د کډوالو مدافع وکیلان د هغه ۱۰۰۰ پناه غوښتونکو د برخلیک په اړه اندیښمن دي چې تر اوسه یې د لنډ مهاله خوندیتوب ویزو لپاره خپل غوښتنلیکونه نه دي ثبت کړي.

د آسټرالیا فدرالي حکومت یادو پناه غوښتونکو ته د اکټوبر ۱ (اوله) د ضرب العجل نیټه ټاکلې ده تر څو د لنډ مهاله خوندیتوب ویزو لپاره خپل غوښتنلیکونه ثبت کړي کنه بیرته به خپلو هیوادونو ته واستول شي.

د ۲۰۱۲ کاله را په ديخوا شاوخوا ۳۰۵۰۰ پناه غوښتونکي استرالیا ته د سمندر له لارې داخل شوي دي چې دوې کې ډیری مهاجرینو د لنډ مهاله خوندیتوب ویزې تر لاسه کړي دي مګر د مهاجرت او پولې ساتنې د ارقامو له مخې تر اوسه ۱۵۰۰ داسې پناه غوښتونکي هم شتون لري چې باید لنډ مهاله خوندیتوب ویزې تر لاسه کړي.

د کډوالو اجرایوي رییس «ډیویډ مین» وویل: چې اکثره خلک د افغانستان ، عراق، میانمار او سوريې نه کډوالۍ‎ ته مجبوریږي ځکه چې د دوې ژوند د خطر سره مخ وي.