لیکواله: زرغونه حداد
ګران پلار قدرت الله حداد کلیزه
زما د ژوند تیاره ورځ
هره ورځ لیکن کال کې دوه ځل دا ورځې په ډیر بې دردی سره راڅرګندیږی یعنی د هغوې پیدایش ورځ اکتوبر (۱) او بل ۱۵ دسامبر ۲۰۱۱چې هغوې ابد د پاره دې فانی دنیا نه رخصت شوو. کله چې هغوې حیات وو او خپل ښایسته ساګانې یې اخیستلې، خپل تحفې سره به مې د هغوې پیدایش په ورځ حاضرې ورکوله، رانه به یې پوښتنه کوله چې بچې څه دې راوړې. هغوې به د تحفې شا او مخ په ډیر شوق سره کتل او لوستل او دومره اهمیت به یې ورکول چې ما به په خپلې تحفې باندې مینه راتله. او چې کله به یې قیمت ته کتل نو وییل به چې بچې قیمت دې ولې لرې کړې پریږده چې پوه شم چې په څو د اخیستی ده. خو اوس فرق دا دې چې اوس رانه پوښتنه نه کوی چې څه د راوړې اوس د هغوې مزار ته چې همیش د پاره آرام خوب کې پروت دی، خپل تحفې سره یعنې قلم او ګل سره حاضري ورکوم . هغوې د همدې ملنساری، بردباری او ښایسته خصوصیاتو وجې نه له صدراعظم نه رانیولې تر ملنګ او ګدا پورې ټولو سره یو رویه درلود. هغوې خپل ژوند هیواد او د هیواد خلکو په خدمت کې تیر کړی. همیش به یې فرمایل چې زه خپل ملت نه یوه پیسه پوروړې نه یم، وجدان مې پاک دی، خپل ملک ته مې خیانت نه دې کړې. هغوي خپلو آثارو کې یوه لویه خزانه خپلو خلکو ته پریښې ده چې نسل تر نسل ورنه فایده اخیستې شی یعنې د هغوې( قلم).
خداې دې مونږ ته توفیق راکړي چې هغوې کوم خواهش، مرام، خوب او کارونه نیمګړي پاتې دی سر ته یې اورسوو ځکه چې هغوي به هر وخت ما ته ویل چې بچې کارونه ډیر او وخت لږ پاتې دی. نو زه به همدا اووایم:
څه عجبه شپه ده سحر نه راځې
نن هغه سپوږمې چې بهر نه راخې
نن چې هسې ځان نه خبر شوې یم
ښکارې د بابا نه مې خبر نه راځې
تا چې سبا کړو سبا نه راځې
راشې په هر چا خو په ما نه راځې

د هغوي د کلیزې په عقیدت باندې خپل مور شعر ډالي کوم.
از این دنیا فاني هم زبانم رفت
مرد درویش صفت و شاه جهانم رفت
در قید قلم کرد فولاد خم و راست
آن مرد افسانوي رستم داستانم رفت
شکست چنګیز و سکندر زمانم رفت