استرالیا او سریلانکا د تیرې جمعه په ورځ یوه تفاهم نامه لاسلیک کړه چې په اساس به یې د دواړو هیوادونو همکاري د انساني قاچاقبرانو پر ضد لا غښتلې او قوي شي.
همدارانګه هفه سریلانکایي اتباع چې په استرالیا کې په انساني قاچاق کې ښکېل او نیول شوي دي، د یادې تفاهم نامې په اساس به بیرته د سریلانکا حکومت ته سپارل کیږي.

یاده تفاهم نامه په کانبیرا کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د استرالیا د کډوالې ریاست او د پولو د ساتنې منشي «میکایل پیزولو» او د سریلانکا د دفاع وزارت منشي «کپیلا مودنتا» لخوا لاسلیک شوه.

استرالیا د سریلانکا په شمول د نورو نړیوالو همکارانو سره د همکارۍ پیاوړې اړیکې د دغه هیواد د څو اړخیزو تګلارو مهمه برخه ده او د آسترالیا په لور د غیرقانوني سفرونو او انساني قاچاقبرۍ سره په مبارزه کې مهم رول لوبوي.

د ۲۰۱۳ کال راهیسې کله چې د پولو د عملیاتي حاکمیت لړۍ پیل شوې ده د سریلانکا نه اسټرالیا ته په غیر قانونې بڼه د قاچاق وړونکو هره هڅه او کوښښ ناکام شوی دی.

دا تړون به د انساني قاچاقبرۍ، د ناقانونه مالونو د انتقال، او جرایمو په وړاندې د دواړو هیوادونو ترمنځ همکاري لا غښتلې او قوي کړي.