آسټرالیا پناه غوښتونکو کډوالو ته د تبعیت ورکړې پلان کې بدلونونه راولي چې دا به د زرګونو پناه غوښتونکو په سرنوشت مستقیمه اغیزه وکړي.

د اسټرالیا لومړي وزیر «مالکوم ترنبول» هغه پلان او طرحه چې مجرمینو او تروریستانو ته د آسټرالیايي تبعیت د ورکړې د مخنیوي او کډوالو ته د کارموندنې په موخه جوړ شوی لاسلیک کړ او زیاته يې کړه: د اسټرالیا تبعیت یو امتیاز دی او باید ورته درناوی وشي.

د یاد پلان پر اساس هغه کډوال چې عمرونه یې د ۱۶ او ۶۰ کلونو تر منځ وي او غواړي د استرالیا تبعیت تر لاسه کړي باید لږ تر لږه یو نه تر څلور کالو پورې‎ خپلو غوښتونلیکونو ته تم پاتې شي او په انګلیسي ژبه د پوهیدلو مکمله وړتیا ولري.

همداراز د آسټرالیا د کډوالو چارو د ریاست ویاند « ټوني بورکي» کډوالو ته په خپله وینا کې وویل: آسټرالیا ستاسو کور دی او تاسو به خپل پاتې ژوند دلته تیر کړئ مګر تاسو به هیڅکله په بشپړ ډول آسټرالیایان و نشمیرل شې.