مخکی لدی چی د افغان حکومتو په داخل کی د پنځم ستون په مورد کی خپل برداشت ولیکم لازم بولم چی د پنځم ستون تعریف او تاریخی پسمنظر باندی ړنا واچوم !

تعریف:
هغه ورانکاری او خاینې ډلی ،احزاب او خلک چې د هیواد د دښمنانو په ګټه د نظام له دننه نظام تخریبوي او یا
د مخفي اجنټانو هغه ورانکاره ډله چې هڅه کوې د یوه ملت ملي یووالی او پیوستون له هرې ممکنې لارې او موجودو اختیاراتو او امکاناتو څّخه په استفادې سره ضعیف او زیانمن کړي.

اویا هم هغه ورانکاره تنظیم او ډله چې فعالیت په خپل هیواد کې کوي خو د هیواد او نظام له منابعو څخه په استفادې د بهرني دښمن لپاره په مخفي ډول د سیاسي استعمار او اهدافو لپاره زمینه برابروي. یعني د نظام په منځ کې د نظام دښمنه ډله.
تاریخي پسمنظر :

په تاریخي لحاظ د پنځم ستون اصطلاح اصلاً د 1936 او 1939 کلونو تر منځ د هسپانیا د کورني جنګ په وخت کې د نیشنلیست جنرال “ایملیو مولا وایدل” لخوا کارول شوې ده چې د هغه د پوځ څلور ستني یا لښکری د مادرید په لور وخوځیدې او جنرال د مادرید د ملیشو په منځ کې د ده د پوځ ملاتړي د پنځم ستون یا 5th Column په نوم یاد کړل.

پنځم ستون د افغانستانو دحکومتو د ننه:

پنځم ستون د افغانستانو په حکومتو کی کومه نوي ډله نده او نوي لوبه هم نده د تیمورشاه دراني څخه نیولي تر نن پوری مختلفو ډلو اوافرادو خپل تخریبي رول لوبولي او لا هم دا سلسله جاري ده چي په مختصر ډول له امیر امان الله خان له پاچاهي څخه به شروع کړم
۱-د شاه امان الله خان په وخت کی ددیوبندي مولویانو ، حضرتانو او په دربار کی خودخواه اومفسدو درباریانو د شاه دسقوط زمینه د نظام له دننه مساعده کړه غل او قطاع طریق یی دشاهی په ګدي سپور کړ.
۲- دظاهرشاه په وخت کی هغه متملقو درباریانو او دک ج ب اجینتانو دشاه او د اکا دزامنو ترمابین حالات داسی ترینګلي کړل چی متفق او متحد ال یحیی یی د تل لپاره دتاریخ دکتابو فصلونه کړل .
۳-دسردار محمد داودخان درژیم هم د ک ج ب د پنځم ستون په وسیله ختم شو .د سردار داود خان په نظام د ک ج ب مخفی غړی حسن شرق وو چی پخپله خوله اعتراف کا چی داکتر نجیب ته می وویل چی روسانو ته زه تر تاسو دیر منلی یم او دا رښتیا هم ده کوم خدمتونه چی شرق روسانو ته کړی ح د خ ا ،ندی کړی کله چی شهید موسی شفیق د افغانستان دیپلوماسی د غربی ملکو په لور متمایله کړه د اسلامی هیوادونو سره یی هر اړخیزی همکاری ته زمینه برابره کړه د ایران سره د اوبو د ویش مشکل حل شو او داسی هم ارویدل شوی چی د پاکستان سره هم د مشکلاتو د حل لپاره پلان ترتیب شوی وو داانکشافات او تغیرات روسانو داسی تعبیر کول چی ګنی افغانستان ددوی له مدار څخه په وتو دی نو دوی خپل کار کشته زیرک او وفادار جاسوس ته وظیفه ورکړه چی د ال یحیی د سلطنت په تابوت اخری میخ ووهی خو دا میخ باید د خاندان دداسی یو غړي په لاس ووهل شی چی په خلکو کی پیژندل شوی څيره وی تر څو له ولسی پاڅون سره مخ نشی نو ددی کار لپاره سردار داود خان بهترین بدیل وو او حسن شرق چون دیر نیږدی او اعتباری کس وو داود خان ته ،نو داود خان دی کار ته دحسن شرق لخوا په خورا مهارت تشویق شو او متباقی کارونه حسن شرق د روسانو د سفارت په مرسته مخ ته وړل تر هغه چی په ۲۶ د چنګاښ دا میخ د سلطنت په تابوت داود خان وټکاو .
د چنګاښ کودتاه دا هر څه بدل کړل روس دوستانو لکه حسن شرق او پرچمیانو په اول کی هغه کسان له صحنه لری کرل چی سردار ته خورا نیږدی وو لکه جنرال مستغنی ، جنرال عبدالرزاق خان ، جنرال خان محمد خان او میوند وال په دوهم قدم کی هغه ځوانان چی د نوی د زندان څخه را خلاص شوی وو چون په اینده کی د روسانو داهدافو لپاره بالقوه خطر بلل کیدل سردار داود خان ته داسی معرفی شول چی د نظام اصلی او اساسی مخالفین همدا دی ,که چاره یی و نشی ممکن نظام ړنګ او د قدرت واګی په لاس کی واخلی سردار هم سوټي پسی راواخیست هر چا چی به جماعت لمونځ کا سپین خولی یی په سر وو دپرچمیانو لخوا دشرق په مستقیم دستور زندان ته اچول کیدل او یو تعداد پاکستان ته وتښتیدل دغه ځای دی چی پاکستان ته خدای ورکړه د ځوانانو د مجبوریت او احساساتو یی پخپله نفع استفاده وکړه خو وروسته له دری نیمو کالو خاصتا" پس د شوروی له سفر څخه ټول هغه اټکلونو سردار داود خان ته په یوه حقیقت بدل شو او د روسانو او د پنځم ستون په کارونه یی سر خلاص شو کلي تغیرات یی راوستل خو د پنځم ستون په مشر یعنی حسن شرق یی بیا هم رحم وکړ په جاپان کی یی سفیر کړ دا نور پاتی شونی یی هم یا سفیران کرل او یا یی هم له ځانه لری کړل د شهید موسی شفیق پالیسی ته یی مخه کړه د اسلامی ملکو سره دوستی او د ګاونډیو سره د مشکلاتو سولییز حل یی د خپلی بهرنی پالیسی جز وګرځول مثبتی لاسته راوړنی یی هم درلودی او هغه کسانو چی ورته دښمنان معرفی شوی وو د پاکستان په سفر کی یی د بوتو د هغه خوش باشی پیشنهاد چی مخالفین به دی همدا اوس درسره ولیګم خو سردار داود خان د یوه پاخه سیاستمدار او یوه معنوی پلار په شکل هغوی د افغانستان بچیان وبلل او دا یی هم ویلی وو جی دوی د محبوریت په اساس تاسو ته راغلی چی حالات ښه شی پخپله به راشی پدی کار یی نه ځان د بوتو مرهون او منندوی کړ له بلخوا یی ځوانانو ته هم پیغام ورکړ چی خپل وطن ته راشی په امن کی ژوند وکړی خو متاسفانه دا تلاشونه نیمګړی پاتی شول او حتی د سردار داودخان او فامیل په شهادت منجر شول خو جناب حسن شرق نتنها کوم زیان ونه لید بلکه د سفارت او صدارت په کرسیو ونازول شو خو تر نن پوری خپل افغان دښمنه زهریات یا د کتابو او مقالو په بڼه او یا هم د مصاحبو او خصوصی ملاقاتو په شکل شني . د همدی ستون پاتی شونيو په مختلفو بڼو تر نن پوری خپل تخریبي رول ته دوام ورکوي .
۴-په خلقي نظام کی دا رول د پخوا په څیر پرچمیانو د ببرک کارمل په مشری تر هغه مخ ته یوړ چی تره کی یی په شاګرد وفادار حفیظ الله امین خفک کړ او حفیظ الله امین یی په ورور او لوي شمالي ګاونډي ستي کړ.
۵-ببرک کارمل چی د پنځم ستون باتجربه جاسوس وو چی دظاهر شاه له وخت څخه رانیولی تر مرګ پوری یی خپل رول په نه ستړيکدونکي شکل لوبولي.
۶-دداکتر نجیب په وخت کی بیا هم پنځم ستون په مستقیم شکل دکارمل په مشري په مخفي او علنی شکل یی فعالیت کا :
الف: مخفي فعالیت دخلقیانو او داکتر نجیب طرفدارو پرچمیانو ترمابین ناندری چی داکتر نجیب یی دخلقیانو په ضد کودتاه ته تشویق کړ چی بلاخره پرچمي داکتر نجیب په خلقي شاه نواز تڼي کودتاه وکړه پدی شکل دکارمل اصلي دشمنان خلقیان په نظام کی ختم شول او د روسانو لپاره هم چون درد سر وو باید له صحنه موقتا" وتلی وی .
ب: داکترنجیب هم دکارملیانو د پنځم ستون په لومه کی ونیښت هغه داسی چی داکتر نجیب ریس دحکومت وو خو دآردو خودمختار کارملي پرچمیان چی پکی جنرالان لکه نبی عظیمی او نورالحق علومی په راس کی ول په اردو کی خپل تخریبی کارونه کول اوبهرني سیاست هم عملا"دکارملی وکیل په لاس کی وو چی په نتیجه کی دبینن سیوان په هڅو موءقت حکومت او کابینه چی د مجاهدینو ټولو تنظیمو په شمول د حزب اسلامی ورباندی موافقه کړي وه ناکام او طرحه د موقت حکومت د ببنن سوان په بکس کی پاتی شو او دتکنوترانو دریشي او نکتایی هم په الماریو کی پاتی شوی .
۷-دمجاهدینو ترنمنځ هم یو پنځم ستون نه بلکی څو پنځم ستونونو موجود وو خو دوه یی دموجوده ستونځو عاملین دی :
الف: حضرت صبغت الله مجددی چی په تاریخي لحاظ له غور نیکه څخه یی رانیولي بیا تر خپله حضرت مجددي د پنځم ستون رول لوبوي د بینن سوان د موءقت او بی طرفه حکومت په ناکامي کی یی د کارملیانو ، جمعیتیانو او دنظار له ډلګي سره یی په شریکه خپل کرغیړن رول یوځل بیا تکرار کړ لکه څنګه چی یی پلار په اول سقاوي کی ادا کړي وو نو صبغت الله مجددي په دوهم سقاوي کی دا رول ادا او دافغانستان زړه کابل یی د اور لمبو او دوینو ویالو ته برابر کړ او د کابلیانو سر ، مال او ناموس یی په دوهم سقاو نامسعود او ګلیم جم دوستم پایمال کړل.
ب-دمجاهدینو ترمابین بل پنځم ستون جمعیت اسلامی په راس کی یی شورا د نظار چی په خورا بی شرمي اوزیرکي یی د جهاد، هجرت او ازادي قهرمان ملت یی ذلیل خوار او ګدایی ګر کړ په مختصر ډول دربانی رول دمجاهدینو د مشرانو ترمابین داختلاف اچول او د مجاهدینو ترنمنځ د قومي سمتي او ژبني تعصبونه پارول وو چی بهترین نمونه یی داستاد فرید هڅول تاجکي تعصب ته وو چی زه کټ مټ د رباني خبری نقلوم "
استاد محترم فرید در تاریخ اینطور چانسها به اقلیتها کمتر دست می دهد که قدرت رابدست ګیرند خداوند این موهبت الهی را نصیب ما کرده با همسنګران هم قوم و هم زبان تان یکجاشوید تا بتوانم مسیر تاریخ را به نفع خود تغیر دهیم ."خو استاد فرید فی المجلس درباني فاشیستي مفکوره ورردکړي وه الله ج د ورنه راضي شي .
او د نظار شورا خاصتا" د مسعود وظیفه دمجاهدینو پرضد دروسانو او دکابل حکومت سره په شریک نظامی عملیات او دسالنګ په شاهراه کی دروسي او حکومتي اکمالاتی قطارو امنیت ساتل وو.

دطالبانو په نسکوریدو دامریکا اوناټو په حمایت پنځم ستون دقدرت په اهرام بدل شول خو دخپل منفي عادت نه لاس په سر نه شول هم د نظام دننه غوا لوشي او هم داضافي امتیازاتو داخیستو په خاطر دنظام پر ضد دی خو دترمپ په راتګ ددوي په خیټه کی هم کرمپونه (قولنج)پیداشول او نسونه يي په بادو وپړسیدل په لاندی دلایلو :
۱-دسپینی ماڼي ګلپي سري ترمپ خپل ښکر روسیه،چین،ایران اوپاکستان ته تیز کړل دساړه جنک سکروټو ته يي پکه وهل شروع کړل چی خپل شنګ يي دعلوي بشار په ځواکونو هوايي بمبارد او دادی بم اچول د ننګرهار په اچین کی خو دامریکا اصلي هدف دروس او چین تهدیدول وو خو د افغانانو او شامیانو په وینو، په متقابل عکس العمل کی روسانو په سوریه کی په داعشیانو چی ویل کیږی دامریکا په لاس جوړشوي ګروپ دی هوایی بمباري وکړه او همداراز په وزیرستان کی دروسي کماندوګانو او پاکستاني فوج مشترک نظامی عملیات او هم په هیبت الله پوری مربوط طالبان دروسیه اوایران له حمایت نه برخوردار کیدل .
۲-کابل ته دامریکا دامنیت دشورا د مشر سفر او دافغانستان دریس جمهور سره د ملاقاتونو څخه وروسته د پنځم ستون د پاک کاري پلان د اشرف غنی او اتمر د میز په سر ایښي دیي چی کرار کرار یی تطبیق کوی اول یی دوستم ترکیه ته تبعید کړ ورپسی ضیا مسعود برطرف کړ د بی کفایتی له امله او دریم یی هم د روند سبز غرتن امرالله صالح چی د اشرف غنی په یوه امضا وزیر شو په بله امضا خانه نشین شو زما په اند دا لړي به دوام مومی خو په خورا زیرکی او احتیاط .
اوس به دا وڅیړو ولی پنځم ستون خپل فعالیتونه تشدید کړي :
۱-په نړیواله سطحه د لویو زبر ځواکونو رقابت خاصتا“ دروس ،امریکا او چین مستقیما“دافغانستان سیاسی حالت کړکچین کوی پدی چی هر زبرځواک خپل تړلی چرګان لری اوس دشمال ډله یا پنځم ستون چی د روسانو سره یی یارانه زړه او پخوانی ده مجبور دی چی د اشرف غنی ټیم ته جنجالونه جوړ کړي د بیلګی په توګه :
الف- دزنبق جنایت چی پکی په سلګونو کابلیان مظلومان شهیدان او زخمیان شول د پنځم ستون لخوا د خپلو منطقوی بادارانو په هم لاسی ترسره کړ.
ب-د ایزیدیار د زوی په جنازه کی ددریو وړو بمونو چول تر څو چی خپل جنایت پټ کړی هغه هم د مسلم یار په ټپی کیدو منجر شوه ولی ضیا مسعود ، پدرام او امرالله صالح یا نور لوړپوړی جمعیتیانو پوزی وینی نه شوی دوی هر چیرته یک تیر و دو فاخته وهی هم پښتون مسلمان یار د علم ایزدیار رقیب یی هدف کړ او هم یی مخونه سپین کړل .
ت-دتحصن خیمی په عامه واټونو کی چی پوډریانو او لنډغرانو پکی مفتی مزه وکړی او پنځم ستون بیا د کابل د ګارنیزیون د قوماندان د وظیفه په تعلیق خپله سیاسی ګټه وکړه .
ث- په ترکیه کی ددریو منفورو مشهورو مفسدین فی الارض ایتلاف یعنی د بداخلاق پرچمی دوستم ، بی مسلکه صلاح الدین ، کیله فروش محقق او روانی بیمار عطا تر نمنځ چی په هیڅ وجه د تاجک ، اذبک او هزاره شریفو قومونو نماینده ګی نشی کولی حتی د خپلو حزبونه حمایت هم نلری پدی ارتباط په اروپا کی دجمعیت مشر نورالله عماد د اعلامیه په خپرولو دا ایتلاف فردی ایتلاف بولی او هم په کابل کی د جمعیت ناراضی ډلی هم رد کړ.
ج- بل دلیل داشرف غنی لخوا د لوړ رتبه چارواکو د شتمنیو جبری ثبتول او حتی د بعضو خو په خارجی بانکو کی سرمایه کنګل شوی هم دی چی زه کټ مټ لست یی ستاسو سره شریکوم :

عطامحمد نور 2 میلیارده دالر، د قسیم فهیم 1.5 میلیارده دالرچی اوس یی ادیب جان ځای ناستی دی ، داستاد ربانی 1.2 میلیارده دالره چی اوس داولادو ورباندی جنګ دی خپلو نمنځو کی ، د احمدشاه مسعود وړونه ا و زوی احمد مسعود 1.1میلیارده دالر، صبغت الله مجددی 640 میلیونه دالر، پیرسیداحمد گیلانی 530 میلیونه دالر، محمود کرزی 845 میلیونه دالر،گل آغا شیرزی 810 میلیونه دالر، داکترعبدالله 780 میلیونه دالر، اسماعیل خان 720میلیونه دالر، استاد سیاف 700 میلیونه دالر، عبدالرشید دستم 810 میلیونه دالر، محمد محقق 715میلیونه دالر،خلیلی 730 میلیونه دالر،حاجی ظاهر قدیر 760 میلیونه دالر، انورالحق احدی 420 میلیونه دالر،بسم الله محمدی 340 میلیونه دالر، رحیم وردگ 490 میلیونه دالر، قانونی 290 میلیونه دالر، امرالله صالح 195 میلیونه دالر، سيدحسين انوری 300 میلیونه دالر، فاروق وردگ 320 میلیونه دلار، صدیق چکری 35 میلیونه دالر، ایوب سالنگی 55 میلیونه دالر، عبدالرئوف ابراهیمی 250 میلیونه دالر، فضل الهادی مسلمیار 180 میلیونه دالر، زلمی ویسا 25 میلیونه دالر، الله گل مجاهد 18 میلیونه دالر، ملاتره خیل 100 میلیونه دالر، شیخ آصف محسنی 450 میلیونه دالر، امان الله گذر 265 میلیونه دالر، ظاهر اغبر12 میلیونه دالر،کرام الدين کریم 8 میلیونه دالر، بصیر سالنگی 16 میلیونه دالر، عمر داودزی 140 میلیونه دالر، حسین فهیم 150 میلیونه دالر، شیرخان فرنود 200 میلیونه دالر، خلیل الله فروزی 175 میلیونه دالر، امان نو اندیش شاروال سابق کابل 75 میلیونه دالر، باز محمد احمدی 14 میلیونه دالر
ح-داشرف غنی لخوا دقرادادونو څیړل او په پخوانیو ډاره مارانو د قرادادونو بندیدل .
خ- د حزب اسلامی د مشرگلبدین حکمتیار راتگ کابل ته چی د شمال ټلوالی په خوا خاطر کی هم نه ګرځیدل د شمال د ټلواله د ګیدی درد داسی شدید شو چی بادونه یی له انقره وختل . حزب اسلامي چې له کلونو راهیسي د حکومت سره د معاملې تمه لرله، کوښښ یې کاوه چې له غرونو د ښارونو ته لار پیدا کړي، د گران وطن په سیاسي هلو، ځلو کې د خپلو رقیبو جهادي گوندونو غوندې برخه واخلي، له کله چی د شمال ټلواله اشرف غنی ته جنجالونه شروع کړل نو اشرف غنی د ریاست جمهوری د ټاګنو څخه مخکی حزب اسلامی سره وعده کړي وه چی د کامیابی په صورت کی به ورسره سوله کوی خو د شمال ټلوالی له ډاره یی عملی کولی نه شوی خو کله چی پورتنیو عواملو یو په بل پسی انکشاف وکړ نو شین چراغ یی حکمتیار صاحب ته ورکړ،حکمتیار صاحب هم له فرصت څخه په ګټه اخیستو په لغمان کې د نورستان له غرو را کوز شو . د حکمتیار صیب راتګ کابل ته د جمعیت د غروب دلیل وگرځیده. عطا محمد نور وکوړچیده، صلاح الدین رباني شور جوړ کړ، امرالله صالح په غرتاری شو او سیما بی ثمرپه شلیته ګی سر شوه او په دې توگه د ټلوالې د گیډې درد په چیغو بدل شو.

د شمالی ټلوالی اوسنی غورځی پرځی د پاسنیو دلایلو په اساس او همداراز، د حزب اسلامي د ځواکمن ظهور او په لویه کې د ملي وحدت د حکومت کمزوري جوړښت، د غني د نا اټکله سیاسي هلو ځلو، وچ طبعیت ، د خورد وبورد بندول د قرادادونو د ولسمشر تر مستقیم مدیریت لاندی او د اوبو د مهارولو او سالم مدیریت له امله او هم دبهرنیو بادارانو په امر دنوی ایتلاف جوړول ته اړم شوی خو لا تراوسه هم پدی ندی قادر شوی چی رسما“ یی اعلان کری .

د شمال ډلی خود خواه او خرڅ شوی سرخیلان په دې پوهیږي چې نور نو نړۍ ددوی له فساد او چور تالان نه ترسپوږمو شوی او هم د اشرف غنی او حکمتیار هوډ چی له گران وطن څخه د جنگ ټغر را ټول او دایمی سوله راولی .
غله، چور واکي او پردیپال به د ولس په محکمه کې ځواب وایي او په دې توگه حق، حقدار ته رسیږي. د همدې امتحان څخه په ویره کې، د ټلوالې گڼ کسان د گیډي په شدید درد اخته گرځي.

که افغان ولس بیداره نه شي، که ځوانان یو بل ته لاس ورنه کړي، او ددایمی سولی په راتلو کی پاتی شی نو ددی احتمال شته چی افغانستان به هم د سوریه په سرنوشت خدای ناخواسته ګرفتار شی .
دتل پاتی او سراسری سولی په هیله او هم د ازاد پرمختللی واحد افغانستان په هیله .