تا به ویل ... 

وطن به جوړ شي خو د وینو د رود په بــــــــیه   

پښتو به مړه وي د بې ننګو پښتنو په بــــــــیه   

حسن ښکلا به وي ، خو شعر به یی نه شي ستایی  

حیا بي  نور ورځنې وړي  د ډالرو په بــــــــیه   

شملې به ځوړند وي پګړۍ به هټکړۍ وي دلته  

خپل به دي خپله خرڅوي بیا د پردو په بــــــــیه   

د انسانیت معیار به هسې آزادي راټاکي  

ښکلې حسینې به مې ځې د فاحشو په بــــــــیه   

د سر سړي به ټول سرټیټي وي دنورو مخکې  

قدر به وي دهرچا هرچیرې د سپو په بــــــــیه   

شپونه ورځه الله  دمل زموږ  عرضونه ور وړه :   

دلته نازو په قرآن مري د  ګل ببو په بــــــــیه