابو خپلوسياسي فعاليتونو ته ادامه ورکړه .
ددې دوري د مهمو ستونزو نه د هيواد په مرکز او ولايتونو کې د مولويانو او روحانيونو اعتراضونه وه چې دوي پل خشتي جومات ته راټول اود چپي ډلو اودهغوي د افکارو پروړاندي د دولت بې تفاوتۍ نه خپل اعتراضونه اوچت کړه او داطلاعاتو د وزير دلرې کېدو غوښتنه يې کوله. خو څو ورځې وروسته سردارولي د کابل دنظامي امنيت مسؤول دشپې مهال دوۍ په زوره دجومات نه بهرکړل او دموټرو په واسطه يې خپلو ولايتونو ته وليږل . بله مهمه موضوع پدې دوره کې دشورا دولسمې دورې دکار پاې ته رسيدل او دنوې دورې ټاکنې وې چې سياسي محيط ډېره ګڼه ګوڼه پيداکړه؛ ځکه خلکو دشورا اهميت ترډېره حده معلوم کړي دا ټاکنې په۱۹۶۹م کال کې داعتمادي د حکومت دنظر لاندې ترسره شولې. دزياتو مؤرخينو په باورد حکومت او سلطنت لاسوهنې په ټاکنو کې دبل هر وخت څخه ډېره وه اوهڅه کېده چې زياتره د پاچا او صدراعظم طرفداران شورا ته لاره پيداکړي .
په هرحال د ټاکنې او نوې شورا دپرانستولو نه وروسته چې په هغې کې روشنفکره طبقې کم رنګه حضور درلود. پاچا نوراحمداعتمادي يوځل بيا دکابينې په جوړولو وګماره، دصدارت په دويم دور کې صدر اعظم د ډېرو ستونزو سره مخ شو؛ ځکه مظاهرات له سره پېل دربار، ملي شوراي او سترې محکمې د حکومت په چارو کې لاسوهنه کوله، چې بالاخره شورا د فشار په اثر په۱۶ د مئ۱۹۷۱م کال صدراعظم دخپلې دندې نه استعفا ورکړه او پرځاې يې ډاکټرعبدالظاهر د صدراعظم په توګه د پاچا له لورې وټاکل شو. هغه هم ونه کړي شو چې موجوده ستونزې لرې کړي او په وړاندې يې جدي ستونزه وچکالي رامنځته شوه چې دده حکومت يې د ډېرفشار لاندې راوسته د وچکالۍ په وجه شمال لويديځ او شمالي صفحاتو کې په زرګونو انسانان دمنځه لاړ يا دخپلو سيمو پرېښودو ته اړشول، دغه پېښې زياتره دغور او بادغيس ولايتونو ته متوجه وې، چې حتي خلک يې اړشو چې خپلې لوڼې د ناچيزه روپو په بدل کې وپلوري. د ډاکترعبدالظاهر اقدامات ددې ستونزې دحل په لړ کې اغېزمن واقع نشو کومه بوديجه چې ددې ستونزو لپاره ځانګړې شوې وه د څومحدودو تنو له خوا حيف او ميل شوه. دبل لورې دهيواد امنيتي وضعه غيري باوري شوې وه او ډېرې پېښې واقع شوې ددې ستونزو په نظر کې نيولو سره صدراعظم ونشوکولي خپلې دندې ته دوام ورکړي نو په دسمبرمياشت ۱۹۷۲م کال کې استعفأ ورکړه پرځاي يې محمد موسي شفيق د کابينې په جوړولو مؤظف شو.
موسي شفيق ځوان او مبتکر سړي ؤ صدارت مقام ته رسيدو وروسته يې په يولړ اقداماتو لاس پورې کړو چې هيواد د موجوده ستونزو نه خلاص کړي. دوچکالۍ په ضد چې ډير مصيبت يې رامنځته کړي ؤ مبارزه وکړه او په لنډه موده کې يې ښه نتايج لاسته راوړل اوهم يې دايران دولت سره دهلمند داوبو په سرپه توافقاتولاس پيداکړه، سره له دې چې موسي شفيق غوښتل لوېديځ سره خپلواړيکو ته پراختيا ورکړي دعدم انسلاک په سياست يې تأکيد کولو. بل مهم ټکي داوه چې هغه غوښتل دپښتونستان مسئله چې د مودو راهيسي د دواړو هيوادونو افغانستان او پاکستان ترمنځ يې ستونزې رازيږولي حل او فصل کړي. همدا ډول يې ډېرې اقتصادي پروژې دلاس لاندې ونيولې، خو د سردار محمد داؤد خان په کودتا سره يې پلانونه ناکام پاتې شول.
د محمد ظاهرشاه د واکمنۍ پر مهال دافغانستان اقتصادي او فرهنګي وضعيت
په افغانستان کې د محمد نادر شاه د پاچاهۍ په دوره کې سرمايه داري سيستم اساسي عناصر د هيواد اقتصادي پراختيا چټکوالي په موخه دخصوصي صنايعو دتوليداتو پراختيا درک شوې وه يو تعداد فابريکو او کارخانو په هيواد کې په فعاليت پېل وکړه. محمد ظاهرشاه قدرت ته رسېدو سره د آبادۍ او اقتصادي فعاليتونو دوام پيداکړو ډېر توليدي مؤسسات هيواد ته راغله اوپه کار يې پېل وکړو. د مختلفوهيوادونوسره سوداګريزې اړيکې ټينګې شوې او د هغوي په مرسته نوي تأسيسات دافغانستان اقتصادي ودې او پراختيا په موخه جوړ شول .
اقتصادي برخه
محمد ظاهرشاه د واکمنۍ په دوره کې لومړي ځل لپاره دمحمد داود خان په صدارت کې د رهبري شوي اقتصاد په پرانيستو دروازو سره په هيواد کې اعلان شو. محمد داؤد خان په داسې حال کې چې د رهبري شوي اقتصاد طرفدار و په عين حال کې خصوصي کرهڼه او پانګونه يې هم تشويق کوله او غوښتل يې چې هيواد په بې سارې ډول د وروسته والي نه خلاص کړي. هغه پنځه کلن پلانونه دتطبيق لاندې راوستل اوځانګړې پاملرنه يې زراعت، آبياري، انرژي، ترانسپورت او مخابراتو ته واړوله، که څه هم پنځه کلن پلان يې اول بوديجې دکمښت او دپانګونې په لړکې د نه ډاډ له امله ليدونکې مؤفقيت نه درلود، خو د افغانستان په اقتصادي تاريخ کې يې ډېراهميت درلودو په هغې کې د ملي اقتصاد په کچه سياست بنسټ ايښودل شوي ؤ اقتصادي ترقۍ لپاره پکې لاره پرانيستل شوې وه . وروسته ددې په تطبيق سره لوې بدلونونه دهيواد په اقتصادي فعاليتونوکې منځته راغله. په سروبي، ګرشک، خان آباد او نغلو کې داوبو برېښنا د توليد دستګاه ګانې جوړې شوې اود اوبه خوړ نوې پروژې دکرهڼيز پراختيا لپاره دلاس لاندې ونيول شوې. بيا بهرني پانګې اچونې ته پاملرنه وشوه هغوې ته استثنايي امتيازات ورکړي شول په پايله کې امريکايي، بريتانوي، آلماني، جاپاني اونورو دپانګې اچونې شرکتونو په افغانستان کې پانګونه پېل کړه په ۱۹۵۴م کال کې داريانا هوايي شرکت د پان امريکن شرکت په پانګې او زيمنس آلماني شرکت پانګې په ګډون جوړ شو. په کندز کې دجاپاني پانګې په ګډون دچېني سازي شرکت تأسيس شو، چې دهغې ورځو د قانون مطابق ۵۱٪ پانګه دمؤسساتو چې دبهرنيو کمپنيو په واسطه جوړيدل د دولتي پانګې اړوند به وه.
محمد ظاهرشاه دواکمنۍ په موده کې دامريکامتحده ايالاتو مرستې له مدرکه دهلمند وادي او ارغنداب، برقي دستګاه، کجکې برېښنا، ګرشک بريښنا، کابل کندهارسرک، درۀ صوف د ډبروسکرو معدن، کابل پوهنتون ودانۍ، پوهنې دپراختيا برنامه اوځينې نورې لوې او وړې پروژې ګټه اخيستنې ته وسپارل شوې .
د ۱۹۵۳م کال نه وروسته اقتصادي اړيکې دسوسيالستي هيوادونو مخصوصاً د شوروي اتحاد سره پراخه شوې دافغانستان او شوروي اتحاد ترمنځ اقتصادي او سوداګريز قراردادونه لاسليک شول دهغه هيواد د مرستندويه مدرک نه دکابل سيلو، د کندهار، هرات، پلخمري، مزار شريف، دتيلو ذخيره کولو ټانکونه، دکابل بګرام هوايي ډګر، دکابل اوشيرخان بندرسرک، د پلخمري او مزار شريف سرک، مزار شريف او شبرغان سرک ،تورغونډۍ هرات سرک ،هرات کندهارسرک اسفالټ يا کانکريټ شو. د ننګرهار کانال، غزني بند سرده دابيارۍ بند، نغلواو درونټې بند دستګاه، د تيلو او ګازو پلټنه او راويستل. کابل دکورجوړونې فابريکه، کابل پوليتخنيک پوهنتون، کابل او مزار شريف تخنيکمونه، سالنګ تونل اولسګونو نورې پروژې ګټې اخيستنې لاندې ونيول شوې.
پدې ترتيب سره د چکوسلواکيا هيواد په مرسته دسمنټو فابريکې او دچين هيواد په مرسته پروان دابيارۍ پروژه او بګرامۍ دنساجي فابريکه، دهندوستان په مرسته کابل کې د اندراګاندي روغتون او دالمان په مرسته دماهيپر دبرېښنا فابريکه جوړه شوه. دکرهڼې په ودې اوپراختيا کې هم بدلون راغي. په ۱۹۳۶م کال چې د ۱۳۱۵لمريز کال سره سمون خوري د حمل په لومړي ورځ په ټول هيواد کې دنيالګيو کېنولو په مناسبت رخصتي اعلان شوه او يوکال وروسته د کرهڼيزو چارو دهمت په وجه د سوداګرۍ وزارت تجارت نه بېل ديو جلا رياست په بڼه منځته راغي همدارنګه دهيواد په شمالي سيمو کې دکرهڼيزو چارو رياست ايجاد شو، چې د زراعتي چارو د تحقيق او ترويج دنده يې په غاړه درلودله د پنبې او لبلبو کرلو ډېر رونق پيداکړو په کابل او ټولو ولايتونوکې زراعتي فارمونه جوړ او حيواني کلينيکونه دمالونو اود مرغانو د درملنې په موخه جوړشول.
هغه بندونه چې د محمدنادرشاه دحکومت په مهال يې بنسټ ايښودل شوي وو بشپړ شول او د هغه ځمکو د زراعتي کولو لپاره چې کښت پکې نه ترسره کېده هلې ځلې وشوې. څرنګه چې مخکې يادونه وشوه دننګرهار کانال چې افغانستان د لويو زراعتي پروژو څخه ؤ د شوروي اتحاد په مرسته جوړ اوپه ۱۹۶۵م کال کې بشپړشو دهغې وروسته هډې او غازي آباد فارمونه، زيتون اوستروس باغونه ګټې اخيستنې ته وسپارل شول دولت د امريکايي موريسن کنود کمپنۍ دلارو او ابيارۍ لويو جوړښتونو په باره کې قراردادونه لاسليک کړل چې دهغې مطابق کجکي بند په هلمند سيند باندې جوړ او نهر بغرا ورڅخه ۷۰ کيلومترو په اوږدوالي دځمکې دابيارۍ په موخه وويستل شو.
په۱۹۳۸م کال کې دپنبې دتصفيه کولو لويه فابريکه په کندز کې جوړه شوه چې دهيواد په شمال کې لومړۍ ملي صنعتي مؤسسۀ ګڼل کېده. دهيواد صادرات ډېر شول مهم صادراتي توکې دقره قل پوستکې، وچه اوتازه ميوې، وړۍ ، پنبه، قالين، ګيلم، دپسونو پوستکي او نور يې تشکيلول . بانک چې په نړۍ کې يومهم سوداګريز بنسټ ګڼل کېږي، دسوداګرۍ په ودې سره خپله ارتقا وکړه .
په افغانستان کې اولين ځل لپاره افغان ملي بانک د عبدالمجيد زابلي په ابتکار د ۳۵ ميليونه افغانيو پانګونې بنسټ کېښود چې ۱۹۴۸م کال پورې يې پانګه ۴۵۴ ميليونه افغانۍ ته زياته شوه تر ۱۹۳۹م کال پورې دولت هم په هغې کې ونډه لرله خو په نوموړي کال دعبدالمجيد زابلي په غوښتنه بل بانک د افغانستان بانک په نوم د۲۰۰ ميليونه افغانۍ په سرمايه دمرکزي بانګ په توګه تأسيس اودولتي پانګه دولت ملي بانک نه نوي بانک ته انتقال شوه، چې د دولت مجموعي ونډه په افغانستان بانک کې ۷۵٪ وو. نوموړي بانک د نرخونو معاملاتو او سوداګرۍ د انکشاف په لړکې د ۳۵ بانکونو سره په آسيا، اروپا او امريکا کې مستقيم روابط برقرار کړي وه بانکدارۍ په موخه يې دهيواد په ټولو ولاياتو کې نماينده ګۍ پرانيستې او هم يې خارج سره د سوداګريزو چارو د تنظيم په موخه دوه نماينده ګۍ په نيويارک او لندن کې پرانستې وې .
پدې ترتيب په ۱۹۴۴م کال کې دزراعتي پراختيا بانک او پښتني بانک تأسيس او په فعاليت يې پېل وکړه چې دهريو لومړنۍ پانګه په ترتيب سره ۱۵۰ او ۱۲۰ ميليونه افغانۍ وه. په ۱۹۴۷م کال کې کرهڼې اوتعميراتي بانک د ۳۰ ميليون افغانۍ پانګې سره تأسيس شو، چې د تأسيس موخه يې دښارابادۍ اودحفظ الصحي په مراعاتولو سره عصري کورونو جوړولو لپاره مرسته اوبې بضاعته مأمورينو ته قرضې ورکول وه .
د محمدظاهرشاه په واکمنۍ کې د مطبوعاتو او معارف نظام
په ډيموکراتيکو ټولنو کې مطبوعات د ډيموکراسۍ مهم عنصر ګڼل کېږي، محمد ظاهرشاه دسلطنت په مهال دمحمد هاشم خان دصدارت په دوره کې ټول مطبوعات د دولت په کنټرول کې وو. خو د شاه محمود خان د صدارت په پنځم کال دمطبوعاتو نوي قانون په نافذيدلو سره ازادو مطبوعاتو دوباره سر اوچت کړو داچې شاه محمود خان دصدارت په پېل کې روشنفکران او د هيواد باسوادانو شاه محمود خان د يو نوښت راوستونکي او مډرنيست په توګه تشويق کړو، چې په خپلو کاري برنامو کې نوښت ومني . ددې ډلې سره د شورا يو تعداد غړي چې تحصيل موندونکي او روشنفکره ځوانان وه همغږي لرله، ددې وجې نه دمطبوعاتو اصولنامه په ۱۹۵۰م کال کې په ملي شوراي کې تدوين شوه او غير دولتي جرايدو ته دخپرېدو اجازه ورکړه. همدا وجه وه چې د ډموکراسۍ او بيان د ازادۍ هنګامې سر اوچت کړه .
ازادو مطبوعاتو په سياسي، اقتصادي او فرهنګي مسايلو هره ورځ موضوعات خپرول او په دولتي چارو يې هم انتقادونه کول. ددې دورې شخصي او غيردولتي يوتعداد جرايد عبارت وه له: وطن، نداي خلق، ولس، انګار، نيلاب و غيره، دهيواد د ژورناليزم جريان يې ژوندي او د معاصر تمدن يوه پديده يې د افغاني ټولنې په کلتوري فضا کې رامنځته کړه. ددې نه چې ازادو مطبوعاتو د دولت عملکرد طرز او جوړښت په اړه يې انتقادونه کول اود حکومتي سياست پټې زاويې يې ښکاره کولې، خو د چارو چلونکو ددې تحمل نلره، چې جرايد دې د اداري حساسو او آسيب پذيره نقطو سره اړيکې ونيسي نو ژريې د چارواکو د وېرې او ډار انګېزې اوعکس العمل راوپارول او تصميم يې ونيو چې ددې زياتېدونکې چپو مخه ونيسي، پدې ترتيب سره يوځل بيا دازادو مطبوعاتو ژوند پاې ته ورسېده او خاموشي دوباره واکمنه شوه . دا حالت دمحمد داؤد خان دصدارت د دورې ترپاي پورې دوام وکړو دشاهي کورنۍ نه حکومت غيرشاهي کورنۍ ته انتقال کې تازه فصل په ازادو مطبوعاتو کې منځته راغي؛ ځکه د ۱۹۶۴م کال اساسي قانون کې دمطبوعاتو آزادي اټکل شوې وه. دنوي اساسي قانون نه وروسته دمطبوعاتو قانون هم دشاه په واسطه توشيح او نافذول يې اعلان شو. مطبوعاتو نوي قانون د مطبوعاتو اصولنامې پرځاې په ۱۹۵۰م کال کې نافذ شو بيا په لسګونو غير حکومتي خپرونو خپرنيز فعاليت پېل کړه چې دهغې تعداد عبارت وو د وحدت، خلق، افغان ملت، مردم، مساوات، پرچم، دعواموغږ، شغلۀ جاويد، ترجمان، صبا، کاروان، ګهيځ، افغان ولس، اتحاد ملي، روزګار، ملت، پيکار او نور.
په کابل کې څلور دولتي ورځپاڼې: اصلاح، انيس، هيواد او کابل ټايمز چې دحکومت په واسطه خپرېدلې او اجازه يې نه درلودله چې دحکومت دمصالحو نه بهرڅه شي وليکي، دغه دولتي محافظه کارانه طريقه ددې سبب شوه، چې خلک دشخصي خپرونوسره ډېره دلچسپي ښکاره کړي. هرڅومره چې پرته ذکرشوي ازاد مطبوعات له سياسي نظره، علمي ارزښت او مطبوعاتي اخلاقو سره يوشان نه وو او ځينو حتي دباج اخيستنې نه هم دريغ نه کولو، خو ويلي شو په مخ تلوکې دزده کړې دکچې لوړولو او د تعليم يافته قشرسياسي او ټولنيزو افکارو اوعقايدو په اشنا کولو کې نقش لوبو، خو د۱۹۷۳م کال کودتا مطابق چې ۲۶ سرطان ۱۳۵۲ لمريز کال کې يوځل بيا دمطبوعاتو ازادۍ ته پاي ټکي کيښودل شو.
دپوهنې په ساحه کې بدلونونه راغله سره له دې چې د محمد ظاهرشاه سلطنت په لومړيو کې معارف د امان الله خان دوخت څخه زياته محدوده بڼه را ژوندي شوه نوي افکارو د نفوذ خصوصاً آزادۍ غوښتنې مخه ونيول شوه، خو په مخ تلو کې مرکز او دهيواد په اطرافو کې نوي ښوونځي (ابتدائيه، متوسطه ، مسلکې او حرفوي) تأسېس شول او په تدريج سره ورستنۍ دوره نوي ابتدايي، متوسطه او ثانوي ښوونځي په مرکز او ولاياتونو کې افتتاح شول. د نجونو ښوونځيو ته هم پاملرنه وشوه تدريسي پروګرامونه ترتيب، کتابونه او درسي مواد تهيه شول، زراعت ليسه، اصول تحرير مکتب، تجارت ليسه ، ميخانيکي ليسه ، صنايع ليسه او وغيره د اړتيا مطابق ليسې تاسيس شوې. ابتدايي او ثانوي زده کړو پرته لوړو زده کړو ته هم توجه وشوه. کابل پوهنتون دلومړني علمي کانون په توګه ډېره پراختيا پيداکړه د پوهنځيو شمير يې زيات شو. کابل پوهنتون کې د افغاني استادانو اوشاګردانو سربېره خارجي استادان او شاګردان هم په زده کړه اوتدريس بوخت و.
د چنګاښ کودتا او د محمد داود خان واک ته رسېدل
د ديموکراسۍ په لسيزه ( ۱۹۶۴ – ۱۹۷۳م) کې هغه مهال چې د افغانستان د سياست په ډګر کې ددې هيواد سياسي ګوندونو ګډوډي جوړه کړې وه، مستعفي محمد داودخان په خپل کور کې لاس تر ځنې ناست نه وو سردار محمد داود خان د افغانستان د ۱۹۶۴م کال د اساسي قانون ۲۴مه ماده د ځان او د خپل ورور سردار محمد نعيم خان پرحق تيري وګڼو او د ظاهرشاه ددې لمسوونکي عمل په ځواب کې يې د هغه چپه کولو ته ملا وتړله، داودخان دا خبره خپلو وفادارو ملګرو محمد حسن شرق او غوث الدين فايق سره شريکه کړه. داودخان د افغانستان په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره ددې هيواد په ملي اردو کې ګوندي سياست پيل کړ. داؤد خان مخکې له کودتا څخه وکولي شول چې يو تعداد د افغانستان د خلق انقلابي ډلو څخه په شمول د عبدالقادر يې له ځانه سره يو ځاي کړل.
۱۶ دجولاي۱۹۷۳م کال دورځې مازيګر چې دچنګاښ د ۲۵ \ ۱۳۵۲ هـ ش سمون خوري دعراق د سفارت په مېلمستيا کې چې دهغه هيواد د ملي ورځې په مناسبت کابل کې جوړه شوې وه يوتعداد لوړرتبه وګړو د سردارعبدالولي او دفاع وزير خان محمد خان په ګډون په هغې کې شرکت کړي و دغونډې پاې ته رسېدو وروسته بله مېلمستيا د امريکا سفير په کور کې دهغه هيواد نوي نظامي اتشه دپېژندګلوي په موخه په کابل کې جوړه شوې وه. دفاع وزير هم په خپله دغه محفل کې ګډون درلود. دوي د ډول ډول خوراکونو او مستو شربتونو دڅښلونه وروسته دهرڅه نه بې خبره وه.
بالاخره سردارمحمد داود خان په ۱۷د جولاي ۱۹۷۳م کال چې د ۱۳۵۲هـ ش کال د چنګاښ د مياشتې له ۲۶مې نيټې سره سمون خوري د شپې په يوې نيمې بجې کودتاچيانو د کودتا کولو امر صادر کړلو او خپل عمليات يې پيل کړل د ۱۵زرهدار ټانکونو، ۴ فرقو، د ګارډ کمانډو او د انضباط قطعاتو په دې عملياتو کې محوري ونډه درلوده. د شپې يوه بجه د محمد داود خان له لورې چې دکودتا رهبري په غاړه لرله، په کودتا کې د برخې اخيستونکو قطعاتو سوق او اداره د لاندې افسرانو په لاس کې وه .
1. حبيب الله د ګارډ د قطعې افسر چې د کودتا په ورځ يې ټانک له لارې منحرف شو او د کابل په سيند کې پريوت او هملته مړ هم شو.
2. ضياء مجيد د سردارولي محافظ او له نژدې ملګرو څخه وه چې د انضباط د قطعې افسر وو د نوموړي اداره يې په لاس کې وه.
3. فيض محمد د کمانډو د قطعې افسر چې د کودتا په شپه يې ددې قطعې اداره ترلاسه کړه.
4. سرور نورستاني، مولاداد، محمديوسف او شيرعلي خان د زرهدارو د قطعاتو افسران چې ټانکونه يې د ارګ په لورې وخوځول.
5. پاچاګل وفادار او عبدالحميد محتاط دهوايي قطعاتو د سوق او ادارې دنده په غاړه درلوده.
6. سيدعبدالاله، عبدالقدير او غوث الدين فايق چې له ځينو قطعاتو سره يې د اړيکو دنده په غاړه وه.
د کودتا قومنده د سردار محمد داود خان په لاس کې وه د قومندې مرکز دده کور وو په يوه نيمه بجه ده د مخابرې له لارې قطعاتو ته د عملياتو د پيل کولو قومنده ورکړه په دغې وخت کې ظاهرشاه د سترګې تداوي لپاره ايټاليې ته تللې وو. دعملياتو پلان دتطبيق امر صادر شو، دشپې درې بجې دشاه زوم سردار ولي، دشاه دکاکا زوي دفاع وزيراو مارشال شاه ولي خان، دغه مهال وکيل السلطنت شهزاده احمد شاه ونيول شول.
پدې ترتيب نور د اردو ډيرفعال قوماندانان دکودتاچيانو په واسطه ونيول شو. سردار محمد داود خان لس کاله د سياست نه لرې پاتې کېدو وروسته دخپل تره زوي ظاهرشاه په خلاف کودتا کولوسره په افغانستان کې دشاهي نظام اخرني ټغرغونډ کړو او پرځاي يې جمهوري نظام اعلان کړو. د افغانستان راډيو اشغال اوټانکونه دکابل ښار په لارو کې په حرکت راتلو سره کابل ښار د کودتاچيانو په لاس ورغي .
خلک تردې دمه نه پوهېدل چې څه پېښ شوي دي خو راډيوي څپو له لارې دافغانستان راډيو څخه ملي نغمې اوملي اتڼ خپرېده، دچنګاښ په ۲۶ نېټه اوه بجې او شل دقيقې دبرنامې اعلانونکې اورېدونکي د محمد داود خان بيانيې اورېدلو ته دعوت کړل له دې کبله چې مقاومت نه ؤ داؤدخان خپله کودتا سپينه کودتا وبلله، د چنګاښ ۲۶مه نېټه وه چې تر ۹ بجو پورې ټول عمليات ختم شول، داؤد خان د تورن جنرال عبدالکريم مستغني په ملګرتيا کابل راډيو ته د بيانيې دپاره ولاړو، محمد داود خان په خپله بيانيه کې شاهي رژيم نسکوريدل، د پارلمان ړنګيدل، د اساسي قانون الغا، خپل جمهوريت او واکمني د يوې نظامي شورا په رأس کې اعلان کړه، له دې اعلان سره سم نظامي حکومت مسلط، د ډيموکراسۍ ټغر ټول، د مطبوعاتو او بيان ازادي سلب شوه، د درې ګونو دولتي قواوو واک يو لاس کې ولويدو نوي رژيم ترټولو د مخه روسانو د يوه تبريکي ټلګرام په ترڅ کې په رسميت وپيژندو او د ښو اړيکو هيله پکې څرګنده کړه.
محمد داودخان په خپله بيانيه کې افغانستان ته دسولې علاقمند هيواد او دغيرمنسلک هيوادونو دوست وويلې. پاکستان سره د پښتونستان مسألې په اړه يې يادونه وکړه چې د پښتونستان قضيې دايمي حل لپاره هلې ځلې به ادامه پيداکړي. خو پوښتنه دلته ده چې ولې محمد داود خان دخپل تره زوي محمد ظاهرشاه په وړاندې پداسې اقدام لاس پورې کړه ؟ پدې اړه مختلف نظريات دي. ځينې باور لري چې محمد داود خان دهغه اشخاصو نه و چې هېڅکله په خپل ژوند کې په دويم مقام نه راضي کېده دايې خوښوله چې هر څنګه کېږي بايد لومړي تن وي او ويل کېږي چې هغه دصدارت په دوره او حتي دهغې نه مخکې هم يې دپاچاهۍ هوا يې په سرکې ګرځېدله.
ځينې نور يي بل مهم عامل دخلق ديموکراتيک ګوند ته نږدېوالي ګڼي چې د تېر وخت نه دنوموړي سره نژدې اړيکه لرله. دا ګوند وتوانېده چې په اردو کې سوري وکړي اوپه هغې کې يوه اډه لاسته راوړي دهغې نه په ګټې اخستنې سره په محمد داودخان باندې کودتا کومک واخيست. ځينې نورد کودتا په لاره اچولو کې دشوروي اتحاد نقش موثر ګڼې. بله نظريه چې وجود لري د داود اوظاهرشاه ترمينځ اختلافاتو شتون بولي، دغو اختلافاتو هغه وخت زور واخيست چې محمد داود خان صدارت دمقام نه استعفا ورکړه د ۱۹۶۴م کال اساسي قانون هم هغه دهر ډول سياسي فعاليتونونه محروم کړو خو محمد داود په هر شکل چې و خپل هدف يې لاسته راوړه، شاهي نظام يې ړنګ اوپر ځاې يې جمهوري نظام اعلان کړو په خپله يې د نوي رژيم په سر کې قرار ونيو.
محمد داود د رياست دولت پست علاوه د صدارت، وزارت دفاع او وزارت خارجه پوستونه هم په خپله غاړه واخيست داکترمحمد حسن شرق يې د صدراعظم دمرستيال په توګه او فيض محمد خان يې د داخله وزيرپه توګه تعيين کړه، نور وزارتونه يې باوري خلکوته وسپارل، په نظامي برخه کې هم مهمې قوماندانۍ هغه چاته ورکړه چې په کودتا کې ونډه اخستې وه. همدا ډول ټولوهغو افسرانوته چې دجمهوري نظام په استقرارکې سهيم و دوه رتبې ورکړي شوې .
کودتا هغه مهال رامنځته شوه چې محمد ظاهرشاه د ايټاليا ناپل ښار کې په استراحت مصروف و کله چې دکودتاه د رامنځته کېدو نه خبر شو دناپل نه روم ته لاړ نوراحمد اعتمادي چې روم کې د افغانستان سفير په توګه دنده ترسره کوله هغه ته مشوره ورکړه چې دپاچاهۍ نه لاس واخلي او استعفا خط کابل ته ولېږه چې کورنۍ دې ازارنشي. محمد ظاهرشاه هم دکودتاه نه يوه مياشت وروسته خپل استعفي ليک د محمد داود خان په سرليک کابل ته ولېږله. استعفا ليک په رسيدو سره دشاهي کورنۍ غړي چې په زندان کې وه ازاد شول او ايټاليا ته لاړل خو سردار عبدالولي په دوي کې شامل نه وو. محمد داود خان هغه دهمزنګ زندان نه دارګ زندان (کوټه باغچه) ته راوړي شو. مارشال شاه ولي خان هم دخپل زوي سردارعبدالولي له زوي دسرنوشت دمعلوميدو پورې ايټاليا ته دتلو نه وځنډيدو. سردارعبد الولي هم څو ورځې وروسته آزاد او دخپلې کورنۍ سره د افغانستان نه خارج شو.
په افغانستان کې د جمهوري نظام پيليدل
داچې سياسي قدرت د جمهوريت مرکزي کميټې ته د يو ټولنيز ارګان په څير چې اکثراً د هغوې نه نظاميان وه انتقال شو د کودتا په جريان کې د شاهي کورنۍ غړي، وزيران او يو محدود شمير جنرالان يې بنديان کړ.
هغو کسانو چې د چنګاښ د ۲۶مې نيټې په پاڅون کې د داود خان په لارښوونه پورته شول او داودخان به هغوي زياتره وخت د خپلو دوستانو په نومونو يادول له بده مرغه دهغوي د ريښتيني پيژندنې په برخه کې درغلي شوې وه ځکه دافغانستان ملي ګټې لکه څومره چې د پاڅون رهبر ته ښاغلې وې په اصطلاح د کودتاچيانو له لورې هغه هيڅ درک نه شوې، د هغوې زياتره د جمهوريت منځته راتلو پر مهال د داود خان د باور وړ وګرځيدل او هغوې يوازې خپلې شخصي او د يوې پردۍ سياسي ډلې ګټې ليدلې او بس. دوي هريو په خپل نوبت سره غيرملي عناصر په دولتي ادارو کې وګمارل د کورنيو چارو په وزارت کې ولسواليو کې په عام ډول او په پوليسي ځواکونو کې په ځانګړي ډول پرچميان وګمارل شول همداسې د ماليې وزارت په ځينو مهمو پوستونو کې کيڼ اړخي ځاي پرځاي شول دغه کسان په لومړيو کې يوڅه په اتفاق وو خو لا يوکال نه تيرشوي چې په خپلو کې بې اتفاقه شول.
د جمهوريت مرکزي کميټې د تصميم په اساس محمد داود خان د دولت د رهبر او صدراعظم په حيث وټاکل شو او د راډيو له لارې يې د شاهي نظام چپه کيدو خبر ورکړو اوپه ترڅ کې يې د افغانستان جمهوريت اعلان کړو د ۱۹۷۳م کال د اګست په لومړۍ نيټه جمهوري حکومت جوړشو، نوي حکومت ټولنيزاو اقتصادي پراخه تحولاتو پروګرام د خلکو خوشحالولو لپاره اعلان کړو. په همدې مياشت کې چې ظاهرشاه په ايټاليا کې وو له خپلې پاچاهۍ څخه يې استعفا ورکړه .
سردار محمد داود خان د کودتا په لومړي شپه ټولو هغو افسرانو ته چې د جمهوريت په راوستلو کې يې برخه اخيستې وه يوه يا دوه رتبې ورکړې او په همدغه ورځ يې مرکزي کميټه له دغو کسانو څخه جوړه او اعلان کړه:
سردار محمد داودخان رئيس، ډاکترحسن شرق منشي او غړي يې داکسان وو، جنرال غلام حيدر رسولي، ډګروال سرور نورستاني، ډګرمن عبدالقدير نورستاني د ترافيکو افسر، ډګرمن محمديوسف، جګړن مولاداد، جګړن خليل الله، ډګروال غوث الدين فايق، جګړن فيض محمد، جګړن پاچاګل وفادار، جګتورن ضياءمجيد، جګتورن عبدالحميد محتاط او سيدعبدالاله، همدارنګه حکومت او کابينه په دې توګه وټاکل شوه.
سردارمحمد داود خان د دولت د رياست نه علاوه صدراعظم، دفاع وزير او خارجه وزيرهم شو. ډاکترحسن شرق د صدراعظم مرستيال، فيض محمدخان داخله وزير، عبدالاله ماليې وزير، غوث الدين فايق د فوايد عامې وزير، پاچاګل وفادار د سرحداتو وزير، عبدالحميد محتاط د مخابراتو وزير، عبدالقديرنورستاني د پوليسو او ژاندارم عمومي قوماندان او په نظامي برخه کې مهمې قوماندانې هغو کسانو ته وويشل شوې چې په کودتا کې يې برخه درلوده او ډګرجنرال کريم مستغني د لوي درستيز په حيث مقرر کړو.
د محمد داود خان په کودتا کې د روسانو ونډه
د شاهي کورنۍ ناراضه غړي محمد داود خان د ظاهرشاه د حکومت د نسکورولو لپاره د ۱۹۷۳م کال د جولاي ۱۷ چې د ۱۳۵۲هـ ش کال د چنګاښ ۲۶مې نيټې سره سمون خوري په کودتا کې په کمونستانو اساسي تکيه وکړه، که څه هم د چنګاښ د ۲۶مې په کودتا کې خلقي ټيټ رتبه منصبدارانو فعال لاس درلود خو د کودتا تر کاميابيدو وروسته د داود خان زياته تکيه په پرچميانو وه، په دولت کې يې مهمې چوکۍ ورکړې او هم د دولت پر رسمي چارو کې په غيرې رسمي ډول پرچميانو ته ښه مخه ورکړ شوې وه، ببرک کارمل، لايق اود پرچم ځينې نورو غړو بې له دې چې رسماً ټاکل شوې وي په مهمو چارو کې واکمنانه سلوک کولو اود مامورينو په مقرريو او ټاکلو کې يې لاس وو، په دې سربيره غلام جيلاني باختري، نعمت الله پژواک او فيض محمد د دوي فعال وزيران وو، حتي داسې اوازه هم وه چې د محمد داود خان د جمهوريت د اعلانولو لومړنۍ وينا هم د ببرک او نورو پرچميانو په مستقيمه مشوره برابره شوې وه، ددې اوازې يو ملاتړ دا ښودل کيږي چې پرچميانو بې له ګوتنيونې استقبال کړه او يوه مترقي لاره يې هم وبلله او هم ددې وينا په هغه مسوده کې چې د محمد داود خان په قلم ليکل شوې اود افغانستان کالنۍ د ۱۳۵۲- ۱۳۵۳ کال په ګڼه کې زينګوګرافي شوې داسې نخښې شته چې ددې اوازې ملاتړ کوي، په دې وينا کې يوځاي راغلي دي: «من براي سعادت آينده وطن خود جز قايم ساختن يک ديموکراسي واقعي ومعقول که اساس آن برخدمت به اکثريت مردم افغانستان برقرار باشد راه ديګري سراغ نداشتم وندارم» ددې ليکنې په مسوده کې د خدمت ترکلمې وروسته ليکل شوي « خلق وطبقهٔ ...» چې بيا بيرته کرښه پرې راکښل شوي او غالباً داسې به يې بشپړوله: « خدمت خلق وطبقهٔ زحمتکش افغانستان»
چې دا کمونستي ادبيات مصلحتاً په اکثريت مردم اړول شوي دي؛ همدارنګه د محمد داود خان د « خطاب به مردم افغانستان» د تګلارې په اړه هم چې د ۱۳۵۲هـ ش کال په لومړي نيټه د افغانستان راډيو څخه بروډ کاسټ شوه هم همداسې اوازې خپرې وې.
د وخت په تيريدو چې داود خان خپلې پښې ټينګې ليدې له پرچميانو نه يې ورو- ورو ځان راټولوو او خصوصاً کله چې د ۱۳۵۵م کال په سلواغه کې لويه جرګه جوړه اود افغانستان نوي اساسي قانون يې تصويب کړ د دوي له نفوذ نه يې ځان خلاص کړي و، د قانون په مسوده کې يې د پرچميانو هغو وړانديزونو ته چې په پنډه شبنامه کې وړاندې شوي وو ځاي ورنکړ او په جلال آباد کې يې يوې لويې غونډې ته په خطاب کې وارداتي ايديالوژي، چې مطلب يې مارکسيزم ؤ وټکوله ده غربي او عربي ممالکو ته سفرونه وکړل، قراردادونه يې وکړل او د روس له اړې نه يې د افغانستان د ايستلو هڅه پيل کړه خو روسانو يوازې دخلق او پرچم په جامه کې خپل جاسوسان نه وو ځاي په ځاي کړي بلکه په دې سربيره يې د k.G.B خاص غړي درلودل چې يو يې هم جلالر ؤ او جلالر هم د تجارت د وزير په توګه په ډيرو سفرونو کې له ده سره مل ؤ او زياتې خبرې دده په وړاندې ترسره کيدې چې ده به هم په بيړه روسانو ته رسولې.
روسان پوه شوي وو چې داؤد خان نور له دوي نه سراخيستي نو ځکه په دې هڅه کې شول چې دده د رانسکورولو لارې چارې ولټوي ددې يوه لاره د روس د پټو نماينده ګانو له خوا د دولت په ګيډه کې تخريب او له منځه ورانول وو او بل کار يې د خپلو مزدورانو په وسيله دده د حکومت رانسکورول. د حکومت د رانسکورولو کار په يوازې ځان نه د خلق په وس کې وو نه د پرچم نو روسان د دوي د يوځل بيا يو ځاي کولو په لټه کې شول، ددې کار ډيالوک ظاهراً د خلق او پرچم لخوا د شبنامو په بڼه پيل شو؛ خلقيانو او پرچميانو سره له دې چې د همدې داؤد خان په وخت کې يو په بل پسې زهرجنې پټې خپرونې کړې وې، مثلاً خلقيانو په يوه پټه خپرونه کې چې د خلق د ګوند تاريخچه نوم يې ورکړي ؤ پرچميان يو- يو خاينين، د دولت جاسوسان اود ګوند دښمنان ګڼلي وو او پرچميانو هم په همداسې يوه نشريه کې چې ويل کيدل هندي کمونستانو په هندوستان کې ورته چاپ کړې وې خو بيا هم د روس په امر دوي سره يوځاي کيدلو ته چمتو شول، په دې اړه به د خلق او پرچم د مرکزي کميټو فيصلې په وړو- وړو پاڼو کې ټايپ کيدې او د شبنامو په توګه به ويشل کيدې، ددې پاڼو شمير به دومره زيات ؤ چې په خلقيانو او پرچميانو سربيره نورو خلکو ته هم رسيدې او يو عمومي ګنګوسي به خپريدو چې خلق او پرچم سره يوځاي کيدونکي دي په دې پاڼو کې به يوه له بل نه زيات امتيازات غوښتل او په يوه پاڼه کې د پرچميانو غوښتنه دا وه چې ببرک او تره کي دې د دوو مساوي رهبرانو په توګه ومنل شي خو خلقيانو په خپلو پاڼو کې دا غوښتنه ردوله څو په پاي کې دې پايلې ته ورسيدل چې تره کي دې د ګوند لومړي شخص او ببرک يې دويم شخص وي چې بالاخره په پاي کې يې په يوه پاڼه کې د دواړو ډلو د يووالي اعلاميه نشر کړه او ګډ فعاليت يې پيل کړ.
سردار محمد داود خان د خپلې واکمنۍ په جريان کې بله کومه کودتا اعلان نه کړه او د واکمنۍ څلورم کال نه وروسته درې مهمې وژنې پيښې شوې، چې په ۱۹۷۷م کال په اګست مياشت کې د آريانا هوايي شرکت رئيس محمد انعام ګران په مکروريان کې وويشتل شو، دويمه د امريکا تعليم يافته اود پلان د وزير علي احمد خرم وژنه وه، چې د داود خان د حکومت د عصري کولو د پروګرام تر شا اغيزمن ځواک وو دي د کابل په پښتونستان څلور لارې کې د يو ښوونکي په واسطه ووژل شو. دريمه وژنه او خورا مهمه وژنه د ۱۹۷۸م کال د اپريل پر ۱۷ نيټه د پرچمي مفکر ميراکبرخيبر وه چې د کارمل يې په محبس کې مارکسيزم ته رهنمايي کړي وو. ددې وژنه تر ټولو مهمه او مرموزه وه؟
کورني سياست: د جمهوري نظام په داخلي اوخارجي عرصوکې اصلي سياست جوړونکي په خپله محمد داود خان و دولت کړنو يوازې او يوازې دمحمد داود د رايو، غوښتنواو نظرياتو نه سرچېنه نيوله تردې ځايه چې د رهبرخبره هميشه د کوم مانع پرته اجرا کېده.
دهيواد اداري مقامات هم پدې پوهيدل چې بايد دخپل رهبرهره وينا قبول او عمل پرې وکړي. د محمد داود له نظره افغانستان د فرهنګ او تمدن له نظره يوه وروسته پاتې ټولنه ده، خلکو دخبرتيا کچه ټيټه وه او سياسي ډلې چې په هيواد کې رامنځته شوې وې هيڅ يو يې هم لازم سياسي پوخوالي نه درلوده محمد داود دې پايلې ته رسيدلي وو چې هغه يوازني شخص دي چې کولي شي افغانستان په يو سوکاله او پياوړي هيواد بدل کړي او دې موخې ته د رسېدو لپاره چې مخې ته لرل په اداري چارو او سازماندهي کې دخاص روش نه پيروي کوله هغه هم دخپلو نظرياتو دتحميلولونه چې دټولنې د سوکالۍ او ارامۍ په منظور وو.
ددې سياست پايله وه چې د ويرې فضا دټولنې په مختلفو سطحو کې مسلط شوه تر دې ځاې چې هېڅ يو تن هم دا مجال نه درلود چې د حاکم نظام دکړنې او تګلارې په خلاف دنظر څرګندونه وکړي د بيان او آزادۍ فکر له منځه تللي، مطبوعات او نشرات هم دولت په کنټرول کې راغلي وه همدا ډول د مختلفو سياسي ډلو او سازمانونو فعاليتونه لغوه شول يوازني ګوند د ملي انقلابي ګوند وه چې په خپله د داود خان درهبرۍ لاندې فعاليت کولو، د محمد داود له نظره. سياسي ډموکراسي د اقتصادي او ټولنيزې ډموکراسۍ پرته ناشونې ده له دې وجې بايد دولت رهبري کوونکې نقش ولري او د ګډوډۍ نه دژغورني لپاره اړينه ده يوازې د څه مودې لپاره صرف يو سياسي ګوند فعاليت وکړي . په دې دليل محمد داود خان د انقلابي ملي حزب تاسېس په نظر کې نيولي وو خو دا پدې معني نه وه چې نور ګوندونه وجود نشي لرلي د مختلفو احزابو پرته ډموکراسي معني نلري يو حزبي سيستم به تر هغې حاکم وي ترڅو چې د افغانستان خلکو سياسي پوهه‎ لوړه کړي او ټولنيزو غوښتنو ته انعکاس ورکړي شي .
محمد داود هڅه وکړه چې دهيواد اقتصادي ودې اوپرمختګ اواز ته سرعت ورکړي اود وروسته پاتې حالت نه يې وژغوري . دې موخې ته درسېدو لپاره کوشش وکړو چې دهيواد د ټولو استوګنو قومونو ترمنځ ملي وحدت تأمين کړي او د هيواد ټول اتباع د کوم امتياز پرته د افغان په نوم وپېژندل شي پدې موخه يې دتابعيت په تذکره کې دقوم ستون لرې کړه او په هغه تخلصونو چې د اشخاصو قوميت او محلي نسبت ته تبارز ورکول بندېزونه پرې ولګول.
محمد داود په نظرکې لرله چې ځمکني اصلاحات تطبيق کړي پدې منظور يې دوه قانونه چې يو د ځمکني اصلاحاتو وو او بل دځمکې مترقي ماليه قانون وه تصويب کړو، ددې قانون په موجب يوسړي ابي ځمکې ملکيت سل جريبه او للمي دوه سوه جريبه محدود شو.ځمکني اصلاحات داسې تطبيق کېدل چې اضافي ملکيت د اشخاصو د عادلانه قيمت په بدل کې د ۲۵ کالو د قسطونو په بدل کې د ځمکې مالک ته ورکول کېده دولت به ياده شوې ځمکه بې ځمکې دهقانانو په قسطونو خرڅوله او هم به يې د ځمکې مترقي ماليې په اساس لوې زميندار اړکول چې خپل املاک خرڅ کړي ځکه وضعه شوې ماليه دځمکې حاصلاتو په پرتله ډېره درنه او ناچېزه وه .
د پورته يادو شو قوانينو د نافذولو نه وروسته فرمان هم صادر شو چې دځمکو مالکان دې داصلاحاتو تر پايه پورې خپلې ځمکې نشي خرڅولي خو ددې دوه قانونو تطبيق دوخت دکموالي او ددې برنامې دکارکوونکو دبې تجربه ګي، ثبت املاک درست دفتر نه لرلو او هغه کسانومخالفت له امله چې خپلې ګټې په خطر کې ليدلې په ناکامۍ انجام شو. دبل لورې دمحمد داود او حزب دموکراتيک خلق ترمنځ چې د محمد داود په قدرت رسولو کې مهم نقش لوبولي و مخالفت را څرګند شو او داود خان د دوي دختمولو په فکر کې شو ولي له هغه ځايه چې دخلق ډيموکراتيک ګوند د اردو په منځ کې ډېر پلويان لرل د يوې کودتا په ترڅ کې دمحمد داود په مشرۍ لومړني جمهوري نظام له پښو وغورځاوه .
د محمد داود خان واک ته رسېدو په لومړيو ورځو کې په خپل لومړي فرمان سره دشاهي دورې فرمان لغوه کړه او خلکو ته يې ژمنه ورکړه چې په نژدې راتلونکې کې به دجمهوريت اساسي قانون تدوين کړي خو د درې کالو او او اته مياشتو پورې نوي اساسي قانون نافذ نشو، د هيواد ټول قانوني کارونه د دولت رئيس د فرمانونو له لارې اجرا کېدل. کله چې رئيس جمهور د عمده مصروفيتونو نه فارغ شو نو تصميم يې ونيو چې خپل موجوده حاکميت موجود چې نظامي لارې نه راغلي و هغې ته ملي رنګ او لوري ورکړي او اساسي قانون تصويب کړي او هم خپلې رهبرۍ ته د قانوني مجرا نه مشروعيت وروبخښي .ددې اړتيا له امله يې لويه جرګه په ۱۹۷۶م کال کې چې د ۱۳۵۵هـ ش سره سمون خوري داير کړه چې ۱۶ ورځې ونيولې پدې جرګه کې د ۲۲۱ نفرو په شمار د ولاياتو او ولسواليو نه دخلکو نماينده ګان او ۱۳۰ تنه هم د دولت درئيس او صدراعظم د فرمانونو په اساس د انتصابي غړو په توګه ګډون کړي و .
لويې جرګې د رئيس ټاکلو نه وروسته د اساسي قانون مسوده چې د مخکې نه چمتو شوې وه دڅېړنې لاندې ونيوله او د تعديلاتو اواصلاحاتو وروسته يې هغه تصويب کړه . بيا د رئيس جمهور د ټاکنې موضوع مطرح شوه دلويې جرګې غړو د محمد داود نه وغوښتل چې په خپل ځان درئيس جمهور په توګه کانديد کړي محمد داود هم د خلکو پدې شور کې قبوله کړه پداسې حال کې چې يوه مخالفه راې هم وجود نه لرله چې په همدې ترڅ کې د افغانستان جمهور رئيس وټاکل شو .
بهرني سياست
د محمد داود خان په دوره کې د افغانستان بهرني سياست تقريباً دهغه د صدارت د دوران بهرني سياست وو هغه دصدارت په دوره کې دپښتونستان مسأله مهمه قضيه ګڼل کېده . دجمهوريت په دوره کې هم د پښتونستان قضيه هم د افغانستان بهرني سياست دمهمو موضوعاتو نه شمارل کېده ځکه محمد داود خان د پښتونستان مسألې په اړه د ټولو افغاني رهبرانو په نسبت سخت ګيره وو.
د افغانستان او پاکستان اړيکې چې دموکراسي په لسيزه دوره کې دعادي کېدلو په لورې تله په افغانستان کې دجمهوريت نظام په اعلان سره دوباره دخرابېدو په لور لاړه او ديو بل په خلاف پراخه تبليغات په لاره واچولي شو.
پاکستان دولت دې لپاره چې وتوانيږي دغربي هيوادونو پاملرنه ځانته را واړوي او پاکستان د اسلامي نړۍ قهرمان معرفي کړي . په ۱۹۷۴م کال محمد داود د رياست جمهورۍ دويم کال په لاهور کې د اسلامي هيوادونو رهبرانو په ګډون يې يوه جلسه دايره کړه چې د بحث موضوع يې بيت المقدس په ښار د اسرائيلو د تصرف مسأله وه ، محمد داودخان نه هم وغوښتل شو چې پدې جلسه کې ګډون وکړي خو محمد داود خان د ګډون کولو نه ډډه وکړه په خپل ځاي يې عبدالرحمن پژواک دنماينده په توګه ولېږه .
پژواک په خپله بيانيه کې د بحث اړوند مسئلې د نظرڅرګندولو وروسته افغانستان د پاکستان سره اختلافاتو موضوع هم مطرح کړه اود ګډونوالو پاملرنه يي په پاکستان کې د بلوچ خلکو پاڅون چې ويل کيږي دسيمې امنيت يې د خطر سره مخ کړي دي جلب کړه او په تفصيل يې د افغانستان او پاکستان سياسي اختلافاتو باندې رڼا واچوله خو د مجلس حاضرينو دهغې وينا ته په سکوت او ناخوښۍ سره غوږ ونيو او دخبرو په پاي کې دهغه څخه وغوښتل شو چې د اجنډا څخه بهر موضوع نه ډډه وکړي په ضمن کې د ليبيا رئيس جمهور معمرالقذافي په ناڅاپې ډول نيمه شپه د ټيلفون له لارې د محمد داود خان سره په اړيکه کې شو هغه يې له خوب نه بيدار کړو او غوښتنه يې ترې وکړه چې لاهور ته راشي اود کنفرانس په اصلي موضوع کې مرسته وکړي او ويې ويل دې مقصد لپاره خپله ځانګړې طياره د رئيس جمهور انتقال لپاره کابل ته درلېږي . خو محمد داود خان ونه منله، قذافي په پام کې لرله چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اختلافات د محمد داود خان په ګډون لاهور کې حل کړي . خومحمد داود خان قذافي ته ويلي و هغه قضيه چې دهغې عمر پاکستان دعمر په نسبت ډېر دي د لاهور په جلسه کې نشي حل کېدې .
د دواړو هيوادونو ترمنځ مستقيمو مذاکراتو په لاره کې لوي خنډ موجوده اختلافاتو نه دپاکستان انکار وو ځکه د پاکستان لورې دواړو هيوادونو ترمنځ د تجارتي، ترانزيټي مسايلو او دواړو هيوادونو ترمنځ د کوچېانو تګ راتګ و، د ډيورنډ کرښه يې دافغانستان لورې نه ګڼله پداسې حال کې چې افغاني لورې دپښتنو او بلوچو د حقوقو اعاده او تأمين باندې ټينګار کولو او پاکستانيانو دا بشپړه داخلي مسئله ګڼله. پاکستان په افغانستان کې د محمد داود خان رژيم دابتدا نه دجمهوريت نظام په خرابکارۍ اوپاکستان په داخلي چارو کې په لاسوهنه تورن کولو د بلوڅو خلکو پاڅون يې افغانستان ته حواله کولو. په دې ډول افغانستان هم د پاکستان دولت د افغانستان په داخلي چارو کې په لاسوهنه تورن کولو او څرګندوله يې چې د پاکستان دولت افراطي ډلې ښي لاسي چې پاکستان ته تللي تجهيزوي او افغانستان ته ليږي چې افغانستان کې د بدامني باعث کېږي دافغانستان او پاکستان اړيکې محمد داود د جمهوريت دورې ترپايه ساړه پاتې شوه. پداسې حال کې چې دافغانستان اړيکې د پاکستان سره چندان ښه نه وه. خو د شوري اتحاد سره يې اړيکې ډېرې نژدې وې ځکه شوروي اتحاد لومړني هيواد ؤ چې د جمهوريت رژيم يې په رسميت وپېژندو او داود خان په خپلو بيانيو کې شوروي اتحاد ته دلوې دوست خطاب وکړو او د دواړو ترمنځ دنېکو او دوستانه اړيکو غوښتونکې و .
محمد داودخان پوهېده چې امريکا متحده ايالات دنړۍ لوي اقتصادي قدرت په توګه حاضر ندې چې افغانستان سره په مختلفو برخو کې مرستې وکړي او د پاکستان دولت دخپل ځان نه لرې کړي نو داود خان دې موخو ته د رسېدو لپاره چې مخې ته يې درلودل د شوروي اتحاد سره د ښو اړيکو غوښتونکې و .
محمد داود په څلورم دجون ۱۹۷۴م کال کې درې ورځني سفر په موخه مسکو ته لاړ په دې دوره کې دافغانستان اقتصادي پراختيا لپاره د شوروي اتحاد زياتو مرستو ژمنې او همدا ډول دهغه دهيواد ملاتړ يې پښتونستان د قضيې دحل لپاره لاسته راوړه. شوروي اتحاد د ۴۲۸ ميليون ډالرو په ارزښت دمرستو ژمنه افغانستان ته ورکړه . بايد يادونه وکړو چې دامرستې داود خان لپاره کافي اوقانع کونکې نه وې ځکه هغه داسې پراخه اقتصادي، اجتماعي او نظامي پروژې په سرکې لرلې چې لوې مصارف يې ايجابول. ورپسې داود خان دې ته متوجه شو چې په خپله خارجي پاليسۍ باندې تجديد نظر وکړي اوغوښتل يې چې خپلې اړيکې داسلامي هيوادونو په ځانګړي ډول ايران او عربي هيوادنو سره پراخه کړي اود دوي اقتصادي مرستې راجلب کړي .
داود خان په ۱۹۷۵م کال کې تهران ته سفر وکړو او د محمد رضاشاه سره يې مذاکره وکړه. په دې مذاکراتو کې ايران د افغانستان سره دوه مليارده ډالرو مرستو کولو ژمنه وکړه چې له هغې جملې څخه يې يو مليارد او اووه سوه ميليونه ډالر يې د ريل کرښې د جوړيدو لپاره د ايران له پولې هرات، کندهار، سپين بولدک او له کندهار څخه يې چې کابل ته ادامه پيداکوله وړاندې شوې. او نور درې سوه ميليونه ډالره يې د نورو اقتصادي پروژو لپاره تخصيص ورکړل شوې وې. په همدې ترتيب د سعودي عربستان او کويټ هيوادونه له ايران څخه وروسته حاضر وو تر څو خپلې سترې مالي مرستې افغانستان په واک ورکړي. غربي هيوادونو هم د ذکر شوو هيوادنو ترڅنګ د شوروي اتحاد څخه د محمد داود خان د واټن لرې کولو د مسابقې ميدان ته وارد شول.
په مارچ کې روسانو محمد داود خان ته بلنه ورکړه چې اقتدار ته له رسيدلو نه وروسته مسکو ته دويم رسمي سفر وکړي هغه په خوشحالۍ هغه بلنه ومنله روسانو سره مشورو کې د سفر تاريخونه وټاکل شول؛ د ۱۹۷۷م کال د اپريل د ۱۲مې نه تر ۱۵ مې نيټې پورې د مسکو په مخ الوتکه کې محمد داود خان وحيد عبدالله ته لارښوونه ورکړه چې شوروي اتحاد کې د استوګنې په دوران کې بريژينف سره د هغه د يوې خصوصي ليدنې زمينه برابره کړي، هغه وويل د هغه هوډ وو چې هغې غونډه کې يوازې په هغې موضوع خبرې وکړي چې پخوا يې په کابل کې زمونږ پام ورته ګرځولي و، مسکو ته محمد داود خان او د هغه د ډلې له رسېدلو نه سمدستي وحيد عبدالله د تشريفاتو روسي منصبدار ته خبر ورکړ چې ولس مشر محمد داود غواړي چې له عمومي منشي بريژينف سره په مناسب وخت کې يوه ځانګړې ليدنه هم وکړي شايد د سفر په پاي کې.
د روسيې له لورې ليونډ بريژينف، نيکولاي پودګورني، اليکسي کوسيجين او ځينې نورو شورويانو او د افغانستان لخوا محمد داود خان او هغه سره د ملګري هيئت ترمنځ لومړنۍ غونډه کريملن کې د دوولسم اپريل په مازيګر وشوه. ګاوريلوف، د روسي د باندينيو چارو د دفتر يو مامور چې کابل کې يې په شوروي سفارت کې ډير وخت تېر کړي و او ښه دري ژبه يې زده وه، د دواړو خواو ترجماني کوله.
د بريژينف لخوا افغانانو ته هرکلي وشو او د هرکلي څو کلمو نه محمد داود خان خبره واخيسته او افغانستان ته د شوروي اتحاد د مرستو نه خصوصاً د افغانستان د لومړني اووه کلن انکشافي پلان په جوړولو او هغې ته يوه اندازه مالي مرستې ورکولو کې يې له هغه نه مننه وکړه، د دواړو هيوادونو د اقتصادي معاملو په اړه هغه وويل؛ هغه د افغانستان او شوروي اتحاد ترمنځ د اقتصادي تعاون د تړون مسودې سره موافقه کړې وه او د پلان وزير علي احمد خرم ته يې لارښوونه کړې وه چې هغه لاسليک کړي. محمد داود خان شوروي مشر تابه ته وويل د روسانو اقتصادي او تخنيکي مرستو سره تړلې اود دواړو هيوادونو ترمنځ د سوداګرۍ مسئلې به افغاني وزيران او هغوي شوروي هم منصبان وسنجوي، خو هغه په ذاتي توګه غوښتل چې يو ځلې بيا شوروي اتحاد ته د افغاني طبعي ګاز د صادراتو د نوې لوړې بيې ټاکلو په هکله ديوې موافقې د ضرورت ذکر وکړي. که په لنډ ډول ووايم چې محمد داود په دغې ورځ د سيمې د امنيت، سوداګرۍ چارو، ټولنيز ژوند او په سياسي مسايلو مفصله رڼا واچوله. په بله ورځ بريژينف خبرې پيل کړې د هرکلي کولو وروسته، بريژينف د افغانستان ناپېلتوب د شوروي اتحاد د پاره مهم او په اسيا کې د امن د ودې د پاره ضروري وګاڼه او هيله يې ښکاره کړه چې ناپېلي خوځښت به د امپراطورۍ د چل ول او کينې ښکار نشي.
په دې وخت کې بريژينف نيغ محمد داود خان ته کتل او څه يې وويل چې په ظاهره يې ژباړن ګاوريلوف ناکراره کړ. خو لږ وخت وروسته هغه په تردد سره د بريژينف د الفاظو ژباړه وکړه او څه چې مونږ واوريدل، چې ډيرې بې ځايه خبرې وې او مونږ يې د اوريدلو هيڅ هيله نه لرله، بريژينف شکايت وکړ چې په افغانستان کې په دوه اړخيزه کارونو، د ملګرو ملتونو او په نورو ګڼ اړخيزو پروژو کې، د ناټو د غړو هيوادونو د کارپوهانو شمير ډير زيات شوي دي. په تېر وخت کې افغانستان لږ تر لږه دومره کوي چې په شمالي سيمو کې به يې د ناټو د غړو هيوادونو کارپوهان نه بلل، خو اوس دې لور ته پاملرنه نه کوي، هغه وويل؛ شوروي اتحاد د اکار ښه نه ګڼي، افغانستان بايد د شوروي اتحاد له کارپوهانو پرته نور څوک هلته پرې نږدي، ځکه هغوي جاسوسان دي او د خپلې امپراطورۍ د موخو پر مخ وړلو لپاره کار کوي.
د خبرو په ځاي کې يوه خاموشي خپره شوه او زړونه وترهيدل، ځينې روسان پريشانه ښکاريدل، او افغانان ډير خپه وو. د محمد داود خان مخ ترينګلي او تور شوي وو. بريژينف خبرې بندې کړې لکه له افغان ولس مشر نه يې جواب غوښته، په ساړه او له احساساتي حالت پرته محمد داود خان بريژينف ته د هغې جواب ورکړو، چې هغه په ظاهره روسانو لپاره د توقع نه داسې خلاف و لکه د بريژينف الفاظ زمونږ لپاره. هغه بريژينف ته وويل چې څه روسي مشر وويل د هغې طمع افغانانو نه کوله. هغوې د هغه بيان د افغانستان په چارو کې لاسوهنه وګڼله. هغه مخکې وويل چې افغانستان له شوروي اتحاد سره خپلې اړيکې ارزښتناک ګڼل، خو هغه ملګرتيا له دواړو لوريو برابره وګڼله محمد داود خان داسې الفاظ په ځواب کې ورته وکارول.
مونږ به هيڅکله هم تاسو ته اجازه درنه کړو چې مونږ ته حکم راکړئ چې مونږ څنګه خپل هيواد وساتو، او څوک په افغانستان کې استخدام کړو، داچې د افغانستان لپاره رابلل شوي بهرني کارپوهان مونږ څه ډول او چېرته وساتو، دايوازې زمونږ حق دي. کله چې محمد داود خان بريژينف ته وويل چې افغانستان يو خپلواک هيواد دي هيچا ته اجازه نه ورکوي چې زمونږ په کورنيو چارو کې لاسوهنه وکړي نو بريژينف په افغانستان باندې داسې ګوزار وکړلو چې بيا هيچا د محمد داود خان خبره تکرار نه کړه. له دې وينا نه وروسته محمد داود خان يو دم پاڅېدو او ورسره ټول افغانان هم پاڅېدل محمد داود خان روسانو ته يو څه درناوي وړاندې کړ او د هغې لوي تالار دروازې په لور روان شو. په هغه وخت کې بريژينف خپلې چوکۍ نه لږ څه په زحمت پاڅېد، خپلو دوو ملګرو، پودګورني او کوسيجين سره چې روسي ژباړن ؤ ورپسې يې تيز ګامونه اوچت کړل. ښکاره وه چې د هغه نه شوي نقصان تلافي کوله. وحيد عبدالله چې له ولسمشر سره نژدې وو، روسان يې وليدل چې راروان وو، وحيد عبدالله، محمد داود ته په غوږ کې وويل چې د ډيپلوماتيکو نزاکتونو په خاطر، مناسب دا دي چې روسانو نه سمه خداي پاماني واخيستل شي، که نه د مسکو سفر به بيخي ناکام وګڼل شي. بالاخره داود شاته وګرځېد د هغه مخ نه غُصه تللې وه، هغه روسانو ته ورمخکې شو اود بريژينف غزيدلي لاس يې ونيوه. يوې خورې مسکا سره بريژينف وويل؛ ما ته ويل شوي دي چې تاسو جلالتماب ما سره يو خصوصي ليدنه کول غواړي، زه ستاسو په واک کې حلال کړي چرګ يم مونږ به وينو هر وخت چې ستاسو د پاره موذون وي، محمد داود خان په صفا او لوړ غږ کې وويل چې ټول يې واورۍ، زه غواړم چې ستاسو جلالتماب خبر کړم چې هغې ليدنې ته نوره اړتيا نه ده پاتې شوې، دايې وويل او بيا يې له پودګورني او کوسيجين سره روغبړ وکړ او په تيزۍ سره له کوټې نه ووت. هغه د محمد داود او بريژينف اخري ليدنه وه. د دواړو هئيتونو ترمنځ نيمګړې غونډه بيا ونشوه، او د روسانو خبرې نيمګړې پاتې شوې.