آسترالیا هغه روهینګایي مهاجرینو ته د زرګونو ډالرو ژمنه کړې چې میانمار ته د بيرته ستنیدو لپاره چمتو دي او همدارنګه چارواکو په هغو پناه غوښتونکو چې د پاپونیوګیني د مانوس ټاپو په توقیف ځایونو کې پراته دي فشار راوړی تر څو بیرته خپلو هیوادونو ته ستانه شي.

تیر کال د پاپونیوګیني سترې محکمې تر هغه وروسته د یادو توقیف ځایونو د تړل کیدلو حکم صادر کړ چې شاوخوا ۸۰۰ کسان په کې د بشري حقونو څخه په سرغړونه تورن شمیرل شوي وو.

آسترالیا هغو مهاجرینو ته د ۲۵۰۰۰ آسترالیايي ډالرو د ورکړې ژمنه کړې ده چې بیرته خپلو هیوادونو ته د تللو لپاره راضي دي دا په داسې حال کې ده چې د دوې بیرته ستنیدل له خطره ډک او ددوې ژوند له ګواښ سره مخ کوي ځکه د میانمار حکومت یاده ډله په رسمیت نه پیژني.